(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښه حکومت داري

 

د شاه محمود مياخيل ليکنه

د ښه حکومت دارۍ ځانګړيتوب:

د ښې حکومت دارۍ د اهميت او ځانګړيتوب په هکله په اسلامي ،  معاصرو او قد يمو علوموکې  ډير تاکید شوی دي.  ښه حکومت داري ټولنه کې ثبات ،د انسانی حقوقو مراعات، سولې او انکشاف ته  لاره هواره وي .

د ښه حکومتدارۍ  اصلي  ستنه په يوه ټولنه کې اجتماعي  عدالت دي. په قران شريف کې د ښه حکومت دارۍ په اړه  ډیر تاکید شویدي.  په سورت مايده کې راغلي دي: عَلى أَلاَّ تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوى وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌ بِما تَعْمَلُونَ (۸) ژباړه: عدل (انصاف ) وکړئ تاسې ! هم دا عدل ډير نږدې دی تقوا او پرهيزګارۍ ته .  همدا شان په سوره ال عمران کې الله جل جلاله فرمايي :  وَشاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ (۱۵۹) يا پيغمبره له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه .  او په سوره شورا (۴۲:۳۸) کې الله تعالی فرمايي : (وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ  ) ژباړه : د مسلمانانو يو صفت دادی چې خپل ترمنځ په کارونو کې سره مشوره کوي  . او يا په سوره نسا ايت(۴:۵۸) کی الله تعالی فرمايی: إِنَّ اللهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَماناتِ إِلى أَهْلِها وَإِذا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللهَ كانَ سَمِيعاً بَصِيراً (۵۸)   بيشکه الله امر کوي په تاسې (ای مومنانو ) د دې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د امانت ته اوچې کله د خلکوترمنځ فيصلی کوی بايد په عدالت فيصله وکړی.

همدا شان نهه پيړۍ د مخه داسلام لوی عالم ابن قطيبه ويلي :  له پوځ پرته  حکومت نه شي  جوړيدای ، پوځ   پيسو ته اړتيا لري،  پيسې  بې  له انکشاف نه نشي لاس ته راوړلي او انکشاف بې  له ښې  اداری يا حکومتدارۍ نشي راتلای.[1]

په ۲۰۰۲ م کال کې د ملګروملتو مشرکوفي عنا ن د ملکروملتو عمومی غونډې ته وويل چې  په نړۍ  کې د انکشاف د پراختيا او سولې   لپاره ترټولوغوره لامل په سيمه ييز ، ملي  اونړيواله کچه  ښه حکومتداري  ده.

که مونږ د افغانستان تيرو درې څلور لسيزوته چې زمونږ په منځ کې ژوندی  تاريخ دي، نظر واچوو نو دجګړواصلي  لامل د وارد شوو ايډيالوژيواو مداخلو ترڅنګ د ښه حکومتدارۍ  نه شتون و اودا خلا اوس هم شته. د ښه حکومت دارۍ د نه شتون په صورت کې اجتماعي  عدالت له منځه ځي  ظلم او زياتي اوج ته رسيږي. کله چې اوج ته ورسیږي نو د ملک د له منځه تلولو، د حکومتونود راپرزیدواو د داخلي جګړو ويره هم رامنځ ته کیږي .وايي چې ان( الله ينصر الدولة العادلة وان كانت كافرة ( ولا ينصر الدولة الظالمة وان كانت مؤمنة) [2]  يو ملک  د کفرلاندی پاتې  کیدای شي خو نه د ظلم لاندی. په بل ځای کې  راغلي دي : (با لعدل قامت السموات و الارض )[3] د عدل په وسيله ځکمه او اسمانونه ولاړ دی او په خپل مسير باندی حرکت کوی.

د ښه حکومت دارۍ تعريف:

د ښه حکومت دارۍ په هکله نړيوالې ادارې  لکه د ملګرو ملتونو  انکشافي اداره  (يو ان ډی پي)،  اروپايي ټولنه ، نړيوال بانک،  معاصر(نوو) او قديم (پخواني) پوهان،  ځانګړي تعريفونه لري  . همدا شان په اسلامي علومو کې هم د ښه حکومت دارۍ ځانګړي تعريفونه او بيلګي په نښه شوي  دي چې  مخکې  يې  يادونه وشوه. دلته څوتعريوفونه د بيلګې توګه درسره شريکوو.

