(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان اوسنۍ وضعه او ...

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اوسنۍ وضعه او له دې څخه دراوتلو په لارکې دملي وطنپالو ځواکونو دنده

اوسنی افغانستان   یوخپلواک ،  ځمکنۍ بشپړتیا  اوملي واکمني لرونکی هیواد نه دی  . نه  یواځې  دا چې  اوس د امریکې اوناټو دنورو هیوادونو دوسله والو ځواکونو له خوا اشغال شوی دی ، بلکې  له هغه وخت څخه چې  برتانوي استعمارچیانویې خپلواکي له منځه یوړه او نیمایي افغانستان یې  غصب او دخپل استعماري واک لاندې راوست ، بیرته خپله بشپړه خپلواکي لاسته نه ده راوړې  اوغصب شوې برخه یې داستعمار له منګولو څخه نه ده ازاده کړې . تر څود استعمار   په واسطه غصب شوې برخه افغانستان ازاد نه شي  ،افغانستان خپلواک نه شي ګڼل کیدای .

 اوسنی افغانستان یواځې د اصلي ،طبیعي او تاریخي افغانستان  یوه برخه ده ، چې هغه هم  تل داستعماري ځواکونو او رژیمونو د یرغلونو، لاسوهنو او توطیو سره مخامخ وي  . څرنګه چې اوسنی افغانستان  له ځان څخه د دفاع  وس نه لري نو ځکه تل پرې له بهر څخه جګړې  تپل کیږي او سوله او ثبات  پکې نه شي ټینګیدای .  خلک یې په خپله خوښه په ازاد ډول حکومتونه ، نه شي منځته راوړای اوتل پرې  د استعماري هیوادونو له  خوا ګوډاګي او لاسپوڅي حکومتونه  تپل کیږي . که کله داسې حکومتونه منځ ته راشي چې  ملي خصلت لري او دخپل هیواد اوخلکو ګټوته وفا دار وي ، نو په کم وخت کې له منځه ځي او هر ډول لاسته راوړنې یې دخاورو سره خاورې کیږي اونه شي کولای دخلکوپه ګټه کوم کار سرته ورسوي . 

انګریزي استعمارچیانو ځکه زموږ  ستر طبیعي او تاریخي افغانستان  وویشه ،چې  « بیل یې کړه – ایل یې کړه » پر بنسټ  نه ایل کیدونکی افغان سترملت ایل کړي . واحد افغان ملت سره هیڅ یو بهرني  شیطاني ځواک ډغره نه شوه وهلای ،  ډیر کبرجن  او ښکرور یې بې ښکرو کول او چا ورته په بده سترګه نه شول کتلای  .  د یوملت په توګه تل افغانانو د ډیرو سختو ازموینو څخه ځانونه ایستلي دي او په خپل یووالي سره یې  تاریخ ته بدلون ورکړی دی  .په یووالي کې دټولو افغانانو په برخه  نیکمرغۍ ، سرلوړي ، بریاوې   ، دپردیو او د دوﺉ دګوډاګیو له تیریو او توطیو څخه خوندیتوب ، سوله او ثبات او په خپل هیواد او خلکو ویاړ نغښتی دی . نوځکه ټول دښمنان ، بهرني وي او که کورني د ویشل شوي افغان واحدملت د بیرته یووالي سره  ضدیت لري او ددې یووالي په وړاندې  دسیسې  جوړوي .

د افغانستان په  ټول تاریخ کې ،  تر اوسه پورې ټولو یرغلګرو استعماري ځواکونو ، دافغانستان په نیولوکې و او که د افغانستان په ویشلو او یا د ویشلو او اشغال په دوام کې ، دکورنیو پردیپالو ملي ضد عناصرو او ټنګه سرو  چې یواځې دخپلو شخصي ګټو او پیسو په خاطر دپردیو غلامۍ او خپلو خلکو سره هر خیانت ته حاضر دی ، کار اخستی دی . نوځکه  ددې دپاره چې دبهرنیو او کورنیودښمنانو توطیې شنډې شي باید دخلکوپراخه پرګنې  د دوﺉ له نیتونو او ماهیت څخه خبرې شي اوددغو دښمنانو له شر څخه دژغورلو په خاطریې سیاسي او ټولنیز شعور لوړ شي  . دافغانستان ټول خلک باید پوه وي چې د دوﺉ ګټې یواځې او یواځې ددوﺉ په یووالي  ، خپلواک ژوند ، ملي سیاست  او دټولو بهرنیو د هر ډول نفوذ او اغیز  څخه په ژغورنه کې نغښتې دي  . ستر .په خپل ځان ویسااو  ځواکمن افغانستان ، چې دبهرنیواستعماري ځواکونو او د دوﺉ دکورنیو ګوډاګیانو هر ډول توطیې شنډولی او دتیریو او لاسوهنو مخنیوی یې کولای شي ، زموږ دمسلمان او متدین ملت دټولو خلکو په هرقو م  پورې چې اړه لري ، په هره ژبه چې خبرې کوي اوپه هر ځای کې چې اوسیږي د ملي  نوامیسو دخوندیتوب ، سولې اوثبات ، خپلواک او سرلوړي  ژوند ضامن دی .

هر څوک چې کمزوری ،ټوټې ټوټې ، تل دبې اتفاقیو سره مخامخ ،په جګړو کې ښکیل  ،بې ثباته ،بیوزلی اوپه نورو هیوادونوله سیاسي ،نظامي اقتصادي ،ټولنیز او فرهنګي اړخونو تړلی افغانستان غواړي ،بهرني وي که کورني یو شان د افغانستان دخلکو دښمنان دي  . نه اوسنی افغانستان ، نه پښتونخوا او نه  « ازاد قبایل » ، چې درې واړه د ستر طبیعي او تاریخي افغانستان  برخې دي  نه شي کولای په ځانګړي ډول خپلواک ، سوکاله او پرمختللی اوسي  .  دستر افغانستان ویشل د افغانانو د ایل کیدو اواستعمار په وړاندې د ګونډې وهلو دپاره سرته رسیدلی و، نه د افغانانود سوکالۍ ، نیکمرغۍ ، خپلواک  ژونداوپرمختګ دپاره .د ویشل شوي افغانستان  ټولې برخې یوشان ،خو په مختلفوبڼو د بهرنیو یرغلګرو او استعماري ځواکونو د تیریو ،لاسوهنو ، توطیو ، استثمار او ظلمونو سره مخامخ دي .  

 په اوسني افغانستان  یې دخپلواک نوم ایښی ،خو استعماري ځواکونو هیڅکله هم د ا برخه  خپلواکۍ ته نه دی پریښی  او له  سیاسي اړخه یې که کله دخپلواکۍ تمثیل کړی وي ، نوپه اقتصادي او نظامي  برخو کې  یې تل ځان ته محتاج   ساتلی دی . تل یې پر ې وروسته پاتې والی ،فقر او بیوزلي تپلې  ده او که کله هم  لږ څه پرمختګ دپاره یو وړوکې ګام هم اخستل شوی دی  ، هغه یې په داسې ډول شاته تمبولی دی چې دپرمختګ پرځای شاته تګ یې زموږ دخلکو په برخه کړی دی .

