(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان زما ايډيال دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت قدرمن ولسمشر (حامدکرزي) ته!
 په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته، زه د هغو افغانانو له جملې څخه وم، چې په دې تېره (
۱۲) کلنه دوره کې مې ښه د زړه له اخلاصه د خپل ولس د ښېرازۍ لپاره هلې ځلې کړي، د ولسواکۍ په پراختيا، په ديموکراتيکو بهيرونو، د خلکو په همغږۍ، د علمي بنسټونو په رغونه او نوې جوړونه، په رسنيز ډګر، د خلکو او حکومت په پيوستون او نورو ټولو هغو هلو ځلو کې چې ماته ددې غمځپلي ولس په ګټه برېښېدل، په هغو کې مې د يوه مدني انسان او افغان په توګه برخه اخيستې. په ټاکنيزو بهيرونو کې مې بې درېغه ستاسو ملاتړ کړی او ستاسو د مخالفو حکومتي او په اصطلاح اپوزېشني اشخاصو پر وړاندې مې په رسنيزه جبهه کې تر ټولو زياته ونډه اخيستې. د پورتنيو هلو ځلو ترڅنګ مې په حکومت کې د فساد، د ټوپکوالو د ناقانونه، مستقيم او نامستقيم واک، د شر و فساد جرړو، حکومتي او ناحکومتي اپوزېشن، ناقانونه اشخاصو پر ضد هم د زړه له کومي مبارزه کړې، که څه هم دا مبارزه ماته په ډېر لوړ قيمت تمامه شوې او هر وخت په حکومت کې د حکومت او افغان ضد اشخاصو له خوا په مرګ ګواښل شوی يم، خو ما د خپل ژوند د خطر په بيه تراوسه پورې دې مبارزې ته دوام ورکړی دی.
• زما او زما په شان د نورو ګڼو هېوادپالو او ملتپالو افغانانو بې درېغه هلو ځلو هېڅکله د هغو ډلو، تنظيمونو، هېواد پلورو او پرديپالو اشخاصو مخه ډب نه کړای شوه، چې هم په حکومت کې دي، هم له زیاتو دولتي امتيازاتو برخمن دي او هم د همدې څوکيو، مقامونو او امتيازاتو په زور د حکومت بنسټونه نړوي، هم زموږ ملي هويت ګواښي او هم مو هېواد ته ستر خطرونه پېښوي.
• ماڅو ځله په ګړني او لیکني ډول د ولس فرياد او په حکومت کې د فسادګرو او افغان ضد اشخاصو په باب تاسو سره خپل نظرونه شريک کړي، خو ددې پرځای چې د هېواد د ژغورنې او د سرزورو ټوپکوالو او تنظيم سالارانو د ناقانونه واک د پايته رسونې په باب زما نظرونه مثبته پايله ورکړي، ستاسو او ستاسو پر شاوخوا د ځينو نورو راټولو اشخاصو له خوا، افغان ضد او افغانستان ضد اشخاصو نوره هم وده وکړه او لاپسې وپړسېدل.
• په تېرو دولسو کلونو کې پښتانه ددې هېواد د اکثريت په توګه د ايران، پاکستان، طالبانو، نړيوالې ټولنې، په حکومت کې د پښتنو ضد چارواکو او نورو کړيو له خوا په دومره بې رحمانه ډول وځپل شول چې له چنګېزه رانيولې تر انګرېزه او له انګرېزه بيا تر دې دمه يې په ټول تاریخ کې ساری نه دی ليدل شوی، خو هر کله چې ما ددې ناورين او غمېزې پر وړاندې د مظلوم اکثريت غږ پورته کړی، په حکومت کې د پښتنو ضد چارواکو له خوا ګواښل شوی يم ، ان تر دې چې تاسو هم د هغو ملاتړ کړی، يا مو د هغوی خبره تائيد کړې او يا هم کله ددې ظلم په باب چوپ پاتې شوي ياست.
• افغان ضد، پښتون ضد او هېواد ضد اشخاص دومره سپين سترګي دي چې ان دوی ته ستاسو د دومره امتيازاتو له ورکړې او له دوی سره ستاسو له دومره احسانونو سره سره پر تا هم د فاشيست، نشنلست، قبيله ګر او طالب تور پورې کوي او داسې انګېري چې ګنې زه (يون) چې کومې خبرې کوم هغه ستاسو نظريات دي، زما له خولې راوځي او يا له تاسو څخه الهام اخلي. په داسې حال کې چې زما نظريات ستاسو له نظرياتو سره هېڅ تړاو نه لري او ان تر ډېره حده په ټکر کې دي.