۱.شفافيت، برخه اخستنه، احتساب، موثريت اوهم آهنګي د حکومت دارۍ په ټولوسطوحو کې

۲.په يو ملک کې د خلکودښه ژوند کولو لپاره په اداروکې  د قدرت استعمال.

۳.تفاهم، مساوات، قانون حاکميت او په تصميم ګرۍ کې د ټولو پرګنو ونډه اخستنه .

۴.په عمومي  توګه ښه حکومت داري   په ټولو رسمي  او غير رسمي  اداروکې  د  کلتور، روايتونواو اصولو مجموعه ده چې څنګه دوی خپل قدرت استعمالوی، څنګه د خلکو غوښتنو ته غوږ نيسي  او څنګه د خلکو ستونزو  دحل په موخه پريکړې کوي .

که پورته تعريفونه وڅيړو نو ښه حکومت داري  پروژه نه ده بلکه يوه  پروسه ده اوکه د دې  تعريفونونه  خلاصه يا نچوړ راوخلو نو ښه حکومت داري  د تصميم نيونې ،  برخه اخستنې ، او احتساب پروسه  ده چې  ټولو دولتي او غير دولتي  ادارو او ټولنو ته راجع کيږی. په ښه حکومتدارۍ  کې  د ټولنې  هر وګړی برخه او ونډه لري . د بيلګه په توګه حکومت بايد  ښه چارواکي  وټاکې ، ولس بايد ښه وکیلان یا استازي وټاکې  او همدا شان ښه وکيلان ښه چارواکې  او قضاييه قوه ټاکي . ښه حکمتداری د زنځير کړيو ته ورته لړۍ ده چې يو کار يې له بل سره تړلی دی او د موتر دماشین په توګه ټولي پرزي سره همزمان باید کار وکړي تر څو موټر په حرکت راشي او بیا ښه ډریور ته ضرورت دي چې د موټر نه موثره ګټه د ولس په نفع تري واخلي.

 

د بدې  يا نا سالمی حکومتدارۍ انجام يا پايلی په لاندی ډول دي:

د نا سالمی حکومتدارۍ په پايله کې ټولنه  دلاندې ناخوالوسره مخامخ کيږي [4]:

۱  ـ  د نا سالمی حکومتدارۍ لومړنی اغيز  اداری فساد، رشوت او بډی اخستنه ده. له  قدرت څخه  نا وړه ګټه اخستنې  ته فساد وايي . بډې  اخستنه، بډې  ورکول او تر منځ يې  وساطت يا منځګړيتوب  کول دری واړه  په اسلام کې، د افغانستان په قوانينو او هم د ولس په منځ کې ناوړه عمل ګڼل کيږی. نو ځکه رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي: الراشی و المرتشی و الرايش، الذی يمشی بينهما. [5]

۲.د ناسالمی حکومتدارۍ په موجوديت کې  هميشه د عامه ښيګڼو لپاره د منابعو کمښت رامنځ ته کيږي خلک  پانګونې ته زړه نه  ښه کوي  چې په  پايله کې اقتصادې پرمختګ له رکود سره مخامخ کيږي او ولس هم  ډول ډول ستونزې ګالي .

۳. کله چې اداري فساد عام  شي نود ژوند د هرکار لپاره بايد ولس باج يعنی بډې  ورکړي .

