(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لعل زاده ناظر شینواری

ما د دنیا مدرسه لوستې نه وه
                  امتحانونو دې په ما ولوسته

د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال ارواښاد لعل زاده ناظر شینواری په کال ۱۹۱۹ کې د خیبر ایجنسۍ په لواړګي سیمه کې زیږېدلی دی،او د پښتو د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري خورېيه دی،او د شعر و شاعرۍ په میدان کې يې هم هغوی تربیت کړی دی.
ناظر شینواری د بغیر استاذه او مدرسې خپل دماغ د علم په رڼا روښانه کړل او د خیبر د نوی نسل د شاعرانو د استاذ درجه يې حاصله کړه.
ناظر شینواری غزل،نظم،نثر،ډرامې او آفسانې لیکلی دی،او تر اوسه يې دوه کتابونه یانی (مزل) او (پړاوونه) چاپ شوي دي.
د ارواښاد لعل زاده ناظر شینواری د شاعرۍ او ادبی خدماتو په حقله لیکوال او شاعر لایق زاده لایق مشال راډیو ته وویل چې(( د ناظر شینواري د حمزه بابا نه پس د خیبر سیمې د شاعرانو سر خیل دی،او د دوی شاعری هم د پښتو، پښتونولی او رومانیت نه چاپیره چورلي،او باید چې زموږ لیکوالان د دومره لويې شاعر په ژوند او شاعرۍ څیړنې وکړي او د ده شاعری خلکو ته وروپیژني))
د لعل زاده ناظر شینواري زوی کلیم شینواری وايي چې(( نوموړی چاچا کریم بخش ادبی ایوارډ،هجره ادبی ایوارډ،آباسین آرټس کونسل ایوارډ،او ګندهارا ادبی ایوارډ هم تر  لاسه کړی وو))
او یو بل لیکوال او څیړنکار شیر عالم شینوارۍ وايي چې(( د افغانستان نه به هم د شعرونو د اصلاح د پاره ورته شاعران راتلل،او زما په نظر هغوی د حمزه بابا د شعر نه بالکل یو جدا رنګ او جدا انداز لری،د ده په شاعرۍ کې ډیر زیات معنویت دۍ،او نفسیاتی رنګ هم پکې شته،او دۍ هم د تصوف په رنګ کې نغښتۍ خو یو جدا رنګ لری))
د خیبر ځینې شاعرانو لکه مراد شینواری ورته د خیبر سقراط خطاب ورکړۍ وو،کلیم شینوارۍ وايي چې(( دغه خطاب ورته ځکه ورکړۍ شو چې د دوی زیاتره خصلتونه او عادتونه د یونان سقراط ته ورته وو،یانی هغوی نالوستی وو خو د افلاطون او ارسطو په شان شاګردان يې پیدا کړی وو، او زما پلار هم رسمی تعلیم نه وو حاصل کړۍ خو د خاطر آپریدی او خیبر آپریدی په شان شاګردان يې پیدا کړل،او دوی نه به هم لکه د سقراط په شان په لواړګی بازار کې شاګردان،تعلیم یافته او نا لوستی خلک راچاپیره وو او د خپلو مسلو په حقله به يې ده سره صلاح مشورې کولې،او خلکو به ورته په درنه سترګه کاته))
او یو ځوان شاعر نیاز علی خاکسار د ناظر شینواری یو څو شعرونه څه داسې وویل...
            
څومره ډیر خواږه وو نا آشنا سره
             او ځه چې نا آشنا شو آشنا بیا سره
         
          
لاس يې  په تکل د غزونی  څه  اوچت کړل
         ما وویل چې که زیړه زرغونه راباندې راغله
     
      
تا خو تکلیف  وکړو عزاریله  خفه   مه شی
       او سا مې چې په چاپسې خته راباندې راغله

          لاړه ځوانی هغه جذبې لاړلې څه ولیکم
            بې فکره مستې ولولې لاړلې څه ولیکم
              
      
هغه رنګین خیالونه مړاوي شولو مړاوي شولو
          د تصور نه مې ښېوې لاړلې څه ولیکم
          
       
چې سوي مخ او وچې شونډې به اوتر ګرځېدم
        هغه بې صبره سرې غرمې لاړلې څه ولیکم


لعل زاده ناظر شینواری په کال ۲۰۰۰ کې د غې دنیا نه سترګې پټې کړی او په لواړګي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

- بېرته شاته