(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو اولسی شاعرۍ کښۍ د ټپۍ اهميت

ټپه د پښتو د اولسی شاعری ډير اهم صنف دی. د اولسی شاعری د صنف په دريو نامو بلله شی. يعنی ټپه، لنډی او مصرې. • ټپه: ځينی خلق وائ چی دې ته ټپه ځکه ويله شی چی ويونکی ددې وئيلو په وخت د خپل اواز اوچتولو لپاره په يو غوږ لاس ږدی. خو ځينی خلق دې ته ټپه ځکه وائ چی ددې په اوريدو خلق لاسونه ټپوې. • لنډی: لنډی وړوکی څيز ته وائ او ټپی يا لنډی وړومبی مصرعه وړه وی نو څه ورته لنډی وایی . لنډی يو زهريله مار هم دی چی دوه سرونه ئ وی او دا مار چی څوک اوچيچی نو چرې هم نه جوړيږی. نو د لنډی دا صفت مار څره هم دی چی دوه سرونه يې وی او دا مار چی څوک اوچيچی نو چري هم نه جوړيږی. • مصرعه: دې صنف ته د مصرعی د نوم اخستو اهم وجه دا ده چی يو مشهوره اوتيره توره ده او څوک چی پرې يو ځل ګزار اوخوری نو بيا په مشکله رغيږی. دغه شان د مصرعې ګزار هم ډير سخت او سنګين وی چی د سړې زړه غوڅوی. د پښتو د ټپو د پاره څه خاص اصول ټاکلی شوی نه دی خو د ټپی وړومبی مصرعه به يې نهه او دويمه به يې ديارلس سيلابه وی. او په دې کښی درديف او قافئې هيڅ خيال نه ساتلی کيږی. د اکثرو محقيقينو دا خيال دی چی ټپه د پښتو ايجاد دی چې د پښتو ژبې نه دغه صنف پنجابی او هندکو ژبو خپل کړی دی. خو سره د اختصاره څومره جامعيت د پښتو په ټپه کی دی هغه په پنجابی کښی نشته. د پښتو شاعری ابتدا د ټپې نه شوې ده. د يو پوه وينا ده چی پښتانه فطرطاً ټول شاعران دی ځکه چی هر پښتون ښځه او نر ټپې جوړولی شې. کله بوډاګان او سپين ګيری د دين و اخرت په حقله ټپی وایی نو ځوانان پکی د خپلی مينی محبت ارمانونه رژوی. که زميندار د پټو اوبه خورو پحقله ټپی وایی نو پيغلی د ګودر په غاړه د ځوانی او کالو پحقله پکی خيالات څرګندوی او په ودونو ښادو کی خپل خپلوان او د واده زلمی ستائی. ټپه د جزباتو هينداره ده. ځکه خو ډير مقبول صنف دی. پښتنو چی کله اسلام نه وو راوړې او لمر پرست وو نو هم د دوئ په ژبه کښی معياری ټپی موجودې وې. لکه:

د مــازيـــګر زيــړيــه نـــمــــــــــــــــره ته لا ولاړ ئي په ما پريوتل ګردو

نه دی محکوم شوی او پښتون يو ازاد پسند قام دی. خو چی څوک ئي په قلاری او امن اوسيدو ته نه پريږدی نو په جنګ کولو مجبوره شوی دی. او په خپلو ټپو کښی ئي هم د جنګ نه نفرت او وينی بهيدلو نه کرکه ښکاری.

