(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غــــم د پـــاســه غــــم

د ډاکــــــټـــرکـــبـــيـرســـــتـورى فاتحه لا ختمه شوې نه وه چې د خــاص کـونـړ د تــنر کلـــى جامع جومات کې د پښتونخوا د لر او بر راغلو مشرانو، شاعرانو او اديبانو لپې لا د اسمان په لــور د ښـاغــلــــى ســــتـورى د روح بخښنې په موخه هسکې وى. د کونړ د ادبى افق لمر لا د تندر په لومه کې راګير ؤ چې کړس شو او عزرائيل (ع) د يو بل زلمى شاعر، اديب او ليکوال دروازه وټکوله. دغه زلمی چې يوازې يوه مياشت د مخه ئې د نورو ملګرو ترڅنګ د ښـــاغـــلــــى ســـتـورى په جنازه ساندې وئيلې نن ئې پاتې دوستان دده غم ژاړى او د کچه خاورو جوړ څلى ته ئې لاس د زنې لاندې کړى ناست دى. طاهـر فـرهـاد چې لا ئې د ځوانۍ بڼ پسرلی ؤ اوس په دې فانى دنيا کې پاتې نه شو او د يوې مرګونى ترافيکى پيښې ښکار شو. هغه فرهاد چې کله به ئې په خپله افسانه « تورستورى رڼا کوى» کې د يو ځوان زلمى ځوانيمرګ پس منظر قلمبند کولو او د خلقو سترګې به ئې لمدولې اوس پخپله د ژوند له افسانې څخه ووتو او د مرګ غوندې حقيقت ئې په عين اليقين وليدو. هغه فرهاد چې کله به مرګ ته داسې مخاطب کيدو:
مرګه که راشې مونږ نه څه به يوسې ځــه مـــړه! لاړ شه بادشاهان ونيسه
هغه فرهاد چې په زړه کې ئې دا هيله درلوده چې د پښتو ادب ته به د کتابونو بنډلې ورپيرزو کوى او لکه د چاپ شوى شاهکار «زما د لاس کرښو ته ئې» په څير به د نورو کتابونو څلى جوړوى ددې نيمګړې دنياګۍ نه لاس په سر شو اوپه نارنجى ډوله سترګو ا و ګلابى رنګه اننګو ئې د تورو خاورو څلی بار شو. ارواښاد فرهاد په خپلو پسماندګانو کې نه يوازې يوه ناوې کونډه پريښې ده بلکې د کونډ د ادبى اسمان سربيره ئې د باجوړ د ادبى چمن ګلان هم دې ته مجبور کړى دى چې د ځوانيمرګ په درانه غم کې په خپلو سرو اننګو يوه يوه دومره ګرمه اوښکه راوڅڅوى ځکه چې طاهرفرهاد د باجوړ په خاوره هم خاپوړې کړې وې او هم ئې ددغه ځاې ا ديبانو سره پخه ناسته پاسته وه. د مرګ ترکش کله هم نه خالى کيږى او مرګ يو داسې رښتونی شی دی چې د نړۍ هر دين او مذهب ئې منونکی دی او قران کريم خو د مرګ په اړه داسې واضحه ټکى فرمائيلى دى چې «هر ساه لرونکى به ارو مرو مرى» خو طاهرفرهاد زمونږ د زندګۍ د تاودۀ بنډاره نه داسې ناڅاپه تم شو چې يقين راسره دا خبره کله منى چې فرهاد او تورې خاورې؟؟ د Dead and death مصنفه سوئس سائيکاټرسټ په خپل ياد شوى کتاب کښې يو ځاې داسې ليکى: «هر سړے د خپل ژوندانه په اخرى شيبو کې د خپل تير شوى ژوند په البم خامخا نظر اچوى» نو ستاسو په خيال ارواښاد فرهاد به خپل تير شوى پنځه ويشت کلن ژوند ته څه رنګ کتنه کړى وى د هغه په ذهن کې به د باجوړ هغه کوڅې هم راغلې کومو کې به چې فرهاد د ماشوموالى شرارتونه کول ا و هم به ئې د خپل پنډغالى د هغو خړو خيمو يو خړ غوندې انځور هم دماغو ته راغلی وى. فرهاد به د خپل تعليمى ژوند سره سره په هغو ادبى خوځښتونو هم يو سرسرى نظر کړی وى کوم چې نوموړى د "څرک" په مجله پرمخ بيو. هغه ته به په ادبى بنډار کې ناست خپل ټول ياران هم ياد شوى وى او د ډاکـــټـر کــبـــير ســـتـورى د جنازې اخرى مراسم هم. طاهرفرهاد ته به يوازې دوه کاله پخوانی د خپل واده هغه منظر هم رامخې ته شوی وى چې پکې به ئې د خپلې ګرانې مورکۍ، خويندو، وروڼو او کورودانې تت تت غوندې انځورونه کتلى وى او بيا به ئې مرګى ته داسې خواست کړی وى چې:
مــــرګــــيـه! دومـــره صــــــبـر وکــــړه يو مې ځوانى ده بل مې ډير دى ارمانونه
خو چې مرګى ئې سوال نه دی منلی نو بيا فرهاد په خپلو وچو شونډو د مسکا هغه پلوشې راخورې کړې کومې چې د مازيګر زيړی لمر د شفق په بڼه د وطن په غرونو خوروى. مـرحــوم ډاکـــتـر کــبــيـرســـتـورى ا و ارواښاد طـــاهــرفـــرهــاد خپلې جنازې د يو بل سره جوړه وويستې خو د کونړ په ادبى بوستان ئې ډيره پراسراره خاموشى پريښوده، او هغه خاموشى چې د سيمې شاعران به تر اوږدې مودې پورې د غزل او سندرو په ځاې «مرثيې» ليکلو ته راکاږى. راځئ چې د ډاکـــتـر ســـتـــورى ا و فـــرهــاد غم په خپلو کې سره تقسيم کړو. ځکه چې غم په ويشلو کميږى او په اخر کې ددغو دواړو ښاغلو روحونو ته د بخښنې دعا ډالۍ کړو.
مړه هغه چې ئې نه نوم او نه نشان وى تـــل تـــرتله په ښه نـــوم پاتې ښاغـلى
- بېرته شاته