(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانهٔ باید بیداراوسي

لیکوال: انجنیرعبدالصبورساپی

د امریکا او پاکستان ترمنځ پټې معاملې، له افغانستان سره ئې په امنیتی تړون ناندرۍ، ترهرڅه زیات د افغانستان لپاره ډېرې حساسې، اړينې او حیاتي دي، دا ځکه چې د افغانستان دښمنان په تېره بیا پاکستان او ایران چې پدا پنځدېرشو کلونوکې اور ته لمن وهي؛ او ترې ګټه اخلي د افغانستان د لویو ستونځو یوه اساسه برخه جوړوي، د امریکا اوناټو شتون په داسې حالکې  سیمه کې په خپله ګټه نه بولي چې امریکا اوناټو خپل نیت کې هم د افغانستان لپاره صادق نه ښکاري، امریکا تر افغانستان  زیات د پاکستان ګټوته ژمنه ده او دغه شرور ملک خپل ډېرنږدې  ملګری بولي، د امریکا دغه نږدې ملګرتیا د پاکستان سره د دې سبب شوې چې نن ورځ پاکستان په افغانستان کې د خپل « ژورو ستراتېژیکو ګټو»په لټه کې شي، چې مقصد ئې په افغانستان کې دیو ضعیف ، لاسپوسی، اوکه په ساده ډول ووایم؛ د داسې یو حکومت رامنځته کول دي؛ چې پاکستان ته د یوې خود مختارې صوبې حیثیت ولري ،  داسی یو احمقانه فکر د پنجابیانو ناخبري د افغان ولس له تاریخ، غرور، اوپه آزادي مین خصلت نه ښي، چې یو وخت ئې پنجاب هم د ضرب مزه څکلې وه، په افغانستان کې مېشته ملیتونه چې د سواد کچه په کښې ښاي له«۵٪» سلنې زیاته نه وي؛ سبب شوې چې دښمن له دغهٔ تشې ستره ګټه ترلاسه کړي اود ورونو ملیتونو ترمنځ هر راز ناباوري په ژبني او دیني مسئلوکې را منځته کړي، لازمه ده چې پښتانهٔ د هرڅه نه  زیات د پاکستان نیت ته پاملرنه  وکړي، دا چې دشوروي یرغل په وخت؛ پاکستان، افغان مهاجرینوته په خپل وطن کې ځاي ورکړ او میلمه پالنه ئې وکړه؛ دا خدای لپاره کارنه و، بلکه دخپلوګټولپاره کارو چې اوسې ضرب ګورو،  د پنجابیانو، امریکا اوانګریزانو په توطېیو نباید وغولېږو؛ چې تېروتنه به په تېره پښتنو ته ډېره ګرانه تمامه شي، څرنګه چې په ټول تاریخ کې تېروتنې دپښتنو په زیان تمامې شوې دي، لکه داستقلال په جګړه کې د انګریزانانو سره متارکه کول، او یا د غازی امان الله خان پرضد د یوشمیرپښتنو درېدل اونه ملاتړ، پښتانهٔ تل دنورو لپاره جنګیدلي خوله بریا روسته بیا همهغه شان خوار، بې وځلي او د سواد له نعمته بې برخې پاتې شوي اوهم ساتل شوې دي، اوس پکار دا ده چې تېرې ترخې بیا تکرار نکړو او د پاکستان له نیته باید ځانونه باخبروساتو.

دپاکستان مقصدونه په افغانستان کې:

