(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دانې

له سیله ورک شوی مارغه چې په مودو وروستو د خپل سیل سره یوځاي شو نو د سیل څه پخواني ملګري مارغان مړه وو او څه پکې نوي نوي زلمي شوي وو -نو دده سره يې ډیره اشنايي نه لرله -ټول مارغان ترې راچاپیر شول او ده ته يې اویل چې وایه !ته خو ډیره موده ورک وې اشنا څه دې لیدلي کیسه راته وکړه؟مارغه دوي ټولو ته بیا یو یو نظر وکتل او ګویا شو چې یه خداي غرک کړو تاسو څومره وچ وچ او خوار يئ!شپه ورځ ګرځۍ خو څو دانې نه مومئ چې ججورې مو پرې ډکې کړئ-زه داسې ځاي ته تلی وم او لارې راته هم وس مالومې دي چې هلته دومره دانې پرتې وي چې خلک پرې د پاڅه ګرځي او مارغان يې ټول څاربه څاربه دي خوبونه کوي او چې وږي شي سرونه راپورته کړي او درې څلور ګزه اخوا ورته دانې د خوراک د پاره پرتې وي-ځانونه ماړه کړي او بیا یخو سیورو ته د قلارې پراته وي-
مارغانو د یو بل سره ټوس ټوس وکړو او ده ته يې اویل چې زمونږ نه خو دلته هیڅ نه پاتې کیږي خو داسې کار به وکړو چې مونږ به هم ستاسره لاړ شو او ددې ځاي د کړاونو به خلاس شو-په مارغانو کې څو زاړه مارغان داسې وو چې ده ته يې اویل چې دادې ښه کار ونکړو چې دا خبرې دې دلته د ټولو د مخې وکړې -دلته په دې سیمه کې زمونږ پخوانۍ ونې او د نیکونو د وخت ژالې دي -نو په ججوره رزق پسې خو کلی نه شو پریښودی-خو ځنې زلمو مارغانو دده سره د تګ اراده وکړه-زاړه مارغان چې پوهه شول چې وس لس دولس مارغان دده سره تګ ته جوړ دي نو په دوي ته يې اویل چې لاړ شئ خو هسې نه د هغه وطن شئ -څه وخت تیر کړئ او کولی مو شوه نو د راتګ په وخت ورسره له هغه وطنه مونږ ته هم دانې راوړئ -
زلمو مارغانو د خپلو میندو او پلرونو نه په ژړا ژړا ایجازه واخسته او د سیله دغه د لسو مارغانو سیل د ډیرو دانو د وطن په لور وزرونه خواره کړل-د څو ورځو مزله وروستو دوي هغه ښار ته ورسیدل د کوم په ارمان چې له وطنه رالوتلي وو--زوړ مارغه ددې وطن سره بلد وو او نویو مارغانو چې دلته په لارو کوڅو کې خورې ورې پرتې دانې ولیدې نو حیران شول او مشر مارغه ورته ددې ځاي د اوسیدو ټولې لارې چارې وښودلې-او د اوسیدو د پاره يې د جمات مناره خوښه کړه -دا کلیوال مارغان د لوډ سپیکر د شور سره بلد نه وو چې په وړمبي وار دوي په مناره کې ناست وو او ملا په لوډ سپیکر اذان پیل کړ نو دوي له ویرې ټول وتښتیدل خو مشر مارغه ورسره عادت وو نو په ځاي ناست پاتې شو - څو ورځې به دوي د اذان د غږ سره ویریدل خو بیا ددغه شور سره بلد شول -او د مزو ژوند پیل شو-چې وږي کیدل به د منارې نه به راکوزیدل او په څو دقیقو کې به يې ځانونه مړول او بیا به منارې ختل-د ګاړو د شور سره بلد شول او دغلته به چا مارغانو ته هیڅ نه ویل نو د انسانانو نه يې هم ویره ترهه ختمه شوه-دوي پخپلو کې مست شول او نوي نوي بچي يې راوړل پیل کړل -ورو ورو ګڼیدل او د خوراکونو کمی نه وو نو دوي هم په دغه وطن کې ډیره موده تیره کړه--مشر مارغه چې په دې وطن کې بلد وو نو ددوي له خوانه تلی وو او کله کله به يې پرې راپیښه کوله-یوه شپه چې ددوي خواله راغی نو وریاد يې کړل چې ستاسو نه هیر دي چې هلته دلته مشرانو ویلي وو چې خپل وطن ته به راستنیږئ؟او تاسو هم ډیر بې وفا يئ چې خپل مشران درته نه یادیږي -وس خو څو کلونه مو وشول نو که خوښه مو وي زه خو وس بوډا یم ددومره اوږد الوت زور نه لرم خو تاسو لاړ شئ یو چکر اووهئ او بیا دا وطن خو درنه چا نیولی نه دی بیا به راشئ-
