(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاكستان اوافغانستان دمشرانوخبرى اترى

محمد نعيم كاكړ 

پاكستان او افغانستان دوه تر ټولو نزدې ګاونډيان دي چي ډېر څه ګډوياړونه لري خو د بده مرغه د لومړى ورځى څخه د دهغه دوو ګاونډيانو اړيكى ترنګلى پاته شوي دي او په بل باندي دېر بې باور پاته شوي دي دلته موږ دا خبره نه كوو چي پړه د چا ده ځكه چې دا ډېر اوږد بحث دي د افغانستان نه يواځي د پاكستان د ۶۶ كلن تاريخ څخه بلكې انګريز د وخته څخه ددي انګريزي حكمراني څخه سرټكاوي چي دهغه څرګنده بيلګي د افغانستان او د انګريزانو تر منځ درې جګړي دي چي انګريز دهغه وخته څخه انګريز دا هڅه كوله چي افغانستان په كراره احارامه پري په پريښوول شي ځكه چي د انګريزي هند څخه په لويه كچه لاس وهنه كندله چي هغه هم موږ د افغانستان په تاريخ كښې ليدلي او لوستلي شو د بده مرغه افغانان نه هم په هغه سوچ كښې دي چي د دوي په ملك كښې اوس هم پاكستان په لويه كچه لاس وهنه كوي چي تر ډېره پوري د دوي خبره رښتيا او ځائي نيولي دي هم داخبره ده چي د دواړو ملكو په منځ كښې بې باوري رامنځ ته شوي ده هغه كومي چاري دي چي هغه ونيول شي چي د دواړو ملكو تر منځ دهغه بې باوري د منځ څخه يووړل شې چي دهغه دواړه د ښه ګاونډيو وارو ژوند سره وكړي او دهغه خوار ولسو ته د دهغه بې باوري او د خواري څخه واستل شې چي دوي د نورو نړۍ والو وارو هوسا ژوند وكړى.

         ځموږ دهغه ليك د يوه ځانګړي سرخط لاندي پيل شوي دي ځكه ځموږ خبره به هم په دهغه سرخط راګرځي دا يوه خبره خو اوس د چا څخه وډره او پټه نه ده چي په ټوله اسلامى نړۍ په زياته بيا ځموږ په دي سيمه كښې ډېر لوئي بدلون را روان په دي اړه ډېر نظرونه وړاندي كيږي خو څوك بشپړه د يوه نظر سره نه سو دريدلي خو دومره ويل كيدي شې چي د نړۍ د زور ځواكو د عرب نړۍ په اړه كومه كړنلاه ده دهغه سيمه هم په هغه كښې راځي خو ډولونه به بيل بيل وي دا منځني آسيا او د سويلي آسيا چي منځني ختيځ هم په كښې راځي د قدرتي معدنى زيرمو څخه مالا مال دي او د امريكا برتانيه ټولي لويديځي نړۍ په دي باندي نرر دي او دوي د يوې دوي پيړى څخه دهغه زيرمي څارلي او ددي دپاره يې ډول چاري نيولي په زياته بيا برتانيې چي هند يې لاندي كړي وو ډول ډول چاري سنجولي او تراشلي چي په هغه كښې يو په لويه لوبه (GREAT GAME) باندي نومول شوي دي خو بلې خواته پخواني شوروي اتحاد اوسنې روسيه چين او ځيني نور ملكونه هم په كراره نه ناست وونه اوس ناست دي ځكه دوي هم خپلې هلي ځلي كړي او كوي يې چي يوه لويه بيلګه يې د شوروي سره لښكر وو افغانستان د را رسول وو دهغه دساړه جنګ په نامه چي څه كيدل هغه هم د ګڼو دپاره وو او نن چي د تهره ګري او په بل نامه څه كيږي دا هم دهغه برخه ده لكه څنګه چي د ګټو په سر باندي لومړي او دويم نړۍ والي جګړي وشوي چي كيدي شې چي دريمه نړۍ واله جګړه هم په دهغه خاوره وشى.