که څه هم پاکستان له خپل شوم پیدایښت نه راپدې خوا د افغانستان په هکله ئې تل یو بد نیت درلود او اوسې هم لري خوهغه وخت د موجود و حکومتونه ئې سترګې یوڅه سوځیدلي، خوروسته بیا د تنظیمونو  شتون او د دوې  ډېر نږدې  اړیکي د «آی اس آی» سره ، پاکستان ئې د افغانستان په مقابل کې ډېر سپین سترګې کړی دی، ټول افغانان ښه په یاد لری چې د ډاکترنجیب الله په وخت کې د پاکستان دو« ۱۶F» ډوله  الوتکې  د خوست ولایت ته څېرمه  زموږ دهېواد سرحدته نوتلې وې چې په لسو دقېقوکې دواړه الوتکې د افغانستان هوائي ځواک  لخوا رانسکورې شوې، لاشه ئې د ملګرو ملتو استازوته چې په افغانستان کې د «ژینو موافقې» نظارت لپاره شتون درلود؛ وښودل شوې، که څه هم د حقانی ګروپ تلاش وکړ مخکې له دې چې افغان فوج ورسېږي دوی دا لاشې له افغانستانه بېرته پاکستانته واړوي، خوبیاهم په مکمله توګه بریالي نشول، او لاشې دملګروملتو استازوه وروښدل شوې دکابل په تلوېزون کې هم اعلان شوې، پاکستان خپل غږهم پورته کولي ونشو، اوس زموږ سرحداتوته راننوتي او ګزمې وهی ، راکټونه وروي خو څوک څه نشي ویلې؛ دا ځکه هغه کسان چې په قدرت کې دي اویا نږدې قدرت سره دې، یووخت د پاکستا ن  او«آی اس آی» جیره خواره ؤ، دوی دُمره پاکستانی استخباراتوته ځانونه کوچني کړي، چې اوس د مخامخ کېدو اوپه لوړ آوازد خبرو توان ئې دلاسه ورکړی. 

کله چې جنرال ضیاالحق د حکمرانی په وخت کې  د «ژوروستراتېژیکو» مسئلې طرحه منځ ته راغله او«آی اس آی» ته په دې برخه کې دنده وسپارل شوه چه د هندوستان په ضد باید د دغی طرحې پلی کېدو ته ګامونو وچت کړي، ځکه داسی طلائي موقع  بیا پاکستان ته پلاس  نه ورځي، د «ژورستراتېژیک»  نه د پاکستان مقصد داسې یوې سیمې ته لاس رسی ده چې دهغه نه وکولای شي د خپل دښمن  یعنی هندوستان پرخلاف هرراز اقدامات وکړي، نو د هغه وخت نه راپدې خوا پاکستان د افغانستان د بربادي لپاره هرهغه څه په ډېر جرأت او متانت سره ترسره کوي، ترسو دغه اصل ته لاسرسی ومومي؛ دهند له نفوذه مخنیوی ؛ مرکزی ایشیاته دتوکواستولوبی محصوله لاره مودل؛  د افغانستان له طبیعی  زېرمو سترګټه  پورته کول؛ اتومي ذبالې د ښخولو لپاره دافغانستان خاوره استعمالول خلاصه دافغانستان ټول اقتصاد په خپل کنترول کې راوستل شامل دي، چې دا کاربه  د ځینو اجيرو او مزدورو افغانانو په مرسته برابريږي، باید د دغه پلان  د تحقق لپاره دا لاندې ګامونه وچت شوي وای، په لمړي ګام کې د افغانستان ټول بڼسټځو اقتصادي زېرمو، پروژو، د بریښنا لیکو، د بریښنا بندونو د ورانولو تلاشونه ترسره کول وهٔ، چې دغومقصدوته ترزیاتې کچې ورسېدل،  په دوهم ګام کې؛ د افغانستان د مسلح قواوو ماتول د جنرالانو ترور او یا استخدامول وهٔ، کله چې د افغانستان ټول امنیتی اونظامي جوړ لښتونه ئې له منځه یوړل، دریم پړاوکې؛ ټولې وسلې د تنظیمونو لاسته ورسپارل شوې، ترڅوخپل په منځ اخته شي، او افغانستان لاپسې وران کړي چې دا پلان په ډېرمهارت سره عملی شو، د قومونومنځ کې دښمنۍ چاقې شوې مذهبي تناقضات منځ ته راغلل، کله چې د کابل ښار تنظیمی جګړکې اور واخیست اوخاورو سره خاورې شو نو «ډګروال یوسف » د «آی اس آی»  د هغه وخت د ادارې معاون ؛ په ډېره ویاړ اوستاینې د جنرال «اخترعبدالرحمن» دا خبرې ته اشاره وکړه؛ وی ویل؛ اخترعبدالرحمن بشپړ ډاډ درلود چې کابل باید اور«واخلی» او ورځ حتمي «اخلي» اخترعبدالرحمن غښتل چې لمونځ  په کابل  کی وکړي، اوس دهغه خبر ريښتیا شوې ده، خو جنرال اختر خپل دغه شومې هیلې نظارې ته ونرسید اود ضیاالحق سره د ۱۹۸۸زکال د اګست په ۱۷مه نېټه دهیلکپوتر نسکوریدوکې ووژل شو، دا ټول ناتارپه افغانستان کې یو تصادف نه وه، بلکه یوسترجوړشوی دهغه «ژورستراتېژیکو ګټو » دپلان یوه برخه  وه چې یو پربل پسې عملي کېدل.