مارغانو د مشر مارغه خبره ومنله او ټولو مشوره وکړه چې وس مونږ ګڼ هم یو او ټول به لاړ شو یا خو به هغوي ټول د ځان سره دلته راولو او یا که نه راتلل نو دیدنونه به وکړو او بیا به راستانه شو--سبا سحر وختي دوي ټولو خپل وطن اړخ ته الوت پیل کړ-چې لږ سفر يې وکړو نو دوي د اوږدو سفرونو سره ناشنا شوي وو ځاي په ځاي به يې دمې کولې -چې مازیګر دوي د یو کلي خواته د دمې د پاره کښیناسل نو ددوي خو عادتونه بدل شوي وو د انسانه به نه ویریدل او ستړي هم وو نو ددغه کلي د ښکاریانو پرې نظر شو -د ډز سره ددوي نه څلور مارغان په چرو ولګیدل دوي چې ولیدل نو د مرګ ویره سخته وي پاتې مارغان د هغه ځایه والوتل سیلمه ځنګل کې په یوه ونه کې پټ شول-او د خپلوانو په مړینه يې سمې ژړاګانې وکړې-سحر ددوي په منځ کې په دې خبره اختلاف شو چې ځنو ویل چې خپل وطن ته ځو او ځنو خو پخه اراده کړې وه چې خپلو مشرانو ته به ځانونه رسوو -د خپل وطن د تلونکو شمیره ګڼه وه نو نور مارغان هم مجبور شول چې ددوي سره لاړ شي او بله ورځ چې يې په دمو دمو سفر وکړو او ښه وږي تږي خپل وطن ته ورسیدل او خپلو خپلوانو ته يې ځانونه ورسول نو خپلوان مارغان يې ټول ډیر خوشاله وو او ددوي د راتګ خبر خواوشا ټولو مارغانو ته ورسیدو-په دوي کې ځنې نوي وو چې ددې وطن خپلوان او موسم يې نه وو لیدلي خو کله چې دلته موجودو ځنو مشرانو مارغانو د خپلو بچو په هکله وپوښتل او دوي يې ورته د مرګ قیصه وکړه نو دغلته ماتم جوړ شو--او په هاغه زوړ مارغه چې دلته يې د بل وطن د دانو او عیش عشرت خبر راوړی وو لعنتونه اویلی شول--او مشرانو مارغانو دوي ته نصیحوتونه وکړل چې ګورئ مونږ درته نه ویل چې خپل وطن مه پریږدئ؟دلته که دانې لږې دي خو مونږ ددې ځاي د خلکو موسم او هرڅه مالومات لرو او یوه شپه هم وږي نه یو اوده شوي -
بیا به هره شپه دغه ونو ته یو د غم خبر راتلو -ځکه چې د وطنه مسافر شويو مارغانو د پردي وطن عادتونه خپل کړي وو -ددې ځاي مشرانو به ورته ډیر نصیحتونه کول خو په دوي کې د پردي وطن عادتونه پاخه شوي وو-دلته به خلکو د مارغانو ویشتو د پاره لیندې ساتلې او نوي بورړقي مارغان کوم چې په بل وطن کې زیږیدلي وو د لیندو نه خو خبر نه وو نو ترهغې به ناست وو چې چا به سم ویشتلي نه وو--هرماښام به دغه ونو کې ماتم وو -شور به وو -نو اخر ښکاریانو ته ددې اسانو ښکارونو لوي ځاي مالوم شو-او ښکاریانو به یو بل ته ویل چې د زحمت حاجت نشته او څربې مرغۍ دي د خداي نعمتونه دي -اخر دا چې په دغه ونو کې ددوي نور پاتې کیدل ګران شول-او پاتې مشرانو کشرانو مارغانو خپلې نیکنۍ او پلرنۍ ژالې او ونې پریښودې -او د څو دانو په لالچ کې دغه ژالې ورانې او ونې شاړې شوې-

Alhaj Fazal Andaleb

- بېرته شاته