(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داوي

زموږ پښت پو هان( تو کم پیژندونکي) داوي د غر غښتي پښتنو په ټو لنيز ګروپ پورې اړونده قبیله ګڼي٠ دوی په اصل کې دکا کړو پښتنو يوه پښه ګڼل کيږي چې په کند هار او دسهيلي پښتو نخوا په ژوب ، کوئيټه، چمن او دپشين د سيمې په اجيرم او کر بلا نو مي سېمو کې مېشته دي٠ همداراز دپښتو نخوا دايا لت په ځينو سيمو لکه کتلانګ، دهیرې ليکپاني، با بو زايي، ساول ډهير او مردان کې هم استو ګنه لري٠
د تا ريخي رو ايتونو له مخې دداوي پلار داني نو میده او دداوي قبېله په درېو څا نګو وېشلې شوې ده چې دمړ، همړ او خوندي نو ميږي چې خو ندي دداوي وصلي زوی و٠د خو ندي په اړوند داسې روايتو نه هم شته چې دداني زوی داوي چې دغر غښت لمسی و د يوې سيدې کو نډې سره نکا ح وتړ له چې د خپل زوی سره يو ځای دخجند نه ملتان ته د خپلې خور دلید لو له پاره په سفر راوتلې وه ٠دغې ښځې د خپل پخواني خاوند نه چې کوم زوی در لود د هغه نوم سيد حسين و، چې نو موړی سيد حسين بيا په وصلي ډول د داوي په قبيله کې شا مل شو٠ ددې له پاره چې دغه میرمن او زوی يې د خجند له سیمې نه را غلي ول نو پښتنو ورته خجند يان ويل چې دوخت په تیریدو سره دوی د خجند نوم په خپلې ور ځنۍ محاوره کې په خو ندي بدل کړ ، نو ځکه يې خو ندي بولي٠ خوندي تر يوې مودې پورې د داوي دقبیلې او نورو غر غښتيا نو سره په ګټه او تا وان کې شر ېک ول، خو د شمیر د ډېر والي له کبله يوه جلا قبیله ترې جوړه شوه چې اوس يې خو ندي بولي٠ خوندي زياتره د کند هار په شا او خوا سیمو کې استو ګنه لري، خو شمیر يې دو مره ډېر نه دی٠
همداراز تا ريخ حيات افغا ني دداوي دقبيلې په اړوند داسي ليکلي دي :
دداوي قبیله په دريو څا نګو ويشلې شوې ده چې دهمړ، دمړ او خو ندي په نا مه يا ديږي٠ دداوي دقبيلې دريم ښاخ چې خوندي نو ميږي دمخزن افغا ني په روايت دداوي له اصلي نسبه نه دي، بلکې هغه په دې ډول ورسره يو ځای شوي دی چې د داني زوی داوي دخپل پلار په ژوندانه کې د آسو نو دسوداګرۍ لپاره په سفر تللی و٠ په دغه سفر کې د داوي سره يوه ښکلې ښځه چې دسيد حسن په نا مه يو زوی ورسره و يو ځای شوه٠ داوي له نوموړې ښځې نه د هغې داصلي ځاي ځايګي او ټا ټو بي په اړوند پو ښتنه وکړه٠ هغې ښځې داوي ته په ځواب کې وويل چې له خجنده راغلې ده او دا هلک دسيد زوی دی٠ هغې همداراز وويل چې په خجند کې کا ختي( قحطي) راغلې وه او زه غواړم چې دخپلې مشرې خور سره ملتان ته لاړه شم٠ داوي هغوی ملتان ته ورسول او نو موړې ښځې په ملتان کې دخپلې خور په سلا او مشوره دداوي سره نکاح وتړ له٠ داوي له نو موړې ښځې نه څلور زامن درلودل او څر نګه چې حسن خجندي ورسره و نو پښتنو په خپلو ور ځنيو خبرو اترو کې خجندي په خوندي بدل کړ چې دی په خوندي سره مشهور شو٠ با يد ز يا ته کړو چې خوندي دبليل، سکندر، موسی او علي په نامه څلور زامن درلودل٠
داوي زياتره دسو داګرۍ په چارو بو خت دي٠ دوی ميلمه پالو نکي او په پښتو او پښتونوالي با ندې خورا ټينګ خلک دي٠
دداوي دقبيلې نه سترعالمان او په پو هې مين شخصيتو نه را وتلي دي٠ په دغو شخصيتو نو کې يو هم ستر مشر وطه غو ښتو نکی، ليکوال او شاعر ارواښاد عبدالهادي داوي دی چې پر يشان تخلص يې هم کاوه٠ نو موړی د ارواښاد عبدالاحد اخو نزاده طبيب کند هاری زوی دی چې ١٢٧٤ش کال کې دکابل په باغ عليمردان کې يې نړۍ ته ستر ګې پر انيستلې دي ٠ نو موړي د حبيبيې په لیسه کې د رشد يې تر درجې پورې زده کړې وکړې او دپښتو او دري ژبو شاعر او ليکوال و٠ په اردو، عربي،تر کي او انګرېزي ژبو هم پو هیده ٠ نو موړی دپريشان په تخلص سره په سراج الاخبار کې ډير ې ټو لنیزي، سياسي او انتبا هي مقا لې او مضا مين وليکل او دمشر وطيت دغو رځنګ دنا متو مشر انو عبد الر حمن لو دين،مو لوی غلام محیي الدين افغان او مو لوي عبد الرب نږدې ملګری و ٠ د افغا نستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان او محمود طر زي نو موړی له نږدې پیژانده له همدې کبله و چې نو موړی ته دامان افغان دجرېدې مسئول مديريت هم ور سپارل شوی و٠ نو موړی په ١٩٢٠ ع کال کې داماني دولت لخوا دهند دميسوري په کنفر انس کې هم دافغاني هيئات غړ يتوب درلود٠ ده دسفير،مستشار، مختار وزير، دخلکو داستازي او دمشرا نو دجر ګې درئيس په تو ګه لوړې دندې سر ته رسولي دي٠ ده ١٣ کلونه زندانو نه هم ګاللي دي او په پای کې د١٩٨٢زېږدېز کال کې چې د١٣٦١ لمرېز کال د زمري دميا شتې د ٢٧نیټې سره سمو ن خوري په کابل کې د ٨٨کلو نو په عمر وفات شو٠
د ارواښاد عبدالها دي داوي پښتو اودري اثار دادي : زما رسول پاک،تجارت ما با روسيه،غيا صه، لالي رېخته، نغمات،ګلخانه، رجال وطن او زيست نا مه ٠
------------------------------

ددې مقالې په ليکلو کې له لاند نيو ماخذونو او منا بعو نه ګټه اخيستله شوېده :
١- تاريخ حيات افغاني ، دپيښور چاپ، ٢٥٩- ٢٦٠ مخو نه٠
٢- جنبش مشرو طيت در افغا نستان، دعلا مه عبد الحی حبيبي تاليف،دويم چاپ ،١٢٨-١٣٢ مخونه، کابل،١٣٦٣
٣-پښتني قبيلې، ډاکټر لطيف ياد، ١٢٨-١٢٩ مخونه٠
٤-‬http://en.wikipedia.org/wiki/Davi_(tribe)
- بېرته شاته