د۱۹۸۹زکال نه تر۲۰۰۱زکال پورې غرب د افغانستان په اړوند کوم تشویش ندرلود او دافغانستان ټول برخه لیک ئې د اسلام آباد واکدارانوته سپارلی ؤ،  او ډاډ ئې درلود چې پاکستان د امریکې ګټوته  ژمن ده، ترسو چې دامریکې ګټو ته تاوان نورسېدلی د افغانستان ورقه ئې هم نه پورته کوله خو کله چې  د امریکا ستراتېجي  د سیمې په هکله بدله شوه او امریکا سیمې ته راغله بیا وضعه بدله شوه، داسې ښکاري چې دا ټول پاکستان د امریکې د پلان سره سم په سیمه کې پرمخ وړل، دا چې ترکومې اندازې پاکستان امریکې د ستراتېژيک  پلان په هکله په دغه سیمه کې څو مره خبرو؛ پوهیدل سخته ده، زه فکر نکوم  چې پاکستان به ډېر له دغه پلانه خبرو خو پاکستان دغه پلانته یوخه مجري پاتې شوي ده، د امریکا دراتګ سره سم سیمې ته؛ داسې  فاسد حکومت  په افغانو وتپل شو، چې د ناکاره سیاستوسره اوس  د افغانستان شتون له سوال سره مخ شوی ده۰

په داسې حالکې  چې پاکستان د خپل شرارته بیاهم لاس په سرنشو، اوامریکا هم له دغو ډېرو نږدې اړیکو د درلودلو پر بڼسټ؛ سره له دې چې د تروریزم مرکزونه په پاکستان کې دي؛ اسامه په پاکستان کې و وژل شو؛ بیاهم د امریکې  وژنې په پښتنوسیموکې جاري وساتل شوې، او پاکستان پدې وتوانېد چې امریکه قانع کړي ترڅو د پاکستان د« ژورو ستراتېجیکو ګټو » طرحه ومني، داسې معلومېږي چې امریکه هم په پټه له دغه ستراتېژي نه ملاتړ کوي، که څه هم هندوستان په دغه برخه کې وخت په وخت خپل اندېښنې امریکې ته مطرح کړي؛ خو په دې روستویو کې خپلې اندېښنې د امریکې  د ولسمشر مرستیال ښاغلي «جوبایدن» ته  چې  د روان کال د جولای  د میاشتی په ۲۵نېټه د هندوستان په دوره وه؛ یو ځل بیاپه ډاګه کړي، ښاغلی جوبایدن ووایل چې امریکا د افغانستان صلح ته د افغانستان ترمشرۍ لاندې ژمنه ده، دا چې ترکومې اندازې دوی خپلې ژمنې عملی کوي دا د وخت خبره ده.

د حالاتوناوړه اثر پښتنو باندې:

