(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کارغه/بت پرست

کارغه

کارغه مې ساتلی وو-ښکلی نه وو خو په ماتمي لباس کې يې ماتم خیلو ته د هغوي پیښې کولې-د بل زنده سر (ژوي)په غوښه او وینه به يې مخوکه ښخه کړه او بیا به يې بیخي پاکه کړه-او خواته به مې راغی -ماله به خندا راغله خو د هغه په ډوبو ننوتو سترګو کې ما داسې سوالونه لوستل چې په پیړۍ کې مې نه شو جواب کولی-ښۍ سترګه چې په زیزمه يې د وینې داغ وو او چخنه وه ماته ګویا شوه-.........شیه!!....ولې لل شوې؟؟کیڼه سترګه يې زما د ضمیر د پاره له راښکلي غشي کمه نه وه.او مخوکه يې راته لکه د سولۍ څوکه ښکاریده-دا منظر مې نور زغملی نه شو نو کارغه مې له هغه ځایه کشي کړ او ....زړه راته د خپلې بیوسۍ د داستان تعبیر د کارغه په کړنو کې منعکس کړو-او ټول زنده سر يې راته په دوه برخو کې اویشل -یعنې-(کارغان او مردارې)
چاپیره مې ولیدل چې په هرمخ پورې یوه مخوکه وه -او ترخپله وسه به يې ماته کوله خو له ماتې وروستو به يې مخوکه لکه د کارغه پاکوله -او چاپیره مې ولیدل چې په هر وجود سخا شوي پرهرونه وو او د کارغانو د مخوکو نخښې ورپکې وې-
د زړه د داستان کردارونه راته د واکمنو مخوکو او بیوسو وجودونو په شکلونو کې لور په لور ځلیدل -سړي په سړیو ورغوټه کیدل او په وینو يې لمبول-سړي په وسبنو سواره وو د سړیو کلي يې ورانول -واکمنو د اولسونو وینې څښلې-د وسایلو او واک د ګټې په نشه مستو کارغانو په لارو کوڅو کلو او بازارونو کې د مړو وجودونو انبارونه جوړ کړي وو-او د سخا شوو غوښو او وینو وږم له هرې ښاريې پورته کیدو--نزدې وه چې دې فکر زه د کارغه د خوراک کړی وم خو خوب یوړم-او په خوب کې راته بیا خپل کارغه مخامخ ودرید او ماته يې ويئل چې زما تشبیه د ځان سره مه کوه-زه سخا شوې غوښه او مرداره خورم خو چرته هم د خپل ورور(مړه کارغه)غوښه نه خورم--اوتاسو....................
 

بت پرست
بت پرست یواځې هغه نه وي کوم چې د کاڼي او لرګي د بتانو عبادت کوي نور هم ګڼ بت پرست شته چې خلک ورته بت پرست نه وايي-لکه موروثي سیاسي بت پرست ٬موروثي مذهبي بت پرست٬ادبي بت پرست٬او نور------------
په دې ټولو کې یو قدر مشترک دی چې د خپل بت وفاداري ورته له هرڅه غوره او ګټوره ښکاري-سیاسي بت پرست هغه دي چې پخپل حال يې نظر نه وي او د خپل مشر هره ناروا خبره هم روا ګڼي او د نیکه نه تر نمسو يې وفاداري کوي -او د فکري غلامۍ جراثیم خپلو اولادونو او خپلوانو ته رسوي چې په ټولنه کې د فکري جمود او ټولنیز زوال لامل جوړیږي-او دا بت پرستي زمونږ په چاپیریال کې هرخوا خوره شوې چې په نتیجه کې يې مونږ د ستونزمن ژوند سره مخ یو او د ټولنې د پاره هرنوی فکر او نوی قیادت د منلو وړ نه دی-او زمونږ شتمنۍ یو څو کورنۍ خوري او مونږ ورسره پخپله دغه خبره منلې ده -
مذهبي بت پرست هغه دي چې دوي هم لکه د سیاسي بت پرستو په دین کې خپلې خپلې ډلې جوړې کړي او د هرې ډلې د مشر خبره اخري وي چې د اختلاف ګنجایش پکې نه وي او د بلې ډلې فکر او کار دواړه ناروا ګڼي -دا بت پرست پخپله کتاب ته ورښکاره کیږي نه د مذهب هیڅ کومه مطالعه لري او د مشر په هره خبره امین وايي -ذ انسان مرګ کبیره ګناه ده خو د مشر په ويئنا په وړوکي فکري اختلاف کبیره ګناه کوي او خپل اخرت بربادوي -دا بت پرستي زمونږ د مذهبي ښودنو خلاف کار دی او زمونږ د ټولنې د فکري شنډتیا اندازه ترې په اسانه کولی شو-او د امت د زوال ستر لامل مو دی
ادبي بت پرستي خو له ورایه د اولس د پاره کوم ستر زیان نه ښکاري خو په حقیقت کې چې د کوم قام او ټولنې ادب شنډ او د جمود او یو رنګوالي ښکار شي نو د ټولنیز فکري زوال لامل جوړیږي-ادبي شخصیت پرستۍ یا بت پرستۍ نوي نوښتونه او افکار له قامه پټ ساتلي او ساتي يې--د قام نوي ادبي استعدادونه مخې ته نه راځي او مودې وشوې چې دغه څو نومونه اورو خو کومه داسې تخلیقي لار نه لري چې مونږ يې ددوي خپله او د تقلید وړ وګڼو-نو چې د کوم قام کتاب ګونګی شي نو زوال يې لرې نه وي-
نو چې فکر وکړم انسان دی چې بتان جوړوي او ماتوي يې څوک يې په جوړولو معاش او جنت ګټي او څوک يې په ماتولو خو ناشنا راته دا خبره ښکاري چې بت پرست بتان ماتوي او بت پرست بتان جوړوي
(څه بتان د خواهش څه بتان د لرګي)
 