• زه د يوه افغان او يوه مسلمان په توګه نور په حکومت کې شر وفساد، درغلي د اپوزېشن حاکميت، د هېواد د اکثريت محکوميت، پر ملي يووالي او ملي هويت بلوسېدل، په حکومت کې د ايرانپالو او پاکستانپالو اشخاصو څرګند حاکميت، له پښتو ژبې سره د مور او ميرې سلوک، د جنايتکارانو تنظيم سالارانو نامحدوده واک، قومپالنه، سمتپالنه او نور په سلګونو ډوله نامشروع او ناقانونه فعاليتونه نه شم زغملای. په تېرو دولسو کلونو کې مې ددې ډول پديدو پر وړاندې د حکومت په داخل کې مبارزه وکړه، خو ډېره ښه پايله يې نه درلوده، خو اوس غواړم له حکومته بهر خپلې مبارزې ته دوام ورکړم.
• که څه هم زه په حکومت کې کوم داسې لوړ پوړی چارواکی نه يم، چې زما شتون او يا نه شتون دې پر حکومت څه خاص اغېز وکړي، خو غواړم چې زما د ذهن شاهين په بشپړ ډول د هر ډول اسارت او نامعقولو احساناتو له منګولو څخه ازاد او ضمير مې ارام شي. دا په دې مانا نه ده چې زه په حکومت کې د افغانستان ضد اشخاصو پر وړاندې د مبارزې تاب نه لرم، هدف مې دادی چې کله کله جنګسالارانو پر تاسو فشار راوړ چې ما له دندې لرې کړئ، دا کار به د هغوی د خوشالۍ، تاسو ته د پلمې نه برابرولو، له دې لارې د نورو ناروا امتيازاتو د نه اخيستلو او زما د روحي راحت سبب شي. زه چې په حکومت کې نه يم، نو د جنګسالارانو پر وړاندې زما د ملي هلو ځلو مسير به د هېچا د اغېز تر سيوري لاندې نه راځي.
زما کار به هغه وخت ډېر موثر شي، چې د افغانستان د پېژندل شويو دښمنانو پر ضد په ازادانه توګه او په ډېر ښه ډول رسنيزه او قلمي مبارزه وکړم.
• تاسو سره يوه ژمنه کوم چې زه هېڅکله ستاسو د هغو مخالفينو په شان نه یم، چې ستاسو له خوا په ګڼو نعمتونو نازول شوي وو او کله چې له حکومته ووتل تر ټولو لومړی يې ستاسو پر شخصي حريم پسې اورلړونی راواخيستل او ستاسو شخصيت ته يې سپکاوی وکړ. زه هېڅوخت نه غواړم، ملي مسايل له شخصي هغو سره ګډوله کړم. البته ستاسو په حکومت کې د جنګسالارانو او افغان ضد اشخاصو خبره او معامله جلا ده، د هغو په باب ما په دې تېرو دولسو کلونو کې تاسو ته مخامخ او په رسنيو کې خپل نظر څرګند کړی، له هغې مبارزې څخه تېرېدونکی نه یم. زه دا ژمنه هم کوم چې زه به هېڅکله د افغانستان د ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا پر وړاندې ګام پورته نه کړم، ګام څه چې دا ډول تصور ته به ان په ذهن کې هم ځای ور نه کړم، دا ژمنه هم تاسو او هم خپل ټول ولس سره کوم چې زه به د هر هغه چا پر ضد خپله ملي، ايماني، اسلامي وجیبه او مبارزه تر سره کوم، چې هغه په فکر، عمل، ذهن، خيال او تصور کې د افغانستان د يووالي، پرمختګ او د ملي هويت مخالف وي، که هغه ستاسو ترڅنګ وي که تر تاسو لرې، که ستاسو مخالف وي که موافق، که ستاسو نازولی وي او يا غندلی. افغانستان زما ايډيال دی، تر افغانستان لوړ ايډيال نه لرم، هر څوک چې افغان دی هغه زما د زړه سر او د سترګو تور دی. ټول افغانان په دې خاوره کې برابر حقوق لري. قانون د افرادو او افراد د قانون پر وړاندې مسوليت لري، څوک چې حکومتي څوکۍ د (تساوي) په نامه پر قومونو، په نا مساويانه ډول وېشي، له افغان ولس سره خيانت کوي. لکه څنګه چې قومونه د خپل نفوس له مخې سره مساوي نه دي همداسې د ((حقوقو)) له مخې هم مساوي نه ګڼل کېږي. د ډېرو ډېره برخه رسي او د لږو لږه، خو د فرد په توګه ټول مساوي حيثيت لري.