۴.د دولت مال خپل نه ګنل د نا سالمی حکومت دارۍ مهمه برخه ده. مونږ او تاسی په موجوده حالاتو کې  ګورو چې  دولتي  مالونه لکه موټر، ودانۍ ، باغونه او يا نور وسايطو نه څنګه ناوړه ګټه اخستل کيږي دوی دغه توکي او اموال خپل ملکيت نه ګڼي نو ځکه خو يې په استعمال کې هم له  احتياط نه کار نه اخلي. د دولتي مالونو په ساتنه کې څنګه چې یو تن د خپل مال نه ساتنه کوي هماغسي ساتنه او پاملرنه باید د دولتي مالونو نه هم وشي. خو دافسوس ځاي دي په عوض د دی چې د دولتي اموالو ساتنه وشي  نو دا اصطلاح ویل کیږي چې د سرکار مال دی وهه  يي او پروا يي مه کوه . حال دا چې په پخوا وختونو کې به دا اصطلاح وه د سرکار يا دولتي مال درد لري خو مرګ نه لری او که څوک به د دولت پوروړی يعنی باقي و نو د هغه کورنۍ  به هم مجبوره وه چې د دولت باقي ورکړي او که نه ټول جايداد يا ملکيت به يې  ظبط کیده.

۵.د ناسالمی حکومتدارۍ  په پايله کې بی باوري زياتيږ ي  او اجتماعي  بې  اعتمادي  رامنځته کيږ ي. اوس مونږ ګورو چې  دولت په خپل ولس او ولس په دولت باور نه لري  او د هرې  ورځ په تيريدو سره د ولس او دولت ترمنځ واټن زياتيږي.

 ۶.د ناسالمی حکومتدارۍ په موجوديت کې اجتماعی شخړي زياتيږ ی. مونږ ګورو چې زمونږ په سيموکې کورنۍ  او اجتماعي شخړې  زياتې شوي دي  چې نه د حکومت تروسی پوره ده چې دا شخړي حل کړي  او نه پرې  د ولس وس  رسيږ ی چې ښه بيلګه يی د شنوارو شخړه ده چې په لس ګونو کسان په خالي ډاګ باندی ووژل شول او اوس هم لا حل شوی نه ده.

۷.کله چې نا سالمه حکومتداري  اوج ته ورسيږي  نوپه دولتي  ادارو(حکومت، پارلمان او قضا) باندې  اعتماد کميږ ي. نه یواځي د دی ادارو فعاليت او هلی ځلی په ټپه  دريږ ي  بلکې دغه ادارې خپل ترمنځ  د يو بل د فعاليتونو د خنثی  کولو هڅې کوي  چې په موجوده حالت کې مونږ دا وضيعت په افغانستان کې ګورو.د دې پر ځای چې  د دولت دري ګوني قواوې يو بل حمايه کړي پر يو بل تورونه لګوي او دکارونو د پر مختګ په مخ کې خنډونه  را پورته کوي چې دې کار د حکومت اثر ته ډير زيان اړوړلی دی .

۸. باالاخره د نا سالمې  ادارې  په موجوديت يا شتون کې د ولس اقتصادي  وضعيت لاپسې  خرابيږ ی، بشري  او مدني حقوق د پښو لاندې  کيږی او امنيتي  وضعيت  دومره خرابيږ ی چې د دولت د سقوط سبب هم  ګرځي.

خدای دی وکړي چې  مونږ دې وروستۍ  مرحلې  ته ونه رسږو ځکه چې د نظام يا د دولت په ړنګيدو کې د ملت خير نه شته دی او مونږ ټول بايد د نظام د ښه کیدو لپاره هر يو په خپله ساحه کې او تر خپلی وسي  کار وکړو. زما په اند د نه نظام نه بد نظام هم ښه دی ځکه مونږ او تاسي د نويمې  لسيزی حا لات ليدلي  چې د نه نظام په صورت کې ملوک الطوايفی او پاټک سالاری وه او د ولس مال، عزت او ناموس خوندی نه و.

دا چې د ښه حکومتدارۍ په تعريف او ښيګڼو اوهم د نا سالمی حکومتدارۍ په پايلو او عواقبو باندی يو څه رڼا واچول شوله نو  د ښه حکومتدارۍ په ابعادو باندی رڼا اچول ضروری ده.

نړیوال بانک د ښه حکومتدارۍ لپاره دری جامع يا هر اړخيز ابعاد ټاکلی دی:

۱.سياسي

۲.اقتصادي

۳. دولتی موسساتوته احترام

دلته د پورته  درې اړخونوپه اړه تفصيل ته ضرورت ليدل کيږ ی.