 ۳۴ کاله کیږي چې اوسنی افغانستان د بهرنیویرغلګر  و  ځواکونو له خوا د تپل شوو جګړو په  اور کې سوزي اوځان ترې نه شي ژغورلی . نه له بهر څخه دتیریو ،لاسوهنو اوتوطیومخه نیولی شي  اونه  په دننه کې د پردیو د ګوډاګیو د خپلسریو اوبې اتفاقیو ته دلمن وهلو او دپردیپالنې کنترول  او ایل کیدل یې له لاسه پوره دي .  زموږ هیواد د بهرنیو   یرغلګروځبر ځوا کونواو لیرې اونژدې ګاونډیانو، په تیره بیا د دوﺉ د جاسوسي  ،مافیایي  شبکو او افراطي سازمانونو، دفعالیتونو په  مرکز اوښتی دی .

 دافغانستان غوره  ستراتیژیک موقعیت باندې دپردیوجنګ دی ،خو افغانان  ترې نه یواځې داچې ګټه نه شي اخستلای ،بلکې دهمدې غوره طبیعي  موقعیت دخپلولو اوشتمنیو دلوټولو دپاره تل د بهر نیو حریصو ځبرځواکونو او ګاوندیانو دتیریو ،لاس وهنو او توطیو سره مخامخ  وي . بهرني یرغلګر استعماري  ځواکونه تل داسې  دولتي نظامونه په اشغال شوو ولسونو تپي  ، چې په  بنسټیز ډول دخلکو سره  واټن لري ، نه پرې خلک باورکولای شي او نه  دوﺉ د خلکوله ملاتړ څخه برخمن دي .

 اوسني هغه افغاني چارواکي چې د افغانانو په نوم  دبهرنیو هیوادونو له خوا په افغانانو تپل شوي دي ، ددغوبهرنیو هیوادونود ګټود پاره ، چې دوﺉ هم خپلې ګټې دهغوﺉ په ګټوکې ویني ، کار کوي . داسې چارواکي نه یواځې خپله دنده نه ګڼي  چې دافغانستان خلکوته په خدمت کولو ځان ژمن وبولي ، بلکې دخپلو شخصي او بادارانو ګتو دپاره هر ډ ول فساد چې یې دلاسه وشي  اسره نه کوي او دهیواد دشتمنیو په لوټولواوغلا کولو   کې یې  دبهرنیو لوټمارانواو غلو  سره لاسونه یوکړي دي  .همدا سبب دي چې په ټوله نړۍ کې افغان دولت تر ټولو دولتونو ډیر فاسد دولت دی او افغانستان تر ټولو هیوادونو ډیر وروسته پاتې هیواد او خلک یې  بې کچې فقیر او بې وزلي دي .  سره ددې چې  دافغانستان  دبیا رغولو دپاره په میلیاردونو ډالر دمرستې په نوم  راغلي دي ،خو په دغو پیسو یواځې کورني او بهرني غله او لوټماران میلیاردران شول او دخلکو په برخه  هم هغه فقر اوبې وزلي ده  او لاپسې فقیران شول  .

دهیواد ټول اقتصاد د مخدره موادو مافیا ، دځمکومافیا ، دمعدنونو مافیا ، دځنګلونو مافیا ، دوسلومافیا، دکورونو مافیا. . . . .یا په لنډ ډول د داسې  مافیا  ،چې کورني اوبهرني دافغانستان دخلکو دښمنان  پکې یوشان ګډون لري ، په تورو لاسونو کې دی . نوځکه دمافیا سره تړلي  کسان او چارواکي میلیاردران او نور ټول اکثریت خلک دفقر تر کرښې لاندې ژوند کوي  . آیا هغه دولت ،چې د نورو هیوادونو داستخباراتي سازمانونو، په تیره بیا  سي .آی . ای .  په پیسو چلیږي  او نه یواځې دا چې دا ورته دشرم او ګوډاګي توب خبره نه ښکاري ، بلکې  پرې ویاړي او ترې غوښتنه کوي چې د رسوایي له ویرې خپلې دغه پیسې  پرې ونه دروي ، کولای شي دامریکې دګټو پر ځای دافغانستان دخلکو ګټو دپاره کار وکړي ؟ آیا هغه  امنیتي ځواکونه چې تنخواګانې او ټول مصارف یې دملي بودجې پرځای د امریکا له خوا ورکول کیږي ،  کولای شي دامریکې د خوښې نه په بل ډول کوم عمل سرته ورسوي ؟ آیا داسې وسله وال ځواکونه به وکړای شي چې دخلکودملاتړ نه پرته دیرغلګرو او تیري کوونکو مخه ونیسي اوپه تیره بیا دامریکې د انډیوال غاصب پاکستان مخه ؟

خلک یواځې په ملي دولتونو اوملي پوځونوباندې باور کوي اوملاتړ ترې کوي . په دې کې شک نه شته چې په وسله والو پوځونوکې ملي وطنپال شخصیتونه شته چې دزړه له کومي غواړي دافغانانو له ملي نوامیسوڅخه دفاع وکړي او دیرغلګرو مخه ونیسي او خپله غصب شوې خاوره ازاده کړي ، خو پردیپال چارواکي چې داسارت ژوند سره روږدي دي نه پریږدي چې ملي وطنپال شخصیتونه خپلې ملي او اسلامي دندې سرته ورسوي . دا ټول دامریکې داستعماري سیستم  سوغاتونه دي چې دکورنیو وطنپلورونکو په مرسته دافغانستان دخلکو په برخه شوي دي  .

دامریکې او ناټود وسله وال یرغل سره سم له افغانستان څخه سوله او ثبات له منځه تللي ، جګړې او د بیګناه خلکو مرګ ژوبله او دهیواد ویجاړتیا او بربادي دوام لري . دافغانستان دخلکو طبیعي زیرمو لوټیدل روان او د لاپسې بشپړ لوټولو دپاره یې لارې اوپلانونه په کاروړل کیږي  . دخلکودملي یووالي د ټینګیدو پرضد د پردیو مزدوران  شپه او ورځ د کرکې او تعصب اور ته لمن وهي . دویشل شوو افغانانو دبیرته یووالي په وړاندې هم کورني او هم بهرني دخلکو دښمنان په ښکاره خنډونه جوړوي او دغاصب پاکستان په پلوۍ دریځ نیسي .

 لنډه داچې دافغانانو دکورنیو او بهرنیو دښمنانو ، ګاونډي هیوادونو اویرغلګرو ځبرځواکونوهلې ځلې او توطیې روانې دي چې دافغانستان په نوم اوسنی هیواد لاپسې په  څو نورو وړو ټوټو دقوم  ، ژبې او مذهب په نومونو وویشي او د افغانستان نوم ، چې کورني ملي خاینین اوبهرني نیواکګر ورسره دښمني لري ، له منځه یوسي . خو دا د افغانستان دملي وطنپالو ځواکونو او ټولو افغانانو دنده ده چې دافغانستان دټولو دښمنانو شیطاني پلانونه شنډ او دخاورو سره خاورې کړي .  

دافغانستان په ویشلو او افغانانو په  ځپلو او کمزوري کولو کې د انګریزي استعمارچیانو توطیې له بل هر استعماري ځواک څخه ژورې او مرګونې وې . په تیره بیا د د ډیورنډ دکرغیړنې کرښې په واسطه د افغان واحد ملت ویشل داسې یوه توطیه وه چې لاتر اوسه د دغې توطیې ناوړې اغیزې دوام لري او افغانان نه شي کولای  ځان د پنجابیانو داشغال ، زولنو او ظلمونو څخه وژغوري  .

