(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دراني(درانیان)

درانيان په اصل کې د سړبني پښتنو په ټو لنيزې ډلې پورې اړه لري٠ دغه قبيله پخوا دابداليا نو په نامه هم يا ديدله چې دافغانستان په تا ريخ کې يو نا متو ټبر دی چې دنامه رېښه يې د ٤٠٠ميلادي شا او خوا کې سپين پوستي اريايې قبيلې ته چې اپتل Aptal يا هپتالي نو ميږي رسيږي چې دغې قبيلې په با ختر او تخارستان کې يو غښتلی دولت جوړ کړ او د برتانوي دايرةالمعارف Ecncyclopedia Britanicaپه استنادمور خانو يې نوم ابدلوي هم راوړی دی٠[۱] چې په تا ريخو نوکې يې نوم په بيلا بيلو بڼو هپتل(اودل)=ابدل=يفتل او ابدال ضبط دی٠
دابدال په هکله زيات افسانوي روايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بيځا يه نه وي٠روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تا ريخ کې لو مړنی سړی چې د(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نا متو کهو ل سره دسليمان په غره کې او سيده٠دی دترين زوی دشر خبون لمسی او دسړبن کړوسی دی او دده نو م په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ ميلادي کلو نو په شا او خوا کې يې پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او دده له تو کمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و پښتني قبيلي د سليمان له غره نه کند هارته بوتلې ا وهلته يې میشته کړې او د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ و ټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلو چستان تر شال او ژوبه وغزوله او د٦٥ کالو تر مشر تو ب وروسته د ٨٩ کلو نو په عمر ومړ٠ داسې فو لکلوري روايتو نه هم شته چې په پيل کې ابدال بل نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او دهغه خد مت ته يې ملا وتړله هغه ورته دابدال نوم او لقب ور کړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو په نامه يا ديږي او پښتا نه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نا مه هم يادوي[2] خو دا روايت ا فسانوي ار زښت لري٠
داسې روايت هم شته هغه وخت چې دابدال د پلار تر ين دمړينې وخت را نيږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلودريوزامنو يعنې ابدال، سپين او تور له جملې نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ له پاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپګان سره سره يې ابدال د مشرۍ له پاره مناسب او وړ وباله٠ پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ٤٢٠ هجري کلو نو په شا او خوا کې ژوند کاوه٠ ويل کيږي چې دابدال تر مړينې ور سته ر ځړ د خپلې کورنۍ مشر شواو ده دخپلو نورو زامنو د جملې نه خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه٠دعيسی د زامنو نه سليمان تر ټو لو پوه او هوښيارو نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايی،که څه هم عيسی د ميرک په نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه٠دزيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نوميده چې پلار يې دی د کو رنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله٠ لوی ابدالي احمدشاه بابا چې د پو پلزيو دسدوزو په څانګې پورې يې اړه در لوده د١٧٤٧ ميلادي نه تر ١٧٧٣ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري جوړه کړه چې به تا ريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري چې دايران دخاورې، اوسنی پا کستان او هند ډېرې سيمي او کشمير دده تر ولکې لا ندې وو ٠ ويل کيږي چې احمد شاه بابا د څمکنيو دخپل نا متو پير ميا عمر څمکني (رح) چې ده ورته زيات ارادت او درناوی درلود د خوب ليد لو په نتيجه کې په کال ١٧٤٧ ميلادي کال کې د دراني نوم غوره کړ. په تاريخ حيات افغاني کې راغلي دي کله چې ابدالي احمد شاه بابادافغا نستان ټولواک شو نو په دغه وخت کې صابر شاه چې يو فقير او ملنګ و او احمد شاه بابا ورته ډېر اخلاص درلود ده ته وويل چې بايد د( در دوران) لقب غوره کړي چې د( زمانې ګو هر) ترې مراد دی، خو احمد شاه بابا په قبيلوي لحاظ د ( در دران ) لقب غوره کړ چې معنی يې د ( ګو هرونو ګوهر) دی چې له دغې ورځې راهيسې ابداليان ددرانيانو په نا مه سره يا ديږي.
ددرانيو قبيلوي ويش :
درانيان چې د پښتنو د سړبني پښتنو په ټو لنيزې ډلې يا ګروپ اړه لري په دوو سترو ښاخونو يعنې ځيرک او پنج پای باندې ويشل شوي دي چې بارکزی ،اڅکزي، پو پلزي،الکوزي، محمدزي او سدوزي د زيرک څانګې دي او نورزي، سهاکزي،اليزي،ادوزي او ماکو دپنج پای څا نګې دي٠دابداليانو کو رنۍ د ١٧٤٧ميلادي نه تر ١٨١٨ ميلادي پورې پر افغانستان واکمني کړې چې بيا حکومت بارکزيو او دهغو يوې څا نګې محمد زيو په لاس کې وه ٠
ددرانيو سیمه :
د کندهار شا اوخوا سېمه اوره او له طبيعي پلوه ښا يسته او زرغو نه سېمه ده چې هم د سيند په ويالو او هم په کارېزونو سره خړوبيږي او دکرنې او کر کيلې لپاره خلک پکې ډېر زيار ګالي ٠ ددرانيو ختيز لورته سېمې ابادې او حاصل خيزه دي . ددرانيو دسېمې جنوب ختېزې برخې ځا نګړ نه دخواجه عمران غرنۍ لړۍ ده چې درې ميا شتې واورې پرې پا تې کيږي چې ددغه ځای او سيدونکي پوونده او اڅکزي درانيان دي٠
د خواجه عمران د لړۍ په جنو بي بر خه کې د مر غۍ پر لوري دتوبې پراخه سېمه پر ته ده چې لوېدېزه بر خه يې په اڅکز يو پورې اړه لري٠ دمرغۍ شمال ته ارغستان پروت دی چې دلوړو غرو نو په مينځ کې يوه ښا يسته دره ده چې دغر نيو بو ټو نه ډکه ده چې زياتره بارکزي پکې استو ګنه لري.
