(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشهور سندر غاړی فرهاد دریا

فرهاد دريا د افغا نستان يو مشهور او نامتوسندرغاړی او کمپوزر دی. دی د ۱۹۶۲ زیږدیزکال دسبټیمبردمیاشتې په ۲۲ نیټه دکابل ښار دګذرګاه په سیمه کې ږیږیدلی دی .
فرهاد دريا د افغانستان له يوې مشهورې كورنۍ پورې اړه لري ا وپه خټه خروټی پښتون دی، نيكه يې شېر خان ناشر د افغا نستان دكندوز ولایت له لومړنيو سوداګرونه و چې په كندوز او د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او كرنې په برخه كې زیات چوپړ کړی دی او دسپینزر دشرکت بنسټ ایښودونکی و. دافغانستان دشیرخان مشهور بندرهم دده په نامه نو مول شوی و.
فرهاددریا په كندز كې د " نيستان" په نوم د سندربولو يوه ډله جوړه او وروسته ۱۹۷۹زیږدیز كال له پيل سره جوخت د فرهاد كورنۍ هم كابل ته کډه شوه او نوموړی د كابل ښار حبيبيې لېسې(های سکول)کې شامل شو. په ۱۹۸۳ كال كې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د " باران" مشهوره هنري ډله حوړه او د راډيو ټلويزيون د يوې ځوانې هنري ډلې په توګه یې سر رااوچت کړ . دا هغه وخت و چې د افغانستان خلك د يوه شل كلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره آشنا شول. دريا له ۱۳۵۹لیږدیز كال نه ۱۳۶۹ كاله پورې په افغانستان كې د سندرو ۱۵ البومونه جوړ کړي دي او ترهغې وروسته تر ۱۳۸۰ كال پورې يې په بهرنيو هېوادونو كې د خپلو مينه والو لپاره ۱۳ البومونه چمتو کړي دي.

فرهاد دریا خپلې زده کړې دکابل پو هنتون دښکلو هنرونو په پو هنځي کې سرته رسولي دی. په کابل کې دخپلې استو ګنې په موده کې یې دمو سیقۍ په وده کې ستر کارونه کړي دي او کله چې په ګران هیواد کې حالات کړ کیچن شول نو د هیواده یې کډه وکړه او لومړی چکوسلواکیا او بیا جرمنی ،فرانس او امریکې ته لاړ.په امریکه کې ده دسندرو او ملي ترانوبنډارونه جوړکړل. نوموړی د افغانستان ته سربیره په پښتونخوا، ايران ،تاجيکستان اوازبیکستان کې هم ګڼ شمېر مينه وال لري.

قرهاد دریاپه ۱۳۷۵زیږدیز كال کې له سلطانې دريا سره واده کړي او د هجران په نوم يوزوی لري. فرهاد دريا دخپل زوی د نوم په هکله داسې څرګندوي ٫٫ دغه نوم یې له دې امله غوره كيږي، چې دغه كوچنى كډوال پر دې وپوهيږي، چې له امریکې ډېره لیرې يوه بله ځمكه هم شته او هغه ځمكه دده اصلي ټاټوبىافغانستان دی.
فرهاد دریا په خپلو پښتو سندرو کې دغفور لیوال،مصطفی سالک ،رحمت شاه سایل ،باري جهاني،درویش درانی ،پیر محمد کاروان او ځینو نورو پښتو نو ښنګروشاعرانو شعرونه انتخاب کړي او ویلي دي.
دریا د بښتو سندرو تر څنګ په دري ،اوزبیکي او انګریزي ژبو هم سندرې ویلي دي او ډیر ځلي یې ستاینلیکونه هم تر لاسه کړي دي.دریا په ۱۳۸۰ لیږدیز کال کې دهیواد دغوره سندر غاړي ستاینلیک هم تر لاسه کړی دی.
دريا په ۲۰۰۴ زېږديز كال کې کې په کابل کې خپلو مینه والو ته په یو لوی کنسرټ کې راڅرګند شو او ددوی زړونه یې خوښ کړل.همداراز دافغانستان د هیلمند د ولایت په مرکز لشکرګاه کې یې هم په یو ستر کنسرټ کې برخه وا خیستله.ددې تر څنګ فرهاد دريا د ملګرو ملتونو په چاپېريال کې يوې جرمن مېشتې مرستندويې ټولنې کې کار کوي او د هغوی او د اوسني حکومت لخوا په ګډ‌ه د افغانستان د سولې د سفير په توګه په ستاينليک هم نازول شوی دی. همداراز یې د (کوڅې ) په نوم د کوڅې بې وزلو ماشومانو لپاره ېې د بهرنيو ملاتړو هېوادوانو او موسسو له ليارې د مرستې يو بهيریې هم پيل کړی دی او ددغو یتیمو او بې وزله ماشو مانو په ګټه سندرې وایې چې ټو لې پیسې همدغو یتیمو ماشو مانو ته ورځي.
دفرهاد دریا پښتو سندرې په لا ندنیو لینکونو کې لیدلای شئ !

http://www.youtube.com/watch?v=T3JfpDl-zcc
http://www.youtube.com/watch?v=prinSOafLA4

http://www.youtube.com/watch?v=jP9h1Jfqk44
http://www.youtube.com/watch?v=-fxOj1xIkUQ

- بېرته شاته