ددې  دپاره چې انګریزي استعمارچیان  له افغانستان څخه د ډیورنډ دکرښې په واسطه  بیله کړې دغه برخه، چې ټوله  په یوپښتون قوم پورې  اړه لري ،  هضم کړي نویې  په څو نورو برخو وویشله  . یوه برخه یې نیغ په نیغه د خپل استعماري اشغال لاندې راوستله او نو م یې ورله « شمال غرب سرحدی ولایت »  کیښود . دا نوم یې ځکه کیښود چې ددې ځای له خلکوڅخه خپل هویت او پته ورکه کړي او د یوبې هویته  قوم په څیر داستعمار له تورو ځنځیرونو څخه هیڅکله هم ځان ونه شي ژغورلی .

پنجابیانو وروسته له ډیرو ناندریو او جګړو څخه ایله دې ته حاضر شول  چې د«  شمال غرب سرحدي ولایت » پر ځای «خیبر پښتونخوا » نوم ومني  . ددې دپاره یې دخیبر نوم ورسره زیات کړی دی  چې د ډیورنډ د کرښې اخوا پښتانه  نه پریږدي چې  په یونوم راټول شي  . څه باید دخیبر پښتونخوا په نوم  ، څه باید د بلوچستان سره وتړل شي او څه باید د  ازادو قبایلو په نوم  له نورو څخه بیل اوسي  . ترڅو په دې ډول لومړی انګریزانو او بیا پنجابیانوغوښتل ټولو دغو افغانانو څخه  لومړی د افغان او پښتون  له نومونو سره تړاو له منځه یوسي او بیایې په اسانۍ سره « بیل او ایل کړي »  . طبیعي منابع او شتمنۍ یې لوټ کړي او له خپلې ژبې او فرهنګ څخه یې محروم کړي  .

لومړی انګریزانو او بیا پنجابیانو تل هڅه کړې ده چې دغه استعماري فرموله چې « یوقوم مه وژنه  ژبه یې مړه کړه ! » عملي کړي او په دغو افغانانو باندې دخپلې مورنۍ  پښتو ژبې پر ځای انګلیسي او اردو ژبې وتپي  . استعمار چیانو هغوافغان مشرانو ته تل د لویو دښمنانو په سترګه کتل چې دافغانانود پاره یې خپلواکۍ او په خپله ژبه د ښوونې او روزنې لاسته راوړو دپاره هلې ځلې کولې . دباچاخان د بندي کیدو تورونه دخپلواکۍ دپاره دخلکو دتحریک منځته راوړو تر څنګ په پښتوژبه دافغان بچو دپاره  دښوونځیو جوړول او دځوانو نسلونو په علم او پوهې سمبالول و.

دا چې استعمارچیانو او پر افغانانو داستعمار له خوا ګوډاګیو تپل شوو حکومتونو تل هڅه کړې ده چې پښتوژبه ، چې دافغان هویت سره نه شلیدونکي اړیکي لري له حکومتي ادارو او ښوونځیو او لوړو زده کړو له ډګرونو څخه وباسي د استعماري ځواکونو دغې موخې چې : « یوقوم مه وژنه  ، ژبه یې مړه کړه ! » ته د رسیدودپاره کار کول دي . پر افغانانو باندې د استعماري ځواکونو او تالي څټو د دغوظلمونو تر شا بله توطیه هم روانه ده او هغه دا چې افغانان  بې فرهنګه او ناپوهه وښایي  او د دوﺉ  په لوړو استعدادونو ، پوهه او کارنامو خاورې راواړوي . افغان  ملي شخصیتونه په مختلفو لارو دخلکو په ذهنیتونو کې وټکوي او پر ځای یې ځان پورې تړلي کسان  د سیاسي ، علمي ، ادبې او فرهنګي شخصیتونو په نومونو ریکلام کړي . 

انګریزي او پنجابي استعمارچیانو دافغانستان له نورو برخو څخه د « ازادو قبایلو » سیمې دخلکو د ځپلو او محرومولو دپاره څو ګامه نورهم په دښمنۍ سره واخستل او د دغو سیمو دنه ایل کیدونکو افغانانو د ځپلو او ایل کیدو دپاره یې ځانګړې لارې چارې ،  پلمې او پلانونه جوړ کړل . استعمارچیانو دخپلو جاسوسي سازمانونو پام « ازادو قبایلو » ته واړاو،چې په څه ډول دا نه ایل کیدونکي خلک ایل کړي  . که نه ایل کیږي  وه یې ځپي  او یا لږ تر لږه دومره یې کمزوري کړي چې په راتلونکې کې کومه خطره ترې  ونه ویني .

له همدې کبله د « ازادو قبایلو » سیمه د پاکستان د آی . اس . آی . ، د امریکې د سي . آی . ای . او برطانیې د انټلیجنټ سرویس  او نورو استخباراتي سازمانونو د فعالیتونو مرکز وګرځید. چې د توطیو نښه  یې لومړی دازادو قبایلو خلک ، بیا نورپښتانه او افغانان او بیا دسیمې هیوادونه وو .

دې جاسوسي شبکو د هر ډول ازادۍ غوښتونکو فعالینو ، شخصیتونو او مشرانو د غلي کولو او له منځه وړو دپاره لارې چارې وسنجولې. څو ک چې په پیسو اخستل کیدای شول هغه یې په پیسو اخستل او څوک چې په پیسو نه شول اخستل کیدای دهغوﺉ د پاره یې تروریستي شبکې منځته راوړې . دا تروریستي شبکې چې د استعمارچیانو له خوا دقبایلو او نورو پښتنو ملي ازادي غوښتونکو شخصیتونو او مشرانو دله منځه وړو دپاره پر افغانانو تپل شوي دي تر اوسه یې بې شمیره د استعمارضددیني  عالمان ، روحانیون ، قومي او سیاسي مشران او روښانفکران له منځه وړي دي  .   استعمارچیانو،  هم پر افغانانو باندې  تروریزم  وتاپه او هم  یې د تروریزم سره دمبارزې په نوم  پلمه جوړه کړه او پر افغانستان یې یرغل وکړ . په داسې حال کې چې د سپتمبر د۱۱ نیټې په پیښه کې هیڅ افغان برخه نه درلوده ، خو امریکې د خپلو استخباراتي شبکو د جوړو شوو پلمو پر بنسټ پر افغانستان داسې خونړی یرغل پیل کړ ، چې د یرغل په لومړیو ورځوکې په زرګونو بیګناه افغانان  له منځه یوړل شول او تراوسه یې د یرغل څخه وروسته موده کې  په سلګونو ززه بیګناه افغانان ، چې ډیر یې ښځې او ماشومان جوړوي په تروریستي ډول دشپې په چاپوکې او یا د بې پیلوټه او نورو الوتکوپه ړندو بمباریوکې له منځه وړي دي .

دامریکې ، ناټو او پنجاب دا سیستماتیک تروریزم د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو افغانانو باندې سرته رسیږي .په کندهار ، هلمند ، ننګرهار ، کونړ ، وزیرستان ، مومند، سوات اونوروځایونو کې ډله ایزې وژنې په تیره بیا دماشومانو قتلونه لاهیر شوي نه وي چې نور قتلونه سرته رسیږي . غربي او پنجابي استعمارچیانو ټول افغانان ، په تیره بیا پښتون قوم او په ځانګړي ډول « ازاد قبایل » د امریکې د بې پیلوټه الوتکو یانې د هغو ډیرومؤثر و  تروریستي وسیلو په واسطه هره ورځ د نوو غمونو او ستونزو سره مخامخ کړي دي .  

