(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طلايي کاسه

د بغداد نه بهر يوه کلي کي دوه وروڼه اوسيدل چي يو يي محمد او بل يي احمد نوميده .پلار و مور يي لاډيرپخوا له دنيا نه سترګي پټي کړي او دواړه زامن يي يتيمان او بي اسري پري ايښي وو .دواړه وروڼه چي کله د لويوالي منګ ته ورسيدل کړراور يي سره جلا کړل.٠.
محمد زيارکښ او باهمته هلک و او د خپل ژوند د ګوزاري د پاره يي پسونه اخيستي او پيول يي .خو ورور يي احمد لټ او حريص سړې و هيڅ کار يي له لاسه پوره نه و او تل يې فکر په دي کي و چې کله به يې ناڅاپه د شتمنۍ مارغه په سر کيني او دي به په داسي ډول د سرو سپينو خاوند شي چي نه به يي لاس تڼاکي وي او نه پښي ٠.
يوه ورخ محمد له خپلو پسونړ سره خړځاي ته روان و .په نيمه لاره کي يي وليدل چي په شنو واښو کي يو حيوان پرو ت دي .هغه په منډه ورنجدي شو که ګوري چي يوه زخمي هوسۍ ده .پښه يي په غشي لګيدلي او په نيم ژوندي حالت کي سترګي د مرستي پيدايو خوا بل خوا اړوي .محمد د هوسۍ له پښي نه غشي راوايست او په خپل دستمال يي د هوسۍ زخمي پښه وتړله اوبه يي په خوله کي ورتويي کړي . هوسۍ ورو ورو راپاڅيده او په٩ خپلو پښو ودريده او محمد ته يي ښکته پورته وکتل بيا په خپله مخه لاړه.٠
محمد ټوله ورځپه شنه بيديا کي پسونه وپوول.ماښام و چي بيرته خپل کور ته راستون شو کله چي کور ته ننووت و يي ليدل چي پر حيرن ميز باندې يوه طلايي کاسه پرته ده .ډير حيران شو او له ځان سره يي وويل دا له کومه شوه.چا راوړه او زه به ورباندې څه کوم ؟ هغه کاسه راواخيستله په لاس کي يي واړوله راوړوله او په زړه کې خوشاله شو . که دا کاسه رښتيا هم طلايي وي نړ زما د خوارۍ او غريبي ژوند به ورسره بدل شي .دا اوسني د خاورو خټو کور به مي په پوخ کور بدل شي او د شپني د ژوند نه به خلاص شم .دي لا د همدي فکرونو او خيالونړ په دنيا کي ګرځيده چي ناڅاپه يي د سترګو په وړاندي يوه زرينه رڼا وځليده او ويي ليدل چي د خراب او زوړ کور پر ځاي په يو نوي عصري او مرمرين کور کي ناست دي .په دي نوي کور کي د يو عصري ژوند ټولې اسانتياوې موجود دي .محمد پوه شو چي کاسه څه معمولي کاسه نه ده بلکي له کمالونو ډکه ده .هغه کاسه پر ميز باندې کيښوده او پخپله لوی خدای ته په سجده پريوت او ويي ويل خدايه تا راباندې څومره لوي رحم وکړ او ما ته دي څومره نيکمرغي راپه برخه کړه.زه ستا ډير شکر ګزار يم او چي له سجدي نه يي سر راپورته که يو ملکوتي اواز يي تر غوږو شړ چي ورته يي ويل :زه ستا له خواخوږۍ او زړه سواندي نه شکريه کوم . ته رښتيا هم چي د ډير پاک احساس خاوند يي .زما بچي ته دي نجات ورکړي او له هغه سره دي په ډير سخت ړخت کي مرسته کړي .دا کاسه زما لخوا تا ته سوغات دی . دا يوازي طلايي کاسه نه ده . ګوره چي خرڅه يي نه کړي .دا به ډيره ښه وساتي . هر وخت چي څه وغواړي دا کاسه په لاس کي ونيسه .خپله هيله په زړه کې راوړه .مراد به دې پوره شي ،خو په ژبه يي تکرار مه کوه ،که ارزو دې په خوله راشي نو دا کاسه به ورکه شي .٠
د ماښامي ډوډۍ نه وروسته محمد طلايي کاسه له ميز نه پورته کړه او په زړه کي يي وويل خدا دي وکړي چي بيديا سبا له ښه شنه او سرسبزه وي او پسونه مي ښه ماړه او چاغ او قوي شي .٠
سبا سهار چي محمد له خوبه راپاڅيد او پسونړ ته يي پام شو هر يو نوي غوښه اخيستي وه او په غوښو او لمونړ کي پټ وو. هغه له خپلي رمي سره د بيديا په لور روان و چي په نيمه لاره کي د خپل کشر ورور احمد سره مخامخ شو ، احمد د محمد پسونړ ته حيران شو چي هم يي شمير زيات شوي او هم يي هر يو دوه چنده دري چنده غټ شوي دي .ډيري پوښتني ورسره پيدا شوي او په خپله بيکارۍ او بي همتي باندې يي افسوس وکه ٠.
