(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا نوي واکمنان په بدلو لارو روان دي؟

د پښتونخوا حکومت د جوړیدو سره سم د داسې ستونزو سره مخ دی چې چارواکي یي په چل نه پوهیږي. د څلورو ګوندونو یو اچار جوړ دی او د هر یو توکي بیل خوند او رنګ دی. که هر څومره په یو ډبي کې بند دي خو نه یو توکې د بل نه رنګ اخلي او نه خپل خوند بدلوي. د عمران خان تحریک انصاف په شورو کې د جماعت اسلامي سره ډیر نزدې ښکاریدو او لا اوس هم یو دي خو د حکومت د پیل کیدو نه تر اوسه داسې ښکاري ژوبل شوی اعتماد يي لا په ځاېی نه دی. جماعت اسلامي ته د تعلیم د وزارت ورکولو ژمنه د عمران خان د کړې وعدې وړومبۍ خلاف ورزي وګرځیده چې نه یواځې په تحریک انصاف ګوتې پورته شوې ولی جماعت اسلامي يي هم د اولس په نظر کې د تپوس لاندې رواسته. دغه شان قومي وطن پارټۍ ته درې وزارتونه ورکول ددغه پارټۍ لویه ګټه ده.او د صوابۍ د عوامي جمهوري اتحاد پارټۍ یو وزارت هم دغه ګوند په بارګېننګ پوزیشن کې راوستی دی. دا اتحاد څومره قوي دی دا به وخت ښايي.
یوه بله مهمه خبره چې ښکاره شوی د مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا د اعلی وزیر پرویز خټک په حیات آباد کې هغه پټ ملاقات دی چې ډیرو سیاسي حلقو پری وروځې بره کړي دي. که هر څو دغه ملاقات د میډیا نه پټ وساتل شو خو خبره يي بیا هم خوره شوه. تپوسونه داسی راپورته شول چې ګنې پرویز خټک د جماعت اسلامي او قومي وطن پارټۍ د بدلیدونکي سیاست په منځ کې ښکیل خو نه دي؟ چرته د مولانا فضل الرحمان سره خو د راتلونکي وخت د پاره د ملګرتیا لاس خو نه یو کیږي؟ که چری دا نوی اتحاد جوړیږي نو د عمران خان او مولانا فضل الرحمان په اړه به د اولس څه راېي جوړیږي.
که د انتخابونو وخت را په یاد کړو نو عمران خان او مولانا فضل الرحمان په یو بل پسې ډیری سپکې سپورې او ردبد ویلي. عمران مولانا ته د مولانا ډیزل نه پرته بل خطاب نه دی ورکړی. او مولانا د مذهبي چالاکۍ نه داڅې کار اخستی چې هر وخت يي عمران خان ته د یهودو ایجنټ وېلې.
ولې د خلقو یاد داشت دومره تر اوږدو نه وي. دغه اولس ته دومره غټه مسله نه ښکاري. په سوشل میډیا یو پوسټ داسې واېي چې عمران او مولانا د یو بل په ضد داسې ژبه کارولې چې پخوا مولانا او مسرت شاهین هم په یو بل پسې په انتخابی جلسو کې نه ده وېلې. خو دا هم کتل دي چې د مولانا او عمران خان سیاسي او حکومتي اتحاد د پښتونخوا د حکومت د چلولو او په مرکز کې نواز شریف ته یو مظبوط اپوزیشن جوړولو کې څومره مهم دی.
د مولانا د صوباېي اسمبلۍ   ۱۵غړي د عمران خان د تحریک انصاف 45 او د عوامي جمهوري اتحاد څلور غړي کولې شي د موجوده حکومت په نسبت لږ نور قوي حکومت جوړ کړي. عمران خان او مولانا فضل الرحمان د خپلو انتخابي منشورونو سره سم د طالبانو سره د خبرو اترو پروسه پر مخ وړی شي. که هر څو هم د عمران خان ذاتي سوچ د جماعت اسلامي د فکر نه ډیر لرې نه دی خو ولې د عمران خان د ګوند ډیر غړي مذهب پرسته نه دي. او د جماعت اسلامي د فکر نه يې یره کیږي. د تعلیم وزارت جماعت اسلامي ته نه ورکول هم ددغه یرې یوه کړۍ ده. جماعت اسلامي ته سېنیر وزیر، خزانه، بلدیات او د عشر وزکات وزارتونه ورکړی شوي چې بلدیات پکې ډیر اهم دی. او د اوس نه د تحریک انصاف د اسمبلۍ غړي داسې هڅې کوي که وزیر نه وي نو چې د بلدیاتو د وزارت مشیر خو ضرور وي. او دا به په ډیرو وزارتونو کې ستونزی رامنځ ته کوي ځکه د آېین د ۱۸م ترمیم په رڼا کې د صوبې د وزارتونو شمیر د ۱۵ نه زیات نه شي کیدی. او په داسې حال کې مشیر لګول یواځینۍ لاره ده. د سېنیر وزیراو د جماعت اسلامي مرکزي نایب امیر سراج الحق خو پکې لا د ښځو د پاره بیله اسمبلي غواړي. او ګوند ېي په سکولونو او کالجونو کې د جهاد عملي تربیت لازمي کول غواړي. د بلې خوا د پرویز خټک حکومت د بې تجربې ملګرو په ډاډ روان دی. وتلې ژورنالسټ اسماعیل خان واېي صوبه خیبر پښتونخوا د ډیرو ستونزو سره مخ ده. داسې نه ښکاري حکومت شتون لري خو د مولانا او عمران اتحاد ته هم د شک په نظر ګوري. واېي دوي په تیر وخت کې یو بل پسې ډیر بدرد ویل او بیا دا چې مولانا د شورو نه په پښتونخوا کې د عمران د ګوند د حکومت جوړولو کې خنډان اچولي وو. خو توانیدلي نه وو. او بل دا چې پرویز خټک د مولانا د طالبانو سره د خبرو اترو د ملاتړ په ځاې مولانا سمیع الحق باندی غږ کړی وو. چې دا هم د مولانا د خواښینۍ سبب ګرځیدلې وو. ولې بیا هم په سیاست کې کومه فیصله یا وینا اخری نه وي او حالات د بدلون فیصله کوي.

- بېرته شاته