دا چې ټول افغانان په تیره بیاپښتانه او په ځانګړي ډول ازاد قبایل ترورریستانو ته د پناه ورکولو په پلمه هره ورځ  د امریکایي ا و پنجابي ځواکونو له خوا ځپل کیږي او په خپلوکورونو او حجروکې له منځه ځي او له خپلو سیمو څخه کډې کولو ته اړویستل کیږي په ښکاره د نړیوالو استعماري ځواکونو په واسطه ددغه خلکونیغ په نیغه  دځپلو موخه جوړوي . همدارنګه  په ټول پاکستان کې د پښتنو ملت پال ګوندونه دسیکولر په نو م د اسلام پالو په بڼه د پنجابي استخباراتي اجنټانو له خواپه نښه کیږي ،خو پنجابیان چې  حتا کلیمه طیبه یې سمه نه ده یاده بیا دمسلم لیګ په  نوم  داسلام دټیکه دارانو په څیر تبلیغ کیږي . داسلام پال او سیکولر په نومونو دافغانانو په خپل منځ کې په جګړو اچول که له یوپلوه دافغانانو د دښمنانو توطیه ده، خو له بل پلوه دا چې افغانان داسلام پال اوسیکولر په نوم  یوپه بل وژني د افغانانو وروسته پاتې والی ، سیاسي ناخبري او ملي  احساس کمزورتیا ده ،چې دانګریزي اوپنجابي  استعمارچیانود استخباراتي شبکو له خوا دنورو استعمارچیانو سره په ګډه  پر افغانانو تپل شوې ده .

دانګریزي او پنجابي استعمارچیانودتوطیو  په واسطه د افغانانو ویشل اوبیا د دوﺉ په واسطه دغوویشلو ته دوام ورکول په واقعیت کې د افغان ستر واحدملت سره خیانت او دښمني ده  چې استعمارچیان یې  د افغانانو د کمزورتیا او ایل ساتلو دپاره سرته رسوي . خو استعمار له هغه پیل څخه د چال ، فریب ، رشوت ، ګواښ او زور او ظلم  له  لارې په ولسونو تپل شوی اودوام ورکړل شوی دی .

د مثال په ډول  انګریزانو افغانستان هغه وخت لاندې ویست چې افغانان یې په خپل منځ کې بې اتفاقه اوپه جګړه واچول  . دخپل شخصي قدرت دپاره د ورور یا بل افغان سره دجګړو په میدان کې یې دمقابلې زور نه درلود ، نو ددې له کبله چې  خپل ورور یا بل افغان  راڅملوي ، نویې  استعمارچیانو ته دمرستې دپاره لاس اوږد کړی دی اونه یوازې ورور یې څملولی دي ،بلکې پخپله هم د استعمارچیانو دلاس اله ګرځیدلی دی . هرڅه یې له لاسه تللي دي ،  هم  یې ورور بایللی دی هم یې ځان بایللی دی او هم یې هیواد بایللی دی  .

 تاریخ ته که ښه ځیرشو، وینو چې دځینو افغانانو ټنګه سرتوب ، ځان غوښتنه ، دقومي ،ژبني اومذهبي تعصب ناروغتیا تل ددې سبب کیږي چې  دبهرنیو استعماري هیوادونوتیریو ، لاسوهنو او دخپل هیواد اوخلکو د بربادۍ  زمینه مساعده شي  . هیواد مو دپردیو تر اشغال لاندې راشي ، هیواد اوخلک مو دپردیو دبرلاسي اوزموږ  دکمزورتیا دپاره وویشل شي او د پرمختګ او ترقۍ لارې  مو پرمخ وتړل شي  فقر اوبیوزلي مو په برخه شي  او په دې  له شتواو خدای ( ج ) دنعمتونو څخه ډک هیواد کې پردیو ته محتاج او دنورو دخندا او سپکاوي وړ وګرځو .  

په دې کې شک  نه شته چې استعماري ځواکونه دخپلوموخو دپاره هرې توطیې  او وسیلې ته لاس اچوي او دمکر اوفریب څخه کار اخلي چې خپلې موخې لاسته راوړی اوکه بیا په توطیو ،چال اوفریب موخوته ونه رسیدل ،نوبیا له ګواښ اوزور څخه هم ډډه نه کوي .  خو که ځینې افغانان دخپلو شخصي ګټو دپاره دخپل هیواد او خلکو ملي ګټې تر پښو لاندې نه کړي  او د استعمارچیانو د لاسونو الو باندې بدل نه شي ، نوبهرني استعماري ځواکونو ته به ډیره  ستونزمنه وي چې  زموږ  هیواد د خپل استعماري واک لاندې راولي او یا داستعمارچیانو د وحشیانه ظلمونو په وړاندې بې تفاوته پاتې شي . افغانستان په ټوټو وویشل شو، د ویشلو په وړاندې  بې تفاوته یاغلي کیناستل دویشلو د دوام  او پر خپل برخلیک باندې  داستعماري  غاصبینو د واکمن کیدو  سبب شو. که دشخصي قدرت دپاره  شاشجاع او ببرک کارمل  انګریزانو  او روسانو ته پر افغانستان د یرغل کولو او زموږ دهیواد دنیولو دپاره بلنه ورکړه ، نو تر اوسه یې نومونه دافغانستان دخلکو دکرکې سره مخامخ دي .  شمالي ټلوالې چې په ډالرو ځانونه خرڅ کړل او امریکایان او ناټویې  پرافغانستان یرغل ته ولمسوله ، سره ددې چې د ډیرو شتو او قدرت خاوندان شول ، بیاهم دافغانستان دخلکو په منځ کې ځای نه لري او دخپلو خلکو څخه ډاریږي او تل باید دپردیو غړوندي په غاړه دهغوﺉ تر سیوري لاند ژوندوکړي .

 دغاصبینو او کورنیو غدارانو په وړاندې  چوپ پاتې کیدل  او یا هره ورځ  د افغانستان د بیګناه خلکو د قتلونو، بربادیو او سپکاویو په وړاندې  ځانونه  بې تفاوته نیول د غاصبینو او کورنیو غدارانو داعمالو د دوام سره مرسته ده . نوځکه هغه څوک چې د استعماري ځواکونو د توطیو ، افغان ویشلو ، افغان وژلو ، ظلمونو ، لوټ اوتالان په وړاندې ځانونه غلي نیسي یو شان د استعمارچیانو او د دوﺉ  د لاسپوڅو سره   پر افغان ولس باندې د غمیزې په تپلو او غزولو کې  پړه او ملامته دي . هر  افغان دنده لري چې دهر ډول ظالم ، مستبد ، غاصب ،یرغلګر ،لوټمار او تیري کوونکي په وړاندې له خپل هیواد اوهیوادوالو څخه دفاع وکړي .