ددوی دسيمې وحشي او اهلي حيوانات او مر غان :
دددرانيو دسيمې وحشي ځناور ليوان، کوږان، ګيدړان،سور لنډيان،هوسۍ او دښکرورو غر څنو ډېر ډو لو نه دي٠ په غرو نو کې يې يږې، پړانګانو ته ورته ځناور و دهلمند په ګر مسېر کې ځنګلي سر کوزي او ګوره خر مو ندل کيږي٠
وحشي مر غان يې شا هين، با ښې اود ښکار لوی مر غان دي٠ د پسر لي په مو سم کې وحشي قازان، وحشي هېلۍ، لګ لګ، زاڼې، کو نګيان،کارغان، شارو ګانې، کوترې،سيسۍ،مړزان او نور ډول ډول مر غان پکې شته٠ اهلي حيوانات يې اوښان، سنډا ګان،اسان، کچرې، خره، پسونه، وزې، سپيان او پيشو ګانې دي٠
دود او دستور:
ددرانيو دهرې قبيلې په سرکې يومشر موجوددی چې کله کله ددغې مشرۍ مو قف په يوې کو رنۍ کې موروثي پاتي کيږي خوکله کله په دغه بر خه کې تغير هم را تلای شي٠ ددغې قبيلي د ښا خو نو خلک خپلو مشر انو ته پوره او بشپړ درناوی لري او اکثره لانجې د جر ګو او مر کو له لاري چې د ټو لو پښتنو يو منل شوی دود دی اواروي٠دوی اکثرا په جوماتونواوحجرو کې سره را ټو ليږي او د خپلو ستو نزو داوارولو په اړوند تصميمونه پکې نيسي٠درانيان ميلمه پال خلک دي٠ ښا يسته څيري،دنګ دنګ قدونه، ګرد مخونه او پراخې ټنډې لري٠ درانيان اکثرا په کندهار،هلمند،ارزګان، فراه ،هرات ،بادغيس، فارياب ،بلخ ، کندز اودهيوادپه نورو مختلفو بر خو ا او هم په سهيلي پښتو نخوا کې په کو ټه ،شال ، پشپن ، لور لايي، زيارت ، ژوب او نورو ډيروسيمو کې استو ګنه لري٠دايران په ختيځو بر خو کې هم ډير شمير درانيان چې په پخوا وختو نو کې هلته ليړ ديدلي دي ميشته دي.
په ملتان کې ميشته ابداليان يا درانيان
هغه ابدالي يا دراني پښتانه چې د کند هار له شا او خوا نه يې مها جر تو نه کړي او په ملتان کې مېشته شوي دي په او سني وخت کې د ملتاني پټانانو يا افغانانو په نا مه يا ديږي٠په دوی کې هم د نو رو افغانانو په څير زي او خيلو نه شته٠ په تا ريخ کې ملتان ته د ابد اليانو يا درانيا نيانو تګ پوره معلوم نه دی ،خو دځينو شو اهدو له مخې داسې اټکل کيدای شي چې دوی به ملتان ته دهند دمغولي واکمن عالمګير اورنګ زيب او شا عالم دوا کمنيو په وختونوکې هلته تللي وي٠داسي روايت هم په لاس کې لرو چې په ملتان کې د ابداليانو يا درانيا نو د ورتلو نه دمخه د ځمندد قبيلي خلک چې هغوی هم سړبني پښتانه دي ميشته وو او کله چې دغه پښتانه ابداليان ملتان ته وکو چيدل نو هلته په رنګپور ګهريان واله کې مېشته شول چې ډير شميرو يې دسو داګرۍ له لارې خپله ګوزاره تر سر ه کوله او دابداليانو يا درانيا نو هر ښاخ چې په ملتان کې مېشته وو هر يوه يې ځان ته بيل بيل مشران در لودل٠کله چې د ابداليانو يا درانيا نو شمېر په ملتان کې زيات شو نو ددوی او ځمند پښتنو تر مينځ د کر نيزو مسالو په سر شخړې رامينځ ته شوې او په پای کې ددوی تر مينځ خو نړۍ جګړې وشوې چې په نتيجه کې دځمند پر قبيلې بريالي او هغوی يې له هغې سيمې وشړل٠همدراز په دغو جګړو کې دځمند قبيلې ډير خلک ووژل شول٠کله چې ددغو پېښو خبر د ډيلي مغولي دربار ته ورسيد نو د ملتان نه يې د ابداليانو يادرانيا نو دوتلو فر مان ورکړ٠هغه وخت چې ابداليانو ته ددې خبرې پته ولګيده نو خپل درې تنه استازي يې د ډيلي مغو لي در بار ته واستول ٠ مغولي دربار ته د ابداليانو د پلاوي په رسيدو فر مان معطل شو ، خو ابدالي مشران تر بل امره پورې بنديان شول٠
