(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوالګر په لنډ کروزر کې

کرپشن ټولنیزه ساري ناروغي ګرځېدلې - فساد او درغلي یواځې د حکومت، این، جي او ګانو پړه نشوای پېژندلای، چې د ژوند هره برخه او کچه یې نیولې او لاندې کړې ده...
البته سرچینه او منشأ یې حکومت دی چې ښکر او لکۍ یې له سرکار سره تړلې، د شریعت له مخې څوک چې د ښو تیږه کېږدي، د قیامت تر ورځې چې هغه ښه تر سره کېږي له ثواب بې برخمن ګڼل کېږي - دغسې که چا د بدۍ او ګنا پېل وکړ، د قیامت تر ورځې یې ددغه بدۍ او ګنا عذاب غاړې ته لوېږي...
کابل کې سړی له سوالګرو روغ زړه نشی ګرځېدای، ان چې له بهرنیو هېوادو د سوالګرو لښکرې را شېوه شوې - ښځینه، ماشومان به درپسې وي، له جامو دې را نیسي او تر هغې دې نه پرېږدي چې څه یې در څخه بود کړي نه وي.
امنیتي ادارو ددغو بهرنیو سوالګرو کومه پته ونشوای لګولای چې د کوم هېواد او پر کومو لارو هېواد ته ننوتي، د میشتېدنې سیمې یې ناڅرګندې او د نارینه وو درک يې ورک دی.
پاکستان ایران کې له قانون اسنادو سره افغانان ډاډه نشي ګرځېدای - خو دغه بهرني سوالګر در څخه په زور د خیرات پیسې اخلي، داسې چې له یوه یې بل ته سپاري...
سوالګرو نن سبا د نویو تاکتیکونو او که ووایم ستراتیژۍ په مټ د سوال لمن یا لومې، دامونه غوړولي دي- دا چې د ماشومانو لاسونه، پښې یې د زخمونو په بڼه تړلي او پلستر کړي وي. یو زوړ تاکتیک دی - هغه چې له ښځینه، ماشوم سره درته ودرېږي او د درملو نسخه او اکسیرې درته ونیسي اوس له چلښت لویدلی...
له نویو هغو یو دا چې د هوټلانو، نانواییو تر مخ به د یوې ډوډۍ سوال ته ولاړ وي - چې سړی یې حرفوي او پېشه ور سوالګر ونشي ګڼلی...
د کابل منډیي کې د یوې نانوایي تر مخ یو سړی د ډوډۍ سوال ته ولاړ و... همدا خبره یې تکراروله چې نغدې نه غواړي، د خدای روی ته ګورئ ډوډۍ را ته را ونیسئ...
ما یې څېرې ته کتل په داسې بڼه مې مونده چې د ټګۍ کومه نښه نشوای ترې لګېدای - نانوای ته مې د څلورو ډوډیو څلویښت افغانۍ ورکړې- سوالګر په لړزانده لاسونو ډوډۍ را واخیستې- دلته یې سترګو له څېرې او بڼې سره ملګرتیا پرېښوه، چې سترګې دروغ نشي ویلی - ما چې دده سترګو ته وکتل شکمن یې کړم- لکه زموږ رسنۍ چې خبرونو کې د مشکوکو بې پیلوټه الوتکو، یا مشکوکو طالبانو یادونه کوي- دوه درې ګامه وړاندې مې چې شا ته وکتل ګورم چې ډوډۍ یې بېرته نانوای ته ورکړې - نانوای شل روپۍ ورته ونیوې ده له نانوای سره قرار داد کړی و چې را نیولې ډوډۍ په نیمه بیه بېرته پر نانوای پلوري - ښایي کرۍ ورځ دلته د درغلیو او کرپشن دغه بازار په همدغه بڼه لګېدلی وي...
وایي، پخوا زمانو کې کوم سپور له پلي سره پر لاره ملګری شوی و- له څه مزل وروسته سپور له آس کوز شو- پلي ته یې وویل: ته ډېر ستومانه یې- زما خو دمه جوړه ده، یوه شېبه ته سپور شه...
پلی په مننه پر آس سپور شو، سملاسي یې په څو پر له پسې متروکو آس پونده کړ- د آس خاوند پرې غږ کړ... تا خپل کار وکړ- خو زما یوه خبره واوره - د خدای پار دا کیسه چا ته ونکړې، له ځان سره یې ساته - که خلک خبر شول هسې نه د نیکۍ دړه وتړل شي، بیا به څوک له چا سره د ښو او نیکۍ زړه نشي کړای...
دغه تاکتیکونه او ستراتیژۍ دومره بریالۍ دي، چې سړی د اړو، محتاجو په پېژندنه کې پاتې راځي. ډېرې مرستې هغه وړي چې مستحق یې نشي پېژندل کېدای.
دا هم سړی نشی ویلی چې د هرې نانوایي، تر مخ ولاړ سوالګر دغسې قرار دادیان او کمېشنکاران دي، هسې نه زما له دغې یادونې سره مخیر اشخاص پر دغسې کسانو د خیرات او صدقې مخه وتړي، چې که سړی توانېږي ښایي هېڅ سوالګر بینوا پرینږدي - و اما السائیل فلا تنهر...
د تاکتیکونو او ستراتیژیو په دغسې محشر کې د سوالګرو مافیا د نویو تاکتیکونو او ستراتیژیو له پلي کېدا نشي را ګرځېدای...؟
مافیا مې ځکه وویل: چې یو ماسختن د تورو هېندارو د دریو لنډ کروزرو وسله والو له کمپنۍ سوالګر را ټولول او ناڅرګند مقام او موقعیت ته لېږدول...
ملګري را ته کړه، موږ په رښتیا پرمختګ کړی- له نړیوالو مرستو پر ځای ګټه همدې ته وایي چې سوالګر لنډ کروزرو کې خپلو مېنو ته ستانه کړای شي...
استاد الفت له میلیونرو خیراتخورو لیکلي - ما پخپلو سترګو سوالګر په لنډ کروزر کې ولیدل...

- بېرته شاته