او س به له ځان سره قضاوت وکړو چې  څومره موږ خپله دغه اسلامي او افغاني دنده سرته رسولې ده ؟  څومره موږ د خپل هیواد اوخلکو د دښمنانو د توطیو او ناوړه کړنو په وړاندې  مبارزه کړې ده اودخپلې وسې سره سم مو خپل  ملي او اسلامي دین تر سره کړی دی  ؟ دخپل واحد افغان ملت د دښمنانو د توطیو په وړاندې مودمقاومت دپاره دنورو ملي وطنپالو ځواکونو سره  څومره مادي او ځاني ونډه اخستې ده ؟ دانګریزي استعمار چیانو په واسطه د ویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي  او د پنجابي ښکیلاک څخه د خپل هیواد د ازادۍ د پاره څومره مادي او ځاني سرښندنوته تیار یو ؟ ایا  له ښکیلاک څخه د ازادۍ او د ټوټې شوي هیواد دبیرته یووالي په ضرورت معتقد یو او له څومره کسانو سره مو د دې ضرورت په اړوند خبرې اترې کړي دي  ؟  آیا ددې ملي ارمان د رښتیاینې دپاره مود څومره نورو ملي وطنپالوشخصیتونو اوځواکونو سره  خبره شریکه کړې ده ؟ دا ټولې داسې پوښتنې دي  چې د یومسلمان افغان په څیر یې موږ  هر یو دخپل ضمیر څخه وکړو او ځواب یې د ځان سره ولرو .

 د افغانانو دټولو بدمرغیو بهرنی عامل د انګریزي  ښکیلاک توطیې وې چې  ستر افغا ن  واحدملت یې په  څوټوټو وویشه او په دې ډول یې ترې دخپلې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع وړتیا واخسته  . په وروسته پاتې والي ، فقر او بیوزلۍ یې محکوم  او دبهرنیو یرغلګرو هیوادونو تیریو او لاسوهنو سره مخامخ  کړ . افغان واحد ،خوداستعمارچیانو په واسطه ټوټې ټوټې شوی ملت نه شي کولای  دیوملت په  توګه خپل شتو ن  او بقا ته دوام ورکړي .

دافغان واحد ملت کورنیو او بهرنیو دښمنانو پتیلې ده  چې له ټوټې کولو نه وروسته دا سرلوړی ملت له پښو وغورځوي . خپل اصلي هویت ترې لوټ کړي ، خپله  ژبه ترې هیره کړي  ، د بې هویته  تیت  پرک محتاجه دویمه درجه کسانو په څیر پرې شاقه کارونه سرته ورسوي ، له هرپلوه په خپل شتمن هیواد ، له اموڅخه تر اباسینه پورې  ستر واحد افغانستان ،کې  په خیټه وږي ، په تن بربنډ ، بې کوره ، بې تعلیمه له ستونزو ډک ژوند ولري . دنورو دهوسونو،ګټو او موخو دپاره هم په خپلوکې په جګړو اخته وي اوهم دنورو دپاره ځانونه قربان کړي . نوبیا په کارده چې ددغوکورنیو او بهرنیو دښمنانوڅخه دخلاصون دپاره لاس په کارشو. 

دا سترکار به څرنګه سرته رسیږي چې له اموڅخه تراباسینه پورې دا واحد ملت له دې ټولو بدمرغیوڅخه وژغورل شي  ، په داسې حال کې چې دنړیوالو ، سیمه ایزو او ګاونډیانو سازشونه ، توطیې  ، تیري او لاسوهنې چې دا ملت وځپې په خپل قوت روانې دي ، نه پریږدي چې افغانان بیرته یوشي او دیو واحد ملت په توګه له ځان څخه د دفاع وړتیا پیداکړي . دافغانستان دخلکودښمنان هیڅکله نه غواړي چې  ټوټې ټوټې اوویشل شوی افغانستان بیرته یوشي او دیو سرلوړي ملت په توګه په نړۍ کې خپل شتون او پرمختګ ته دوام ورکړي .

داخو د دښمنانوهیلې او غوښتنې دي ، خوله اموڅخه تر اباسینه پورې زموږ په ستر هیوادکې د ملي  وطنپالونکو شخصیتونو او ځواکونو ، مجربو مشرانو اوتوریالیو زړورو،پوهو اوبیدارو ځوانانو شمیرهم کم نه دی . که دوﺉ ټول یوځای شي او په ګډه دخپل ملت دژغورلودپاره مټې  راونغاړي بیا به ووینو چې په ډیرکم وخت کې به د سترافغانستان پراخه پرګنې د  دې ازادي بښونکي غورځنګ ترشا ودریږي اوهیڅوک به یې دمخنیو ي وسه ونه لري . بیا یوشوی ستر واحد افغانستان  کیدای شي په ډیر کم وخت کې دخپلو خلکو په مټو او دخپلو شتمنیو په سم استعمال سره  په نړۍ کې دسیالو هیوادونو سره سیال وګرځي  ،چې هیڅوک به بیا زړه ښه نه کړي چې دې هیواد ته په کږه سترګه وګوري اویاد تیري او لاسوهنې څخه دګټې تمه ولري .

ځینې کسان ښوییدلې خبرې کوي  ، چې ګنې افغانستان بیوزله هیواد دی ،خپل هیځ شی نه لري، بې دنورو هیوادونو له مرستونه شي کولای  چې پخپله سوله او ثبات منځته راوړي او پرمختګ وکړي . نو له دې کبله ددې دپاره چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي  اویا دخلکو دپاره دخوراک ، ژوندکولواوپرمختګ امکانات منځته راشي باید په نورو هیوادونو ، په تیره بیا پر امریکا ،روسیه  ، برطانیه ، غاصب پاکستان   او نورو باندې تکیه وشي ، ترڅو افغانانو ته سوله او ثبات  ډالۍ کړي او د ژوندکولو ، پراختیا او پرمختګ  شرایط او وسیلې ورته برابرې کړي  . خو دا دهغوکسانو خبرې دي چې  یا ددې هیوادونو جیره خواره دي او یا  د خپل  هیواد د انساني ،مادي اومعنوي  شتمنیو او زیرمو څخه ناخبره پاتې دي .

افغانانو ته خدای پاک ( ج ) هرڅه ورکړي دي او د دې وس یې هم ورکړی دی چې  دهر ډول ستونزو څخه راووځي ، دهر ښکرور ښکر مات کړي  ، له ویاړه ډک خپل ستر ، خو ټوټې ټوټې افغانستان بیرته یوکړي . خپل برخه لیک پخپله په لاس کې ونیسي او د یو خپلواک هیواد په څیر دبهرنیو تیري کوونکو او لاسوهونکو لاسونه لنډ او مخه یې ونیسي  . داسې یو رښتیانی ملي اسلامي عادلانه  دولتي نظام  منځته راوړي چې بې له هر ډول تبعیض او تعصب څخه  هرافغان په هره ژبه چې خبرې کوي  ، په هر قوم  اومذهب پورې چې تړلی وي  او په هرځای کې چې اوسیږي  ،  ځان په دغه دولتي نظام کې وویني او باور وکړي چې ټول حقونه یې خوندي دي .

اوس دټولو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو دنده ده چې دافغان واحد ملت  د بیرته یووالي ، خپلواکۍ او سرلوړۍ د پاره له هیڅ ډول ستونزو څخه  ونه ویریږي .  ځاني ،مادي اومعنوي  قربانیو ته چمتو اوسي .خپل خدای باندې توکل وکړي .  دخپلوخلکوپه وړتیا باور ولري او دخپل هیواد دبیرته یووالي ، خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لاسته راوړو دپاره هلې ځلې او مبارزه خپله ملي او اسلامي دنده وګڼي .