• که ستاسو مرستيالان او نور ښاغلي د قومي مشارکت او تساوي خبره کوي، نو بيا په دې حالت کې ښه خبره دا ده، چې دا مشارکت او تساوي په ګټه او زيان، لږ وډېر (دواړو) کې يوشان او متناسب محاسبه شي. دا فورمول بايد پر مړو او ژوندو، شهيدانو او معلولينو ټولو باندې يو ډول تطبيق شي. په دې توګه به فردي عدالت او تساوۍ ته لاره اواره شي.
• په تېرو دولسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې له مرستې ښه او پوره ګټه پورته نه شوه، د هېواد د ملي تاسيساتو ټينګښت او د ملي ارزښتونو احيا او ځلونې ته ډېره توجه ونه شوه، زيات پام مضر مصلحت او د اشخاصو خوشالۍ ته واوښت، همدا ناوړه احتياط ددې سبب شو، چې نن د حکومت برحاله او زورواکي واليان هم د هېواد ملي هويت نه مني او ان د افغان کلمه نه شي زغملای، دې خطرونو ته مو بايد پام وي، چې هېواد د قومي او مذهبي تعصب د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی، له يوې خوا طالبان او نور مذهبي افراطيون ولس د مذهبي تعصبونو په اور کې سوځوي او له بلې خوا شمالټلواله، په حکومت کې د بشپړ واک له امله په هېواد کې د قومي تفرقې زړي کري.
دا هغه مکروبونه دي چې پخوا يې هم هېواد د اور په لمبو کې سوځولی دی او اوس هم د ستونزې اصلي خواوې دي. که دا دواړه ويروسونه هم مهاله کنټرول شوي او وقايه يې شوي وای، نن به تر دولسو کلونو وروسته هېواد ددې نري رنځ له امله نه کړېده.
• په هېواد کې د سولې عالي شورا تر عنوان لاندې د سولې بهير هڅې پر سولې ريشخند وهل دي، اصلي سوله هغه وخت رامنځته کېدلای شي، چې د عدالت عنصر په کې تر ټولو زيات مطرح وي. په تنظيم سالارانو، فسادګرو او نورو جنګسالارانو د سولې راوستل اوبو ته د کيسې تېرول دي.
• د افغانستان ملي پوځ اکثره پر تنظيمونو او قومونو وېشل شوی، که غواړې چې سوله راشي، افغان پوځ بايد رښتيا هم ملي شي، د هغه پوځ پر موټرو او پوستو چې د مشخصو تنظيم سالارانو عکسونه ټکوهل شوي وي، ايا هغه ملي پوځ دی که تنظيمي؟
• په نورو هېوادونو کې د افغانستان سياسي نمايندګۍ د افغانستان د استازۍ پر ځای د يوه مشخص قوم او تنظيم ځلونه کوي. اکثره يې د افغانستان د ملي هويت مخالفت کوي، په تېره بيا د هېواد د اکثريت قوم. ستاسو سفيرانو په ځينو سفارتونو کې د افغان کلمه حذف کړې او حساسيت ورسره ښيي.
• د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او نور ګڼ کمېسيونونه د مشخصو کړيو او تنظيمونو په لاس کې دي.
• له راتلونکو ټاکنو څخه د وينو او بې عدالتۍ بوی راځي، ددې حکومت دوام هم د نري رنځ د دوام مانا ورکوي. که غواړې چې عادلانه انتخابات وشي، پوځ بايد ناپېيلی او په رښتينې مانا (ملي) شي، د ټاکنو کمېسيون بې طرفه شي، له (واخانه) نيولې تر (سپين بولدک) پورې ټولو افغانانو ته بايد په مساويانه ډول په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره شي او تر هغه پورې چې دا شرايط نه وي برابر شوي، د انتخاباتو په نامه پر ولس بل ناورين تپل کېږي. ځينې خلک غواړي د جمهور رياست ټاکنې د غزني ولايت د پارلماني ټاکنو له برخليک سره مخامخ کړي او د نا امنيو په پلمه د هېواد لوی اکثریت له ټولو مدني، اساسي او سياسي حقوقو محروم کړي.