جنګ د افغانستان د خلکو د ژوند ټول بڼڅتيځ جوړلښتونه له منځه یوړل، په تېره د پښتنو په سیموکې؛  چېرته چې فقر؛ فلاکت ؛ بېچاره ګي او بی سوادي ده، دا ټول د پښتنو په سیمو کې شتون لري که دکابل پوهنتونته سرښکاره کړو نو په خواشنۍ سره ګورو چې د «ګتوشمار» پښتنانه پکې په «تدریس» بوخت دي، یو ورځ به ضرور دې وطن ته سوله راځي، بیاهم هغه څوک چې  د سولې په دوران کې تاواني؛ بدبخت؛ او د نورنوکر پاتي وي؛ هغه به پښتانهٔ وی، دا ځکه چې په پښتنو سمیو کې ټول اویا اکثر ښونځي همدا اوس یاسوځول شوي اویا د معلمینود نشتون له کبله تړل شوي دي،  دا وطن په پوهی او علم جوړيږي نه په ټوپک وشرارت، دا جنګ و جګړو ټول افغانستان په تېره بیا پښتنې سیمې پېړۍ پېړۍ شاته اچولي دي؛ دسولې دغه انسانی او اسلامی اصل ته د رسېدولپاره د ټولو افغانانو هلې ځلې په عملي ،ملی، وطنی اواسلامی عمل په حیث  لازمی دي، خو دا سوله باید څنګه اوترکمو شرایطو رامنځ ته شي داهم یوه ډېره د پام وړ خبره ده، پښتانه تل جنګېدلي خو سولې راتګه ورسته بیاهم،  هغسې چې بېرته پاتې ول؛ پاتې دي، د دې کارعلت بیاهم د پښتو سره دښمنۍ نه سرچینه اخلي خو موږ تراوسه خپل دوست اودښمن نه دي پېژندلی، په داسې حال کې چې د امریکا او پاکستان تلاشونه د افغانستان دټوټه کولو لپاره دي دا پښتانه دي چې باید دغو تلاشو مخه دتل په شان ونیسي۰

د افغانستان تجزیه، د پښتنو بربادي ده!

د افغانستان دتجزیې کِلي دپښتنو په لاس کې ده؛  که پښتانه وغواړي دا وطن به تجزیه وي اوکه ونه غواړي هیڅ قدرت دجهان ئې هم نشي تجزیه کولای، اوس دلته د پښتنو پوهې اوښیاري ، وطن پالنې او وچت همت پورې اړه لري چې باید تل له خوشباوري ګانو ځان لرې وساتي او د وطن په ګټوزر ځله فکر وکړي یووارعمل، بې فکره عمل کول به د افغانستان تباهی رامنځته کړي چې پښتانهٔ به ترټولو زیاد بربادشي.