 دې سترې موخې ته درسیدو لار یواځې او یواځې په ټول افغانستان کې له آمو څخه تر اباسینه پورې په یو سرتاسري  ازادي بښونکي غورځنګ کې  د ټولو ملي وطنپالو افغانانو راټولیدل دي . دا دنده به اوسني موجودملي وطنپال شخصیتونه ، ګوندونه ، قومي ، ټولنیزې اوصنفي شوراګانې ، ملي وطنپال دیني عالمان ، روحانیون  ، قومي مشران  ، روښانفکران ، کلتوري ټولنې او ټول دپوهې او قلم خاوندان سرته رسوي  . ددې دپاره چې په دې کار کې بریالیتوب موپه برخه شي  پکار ده چې دټولو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو تر منځ دخپل منځي رقابت پرځای  یوبل سره د مرستې  ،همکارۍ اوهمغږۍ روحیه پیاوړې شي . ټول دغه ملي شخصیتونه او ځواکونه له بربادۍ څخه دافغان واحدملت دژغورلو دپاره په همدې  هوډ راټول شي چې : له آموڅخه تر اباسینه پورې د طبیعي ،تاریخي ستر نه بیلیدونکي افغانستان ټول خلک دهیڅ یو بهرني  یرغلګر او غاصب واکمني نه مني ! افغانستان خپلواک دی  او فغانان خپل برخلیک پخپله ټاکي !

آیا دافغانستان ملي یووالي ګوند ، دیو رښتیاني ملي وطنپال سیاسي ځواک په توګه کولای شي په دې لار کې دخپلې  کړنلارې سره سم  ضروري او د ارزښت وړ ګامونه واخلي ؟  د افغانستان ملي یووالي ګوند دخپل منځته راتګ له لومړۍ ورځې څخه تر اوسه پورې  دافغانستان دخلکو له ګټو څخه د دفاع په دریځ کې ولاړ دی  . هیڅکله یې د شخصي او ګروپي ګټو لاسته راوړو دپاره هلې ځلې نه دي کړي  . دهیڅ  پردیپال  ځان غوښتونکي شخص او یاډلې سره دپردیو په  غړوندیو کې سر نه دی ننویستلی  . همدا سبب دی چې  له خپل منځته راتګ څخه تر اوسه پورې یې دحکومتونو سره دفساد په لیټۍ کې ځان نه دی ککړ کړی . تل یې ښه ته ښه او بدته بد ویلي دي ، له ښوڅخه یې ملاتړ او د بدو  په وړاندې  یې کرکه او مخالفت ښودلی دی . دافغانستان د خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ  او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع یې خپله فریضه ګڼلې او زموږ پرهیواد باندې هر ډول تیری او په کورنیو چارو کې لاسوهنې یې غندلي او ضدیت یې ورسره ښودلی دی . دخپلې وسې سره سم یې د لاسپوڅو چارواکو له تبعیض ، تعصب او فساد څخه ډکو کړو وړو ته ګوته نیولې او بربنډ کړي یې دي . دهیڅ  جابر ځبر ځواک دظلمونو او قتلونو په وړاندې یې چوپه خوله نه ده غوره کړې  .

د افغانستان ملي یووالي ګوند د اسلام دمقدس دین د لارښوونو پر بنسټ دافغانانو غوره عنعنو او دود او دستور ته تل درناوی کړی او کوي یې . په هیواد کې دهر ډول فساد، افراط او تفریط څخه پاک ،  رښتیاني عادل اسلامي دولتي نظام  پلوي او غوښتونکی دی . زموږ ګوند د  افغانستان دخلکو ستونزې اوکړاوونه داستعماري سیاستونو زیږنده بولي چې پیل یې د انګریزي استعمارچیانو  په واسطه د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ د کرښې توطیه وه   ، چې دتپلو له کبله یې  افغانستان وویشل شو او دافغانستان ددې ویشلو توطیې دپاکستان  په وجودکې چې د انګریزانو او امریکایانو ملاتړ ورسره و ، دوام وموند .

 پرافغانستان  د روسانو او امریکایانو تیریو او یرغلونو ،چې پر افغانانو یې اوږدې نابرابره جګړې وتپلې د میلیونونو افغانانو په  له منځه تلو او دافغانستان دټولو انساني ،مادي او معنوي زیرمو په  ځپلو او ویجاړولو تمامي شوي دي  . دیرغلګرو هیوادونو د استعماري  سیاستونو په دوام سره ، چې لاسپوڅي فاسد رژیمونه یې دافغانستان په خلکو تپلي دي له هیواد څخه سولې  او ثباب کډه کړې ده . دقانون پر ځای زور واکۍ ، رشوت ، اختلاس  دهیواد دشتمنیو لوټ اوتالان ، دمخدره موادو کر کیله اوقاچاق  ، سړي تښتونه اوټول هغه جنایتونه چې مخکې ورسره  افغانان نه وو بلد، په خپل ټول قوت  روان دي . دهیوادطبیعي زیرمې هم  دکورنیو او بهرنیو غلو او لوټمارانو په واسطه د لوټیدو د خطر سره مخامخ دي .له  خلکو څخه  د کورنیو او بهرنیو مستبدینو او توطیه ګرانو د دسیسوله کبله دسیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه د ژغورلو لار ورکه ده  . دافغانانو هویت او شتون د نابودۍ له خطر سره مخامخ دی . ښکیلاکګر هیوادونه هلې ځلې کوي چې دکورنیو پریپالو کړیو په مرسته دانګریزانو په واسطه ویشل شوی افغانستان لاپسې دقوم  ، ژبې ، مذهب او سیمې په نومونو وویشي او په دې ډول  دافغانانو ښکیلاک تلپاتې  او ابدي کړي .

دښکیلاکګرو ځواکونو په واسطه  ددې سترې  توطیې دمخنیوي  بله لار نه شته ، بې له دې چې دبهرنیو استعماري یرغلګرو ځواکونو دتیریو او لاسوهنو مخه ونیول شي .  دبهرنیو تیریو او لاسوهنو مخه نیول دویشل شوي  ، تیت پرک او دکورنیو او بهرنیو غدارانو له خوا دبرمته شوي ملت له وسې پوره نه ده .  د دې دپاره چې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو ټولې توطیې شنډې او د بهرنیو تیریو او لاسوهنې مخه ونیول شي ، ضرورده چې ویشل شوی ملت بیرته یوشي .

دویشل شوي ملت د بیرته یووالي دپاره له آموڅخه تر اباسینه پورې دټولو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو راټولیدو ته ضرورت دی .دا راټولیدل باید د یوسرتاسري ملي ازادي بښونکي غورځنګ په وجود کې منځته راشي  . څوک باید دا کار پیل کړي ؟  آیا دافغانستان ملي یووالي ګوند ، چې یو رښتیانی ملي سیاسي ځواک دی کولای شي د نورو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو سره په دې هکله خبرې اترې پیل کړي . څه باید وشي چې  زموږ ګوند دا وړتیا پیدا کړي  چې د یو سرتاسري ملي ازادي بښونکي غورځنګ په  منځته راتلو کې  فعاله برخه واخلي ؟  

که چیرته دا خبره منو چې د افغانستان ملي یووالي ګوند د نورو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو سره اړیکي ټینګ کړي ، ترڅو یو ملي وطنپال ازادي بښونکی غورځنګ منځته راشي او له دې لارې څخه خپلې ژمنې پلې کړي او خپل ملي ارمان ته ورسیږي ، نوضرور ده چې دګوند ټول غړي او مینه وال دافغانستان ملي یووالي ګوند سره هر اړخیزې مادي او معنوي مرستې وکړي ،چې دا ګوند ددې جوګه شي چې نوموړې دندې په بریالیتوب سره سرته ورسوي .