د لــښــکـــرونــو مــلــک تــه وايــــــــــه په مړو موړ شوې که نور غواړې جنګونه

يا

د لښکرونو ملک ته وايه ډيرې دې کونډې کړې خيرې درته کوينه

د تاريخ جنګونو زکر هم پښتو ټپه کښی شوې دی. کله چی پير روښان د مغلو خلاف توره اوچته کړه نو په دې ټپه کښی داسی اوستائيلی شو:

د مفل ظلم به نسکور شی چی پير روښان توره په لاس جنګ له ورځين

د پيرنګيانو خلاف د پښتنو جنګونه هم په پښتو ټپه کښی ستائلی شوی دی. د ملاکنډ په جنګ کښی چې کله هارون د پيرنګيانو خلاف ډال شو نو دا ټپه اوئيلی شوه:

په ملاکنډ توره تياره شوه هارون توره ځلوه چی رڼا شينه

کله چی پښتنو د کشمير په غزا کښی په تش لاس دمړانی مظاهره اوکړه نو دا ټپه مشهوره شوه:

زما په پاک الله باور دی ځکه به تش لاس د کشمير غزا له ځم

اوده ازادی په جنګونو کښی داسې نورې ټپې مشهور شوې دی چی د پښتنو د جزباتو راپارولو د پاره وئيلی شوې دې.

جانان به ولی توره نه کړې تر نيمائ سنګره زه ورسره ځمه که تور اوربل مې ميراتيږی په پښتنو ننګ دی جانان نه منع کومه په هندوستان دې څلی جوړ شه د بې ننګی اواز دې را مه شه مئينه چې توره نه کړې نور به څه کړې چې وې شوده د پښتنې رودلی دينه ستا د بوړی ټوپکه ځار شم په اوږه ستا وی کږه زه د خياله ځمه

په ټپه کښی چې د ژوند د ټولو اړخونو عکاسی شوې ده، دومره زياته په هيڅ يو صنف کښی نه شوې ده او نه کيدې شې. حجره چی ورته په پښتو معاشره کښی يو اهم حيثيت حاصل دې، په پښتو ټپه کښی ستائلی شوې ده لکه:

حجره د قام کلی د سره د نيمو شپو منګې زما لالې وهينه ستا د حجرې درشل کږه شه زما د زړه ستنې کږې درپسې وينه

چيلم چې د حجره ښکلا ګڼلی شې په پښتو ټپه کښی په دې ډول ستائلی شوې ده:

چيلمه خدائيکو چې دي مات کړم مئين په ما دې غم په تا غلطوينه د حجرې ګټ درباندې پريوځه چې د چيلم نچه دې خله کښی پاتې شينه

جماعت د پښتنو ديندارې لکه د نمر څرګنده ده. په ټپو کښی هم د جماعت ډير زکر رغلی دې.

د مئين زړه جماعت خانه ده که مسلمان ئي وران ئي نه کړې ديوالونه په مولوی مې سلام وايه زما جانان ته کتاب خلاص کړه چې راځين

ګودر هم د پښتنو په اولسې ژوند کښی ډير اهميت لرې. د پښتو ټپه کښی د ګودر د مازيګر ډيره زياته ستائنه شوې ده:

ګودر ته ځم راپسې راشه منګې مې دوه دی نرې ملا مې ماتوينه چی مازيګر پرې ښائسته کيږې هيغی جينی له مور منګی نه ورکوينه

د سفر او مسافری پحقله هم ډيرې ټپې مشهور دی.

په سفر ځه مه خفه کيږه زه پښته به ستا په پت کښی ناسته يمه هندوستانی شه روپی راوړه په کورنو روپو مې مور نه درکوينه

په پښتو ټپه کښی لکه د نورو ژبو پشان متلونه هم راغلی دی:

فقيری دوه ګټی دې اوکړې يو دې خير يوړو بل دې اوکړه ديدنونه چی اوږه نه خوری بوئ ترې نه ځی چی ياری نه کړې څوک پرې نه وائ تهمتونه

لنډه دا چی ټپی ته په پښتو اولسی شاعری کښی هغه لوړ مقام حاصل دی چی بل يو صنف ته هم نه دی حاصل شوې:

بس دې په دې به ئ فيصله کړو ډيرې ټپې د سړې عمر کموينه

De Pakhto Walasi Shaerai Ki de Tapi Ahmiat By: Fayazali Shah Akhonzada - بېرته شاته