کله چې په دکن کې مر هټه او نورو د مغولي دربار پر خلاف په بغاوت لاس پورې کړ ، نو دربار له دغو بند يا نو نه غو ښتنه وکړه چې که چيرې ددې قبيلې خلک ددوی سره د مر هټه وو او نورو با غيانو پر خلاف ورسره مر سته وکړينو دوی به دغه مشران له بنده خو شې کړي٠دغو مشرانو د خپلې قبيلې دجنګيالو سره دکن ته لاړل او ډېرې تو رې يې ووهلي ٠مغولي واکمن پرته له دې چې دوی د ملتان نه ونه شړل،بلکې ډېر خلعتونه،منصبونه او جا ګيرونه يې هم دوی ته ورکړل چې تر اوسه پورې ځينې په ملتان کې مېشته او د ډېرو شتو او جا يدادونو څښتنان دي٠ دملتان په ابدالي وا کمنانو کې نواب مظفر خان ډير مشهور سړی تير شوی دی چې نو موړی درنجيت سنګه له خوا چې د لا هور سکه واکمن و په ١٨٧٥ بکر ما جيتي کا ل *کې ووژل شو٠سکهانو په ملتان کې ډېر پښتانه له تېغه تېر کړل او هغه پښتانه چې د سکهانو د قتل عام نه خو ندي پاتې شوي وو نو دوی له ملتان نه وليږديدل او دنواب محمد خان بهادر خيل سدوزي سېمو يعني منکيرا او بکهر ته لاړل او کله چې منکيرا هم د رنجيت سنګه د پو ځو نو لاس ته ور غله نو هغوی په دېره جاتو په تیره بيا په دېره اسما عيل خان کې مېشته شول٠
ددرانيو دکورنۍ نا متو واکمنان دادي :
١-لوی احمد شاه بابا١٧٤٧- ١٧٧٣
٢-تيمورشاه سدوزی١٧٧٣-١٧٩٣
٣-شاه زمان ١٧٩٣-١٨٠١
٤-شاه محمود١٨٠١-١٨٠٤
٥-شاه شجاع ١٨٠٤-١٨٠٩
٦-شاه محمود دوهم ځل لپاره١٨٠٩-١٨١٨
ددرانيانو دبارکزيو د څانګې نا متو واکمنان دادي :
١-امير دوست محمد خان ١٨٣٤-١٨٣٩
٢-امير شير عليخان ١٨٦٣ -١٨٦٦
٣-محمد افضل خان ١٨٦٦- ١٨٦٧
٤-محمد اعظم خان ١٨٦٧
٥-امير محمد يعقوب خان ١٨٧٩
٦-امير عبد الر حمن خان( ضيا الملت والدين) ١٨٨٠-١٩٠١
٧-امير حبيب الله خان( سراج الملت والدين)١٩٠١-١٩١٩
٨-امير اما ن الله خان ١٩١٩-١٩٢٩
٩-محمد نادر شاه١٩٢٩- ١٩٣٣
١٠-محمد ظا هر شاه( المتو کل علی الله)١٩٣٣- ١٩٧٣
١١-شهيدمحمد داود خان دافغا نستان د چمهوريت بنسټ ايښو دونکی ١٩٧٣- ١٩٧٨
١٢-حامد کرزی ٢٠٠١ نه تر اوسه پورې
-----------

ماخذونه او منا بع :
1-عبدالرؤف بېنوا،دافغا نستان نو ميالي، لو مړی ټوک،٣١٠ مخ٠
٢-حيات افغاني، د ډپټي محمد حيات خان ،پښتو ژباړه ١٤٢مخ،ددانش د خپر ند ويه ټو لنې چاپ ،پېښور،١٣٨٦ کال٠
٣-پښتانه دتاريخ په رڼاکې،سيد بهادرشاه ظفر کاکاخيل ،١٩٦٥ دلاهور چاپ
٤-پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ،١٣٠- ١٣٣ مخو نه٠
٥-د کا بل سلطنت بيان، دمو نټ سټوارټ الفنسټن لېکنه، د دکتور محمد حسن کاکړ او سر محقق نصر الله سو بمن ژباړه ، دافغا نستان دعلومو اکاډيمي،٨٥ مخ٠
*-بکرماجيتي سنه چې دهند په نېمه وچه کې بکر مي هم ورته وايي تر عيسوي سنې اوه پنځوس کا له مشره ده.‬
- بېرته شاته