ټولو ته جوته ده چې د افغانستان ملي یووالي ګوند د یو رښتیاني ملي وطنپال  سیاسي ځواک په توګه خپلې چارې  یواځې دخپلوغړو دغړیتوب په حقونو او بسپنو پرمخ بیایي . ددې دپاره چې دګوند چارې په بریالیتوب او ښه ډول سرته ورسیږي د ګوند غړي باید د یوې وجیبې په توګه خپل دغړیتوب حقونه په خپل وخت ګوند ته ورکړي . که چیرته په هیواد کې دننه اوبهر دګوند ټول غړي دغړیتوب حقونه په خپل وخت ورکړي ، زموږ ګوند به وکړای شي خپلې ټولې ژمنې سرته ورسوي او دنورو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو سره یوځای د یو سرتاسري ملي ازادي غوښتونکي غور ځنګ په منځته راوړو کې فعاله برخه ولري . له  همدې کبله هیله ده چې دګوند هر غړی وګڼي چې د ده دغړیتوب حق نه یواځې دافغانستان ملي یووالي ګوندپه یو فعال ملي وطنپال سیاسي ځواک بدلوي ، بلکې له اوسنۍ وضعې څخه له آمونه تر اباسینه پورې دټولو افغانانو د ژغورلو په لارکې ، چې یواځې دویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي په وجود کې شونې دي ، دیو سرتاسري ملي ازادي بښونکي غورځنګ په منځته راتلوکې مرسته ده .  

ومن الله التوفیق

پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي  

د ۱۳۹۲ کال د ثور ۲۹ ، د ۲۰۱۳ کال د مې ۱۹   

بسم الله الرحمن الرحیم 

د  افغانستان له اوسنۍ وضعې څخه د راوتلو په لار کې دملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو دنده 

لنډیز :

له آموڅخه تر اباسینه پورې د افغانستان دخلکو د بدمرغیو ، کړاوونو ، کمزوریو ، وروسته پاتې والي ،بې اتفاقیو ، جګړو او بې وزلۍ اصلي عوامل د استعماري ځواکونو توطیې ، لاسوهنې او تیري دي چې نه پریږدي افغانان لکه دنورو هیوادونو دخلکو په څیرپه سوله کې ژوند وکړي او دخپل هیواد دغوره جیوـ ستراتیژیک موقعیت څخه دخپلې سوکالۍ او پرمختګ دپاره کار واخلي .

استعماري ځواکونه نه یواځې پر افغانانو په خپلو تیریو اولاسوهنو سره ویجاړونکې نابرابرې جګړې تپي چې د سترو ځاني ، مادي او معنوي زیانونو سبب کیږي ، بلکې لاسپوڅي ،فاسداو پردیپال حکومتونه تپي چې د خلکو د باور وړ نه وي او هیڅ ډول  ملي ـ وظیفوي مسؤلیت سرته نه شي رسولی . له همدې کبله خلکو ته دخدمت کولو پر ځای خلکو ته دستونزو دمنځته راتلو سبب کیږي .

د ستر واحدتاریخي او طبیعي افغانستان په وړاندې داستعماري توطیو تر ټولوکرغیړنه توطیه دانګریزي استعمارچیانو توطیه وه او ده چې د « ډیورنډ » دکرښې په واسطه یې افغان واحد ملت په ټوټو وویشه او په دې ډول یې له افغانانو څخه دبهرنیو تیري کوونکو په وړاندې له ځان څخه د دفاع او مخنیوي وړتیا واخسته . چې له کبله یې یوه برخه نیغ په نیغه داستعمارتر واک لاندې د « صوبه سرحد » په نوم راغله ، بله برخه یې د « ازادو قبایلو » په نوم دخپلو جاسوسي او تروریستي شبکو د فعالیتونو سره مخامخ کړه او بله برخه یې د افغانستان په نوم په کورنیو بې اتفاقیو اخته او دبهرنیو تیریو او لاسوهنو سره روږدې ، وروسته پاتې برخې باندې واړوله .

د ویشل شوي افغانستان درې واړه برخې داستعماري توطیو سره یوشان مخامخ دي اود ځپلو،بې وزله ساتلو ، بې هویته کولو او بې علمه ساتلو پلانونه یې جوړ او پلي کوي . د درې واړو برخو خلک یوشان د استعماري  استخباراتي او تروریستي شبکو له خوا د تروریزم سره دمبارزې په نوم په ډیرې بې رحمۍ له منځه ځي او ځپل کیږي . د انګریزانو استعماري یرغلګرو ځواکونو افغانستان وویشه او دبهرنیو تیریو په وړاندې یې ددفاع وس ترې واخیست  . د ویشلو استعماري توطیې چې انګریزي استعمارچیانو پیل کړې وې د پنجابیانو په وجود کې دوام وموند . دهمدغو توطیو دوام دافغانستان ټول خلک له اموڅخه تر اباسینه پورې دبې هویتۍ او د یوواحد ملت په توګه له ځان څخه د دفاع او دنړۍ په سر دنورو هیوادونو سره له سیالۍ څخه محروم اوبهرنیو تیریو او لاسوهنو سره مخامخ کړل .

که انګریزي استعمارچیانو دتاریخي او طبیعي افغانستان په وړاندې د ویشلو توطیه سرته نه وای رسولې او دې توطیې داستعماري نورو هیوادونو په ملاتړ او دافغان ځان ساتو واکدارانو دشخصي ګټو او قدرت په ساتلو سره دپنجاب په وجود کې دوام نه وای کړی ، نو روسانو نه شول کولای د ۱۳۵۸ کال دجدي پر ۶ نیټه پر واحدافغانستان یرغل ته زړه ښه کړي او بې ساري ځاني ،مادي او معنوي زیانونه افغانانو ته واړوي او اوږدې کورنۍ جګړې پرې وتپي . که روسانو دا تیری نه وای کړی او افغانان یې دخپلو استعماري ګټو دپاره دقوم ، ژبې او مذهب په نومونو دخپلواجنټانو په واسطه ځان ځانۍ او بې اتفاقۍ سره نه وای ویشلي ، نو امریکایانو نه شول کولای یو شمیر افغانان په ډالرو واخلي او دخپل یرغل اردلیان یې وګرځوي او د روسانو په واسطه تازه شوی دجګړو اور لاپسې تازه او اوږد کړي او دافغانانو هر څه پکې وسوځوي .