د یوڅو ‍ولایاتو سپارل طالبانوته د افغانستان په سویلي اوسویل لوېديزو سیمېوکې چې  اکثراً پښتنې سیمې دي دحل  دې یوې لارې په مقصد، عملاً د افغانستان د ویشولو سبب کېدې شي، او دا کار د پښتنو په سترزیان تمامېږي، لازمه ده چې پښتانهٔ دې خبرې ته ژوره پاملرنه وکړي؛ که افغانستان خدای مکړه ټوټې شې نودا پښتانهٔ دي چې بربادي سره مخ کېدی شې، په تېره د اقتصادی طبیعی زېرمو له کبله، زموږ ګران هیواد کې ډېرې طبیعی شتمنۍ د پښتنو له سیمو ولتي سیموکې پرتې  دي لکه د لاجوردو طلا معدنونه په بدخشان کې د «وسپنې» معدن په حاجی ګګ کې چې «۱۰۸» ملیارده تُنه وسپنه لري د«وسپنې » ۷ نورمعدنونه چې د«بابا غره» په لمنه کې پراتهٔ دي همداسې «۹۴۶» میلیونه بشکه خام نفت او«۷»  «ترېلیون»  فُت«Foot» مکعب  چې معادل ده د«۲،۱۳» بیلیارد«‌Billiard» مترمکعب طبیعی ګاز؛ چي په شمال کې  لرو، که په سندرد اوفني توګه استخراج اوخرڅ شي نو کلنی عاید به د افغانستان «۹» میلیارده  دالرته ورسېږي، اوهمداسې زمردویا بیرایت سمنت و د ډبروسکارهٔ دي چې په غیرپښتنې سسموکې شتون لري، همدارنګه یوشمیرډېر منرالونه اوفلزات دي چې په مدرن تخنیک کې ترې لویه ګټه اخیستل کېږي لکه لېتیوم« Lithium Li» چې په لپتاپ اوموبایل تیلفونوکې ترې کار اخیستل کېږي، د افغانستان د معادنو ارزښت د یو ترېلیون ډالرنه زیاد تخمین سوی، او پښتنې سیمی که څه هم طبیعی معدونونه شتون لری خو زیادتره زراعتی دی هغه هم د ډېرو غرو د شتون له وجې زموږ اړتیاوې نه شي پوره کولای، که څه هم دغه غرونه د ژوندپه سترخدای نعمت چې ځنګلونه دي پوښلي دي خو د جنګو له وجې اوس دغه ځنګلونه قاجاقبرو او جنایتکارو ډلولاس کې دي، په تېره دو لسیزو کې د نابودي په حال کې دي نه حکومت نه عام وګړي د دغه ناورین مخه نیسې،  نو ځکه هغه څه چې د پښتنو په نام د افغانستان نه جلا کيږي پښتنو ته د وچ تغرحیثیت لرلی شي، دپاکستان او آی اس آی دمقاماتو اوشمالی ټلوالې لیدنې کتنې همداسې دشمالي  ټلوالې او امریکايي سناتورانو لیدنې کتنې د آلمان د برلین په ښارکې؛ دا خبره په ګوته کوي چې شمالی ټلوالې سره د پاکستان اوامریکې یو څه پټ «زدوبند» روان ده، یوخبره باید ډېره په غوڅه توګه ومنو؛ که یو څو ولایتونه پښتنو ته وسپارل شي او طالبان داسې فکروکړي چې داسیمې موږته راکول کيږی اونورې به بیا په زور ونیسو هیڅ تضمین اوضمانت  وجود نلری چې د لوی اقتصاد اوسترې نظامی مرستې پرته طلبان به په ټول افغانستان د تسلط امکان پیداکړي، تېروجنګو دا خبره ثابته کړې ده، پاکستان په خپله له کورني اقتصادی ستونځوسره مخ  ده او امریکا هم د افغانستان موجودیت نه غواړی،هغه څوک  چې په پښتنوسیمو کې قدرته رسېږي د دوۍ اقتصادی «جِلَب» به د پاکستان په لاس وي، د پاکستان له خوا د«شناختي کارتونو» ویشل په پښتنو سیموکې دې خبرې ښه ثبوت ده، چې پاکستان د پښتني سیمو باندې تسلط غوښتل غواړی، دا کارپه بشپړه توګه د شوروی اتحاد د جمهوریتونو ماتېدو سره ورته یوعمل ده، د پښتنو د سیمو جلاوالي په  اړوند د پاکستان او امریکا هررنګه ضمانت اوتضمین د اعتبار وړ نده، اوهیڅ رنګه اجراي حقوقی ضمانت ئې نشي کیدلای ځکه دا قرارداد دیوې ډلې سره کېږي نه دیو قانوني دولت سره.

د پښتنو سیمو جلاکیدلوته؛ که څه هم پاکستان اوامریکایان د حل د یوې لارې په حیثیت ګوري او ورته امیداوردي، فکر کوي چې په دغه صورت به وشي کولای جنګ ته په دغه سیمه کې د خپلې خوښې اومفاداتوسره سم د پای ټکی کېږدي؛ خو برعکس  دا کار به دیو داسې نوي جنګ سریزه شي چې د پاکستان موجودیت به هم د خطرسره مخ کړي، چې په ترڅ کې به ئې لوی پښتونستان منځ ته راشي اوپاکستان په څلورو ټوټو وېشل شي، بل داچې هندوستان ته د افغانستانه د پښتنو سیموجلا کیدل اود پاکستان په  لاس د دغوسیمو غورځېدل به یوه سخته ضربه وي، اوهندوستان په دې خبر ډېرښه پوهېږي؛  دا کار به سیمه کې د هندوستان د سیاست د بدلون سبب شي اود پاکستان ټوټې کولوته به لمن ووهی، یعني لوی پښتونستان ، بلوچستان، سند اوپنجاب به منځ ته راشي، په بلوچستان کې خو لا له وړاندې آزادي غوښتو نکي  مبارزې روانې وې او دي«میرغوث بزنجو» یوله هغه مبارزینوڅخه وه  چې دبلوچستان د آزادي له پاره دانګلیسانوسره مبارزه کوله ، که څه هم د۱۹۴۸کال کې د«خان قلات» په یوه پټه معامله کې بلوچستان له پاکستانه سره یوځای شوبیا ئې هم  تل د بلوچانو د آزادی بخاطرمبارزه کوله، «نواب محمد اکبرخان بکټي» چې د صوبه بلوچستان وزیراعلی هم وه یوبل آزادی غوښتونکي بلوچ ده چې په همدا روانه  لسیزه کې د جنرال مشرف له خوا د آزادی په ګرم سنګر کې ووژل شو، په سند کې هم آزادي بخونکي هڅې راوانی دي اوهم د«بی نظیربوټوپه قول» چې ویلي وه ؛ ٬٬ امریکه د سند جلاکیدلو هڅې کوي ،٬ داسې ویل کیدل چې امریکا غواړي سند په سنګپورشان یو تفریحی ځای بدل شي، د پاکستان او افغانستان له ټوټېکېدو سره سم آند دټولې سیمې نقشې بدلیدلو اټکل کیدای شي، نوپښتانه به وي اوهمدا جګړې او د افغانستان د تجزیه کولو تورداغ پړه به هم په پښتنوپرېوځي، د تاجکو، ازبکو، هزارو او نورقومونو سیمې به له یوې خوا نورهم په «وچه» کې محاط شي اوپخپل منځ کې لکه  نویومه لسیزه بیاهم سره د قدرت جګړې لری د اقتصادی زېرمو تقسیم او ترانسپورتی لارې دا به د اختلاف یو بل ټکی وي او د جګړو سبب به شي لکه د مجاهدینو د حکومت د رامنځ ته راتلونه روسته  دوران ښه نمونه کیدلی شی.