د کار جنون
الیس هوي (Elias howe)هغه سړی دی کوم چې د جامو ګنډلو مشین د انسانانو د پاره په وړمبي وار جوړ کړی(ایجاد)دی-په 1819کې زیږیدلی او په 1867کې مړ شوی
دده د خپل دې کار سره دومره شوق وو چې په خوب کې به هم ده د مشین د جوړښت کارونه کول--ستره ستونزه دا وه چې د مشین چې کومه ستنه وه په هغې کې تار ننویستلو سوری د ستنې ویخ کې وه -چې پیړه څرمنه به يې ګنډلی شوه کومه چې به د پیزارو د ګنډلو پکار راتلی شوه او نرۍ کپړه(جامې)به يې پرې نه شوې ګنډلی-څو کلونه دی په دې بوخت وه چې څه وکړي چې دا مشین د انسانانو د چامو ګنډلو پکار راوستی شي--یوه شپه سخت مایوسۍ کې ویده شو نو خوب کې يې ولیدل چې یوې وحشي قبیلې پکې الیس هوي ونیولو او د قبیلې مشر امر وکړو چې که څلیرویشت ساعتونو کې دې مشین ددې وړ نه کړ چې کپړې وګنډي نو د ټولو خلکو د وړاندې به دې په وژنو-څلیرویشت ساعتونه تیر شول خو الیس هوی دا کار ونکړی شو -نو د وژلو د پاره يې ګڼ خلک راغونډ شول-الیس هوی وکتل چې چاپیره کوم خلک ولاړ ول نو برچې(ډانګي چې په سر يې تیره وسپنه وي)ورسره وې او د برچو په سرونو کې په وسپنو کې سوري وو-نو زر زر له خوبه راپاڅیدو او په دې حقیقت ورسیدو چې د مشین د نرۍ ستنې سوم(سوری)د ستنې په سر کې پکار دی نه چې په ویخ کې--او همدغه کار يې وکړو چې چې د ستنې سوم يې د ستنې په څوکه کې وکړ-او نن مونږ او تاسو خپلې جامې پرې ګنډو
--

همت --او --د انسانیت سره مینه-- دوه تاریخي بیلګې
عندلیب دیر
په ۱۸۴۷ع کې یو نوکر د خپل مشر ډاکټر دفتر ته ننوتو-هلته يې وکتل چې ډاکټر او دوه مرستیالان يې بې خوده پاستر پراته دي -نوکر فکر وکړو چې کیدی شي دوئ شراب څښلي دي او نشه دي خو وروستو چې دوئ ټول په خود شول نو مشر ډاکټر خپل نوکر ته اویئل --ګرانه مونږ شراب نه وو څښلي خو د کلوروفارم اغیز مو په انساني وجود کتلو نو د خپو وجودونو انتخاب ورته ځکه وکړ چې له نورو خلکو په ځانونو ډیر ميئن نه یو او هسې نه زمونږ په نوې تجربه مو بل څوک وژلي وی
دا مشر ډاکټر (سر جیمز سمپسن)وه کوم چې د یو غریب نانباي ځوی وه او په مشکلو حالاتو کې سبقونه سرته رسولي وو-د څیړنو په وخت کې ورته مالومه شویوه چې کلوروفارم انسان بې هوشه کوي نو فکر يې وکړ چې دا کلوروفارم د انسان په هغه وخت کې پکار راتلی شي کله چې يې (عملیات)اپریشن کیږي--جار شم له داسې انسان دوسته انسانانو
-----------
په امریکه کې یو سړی په ۱۸۳۱ع کې په تجارت کې د ناکامۍ سره مخ شو-په ۱۸۳۲ع کې يې سیاست پیل کړ خو دغلته هم د ناکامۍ سره مخ شو-په ۱۸۳۴ کې يې بیا تجارت پیل کړ خو بیا هم د ناکامۍ سره مخ شو-په ۱۸۴۱ع کې مایوس شو خو بیا هم همت يې نه بایلود او په ۱۸۴۳ کې بیا سیاست ته يې مخه کړه او فکر يې وکړ چې ګوند به يې د کانګرس د سینیټ نوماند کړي خو بیا ناکام شو-په ۱۸۵۵ع کې ورته خپل ګوند د سینیټ د ټکټ ورکړ خو د بایلات سره مخ شو-په ۱۸۵۸ کې بیا د ماتې سره مخ شو
دا سړی څوک وه؟؟
ابارهام لنکن وه کوم چې بیا د امریکې د صدارت په چوکۍ کښیناستو-او د نوې امریکې د جوړونکو د وړومبي صف غړی شو
(العبرت بالامثال)

- بېرته شاته