اول: سياسی اړخ:

 د ښه حکومت دارۍ سياسي  اړخ  د قدرت نيولواو انتخاب پروسه د ه چې په يو ملک کې  منتخب او يا انتصابي  دولتي چارواکې  څنګه د خدمت لپاره ټا کل کيږ ی. که په يو هيواد کې دولتی چارواکې  د يوی سالمې  او شفافې  پروسه له لارې  وټاکل شي  نو د ښه حکومتدارۍ د ښه والي  نښې  او نښانې  د همدې  پروسې  نه پيل کيږي. په سياسي  پروسه کې د ولس رول  ډير مهم دی چې څنګه خپله رايه يو پوه، امانت ګر او د ولس خدمت ګار شخص ته ورکړي.  ځکه پوهه، امانت داري  او خدمت درې  واړه سره ټړلي دي . که يو شخص پوه وی خو امانت داره نه وي  نو بيا هم د ولس په درد نه خوري  او که يو شخص پوه او امانت داره هم وي  خو د خدمت جوګه نه وی نو بيا هم دولس په درد نه  دوا کيږ ی .  يو شخص بايد هم عقل ولری او هم احساس. ګل پاچا الفت صيب عقل  د ګوډ سره او احساس د نابينا انسان سره مقايسه کوی. يعنی که يو څوک عقل ولري  خو احساس د خدمت کولو ونه لري نو داسی دی لکه ګوډ چې چیرته نه شي  تللی او د خدمت جوګه نه دی او که څوک احساس ولري  خو عقل ونه لري  نوداسی دی لکه ړوند چې سر يي خامخا پر يو ځای لګي او ژوبليږ ي. نو عقل او احساس بايد سره ملګري وي .

کله چې حضرت يوسف عليه وسلم د مصر پادشاه ته ورغی او د خوب تعبير يی ورته وکړ نوورته يې  وويلې  چې (انی حفيظ عليم ) [6]  يعنی د مصر د خزانوچارې ما ته راوسپاره ځکه چې زه هم امانت داره يم او هم په دی چارو پوهيږم.

دا چې موږ په افغاني ټولنه کې د مشر دټاکلو لپاره د افغاني دود له مخې ډيرې وړ لارې چارې لرو نو افغان ځوانان بايد دخپل مشر د ټاکنې په پروسه کې بې تفاوته پاتې نه شي او په جرګه ،مرکه او هم دانتخاباتو په پروسه کې خپله ونډه واخلي .

دويم: اقتصادی اړخ:

په اقتصادی اړخ کې دیو دولت ظرفيت د دی یوري تړلي دی چې څنګه خپله منابع او عايدات راټول او هغه په سمه توګه د يوه صحيح پلان او پاليسۍ له لارې  مصرف کړي. مونږ ګورو چې په تيرو دری لسيزو کې افغانستان ته د شرق او غرب او هم د عربو او عجمو په سل ګونو ميليارده ډالره، روبل، ريال، او کلدارې  راغلې  خو دا چې زموږ د وخت حکومتونواو زوراکانو  سالمه اداره او سمې  پاليسۍ  د دې مرستو  د لګښت لپاره نه درلودې  نوسمه ګټه ترې  وانه خستل شوه او افغانستان اوس هم دنړی د فقيرو هيوادونو په لړ کې دی. په اقتصادی او انکشافي  بحث کې ويل کيږ ی چې د يو ملک پرمختګ يواځې  د دې  پورې  اړه نه لري  چې زياتې  طبيعي زيرمې  او منابع ولري ځکه ډير داسې  هيوادونه شته چې ډيرې  طبيعي زيرمې لري خو د دنيا فقير او وروسته پاتې هيوادونه دي او د نا امنه هيوادونو په لړ کې  راځی چې ښي بيلګی يي د کانګو، سوډان او نايجيريا هيوادونه دي. اما ډير داسې هيوادونه شته چې طبيعي زيرمې نه لري خو د نړی د پرمختللوهيوادونو له ډلې  څخه دي لکه جاپان او دوبۍ.