دهند اوپاکستان رقابت او د څولسیزو دښمنۍ  پاکستان دېته اړکړی چې  په هرشکل چې وي افغانستان باندې نظامی سیاسی اواقتصادی تسلط په مستقیمه یاغیر مستقیمه توګه پیدا کړي او دغه مقصد ته د رسېدولپاره، د هندوستان د نفوذ مخنیوی په افغانستان کې او دافغانستان دمېشته قوموترمنځ نفاق اچول او دښمني ګانوته لمن وهل، او د افغانستان ماتول دي، اوس که افغانان د دغه توطیه مخ نیوی غواړی نو یولار لري؛ هغه دقوم ژبې مذهبه پرته یو کلک تړون چې په هغه کې بې  له ملي  ګټو بل څه  ته اهمیت  ورنکړلای  شي یعنی  لیاقت معیاري شي نه قوم او ژبه، یو شعاروی اوهغه  د وطن جوړول، اوټول د وطن له ګټوځانونه قربان کړي هیڅوک په یوازې توګه نشي کولای چې دا وطن جوړکړي.

                                                      پای

             اختر

کورپه کور ده خوشالي چې اخترراغلی ده 

واړه ځاړه خــوشـال چـې بختور راغلی ده

میندې په تـمـه ناستـې اخــتــرمــبـارکي ته

دسرو وینو سېلاب مسجد لـه در راغـلی ده

دا کومه مسلماني ده زمــوږ پـه مدینه کې؟ 

پر لمانځه ولاړسوربم ئې پـرسر راغلی ده

بې سزاء خوشال ده دا محال خپلـو کړونته

نمرود په شان خدای له قهربیخبرراغلی ده

پټومقصدوته جنګېږي ځنـې اســلام په نوم

لوبغاړو جب  ته بیا یو څـه ډالـر راغلی ده

څنګه بد نام شو اسلام  داسـې مسلمانی کې

یورپ  کې  بندیز ښځـو په څادر راغلی ده

ملاصیب خـیـرده کــه زه یـم ناخبر له دینه

وایه  ته دا فتوا د کـوم  پیغــمبـر راغلی ده

خدایه! دې مسلماني نـه مـې تــوبه په داکار

چې اسلام سپینه جــامه کې لنډغرراغلی ده

چې پوهه نه وي ناپوهي نه پورته کېږي دا

جهالت لکه سیلاب زمــوږپه سرراغلی ده

داسلام هغــه ســـترعلـــم وتـمــدن نګورې

چــې جــاهلــو سـائــلو بـې هنر راغلی ده

خدایه تل ساته دجاهلو له انګاره زموږدین

نن په محـراب ممبرموڅه محشرراغلی ده

حــیــران یم صبــوره دځـینــو مسلماني ته

پــه عـمــل لـکـه شیـطـان معتـبرراغلی ده

- بېرته شاته