(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمدهاشم زماني پيژندګلو

په ١٣٠٧ لمريز (١٩٢٨ ميلادي) کال کې د کنړ دولايت د لمټک په کلي کې د استقلال دچترال د جبهې د فاتح غازي مير زمان خان په کور کې زيږيدلی ؤو.

زده کړې
لمړنۍ زده کړې ئي په جومات او کور-کلي کې د وخت دعلماوو نه ترﻻسه کړې، اوشپاړس کلن ؤو چې د خپلی ټولی کورنۍ سره، چې شمير ئې د سلو کسانو نه زيات ؤو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د رژيم لخوا د نورو ډيرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې، ديوه نامعلومه سرنوشت په انتظار ددهمزنګ جهنمي زندان ته واستول شو.
نوي ځلمي محمد هاشم دخپلی ځوانۍ ديارلس کلونه ددهمزنګ د زندان په تورو او نمناکو خونو کې، د خپلې کورنۍ د غړو سره تير کړل. او ددهمزنګ په زندان کې يو ګڼ شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، ناظر- صفر، فرقه مشر غلام نبي خان ( مشهور په چپه شاخ )، او نورو سره معرفي او هم صحبته شوو.
محمدهاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ. د هيواد د لوي مشروطه غوښتونکي، دينی عالم او ملي او سياسي شخصيت، بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، موﻻنا محمد اکرم کاکاخيل په شان علمي شخصيتونو د شاګردۍ او هم صحبتۍ افتخارات ور په برخه شوو.
ښاغلي زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړی تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرګ شاهد ؤو. دوی خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي اود زنداني احساس په مجموعه کې يي راټول کړيدي.
محمد هاشم زماني د خپلی کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته تبعيد، او ١٣٤٣ ميلادي کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پوری د٨ کلونو دپاره هلته دتبعيد ژوند تير کړ.
چاپ شوي اثار
د ارواښاد محمد هاشم زماني د پښتو او دري ژبو دا لاندې کتابونه چاپ شوي دي.
زندانى احساس
زنداني خاطرات
قطبي خرس
لويه قرباني
سړي خوړه بلا
لويه قرباني ٢ ټوک
خواره گلونه
د آزادۍ آرمان
روسي ښامار
زخمي زړه
د ازادۍ مشال
د سولی زمزمې
که څه هم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه ددوهمی حملې او مغزو د سکتی له امله د اوږدی مودې په ناروغۍ اخته شوئ وو، او د وجود يوه خوا يې فلج شوی وه، دافغانستان د حالاتو او پيښو سره دژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه. د خورو ګلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعی يې وليکلی او د زنداني خاطراتو په نامه د پښتو نثر کتاب يې چې ٢٨٨ مخونه لري هم چاپ کړ.
ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله درلوده چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته وطن ته ستون شي او د خپل ګران هيواد او درديدلو هيوادوالو خدمت ته دوام ورکړي. ددوی يواثر همدا د پوهنی ملي انقلاب نوميږي چې د مرګ تر شپی يې ددغه اثر په دوهم ټوک کار کاوه.
مړينه
په اسلام، هيواد او ولس مين، مبارز- ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د جمعی په مبارکه شپه د غبرګولي د مياشتی په ١٩ ( دجون د مياشتی په لسمه ) ۱۳۸۴ هـ. ل. کال د ٧٦ کلنۍ په عمر د زړه د ناڅاپي حملی له امله له دی فاني نړۍ نه سترګی پټې کړي. ددوې جنازه افغانستان ته انتقال او ددوې پلرني ټاټوبي کنړ کې خاورو ته وسپارل شو
Biography of Mohammad Hasham Zamani
وریت پښتون له ویکپیدیا
- بېرته شاته