که مونږ اسلامی تاريخ ته نظر واچوو کله چې بيت المال کې خيانت نه کیده او ماليه (زکات او عشر) سم ورکول کیده او بيرته  د ولس د ښيګڼی لپاره مصرفيده يعنی حکومتداري ښه وه نو اسلامی نړۍ مخ په پرمختګ روانه وه اواسلامی علماءو  به نوي نوي ایجادونه کول خوکله چې په بيت المال کې خيانت پيل شو، حکومت داري نا سالمه شوه او د ماليه ورکړې  نه ډډه وشوه نو اسلامی هيوادونه مخ په تنزل شول.

دريم : دولتي موسساتو او قوانينوته د احترام په سترګه کتل:

دريم مهم اړخ د ښه حکومت دارۍ د دولتي ارګانواو هم د ولس له خوا دولتي موسساتو او قوانينو ته د احترام په سترګه کتل اودهغې  منل خورا مهم دي.  د افغانستان د اساسي  قانون په اساس د دولت د درې ګونو قواو مسوليتونه او صلاحيتونه په ګوته شوي  دي. که پارلمان کوم تصميم نيسي بايد اجراييه قوه هغه ومني او د مقننه قوه فيصلې  بايد تطبيق کړي ولو که د هغوی فيصلې  د اجرائيه قوه په تاوان هم وي. همداسی مقننه قوه هم بايد د اجرائيه قوه نظارت وکړي نه چې د اجرائيه قوه په چارو کې مداخله وکړي. د مقننه قوه صلاحيت دی چې وزايرانواو قضاتو ته د اعتماد رای ورکړي او يا دوی صلب د اعتماد کړي خو د وکیلانو فيصلې  او رای بايد د تنظيمي، قومي او يا شخصي ګټو په بنياد  نه وي بلکه د اهليت، خدمت اوصداقت پر بنياد وي. همداشان که قضا کومه فيصله کوي نو طبعی خبره ده چې دقضا فيصلې به د یوي خوا په ګټه اودبلی خوا په تاوان وي خو اجرئيه قوه با يد د قضائيه  قوه فيصلې تطبيق کړي. خو قضا ئيه قوه هم بايد هيڅ سمتي، قومي او يا شخصي ملحوظات په نظر کې و نه نيسي. د دولتی چارواکوفيصلې باید د عامه ښيګڼواو په ټول ولس باندی يوشان تطبيق شي نه چې د مور ميرې سلوک وکړي.

همداشان ولس هم د قوانينو په تطبيق کې خورامهم  رول لري اودوی  يواځې بايد د پوليسواو يا دولت له ويرې  په زورقوانين ونه مني  بلکه ذهنآ دې  ته حاضر شي ،  چې په يوه متمدنه ټولنه کې ژوند کوي او که د قوانينو نه سرغړونه وکړي نو خامخا جزا ګوري نوبايد د مقرراتو او قوانينو په عملي کولو کې مرسته وکړي نه چې د هر سر غړوني لپاره بايد سړی عدلي او قضايي ارګانونو ته راوکښیل شي ځکه د هري قضيه په تعقيب او تطبيق کې دولت مالی لګښتونو ته ضرورت لري او په دي توګه به د دولت مال چې په حقيقت کې د ولس مال دی بيځايه نه مصرفيږي او په عوض د دې  به دغه پيسې  د ولس د ښيګنې  لپاره په مصرف ورسيږ ي.

مونږ د ليکل شوي قوانينو ترڅنګ، ډيرنا ليکلي  قوانين او اصول په کور، کلی او ټولنه کې هم لرو چې هغه هم په ښه حکومت دارۍ باندی اغير لري. د بيلګه په توګه د يوبل سره مرسته، د مشرانو احترام، په عامه کارونو کې برخه اخستل چې مونږ ورته  اشر وايو خورا مهم دودونه دی. حتی پخوا به د سړکونو،  ښوونځيو او دولتي ودانيو جوړول او يا د خپلې سيمې او کلي  امنيت ساتل هم په بيګار کې داخل وه  او خلکوبه په کې برخه اخسته. نوپه دی توګه پخوا خلکوآرام ژوند درلوده که څه هم په پخوا وختونو کې اقتصادی ژوند او د علم سطحه يا کچه د اوس نه ډيره ټيټه وه خو زمونږ مشرانو زمونږ په پرتله آرام ژوند درلوده ځکه چې پخوا حکومتداري  ښه وه اوخلکو په ښه حکومتدارۍ کې برخه اخسته او هم قناعت و. پخوا نه دومره کمکونه و او نه دومره انجوګاني. ځکه مفتی پيسی راتګ او د دی پیسو نه بيځايه ګټه اخستنه د ولس په روان تاثر لری اوولس مفت خوره اموخته کوي  او د مفت خورۍ نه ځانونه خلاصول دومره سخت دی چې څنګه روږدي  کسان د مخدره موادو د استعمال نه ځانونه خلاصوي .