• ستاسو د مرستيالانو او نورو ډلو ټپلو په لاسوهنو د افغانستان تعليمي او تحصيلي نظام ته سياسي او قومي مکروب داخل شوی، که همدا اوس يې درملنه ونه شي، راتلونکي کې به يې هېڅوک کنټرول او مهار نه کړای شي.
• د قومي مشارکت له ((برکته)) يو شمېر نا اهله پښتانه پر دولتي څوکيو ناست دي، څومره چې ژر کېدی شي دا بې کفايته اشخاص بايد له څوکيو لرې شي، دا هغه خلک دي چې هم ځان شرموي هم قام، په سمبوليک ډول پر دولتي څوکيو د څو تش په نامه پښتنو انتصاب، د پښتنو غم او درد نه شي تداوي کولای، ښه به دا وي چې دا ډول کسان هم له څوکيو لرې شي، چې په دې حکومت کې د پښتنو ونډه د ((ملي مشارکت)) په نامه محاسبه نه شي.
• دا حکومت په افغانستان کې د ملي هويت ننګه او ملاتړ نه شي کولای، نو ښه داده چې د هويت د تذکرو وېش او د سرشمېرنې موضوع بل ملي او عادلانه حکومت ته وسپارل شي، په دې ملي مسلو کې هر ډول بې عدالتي او ظلم په افغانستان کې د ملي افتراق لپاره زمينه برابروي، امتيازوالو ته نور امتياز ورکوي او مظلومان لا هم له نور مظلوميت سره مخامخېږي.
• په هېواد کې اکثره رسنيز فعاليتونه د بهرنيو له خوا سمبالېږي، هر څومره ژر چې کېدی شي د ازادو رسنيو په نامه د پرديو رسنيو د فعاليت مخه بايد ونيول شي، سرچينې يې وپلټل شي او هغه رسنۍ چې له لهجو نيولې تر پيسو يې ټول هر څه بهرني دي، بايد ژر تر ژره وتړل شي. رښتينې ازادې رسنۍ چې د هېواد د ملي دفاع په سنګر کې ولاړې دي او غواړي په شعوري ډول د پرديو د فرهنګي يرغل مخه ونيسي، که هڅول کېږي او نازول کېږي نه، بايد د حکومت او نورو اشخاصو له خوا خو يې سپکاوی ونه شي او يا لږ تر لږه حکومت د پرديپالو او افغان پالو رسنيو ترمنځ په مبارزه کې د نندارچي حيثيت خپل کړي، که څه هم دا يو ضعيفه ايمان دی، خو تر بې ايمانۍ او د پرديو تر پالنې نسبتاً ښه حالت دی.
• تېرو دولس کلنو امتيازاتو ته په کتو سره هر چاته د هر ډول نورو نامشروع امتيازاتو ورکړه له دې ملت سره د خيانت له پاسه بل ستر خيانت دی، هر جنګسالار او نامعقول شخص چې هر ډول امتياز اخيستی، نه يوازې دا چې دې امتياز د سړيتوب لارې ته نه دی راوستی، بلکې داړه ماران يې لا له نورو ډول ډول نامشروعو امتيازاتو سره روږدي کړي دي.
