(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپله ژبه

ژبه د انسانانو په ژوند کښۍ ډېر مهم رول لوبوي. د ژبې په وسيله انسانان د نورو حيواناتو څخه جلا او بېلېږي. ژبه يوه ژوندي پديده ده. ژبه نه يوازې د خبرو کولو او فکر څرګندولو آله او وسيله ده بلکه د ژبې په وسيله د يو قام او ولس ملي هريت څرګنديږي. د ژبې په وسيله د پېښوا وقت غبرګون مومي. انسانان د ژبې په وسيله په خپلو منځو کښۍ پوهاوي (تفاهم) پېدا کوي. د ژبې په وسيله د قامونه او ملتونه يو له بل څخه جلا کېږي. يو قام او ولس هغه وخت ژوندې پاتې کېږي چې ژبه ئې ژوندې وي. که د يو قام او ولس ژبه له منځه لاړه شي، هغه قام او ولس ژوندې نشي پاتې کېدلاي. د ژبې په وسيله يو قام او ولس د خپلو تاريخي، کلتوري، علمي، فرهنګي، سياسي، او زښتونو ته غبرګون (انعکاس) ورکوي. د خپلې ژبې هېرول د خپل تاريخ او کلتور هېرول دي. د خپلې ژبې هېرول انسان له خپلې ټولني، قام، او ولس څخه پردي کوي. د تاريخ په اوږدو کښی دا حقيقت پوره جوت او څرګند شوي دې چې هغه چا چې خپله ژبه هېره کړې ده، هغه خپل کلتور او فرهنګ هم له لاسه وکړې دي. داسې کسان د اصل او نسب له پلوه په يوه قام پورې تړلي وي، ولې له کلتوري او فرهنګي پلوه په پردي قام پورې تړلي دي. دغه کسان په خپل قام او ولس کښې د پام وړ قدر او ځاۍ نه لري چې بېلګي ئې زمونږ په ګران هيواد افغانستان کښی پوره څرګندې او جوتې دي. د پورتنيو يادونو څخه زما مو خه او هدف دا دي: څرنګه چې افغانان اوس د نړي په ګوټ ګوټ کښۍ د مهاجرينو او لږکيو په څير ژوند کوي، که چېرې دوۍ د مهاجرت په ژوند کښی په پرديو هېوادونو کښې خپلې ژبې او کلتور ته پوره پاملرنه ونکړي، او خپلو اولادونو او کوچنيانو ته د خپلې ژبې په زده کړه کښې هڅه او هاندونه کړي نو د دوۍ کوچنيان او اولادونه به خداۍ ج مه کړه له خپلې ژبې او کلتور څخه پردي شي او په راتلونکي کښۍ به د ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شي ځکه يو شاعر وائي چې: پردي ژبه يادول که لوۍ کمال دې خپـــــله ژبــــه هېرول بې کمـالـــي ده تاريخ شاهد دې هغه قامونو او ولسونو چې خپله ژبه او کلتور له لاسه ور کړۍ دي هغوې خپل ملي هويت، فرهنګ او کلتور هم له لاسه ورکړۍ دۍ چې غوره بېلګي ئې د آمريکا، آفريکا، او آسيا په لويو وچو کښۍ ځينې هېوادونه دي چې د پرديو اوږدښکېلاک په مهال کښې ئې خپله ژبه او کلتور له لاسه ورکړې دې او په پاې کښۍ خپل ملي هويت بايللۍ دې ځکه يو شاعر وائي چې: خپلې ژبې خپل تهزيب وته چې شا کړي ملګرتيا لـــــه هغه قــــامه ژوندون نــه که دا حقيقت پوره څرګند دې چې که يو انسان په پردي ژبه هر څومره وړتيا او پوهه ولري دا چې له خپلې ژبې او کلتور څخه نا خبره وي په خپلو وطنو الو کې پردي او نا اشنا شميرل کېږي ځکه خپله ژبه د انسان په سړيتوب (شخصيت) کښۍ لوې رول لوبوي. مونږ ته لازمه او ضروري ده چې د نورو ژبو په څنګ کښۍ خپلې ژبې ته پوره پاملرنه وکړو لکه چې خداۍ بښلي مستغني وائي: خپــــله ژبــــه سود او زيان د هر سړي دې هر څوک مومي سود او زيان د خپلې ژبې پــــــه بـــــازار د پـــردي ژبې سود امــــــکړه سودا ښــــــه ده پـــــه دکـــــان د خپـلې ژبې - بېرته شاته