(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو نثرونه

دپښتو ادب اوسنۍ دورې ته يو ځغلنده نظر :
دپښتو ادب لمن له ددو ډولو مرغلرو څخه ډكه ده ، چې يو ډول ته يې نثر او بل ته يې نظم وايي . په عمومي توگه نثر په هره ژبه كې له نظم څخه دمخه پيدا شوى دى ؛ مگر په پښتو ادب كې ليكلى او تحريري نثر له نظم څخه وروسته ميندل شوى دى .
الف _ دنثر برخه :
نثر دعربو په لغت كې پاشلو،تيتېدلو، شيندلو او خورولو ته وايي او په اصطلاح كې هغه وينا ده ، چې وزم يا وزن او قافيې له قيده څخه خالي او آزاد وي .

دنثر معنوي او لفظي ډولونه : ؛
نثر په معنوي توگه درې ډوله دى :
۱- دخبرو اترو نثر
۲- دوينا ( خطابي ) نثر
۳دليكنې او تحرير نثر
په غربي ادبي نړۍ كې نثر په څلورو برخو وېشل كېږي :
۱تاريخي نثر
۲دكتابونو اورسالو ليكلو نثر
۳قصصي نثر
۴خطابي نثر
له دې څانگو سره – سره ځينې پوهان بيا په دې خيال دي ، چې نثر پر پينځو ډولونو وېشل كېداى شي :
۱- انتقادي نثر ، لكه دټولنې داصلاح او سمون ليكنې .
۲- توصيفي نثر ، لكه وياړنې ، غندنې ،ستاينې او دطبعي منظرو ليكنه .
۳- تبليغي نثر ، لكه مذهبي ،اخلاقي او روحاني ليكنې .
۴تحقيقي نثر ، لكه رياضي ، كيميا ، فلسفه ، عروض ، نحوه او نورې ليكنې .
۵روايتي نثر، لكه تاريخي كيسه ، كيسه يي او ډراماتيكي ليكنې .
په لفظي توگه نثر په دوه ډوله دى :
۱مرسل نثر
۲- مسجع نثر
مرسل نثر هغه دى، چې له قافيې او سجعې څخه ازاد وي او مسجع نثر دجملو په آخر كې سجع لري .
ځينې پوهان نثر دلفظ او ظاهر له مخې په درو برخو وېشي :
۱- وزم وال يا وزن وال نثر،چې يو څه وزم پكې وي ؛ مگر قافيه نه لري .
۲قافيه وال نثر، چې دجملو په پاى كې سجع او قافيه ولري .
۳عادي نثر ، چې نه وزم ولري او نه قافيه .
همدارنگه يو شمېر نور نثرونه هم شته دى ،لكه :
اسان او روان نثر ، مشكل او گران نثر ، ادبي نثر ، اخباري نثر او نور .
دپښتو ادب ( نثر _ نظم ) اوسنۍ دوره يا څلورمه دوره،چې له ۱۳۰۰ هـ ل څخه راپيلېږي او تر اوسه پورې رارسېږي، چې دپښتو دنثر دښه توب ، ډېروالي ، نوښت او پراختيا له پلوه ډېره غښتلې، بډايه دوره ده او زموږ ددې كورس اصلي موضوع ده .
دپښتو ادبياتو دنثر په دې دوره كې دسوژې او فورم له پوه پوره بدولون او توپير راغلى دى . دنوې زمانې نوي فكرونه او خيالونه ، بديعي او هنري نثرونه او هرډول موضوع گانې په دې دوره كې دنثرپه قالب كې ځاى شوې دي او دپښتو نثر دنيا يې رنگينه كړې ده .

- بېرته شاته