(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو باید نړیواله ژبه شي

جیب الله الوخیل
په خوست کې یو شمیر ځوانانو او فرهنګیانو د پښتو ژبې ورځ ولمانځله،په هغه غونډه کې،چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، وینا والو غوښتنه کوله، چې باید د پښتو ژبې د ودې پرمختیا لپاره هڅې پراخې شي، چې  د ساینس او پرمختللې ټکنالوژۍ ژبه شي.
د خوست ولایت یو شمیر فرهنګیان،د مدني ټولنو فعالان او قومي مشران وايي،چې پښتون ټبر باید د خپلې ژبې د پرمختیا لپاره زیار وباسي او کوښښ وکړي، چې پښتو په معاصر او اوسني وخت کې د پرمختللې ټکنالوژۍ د کارونې، زده کړې او د معاش پیداکولو یوه وسیله شي.
دوی وايي، افغان دولت هم د اساسي قانون د محتویاتو په رڼا کې د هیواد د ټولو ژبو او په ځانګړي ډول د پښتو د پرمختیا دنده لري، نو دوی بایده په دې لاره کې خپل امکانات په کار واچوي.
د پښتو ژبې د ورځې لمانځغونډه،چې د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د ځوانانو د ملي جرګې او ځینو نورو مدني بنسټونو په نوښت د لنکن په ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه،یو شمیر قومي مشرانو پدې خواشیني وښوده، چې اوسني نسل د پښتو ځیني ښه رواجونه او دودونه پرېيښي دي.
یوه قومي مشر شړی منګل وویل،چې له ډېری پښتنو د مادیاتو په لالچ اوحرص کې د پښتو ښکلې رواجونه پاتې شوي دي،دی پښتنانه همت او بیدارتوب ته رابولي:
((
پخوا پښتو داوه،چې یو سړی به په کلي او قوم کې غږ وکړ او هغه به مشر وو، ټول به د ده په غږ پسې تلل، هغو پښتنو به دا نه ویل، چې څه خبره ده، یا څه شی دي، چیرته ډالر دي، چیرته محفل دی، چیرته غوړي دي او چیرته قورمې دي، خپله قرباني به يې ورکوله او پښتو په دې ژوندې وه، اوس چې کېنې او د پښتنو خبرو ته غوږ ونیسې نو اوري به، چې مشر نه لرو،چې بیا مشر پیدا شي، نو خارجیانو داسې کار کړی دی، چې هغه وايي چې څه په کې شته او کنه شته، او س دلته زموږ وضع خرابه ده، خو زه داسې وایم چې راځئ هغه ځنډن ډول راواخلو، هغه ځنډنه پښتو راواخلو، هغه غیرت راواخلو، هغه عنعنات راواخلو او په یو غږ باندې حرکت وکړو، دا چې موږ او تاسو ټول پښتانه یو، نو پښتو داسې ده لکه زموږ مور.))

د مدني ټولنې فعال سلطان محمود خیرخوا په دې وروستیو کې د پښتو ژبې د پرمختیا لپاره د ځوان کهول ادبي او کلتوري هڅې وستایلې او غوښتنه يې وکړه، چې موږ باید پښتو د مړۍ او نړۍ ژبه وګرځوو:
((
پښتو ژبې ته پخوا هم کار شوی دی، خو دومره زیات نه لکه اوس چې ځوانان ورته متوجه دي، ځوانان ډېر هڅاند دي، هیله مې ده له تاسو ټولو ځوانانو، چې پښتو ژبې ته لکه څه ډول چې لازمه ده باید کار وکړو، خدمت يې وکړو، دې ژبې ته پرمختیا ورکړو، موږ او تاسو هم دا خوږه مورنۍ ژبه د مړۍ او نړۍ ژبه وګرځوو .))
د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر روان نورزی دا ډول برنامې له دې کبله، چې پښتانه د خپلې ژبې د خدمت اصل ته متوجه کیږي، اغیزمن بولي:
((
د دې لپاره،چې پښتو ژبه لا مروجه او علمي شي، د همدې موخې لپاره پښتانه ځوانان راټول شوي دي، په هر ځای کې چې پښتانه دي خپله ژبه په سیمه او نړۍ کې نمانځي، تر څو هغه څوک چې د خپلې ژبې د خدمت اصل ته نه وي متوجه شوي، هغه متوجه کړي او خپله ژبه د لیک لوست او عصري افهام او تفهیم وسیله وګرځوي.))
په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیر احمد روښان د افغان دولت او نورو علمي او اکاډمیکو مرکزونو وغوښتل،چې په هیواد کې دې ټولو ژبو په ځانګړي ډول د پښتو د پرمختیا لپاره خپل مکلفیت سرته ورسوي:
((
دا د نن ورځې په شان غونډې،چې د پښتو ژبې لپاره ترسره کیږي افغان دولت او نورو علمي او اکاډمیکو مرکزونو ته د پیغام د انتقال یوه ښه وسیله ده، چې د ژبې د تقویت او انکشاف لپاره کار ترسره کړي، ولې اساسي مسله د افغانستان د اساسي قانون له مخې په خپله افغان دولت دی، چې د ټولو ژبو په ځانګړي ډول پښتو ژبې د پرمختیا او غښتلتوب لپاره برنامې تر کار لاندې ونیسي.))
د یادونې وړه په دې وروستیو کالونو کې د افغانستان په داخل او ځینو نورو هیوادونو کې پښتانه د مۍ ۲۹مه د پښتو ژبې د ورځې په توګه لمانځي، او ددې لرغونې ژبې د پرمختیا په بیلابیلو لارو چارو خبرې کوي.
بلخوا تیره ونۍ په خوست ښار کې د ځايي چارواکیو او یو شمیر ټولنیزو سازمانونو او مدني بنسټونو په نووښت د سولې پراخه جشن جوړ شوی وو.
په یاد جشن کې د هیواد د نامتو سندرغاړو له خوا په زړه پورې کنسرټونه ، د ممثلینو په واسطه تمثیلي ټوټې  او همدارنګه  ورزشکارانو سپورټي نمایشات  نندارې ته وړاندې کړل.
د یاد جشن ګډونوال دا ډول برنامې د سوله ییز فکر په خورولو کې ارزښتناکه بولي او وړاندیز کوي، چې  دې ته ورته جشنونه او برنامې دې دوام پیدا کړي:
د خوست اوسیدونکي وايي، د سولې لپاره داسې برنامې، چې په کې خلک په پراخه کچه  برخه واخلي او په هغه کې د خلکو په منځ کې سوله ییز فکر خوریږي او د خلکو تر منځ د تفاهم،متقابل باور او زغم کلتور وده کوي، په اوسني وخت کې ځکه ارزښتناکه اړتیا  بلل کیږي، چې افغانان تر هر څه ډېر سولې ته لیواله دي.
د خوست تر دوه زره زیات اوسیدونکي،چې وړمه شپه تر سهاره په خوست ښار کې د سولې په جشن کې سره راغونډ شوي ول، د یاد جشن له شیبو څخه خوښ ول او ویل يې،چې دا ډول برنامې باید دوام ومومي.