ماښام هغه د محمد کدر ته راغي او ويي ليدل چي کور هم نوي شوي او هرڅه نوي دي نو په ډيره حيرانۍ سره يي د محمد نه تپوس وکه چي دا څه بدلون دي چي په يوه شپه کي ستا په برخه شو .د شتمنۍ دغه معجزه خو ما ته هم راوپايه چي له بدبختي نه خلاص شم .محمد چي صادق او د يوې لارې سړي و طوله کيسه يي له سر نه تر پايه پوري ورور ته تيره کړه .ورور يي ورته سوال وکه چي دا کاسه د يوي ورځي دپاره ما ته هم راکړه چي د خپل کور نه ورباندې د بدمرغي ټغرټول کړم .محمد هم ومنله او کاسه يي د يوي ورځي د امانت په تړګه کشر ورور ته وسپارله اړ په خاص ډول يي ورته وويل هرڅه چي غواړي يوازي په خيال کيي يي راوړه او په ژبه يي مه تيروه ،هيله به دې پوره شي .احمد کاسه واخيسته ډير خوشاله شو او په منډه خپل کور ته لاړ په تلوارسره يي طلايي کاسه په لاس کيي ونيوله او په زړه کي يي وويل خدايه ما ته ډير زيات سره او سپين راکړي ،لا يي خيال په دماغ کي و چي کور يي له سرو او سپينو ډک شوله ډيري خوښي نه په دالان کي تاو شو.پړه شو چي غريبي او نيستي يي له کوره ورکه شوه او د خوشالي او راحت نوي دور ورباندې راغلي . د ډيري خوشالي نه خوب نه ورته او د سرو او سپينو د مصرأ په فکر کي و همدا چي سترګي يي په خوبورغلي ليدل يي چي د ښار تر ټولو لوي سردار دی.د شتمنۍ او سرمايې اوازې يې هرخوا خپرې دي او د پاچا په لو ر پسي يې جرګه ورليږلي ده .چي سهار يې سترګې له خوبه وغړولې او له کړکۍ نه يي وليدل چي د کور نه دباندې يي يوه هوسۍ ولاړه ده . فکر يي وکړ چي ښه وخت يې دي ، که هوسۍ ونيسم نو نور سره سپين او شتمني به مي هم په برخه شي . نو غشي او لنده يي چي ديوال ته ځوړند وو راواخيستل او هوسۍ يې ورباندي وويشته ،خو هغه خطا شوه . په دي وخت کي ناڅاپه سخت باد راوالوت او دنيا يي ټوله په خاورو دوړو کي پټه کړه .کله چي د سخت باد څپه تيره شوه ،احمد ګوري چي هيڅ شي يي په مخکي نشته ، نه هوسۍ شته -- نه سره او نه سپين . هغه له غصې نه سور شين شو او له ځانه سره يي وويل هوسۍ نه ده بلاوه .که يي ونيسم څټ به يي تاو کړم . په منډه راغي کاسه يي راواخيستله ، د هوسۍ د نيولو ارزو يي په خوله کي تيره کړه ٠.
خو ناڅاپه يي کاسه هم له لاسه ورکه شوه او په کور کې ټول سره او سپين هم له لاسه تللي دي .په دې وخت کي يو ملکوتي غږ ورباندې وشو، ږړه دې ډير سخت او حريص دي ،زمونږ مرسته له سخت زړو او حريصانړ سره ملګري نه ده ،نځه او هماغه پخواني بدبختي دې په برخه ، ته د خداي د نعمت مستحق نه يې.بيشکه چي د خداي نعمت د هغه چا په برخه دي چي د هغه د نعمتونو شکريه په ځای کړي او د هغه له مخلوقاتو سره رحم او خواخوږي ولري
- بېرته شاته