د ټولو تاریخي شواهدو له مخې د درې واړو استعماري  یرغلګرږځواکونو ( انګریزانو ،روسانو او امریکایانو) سره کورنیو پردیپالو اجنټانو اوملي خاینانو مرسته کړې ده ، چې دغه استعماري ځواکونه په دې بریالي شوي دي چې افغان خاوره ونیسي ، نیولو او ښکیلاک ته دوام ورکړي او افغانانو ته ستر ځاني مادي او معنوي زیانونه ورسوي . دغه پردیپال دبهرنیویرغلګرو نوکران تل په کمین کې ناست وي . هرکله چې ورته د یرغلګرو له خوا اشاره شوې ده دخپل هیواد اوخلکو په وړاندې یې خیانت کړی دی . دپردیو په اشاره تل دافغانانو تر منځ دبې اتفاقۍ اور ته لمن وهي . له خپلواک ژوند څخه د پردیو دغلامۍ غړوندي په غاړه د ذلت په ژوند خوښ دي . دافغانستان  خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته خاین ، د « ډیورنډ » دکرښې په  رسمیت پیژندلو باندې ټینګارکوي او دافغان واحد ملت دبیرته یووالي پر ځای دپنجابي استعمارچیانو په دریځ کې ولاړ ملي خیانت سرته رسوي .

ویشل شوی افغانستان نه شي کولای داستعماري توطیو په وړاندې خوندي اوسي . دویشل شوي افغانستان هیڅ یوه برخه نه شي کولای په ځانګړي ډول خپلواکه ،سوکاله اوپرمختللې اوسي او دبهرنیو تیریو ، لاسوهنو اوتوطیو مخه ونیسي . یواځې له اموڅخه تر اباسینه پورې واحد افغان ملت کولای شي دهرډول یرغلګرو مخه ونیسي  . دخپلې خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او دخپل ښکلي او شتمن هیواد ښکلاوې او شتمنۍ دخپلوخلکو دنیکمرغۍ او پرمختګ دپاره دخپل استازي دولتي نظام په وجود کې په کار واچوي . د افغانستان په ویشلو سره استعمارچیانو غوښتل افغانان ایل کړي او دخپلوموخو او ګټودپاره یې ټولې انساني ،مادي او معنوي زیرمې لوټ کړي .

له اوسنۍ وضعې څخه افغانان هغه وخت وتلی شي چې د اوسنۍ وضعې دمنځته راتلو علتونه له منځه ولاړ شي . پر افغانستان د اوسنۍ وضعې تپل داستعماري توطیو په پایله کې پلي شوي دي . دغه توطیه چې انګریزانو د « ډیورنډ » د تورې کرښې  په واسطه له آمو څخه تر اباسینه پورې طبیعي او تاریخي افغانستان په ټوټو وویشه یواځې هغه وخت شنډیدی شي چې د دې کرغیړنې کرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان بیرته یو شي . یواځې بیرته یوشوی واحد ملت کولای شي له اوسنۍ غمیزې څخه ځان  وژغوري ، دبهرنیو هیوادونود تیریواو لاسوهنو مخه ونیسي او له خپلې خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړ تیا څخه دفاع وکړي او په سوله کې د پرمختګ لار پرانیزي .

څوک کولای شي چې دانګریزانو په واسطه د ویشلو دغه توطیه ، چې د پنجابیانو په وجود کې یې تر اوسه دوام موندلی دی شنډه کړي او ویشل شوی افغان واحد ملت بیرته یوکړي  ؟  په داسې حال کې چې په افغان ستونزه کې ښکیل استعمارچیان لکه انګریزان ، روسان ، امریکایان ، پنجابیان ، ایرانیان او کورني دبهرنیو نوکران د دې یوکولو سره نه یواځې مخالفت لري ، بلکې په دې لټه کې دي  چې اوسنی افغانستان لاپسې د قوم ،ژبې او مذهب په نومونو په وړو بې هویته ټوټو وویشي . د ټوټې شوي افغانستان  بیرته یووالی نه دکوم ځانګري شخص ، نه کومې ځانګړې ډلې ، نه دبهرنیو له خوا دتپل شوو چارواکو ،نه د حکومت اونه کوم بل دولتي مقام له وسې پوره دی .

د « ډیورنډ  » دکرښې په واسطه د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی یوه ملي مساله او دټول ستر افغان  ملت دنده ده چې استعماري توطیې شنډې اوخپله خپلواکي اویووالی  لاسته راوړي  . له آموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانان هم  کولای شي او هم یې ملي اسلامي دنده ده چې ځان دپنجاب  له استعمارڅخه خلاص کړي . ترڅو له آموڅخه تر اباسینه پورې افغانان په یوه خوله دیوسرتاسري ملي ازادي بښونکې غورځنګ په ډول  ونه وایي چې موږ یوملت یو! د بل چا واکمني نه منو! ، خپل برخلیک پخپله ټاکو! د پنجابي استعمارچیانو څخه ځان ژغورل ناشونی کاردی .

دویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي په وړاندې نه یواځې پنجاب مقاومت کوي ، بلکې نور استعماری ځواکونه او ددغو ځواکونو سره تړلي یوشمیر کورني پردیپال هم د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي سره ښکاره مخالفت کوي او دپنجابیانو په دریځ کې ولاړ دي . خو افغان په خپلې خپلواکۍ مین ملت به هیڅکله بهرنیو تیري کوونکو ته په ګونډو نه شي او کورني ملي ګټوته خاینین به هم له کاره لویدلو بویناکو توکو په څیر د افغان ملت له پاکې لمنې څخه ایسته وغورځوي .

خو د ملت دمنظم اوپه  یووخت  عمل کولو دپاره لومړی باید له آموڅخه تر اباسینه پورې ټول ملي وطنپال شخصیتونه اوځواکونه دافغانستان دبیرته یووالي ملي ارمان ته د رسیدلو په خاطر په یو سرتاسري ملي ازادي  بښونکي غورځنګ کې راټول شي . په دې ازادي بښونکي غورځنګ کې باید ټول ملي وطنپال شخصیتونه اوځواکونه ، دیني عالمان ، روحانیون  ، قومي مشران  ،روښانفکران ، ګوندونه ، شورا ګانې ،کلتوري ټولنې او نور دپوهې اوقلم خاوندان او رسنیو چلوونکي فعاله برخه واخلي او دیو منظم پروګرام پر بنسټ ددې ستر ملي  ارمان دلاسته راوړو دپاره  د پراخه پرګنو ذهنیتونه روښانه او په یو واحدملي دریځ کې ودروي .

ددې ټولو ستونزو دشتون او دوام په صورت کې ، او دا چې استعماري ځواکونه دافغانانو دبیخي بربادۍ دپاره نور پلانونه جوړوي ، باید دویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي او له بربادۍ څخه دافغان ملت دژغورلو دپاره  مبارزه ګړندۍ او اغیزمنه شي . ددې واقعیت په نظر کې نیولو سره چې دویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي دپاره مبارزه د ټولو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو دنده ده  چې باید سرته ورسیږي ، آیا دافکر کیدای شي چې دافغانستان ملي یووالي ګوند باید په دې لارکې هم خپله ملي او اسلامي دنده سرته ورسوي او د یوپراخ ملي ازادي بښونکي غورځنګ دمنځته راتلو دپاره دنورو افغان شخصیتونو او ځواکونوسره اړیکي ټینګ او خپلې هلې ځلې زیاتې کړي . که داسې فکر کیږي ، نو څومره دګوند په چارو کې مرسته کولای شو چې له بربادۍ څخه دافغانانو دژغورلو دپاره  یواځینۍ وسیله ،چې ویشل شوی افغانستان بیرته یوشي تر لاسه کړو . 

ومن الله التوفیق

د ۲۰۱۳کال د مې ۲۶

کولن – جرمني  Dr. Abdul Rashid Jalili

- بېرته شاته