یاد جشن،چې د ولایت مقام او په خوست کې د یو شمیر مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو په نووښت جوړ شوی وو، په کې د بیلابیلو ولایتونو څخه هم ګڼو میلمنو،ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو،د هیواد په کچه نامتو سندرغاړو، ممثلینو او د جشن مینه والو برخه اخیستې وه.
د چارو شنونکی قاضي محمد حسن حقیار چې په جشن کې د ګډون لپاره خوست ته راغلی وايي:
((
واقعاً یو خوندور جشن وو، په زړه پورې وو،دا ډول جشنونه،دا رنګه همغږیانې،دا رنګه په یوه ټغر باندې راټولیدل،د سولې لپاره د نورو فکټورونو تر څنګ، چې باید پرې کار وشي یو ښه فکټور دا هم دی، چې د خلکو اذهان سولې ، تفاهم او مذاکراتو ته راوړوي.))
لیکوال او ژورنالیست زاهد شاه انګار د سولې جشن د ارزښت په اړه وايي،په داسو شرایطو کې چې خلک هره ورځ د نا امنیو خبرونه اوري،په دې ډول برنامو سره لږ تر لږه دا فرصت پیدا کوي، چې د سولې په اړه د زړه ارمانونه راوسپړي:
((
فکر کوم د افغانستان پدې شرایطو کې،چې د مرګ او ژوبلې خبرونه اورو،د چاودنو خبرونه اورو، دا ډول هڅې به لږ تر لږه دې لوري ته یوه لاره پرانیزي،چې خلک هغه څه چې د سولې په تړاو يې په زړونو کې لري،هغه ورو ورو راوسپړي او دا نعره پورته کړي،چې موږه سوله غواړو.))
خوست والي عبدالجبار نعیمي د جشن ګډونوالو ته وویل،چې افغانانو ته بایده دي د جومات د ممبر،ښوونځي او کلي څخه دسولې اواز راپورته کړي،تر څو هغه کسان چې ژوند يې په شرارت ولاړ دی،یا يې خلک وپيژنې او یا له منځه ولاړ شي:
((
زه فکر کوم که اوس هم بیداره او هوښیار نشو،اوس هم پدې مبارزه کې یو لاس نشو او کچیرې پدې لاره کې قرباني ورنکړو،هیڅکه به موږ او تاسو پرمختللی،اباد او با عزته ژوند ونلرو،نو په کار ده،چې له خپل جومات څخه د سولې اواز راپورته کړو،له خپل ښوونځي څخه د سولې اواز راپورته کړو،په کلي کې ځوانان،علما کرام،قومي مشران د سولې اواز راپورته کړي،له هر کنج څخه دسولې اواز راپورته کړو،بالاخره هغه څوک چې پدې شوم فکر او مفکوره اخته وي،یا به شرمیږي،یا به ورکیږي.))
په خوست کې د سولې جشن تر سهاره دوام وکړ او په کې استاد ګلزمان، عبدالحمید کندهاري،ج اوید امیرخیل،خیرمحمد خندان او همدارنګه  نورو سیمه ییزو سندرغاړو په زړه پورې کنسرټونه اجرا کړل او د تیاتر ممثلینو په زړه پورې ډرامې همدارنګه یو شمیر ورزشکارنو سپورټې نمایشونه ترسره کړل،چې د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.
د یادونې وړ ده پخوا هم د خوست یو شمیر ولسوالیو لکه ځاځي میدان، سپیره او تڼیو  ته د سولې کاروانونه تللي ،چې خلکو په کې په پراخه کچه برخه اخیستې دهSource: Mashaal Radio.

- بېرته شاته