         د بده مرغه په دهغه جګړه كښې چي دوي د تهره ګري نوم وركوي هغه هم په افغانستان او پاكستان كښې شوي كله څخه پيل شوي ده په زياته بيا په پښتون ميشته سيمو كښې خو نن دهغه جګړه د پاكستان و نورو سيمو ته هم غزيدلي ده نو ځكه چي دا ويلي شو چي دا يو داسي جګړه ده چي دا نه څرګنده شي چي دا روان تشدد څوك كوي..؟ هغه هم ددي سيمى دي چي دوى خپل نظر او فلسفه لري دوي دا غوښتنه كوي چي اسلامي شريعت دي نافذ كړل شې او ددې د څنګه چي په دوي كښې بيلې بيلې ډلي دي خو په كومو نومونو چي دوي پيژندل كيږى هغه تحريك طالبان پاكستان يا بل افغان طالبان خو دا دواړه نه د پاكستان او افغانستان آئين او نه يې قانون او نه يې پارلمانو نه منې نه نور ډېر څه كه يوه خواته افغان طالبان دا دريځ لرى چي دوى د نړالووتلو په زياته بيا د امريكا د پوځى ځواكو سره جګړى او جهاد كوي او د دوى په استلو او وژلو بوخت دي چي د دوي دهغه دريځ ملاتړ هم تر ډېره كيږي خو د بده مرغه د دوي په دهغه تشدد كښې د باندنيانو په پرتله افغانان څو څو چنده زيات وژل كيږي چي ودي ته د افغانانو عام وژنه هم ويل كيږي ولي چي ناټو او امريكا هم د افغانانو د وژني څخه لاس نه اړوي يوه ساده خبره ده چي په يوه لويه لاره كښې څوك چاوديدونكي توكي ښخ كوي نو په دهغه لويه لار خو يواځي ناټو نه تيريږي په دهغه يو يو لارو خو ځموږ عام وګړي تيريږي هندا القياس هم دا ډول پاكستاني طالبان دي چي د دوي و خاوري ته خو باندني ځواكونه هم نه دي راغلي بيا د دوي جګړه له چا سره..؟ دويمه دا چي كله دوي ډول ډول چاودني كوي په دا كښې څوك وژل كيږي..؟ او بيا چي په جناز د جماتو جرګو او ولسي غونډو كښې چاودني كيږي او مسلمانان په كښې وژل كيږي يا ښوونځي او جوړ ځايونه ورانول كيږي نو بيا يو عام وګړي دا سوچ كوي چي دعام ولس كومه پړه ده چي د څلور بولو وارو په يوه ځائي وژل كيږي چى بيايې زړونه د دوي څخه توريږي..؟

         د نړۍ وال ناتار د عام خلګو وژنه او هره ورځ دوير ټغرونه اواريدل او د بې امني د مخ نوي دپاره د افغانستان ولسمشر خپل ږغ د نړۍ والو رسولي خو نړۍ وال څوك دى..؟ او تر خپل نزدي ګاونډي پاكستان پوري رسولي او نزدي واره يې و پاكستان ته سفرونه كړي خو پاكستان د نړۍ والو واروهل پلن ورته اچولي خو كله چي په پاكستان كښې  د محمد نوازشريف په مشري كښې نوي حكومت جوړ شو او داخبره يې وكړه چي په سيمه او افغانستان كښې به د سولي دپاره هر اړخيزه هلې ځلې كوي خو چي كله خپل سلا كار ښاغلي سرتاج عزيز و كابل ته واستوي چي افغان ولسمشر ته و اسلام آباد ته د راتلو بلنه وركړه او بيايې نور وړانديځونه وكړو نو ولسمشر حامد كرزئي ته دا هيله پيدا شوه چي پاكستاني لوري هم تشدد په مخه كړي دي او دوي هم غواړي چي د هغه سيمه د روانو جګړو څخه وځغورل شې نو ځكه و اسلام آباد ته د تلو بلنه يې ورسره ومنله او ددې دپاره يې تياري پيل كړي خو  و اسلام آباد ته د تلو د مخه يې داسې هيله او اميدونه د دواړو ملكو ولسونو ته وركړو چي دهغه دوره به ډيري پايلي ولري ولسمشر حامد كرزئي د ځان سره يو لوئى پلاوي هم ملګري كړي خو د تلو د مخه يې دا وويل چي د پاكستان څخه به غوښتنه وكړي چي افغان طالبان د سولي و خبرواترو ته تيار كړي او په يوه ميزدي د افغانستان داعلي شورا د مشرانو سره كښې نوي او ددي د څنګه به د پاكستان څخه دا خواست وكړي چي هغه طالبان چي په پاكستان كښې تړلي دي چي په سر كښې ملابرادردي هغه به ټول ورته وسپاري او نورو همكاريو او په سيمه كښې كوم تشدد روان دي دهغه د منځ څخه د وړلو دپاره په ګډه هلې ځلې كوي په ۲۷م اګست ولسمشر حامد كرزئى د خپل لوړ پوړي پلاوي سره د يوي ورځي په دوره چي وروسته يوه ورځ د پاكستان د لومړي وزير محمد نواز شريف په غوښتنه اوږده ورسيدي د دوي د پخوا په پرتله دودهركلي وشو دوي ورځي خبري په اسلام باد او مري كښې وشوي چي په دي كښې د پلاوي په ګډه او دواړو مشرانو په يواځي كښې هم خبري وكړي د خبرو په دهغه بيلو بيلو پړاونو كښې د پاكستان سرلښكر ځلانده ښكاره كيدى.