• له نړيوالې ټولنې او د نړۍ له ستر زبرځواک سره په ځينو مسايلو کې ستا ډغره او لفظي جګړه که څه هم ستاسو له ملي او اسلامي هويت او ولولې سره ښايي، خو کله کله په دې برخه کې ډېر افراط افغانستان له ستونزو سره مخامخولای شي، زموږ دښمن ګاونډيان له يوې خوا او ستاسې په حکومت کې نور پرديپالي په اسانۍ سره، له دې حالته د خپل واک د دوام او د افغان غميزې د امتداد لپاره ګټه پورته کولای شي. ستاسو په حکومت او يا هم په اصطلاح سياسي اپوزېشن کې داسې اشخاص شته چې په ډېر لږ قيمت ځانپلورنې ته تيار دي. د طالبانو په حاکميت کې يوازې طالبان او ملايان په واک کې وو، پښتانه په همغه حاکميت کې هم د پخوا او اوس په شان محروم او محکوم وو، خو اوس د طالبانو د واکمنۍ کفاره پښتانه ورکوي. ستاسو په حاکميت کې هم پښتانه تر هر چا زيات محکوم دي، خو وېره دا ده هغه ډلې چې په غلامۍ او پرديپالنه کې پوره تجربه لري، د ځان د حاکميت په بدل کې به، افغانستان د پخوا په شان په ډېره ارزانه بيه په بهرنيانو وپلوري، يو خل بيا به د پرديو په مټ ځان واکمن، افغان وژنه او په تېره بيا پښتون وژنه به په دې پلمه پيل کړي چې ګنې د نظام په سر کې يو پښتون ټبری ناست و.
• د ښار او کلي ترمنځ واټن او تضاد بله مسله ده چې افغانستان ته په راتلونکي کې ګواښونه پېښولای شي.
• د پارلماني نظام پلويان په څرګند او د فدرالي نظام يو شمېر ډلې په نيمه څرګند ډول فعاليت لري، ددې ټولو هدف په وروستۍ نتيجه کې د افغانستان ټوټې کول دي. په اوسنيو شرايطو کې تر ډېره حده افغان ضد عناصر په حکومت کې واکمن دي، پر داسې مهال په اساسي قانون کې د هر ډول تغير راوړل افغانستان ته د نورو ستونزو د ټوکولو مانا لري.
• په لسګونو نور ډول ډول مرضونه په حکومت کې شته چې نه غواړم ټولو ته يې نغوته وکړم او نه دا ليک د ټولو د ځايونې او څرګندونې وس لري، تاسو ته هم اکثره معلوم دي، که غواړئ ځينو هغو غټو مرضونو ته چې هېواد ته ډېر زيات خطرناک دي، د درملنې نسخه پيدا کړې، نو ښه لاره داده چې څومره ژر ممکنه وي، لومړی دا حکومت تر ټاکنو پورې له تنظيمي مکروبونو او جنګسالارانو پاک کړه، که دا کار ممکن نه وي، له نړيوالو غوښتنه وکړه چې د اوسني حکومت له مهمو غړو پرته يو لنډمهالی، عادلانه او بشپړ ناپېيلی حکومت جوړ کړي، دا حکومت بايد په افغانستان کې سوله راولي او د عادلانه ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي. که دا کار هم ممکن نه وي. د ولسمشرۍ انتخابات دې ولايت په ولايت شي، يوه ورځ په يوه ولايت او يا څو ولايتونو کې. ددې ولايتونو امنيت دې په بشپړ ډول ونيول شي. تر هغه پورې چې په يو ولايت کې امنيت نه وي راغلی، ټاکنې دې نه کېږي. ځکه یو شمېر غرضي کړۍ غواړي د نا امنۍ په پلمه ځينې سيمې له خپلو اساسي حقوقو بې برخې کړي. که د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د خپلې کورنۍ له غړو څخه څوک غوره نه کړې، دا به ستاسو لپاره لوی افتخار وي. که له يو معقول، ملي، مسلکي، تجربه کار او ناپېيلي شخص او له هغه سره له همداسې يو ملګري ټيم څخه ملاتړ وکړې، د افغانستان د ژغورنې لپاره به دې غوره ګام پورته کړی وي.
نور نه غواړم په خپلو ګڼو اندېښنو خپل دا ليک او غوښتنليک وغځوم. د پورتنيو ګڼو دلايلو، عواملو او مسايلو په پام کې نيولو سره غواړم د حکومت له قيد وبنده لرې او ازاده مبارزه وکړم، هيله ده زما استعفی ومنئ.
د افغانستان د پرمختګ، د افغان ولس د سوکالۍ
او د افغانستان د دښمنانو د بربادۍ په هيله
په درناوي
پوهنوال محمد اسمعيل يون
د ملي امنيت شورا دفتر
د فرهنګي چارو رئيس

۱۳۹۲ل کال د غبرګولي ۲۵مه
ارګ- د ملي امنيت شورا دفتر
 
- بېرته شاته