دپای  خبرې :

زما په اند د غربي نړۍ د پرمختګ اصلي  پنځه علتونه زه په ګوته کولای شم چې په حقيقت کې دوی  دا د اسلامي اصولونه اخستي دي او د ښه حکومتدارۍ پورې  اړه لري:

۱.د ټکس يا ماليې  سيستم دی چې  حکومت د خپل ولس نه ماليه ټولوي او تر زيات حده حکومت ماليه بيرته په شفافه توګه د خپل ولس د ښيګڼو لپاره مصرفوي. په اسلامي سيستم کې زکات او عشر هم د ټکس يو سيستم دی  او کله چې زکات او عشر په سمه توګه راټوليده او په بيت المال کې خيانت نه کیده نو مسلمانان  هم پر مخ روان و.

۲. په امريکه کې شعار دا دی چې يو نسل بل نسل ته کارکوي. يعني تيرو نسلونو که څه کړي د هغه نه مونږ ګټه اخلو او مونږ چې څه کوو نو دهغه نه به زمونږ راتلونکی نسل ګټه پورته کوي. دا عمل د هغه مقوله مفهوم دی چې علی (رض) ته منسوبيږ ی چې وايي د د نيا کار داسي کوه چې هيڅ نه مرې  او د اخرت کار داسي کوه چې سبا مرې . خوافسوس زمونږ په منځ کې دا رواج  ده  چې د کوم کار نه زه ګټه نه اخلم نو ماته يي څه او يا که يوه ژرنده اوړه پيدا کړو نو  بيا لاس تر زنې  ناست يو ترڅو مو چې هغه نه وي  خلاص کړي  نور کار نه کوو. مګرپر مختللي هيوادونه په موجوده پرمختګ قانع نه دي اوپه دې  هڅه کې دی چې نور پر مختګ هم بايد وکړي. 

۳.غربي نړي هميشه په دی فکر ده چې دوی به خپل وطنونه پخپله جوړوي  او بل چا ته به  سترګې په لارنه دي خو مونږ په دې  فکر يو چې نوربايد مونږته هر څه وکړي. په پښتو کې متل دی وايي چې ته حرکت وکړه خدای به په کې برکت واچوي. که مونږپه رښتيا د وطن د جوړويدو فکرپه خپل ځانونو کې پيداکړونوبيا خدای په کې برکت اچوي.

۴.غربي نړۍ د پرمختګ بل دليل د قدرت نه ميراثيتوب کې ګوري. کله چې په اسلامي هيوادو کې قدرت ميراثي شونوپيشرفت هم ختم شو ځکه چې د حکومت ټولې  منابع د پادشاهانود عياشي او يا د هغوی د قدرت ساتلو په مقصد مصرفيدې نه د ولس د خدمت لپاره. نوځکه په اسلامي  او غيراسلامي  هيوادونو کې چې چيرته قدرت ميراثي  دی وروسته پاتې  دي.