         د خبرواترو څه پايلي راووتي په دي اړه خو څوك بشپړه خبره نه شي كولي خو د نړۍ والو د څنګه افغان سياسى شنونكو هم دا وويل چي ولسمشر حامد كرزئي تش لاس و كابل ته ستون شو واشنګټن پوسټ په دي اړه وويل چي حامد كرزئي ناهيله  وخپل هيواد ته ستون شو داسې هم ولسمشر و اسلام آباد ته د تلو د مخه چي كومي خبري كړي وي دهغه ذكر د سره څخه په دا دوره كښې نه دي شوي خو ځيني اقتصادي پروژو باندي د دواړو خواو د ماليي وزيرانو لاس ليك وكړي خو ددي د مخه هم د دا دواړو ملكو تر منځ داسې لوزنامي شوي وي چي وروسته څه پايلي ونه لرلي خو دلته داخبره څرګنده ده چي د مشرانو تر منځ مخامخ يا د ميډيا د لاري يو ډول تاثير وركول كيږي او د پردي وشاته بل ډول خبري كيږي رسنې چي كومي خبري كوى هغه د نن ورځي په سياست كښې څه ارزښت نه لري..؟ خو ځيني شنكونكي د هر مشر د هوليې يا (BODY LANGUAGE)څخه خپل اټكل كوي كه څه هم د ولسمشر حامد كرزئي بڼه بده نه ښكاره كيده خو دوي په اسلام آباد كښې نه په كابل كښې د شوو خبرواترو په اړه څه معلومات وركړو نه د دوي ويان داسې څه خبره وكړه چي ددې څخه داسې اټكل كيږي چي دوي دواړه په پريكړو كښې خپلواكه دي يا دا چي هم هغه پخواني خبرى او غوښتنه يو د بل څخه كيدلي چي په هغه كښې د طالبانو سره دخبرواترو لار جوړول او تړلي طالبان راخوشي كول او را روان تشدد د مخ نوي لاري چاري لټول يا د ډيورنډ د كرښې خبره چي څرګنده ده چي ددي څخه پخوا هم د پاكستان او افغانستان د مشرانو تر منځ په وارو وارو داسې خبرى شوي وي خو دومره توپير په كښې راغلې دي چي د پاكستان لخوا به دهغه خبري پخوا ولسمشر آصف على زردارى يا پخوانى لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلانى كولي خو ددې واره دا خبرى محمد نوازشريف په مشرى كښې د ولسمشر حامد كرزئي سره وشوي ددې سره سره چي هر لوري خپل سيال تر خوږ منه ګوته نيولى دى.

         رښتيا خبره داده چي ددې ټولي سيمي لويه شخړه روانه خو نړۍ جګړه ده چي نن سبا د تهره ګري په نامه نوموله شوي ده كه پاكستان او افغانستان د دهغه تشدد د ختم كيدو مخ نوي په ګډه ونه كړي او ژر تر ژره يې ونه كړي نه يواځي به دهغه دواړه خوار ولسونه په اور كښې سوځل كيږي بلكې دهغه ټوله سيمه به د لوئى ناورين سره مخامخ كيږي لكه وړاندي چي وويل شول تر هغه وخته چي د دهغه روان وراني د منځ څخه نه وي وتلي نه دهغه ملكونه اقتصادي پرمختيا كيدي شي نه باور ټينګيدى شې نه ښه سباون دهغه ولسونه سوله او سوكالي ليدلي شې او پاكستان او افغانستان په ګډه ددي پاره كار وكړي نو دوي ولسونه د دهغه ناورين څخه ځغورلي شي دا وخت په دواړو ملكو كښې اورلګيدلي دي لومړي بايد په ګټه دا اورووژل شې او دا وخت چي د دواړو تر منځ كومي لانجي دي هغه وشاته وغورځوي داسې هم نه د پاكستان كورني حالات د ستايني وړدي نه د افغانستان حالات د ډا ډوړدي او ددي د څنګه د دواړو ملكو مشران هغه پيښې چي په عرب كښې رامخ ته شوي او اوس هم رواني دي په هغه هم سترپټي نه شي دوي ددې سيمى دپاره كومه كړنلاره او ايجنډا لري هغه هم په نظر كښې وساتل شى.

         په پاكستان كښې او افغانستان طالبانو په نامه چي څه روان دي و دوي ته هم په كاردي چي په روان جنجال د نوي سره څخه غور وكړي او دا و ګوري چي زور ځواكه دلته څه كول غواړي دوي بايد داوسنجوي چي د كلو كلو څخه چي په د سيمه كښې جګړه روانه ده په دي كښې څوك وژل كيږي او د چا په خاوره باندي اورلګيدلي دي او د چا سباون د خطر سره مخامخ دي دهغه باندنيان چي دلته شتون لري كه دوي د نورو زبرځواكو ملكو سره په جګړه كښې راښكيل هم شې دوي به د وسلو او ټيكنالوجى په زور دهغه جګړه ځموږ په خاوره مخ ته وړي چي څرګنده ده چي وراني او وژني به د دوي نه بلكې ددي سيمى د خلګو كيږي كه دوي ماته هم وخوري دوي به و خپلو هيوادو ته ولاړشي چي يو بل لويي ناورين به ددې خاوري او ولسونو په برخه وي په كاردي چي هم افغان طالبان هم پاكستاني طالبان د خپلو خپلو ملكو د حكومتو سره په يوه ټغر كښينې او حكومتونه هم د دوي وغوښتنو ته غوږ كښيږدي چي د سولي او سوكالي يوه لار راووځي خو كه دواړه لوري په خپل خپل دريځ ولاړ پاته شې نو د سيمې نوري د بدمرغي ورځي را روانى دى

- بېرته شاته