۵.د بيان آزادي. د بيان آزادي  په يوه ټولنه کې خورا مهمه ده البته د بيان آزادي دې  ته نه وايي چې يو بل ته سره ښکنځلی يا دښنمي  وکړو . د بيان آزادي  د يو بل نظريانو او انديښنو ته غوږنيول او د ستونځو د حل لپاره يوه معقوله لار پيدا کولو ته وايي. د نظر اختلاف او حتی سياسي رقابت او دښمنۍ  سره بايد فرق ولري. متاسفانه زمونږ په ټولنه کې سياسي رقابت او د نظز  اختلاف د دښمنی سره پرتله کيږي  او د يو بل سره دښمنی پرې  کوي. مونږه په خپله ټولنه کې ګورو چې د انتخاباتو د رای ورکولو په پروسه کې څومره دښمنۍ رامنځ ته  کيږ ي حال داچې په پرمختللې  ټولنې  داسې  نه دي . يوه ورځ حضرت عمر(رض) خطبه ويله نو سلمان فارس غوندي فقير صحابي ور پورته  شو او ورته وويلې :  عمره  مونږ ستا خطبه نه اور.  او ستا اطاعت نه کوو ! حضرت عمر (رض) خپله خطبه بس کړه او د منبر نه راښکته شو او ورته يي وويلي چې ولې  زما خطبه نه اورې ؟. سلمان فارس (رض) ورته وويل چې مونږ ستا خطبه ځکه نه اورو چې تا بي عدالتي کړې  او د يو  غير عادل سړي  خطبه اوريدل نا روا دي. حضرت عمر (رض) ورته وويل چې ما څه بی عدالتي کړې  ده. ده ورته وويل چې کله مونږ  ټوټه   (تکه) تقسيموله نو ټولو مساوي حصه واخستله خو د هغې  کپړی نه زمونږ کالي (جامي) سمی نه دی راغلی او ستا جامي اوږدی دي  نو تا زياته کپړه اخستې  ده نو تا بي عدالتي کړی ده. حضرت عمر(رض) ورته وايي چې د دی اعتراض ځواب به زما زوي عبدالله درکړي. د حضرت عمر(رض) زوی  پاڅيږ ي او وايي  چې تاسې  ګوری  چې زما زړې  کپړې  په غاړه دي او ما خپله برخه سهم خپل پلار ته ورکړی دی  ځکه چې دی د صورته (د قد نه ) غټ و او د هغه کپړی نه يي جامي نه کیدلي او هم اميرالمومنين دی  نو جامې يي بايد سمې  وي. سلمان فارس د دې  وضاحت نه ورسته نه عذر او نه عفوه غواړي  او ورته وايي نو ښه ده اوچت شه او خپله خطبه ووايه. که پورته بيلګي ته نظر واچوو نو دا د بيان د ازادۍ  يوه لويه نمونه ده ځکه يوعادي صحابی څنګه په خپل مشر، امير يا پادشاه باندی د اعتراض کولو جرئت لري او مشر، امير يا پادشاه ورته څنګه غوږ نيسی.

د ښه حکومتدارۍ بحث يو ډير مهم بحث دی او زيات تفصيل ته ضرورت لری خوپه پورته توګه ما يي خلاصه يا نچوړ دلته راوړی او په وړوکې  مقاله کې مې ځا ي کړی دی. اميد دی چې زمونږ ځوان نسل تری څه زده کړی او په ورځنی ژونه کې تری ګټه پورته کړی. بی له ښي حکومتدارۍ په يوه ټولنه کې ممکنه نه ده چې امن اوانکشاف راشی.

Kha Hukumatdari

Written By: Shahmahmood Miakhel


[2] شيخ الاسلام ابن تيميه په مجموعه الفتوا ۶۳/۲۸ کې ذکر کړې

[3]  الألوسي په  روح المعاني: 27/101:" کې  مرفوع حديث بللی

[4] دنا سالمی حکومت دارۍ دغه لاندی په ګوته شوی ټکی د امریکا د مشهوره پوهنتون ستنفورد استاد پروفيسر ليری دايموند د لیکچر برخه ده چې  مونږ ته يي په ۲۰۰۶ م کال  کي چې ما هلته فيلوشیپ کاوه راکړی و.

[5] رواه أحمد 279 وابن أبي شيبة 6 / 587 رقم 2133 والحاكم 4 / 103 والطبراني 1 / 88 والبزار 2 / 124 رقم 1353 .

[6] سوره يوسف ايات نمبر ۵۵

- بېرته شاته