(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ملت زړوړمشرتوب او سباون

افغانستان په يوه داسې جغرافيائي ځائي او موقعت كرار لري چي زياتره ورته داسيا زړه ورته وائي ځكه چي د تاريخ په اوږدو كښې هر يرغلګر او زورځواكي دهڅه كړي ده چي و دهغه هيواد ته ځان ورسوي او تر خپل واك او كنټرول لاندي راولي چي ددې بيلګي ځموږ و مخ ته دي باندنيو لخوا چي په وارو وارو څومره بريدونه كړي دي هغه ټولي و تاريخ ته سپارل شوي دي خو په دي نزدې يوې پيړي څخه هم افغانستان د باندنيو يرغلګرو څخه نه دي ځغورل شوي په تېره ميلادي پيړي كښې هميش افغانستان د زور ځواكه برتانيې تر بريدونو لاندي وو كه يوې خواڅخه يې جګړي په افغانستان وروړلي و بلې خواته يې د اسلام په سپيڅلى نامه يا د پونډو او روپو په زور مزدوران او لاس پوڅي ځان ته موندل چي په يو او بل چل په دهغه هيواد خپله خبره برسيره وساتي او تر ډير دوي په دهغه چارو كښې بريالى وو او ددې د څنګه يې د افغانستان څخه كسان را اړول دلته به كارونه هم وركول او په افغانستان كښې به د خپلو ګټو دپاره ساتل دا د انګريزانو په افغانستان باندي اقتصادي دباو وو چي ددې د څنګه يې د افغانستان سوداګري او تجارت يې هم هر وخت د نورو ملكو سره په ټپه دراوي چي كله  به زړي غوښتي ولي چي افغانستان و سمندر ته نه لري چي دهغه ناوړه عمل د انګريزانو د تلو وروسته تر نن پوري دوام لري او افغانستان يې هميش اړاو مجبوره ساتلي دي افغانستان د دهغه سوداګري شخړى نور هم زياته مخامخ شو كله چي انګريزانو د افغانستان د وخت حكمران ودي ته اړكړي چي د افغانانو په ځكر د ډيورنډ چاړه راكش كړه هم دهغه ورځي څخه د افغانستان بدمرغي نوره زياته شوه خو انګريز نزدې شپږ شپته كاله شوي دي چي د هند او پاكستان د خاوري څخه تللې دي يو اسلامى ملك اسلام په وجود كښې راغلي دي خو د افغانستان بدمرغي وده كړي ده خو لږوالي نه دي په كښې راغلي ولي چي د افغانستان په اړه هم هغه څه روان دي چي انګريزانو ټاكلي وه د افغانستان سره د ګاونډيانو د بد چلن او په اقتصادي ډګر كښې د وخت د واكمنانو د بې غوري د كبله دهغه د ژوند په هر چاره كښې د نړۍ وروسته پاته شو او د باندنيانو او د ګاونډيانو لخوا اسلامي ګوندونه مايه كيدل خو بلې خواته د افغانستان نزدې ګاونډي شوروي روس هم په كراره نه و ناست ځكه چي ددې نړۍ والو زورځواك سره يو داسې چغه او شعار وو چي نه يواځي افغانستان و ځان ته نزدې كړي و بلكې د نړۍ هغه ټول وروسته پاته ملكونه يې ځان ته پام كړي وو چاچي غوښتو چي ژر تر ژره خپل ولس سوكاله كړي د افغانستان سره څه وشو هم دا چي مترقي ګوندو د اسلامي بنسټ پالو څخه وار د مخه كړي او د سردار محمدداود ځان د منځ څخه يووړي او مترقي ډلو واك ترلاسه كړي چي شوروي روس ملاتړ ورسره وو خو د دوي د مخالفينو وشاته امريكا او ملګري ولاړوو امريكايان او ملګري په پاكستان كښې د خورجنو ډالرو وسلو خوراكي توكو سره راټول وو او د اسلام د سولي او سپيڅلي بيرغ يې خپلو ملګرو ته په لاس كښې وركړي وو او بلې خواته د شوروي سړي لښكري په وسلو بار د نورو افغانانو په ملاتړ كښې ولاړوو او د افغانستان ته سوكاله سباون چغاري وهلي وسلي د دواړو زورځواكو وي خو مځكه د افغانستان وه او وينه د افغانانو تويدله او دواړه مسلمانان او افغانان يو په بل په يې وسلي راخستي وي ددې سره سره چي امريكايانو د جهاد په نامه د نوري اسلامي نړۍ څخه په لوئي شمير جهاديان په پاكستان كښې د جهاد دپاره راټول كړي وو ډالري ډيري وي خوراكونه ډيري وي نور داوسا ژوند شيان بي شميره وو يوه خواته اسلامي ګوندو د افغانانو وراكډ كولو دپاره خلګه اړكول بلې خواته د جهاد په زړه پوري هوس او ددي د څنګه د ژوند آسانتياوي نو ځكه چي په ډېره لويه كچه افغانانو د پاكستان په لور راكوچ شول نړۍ والو او جهاديانو شوروي روس ودي ته اړكړي چي لس كاله وروسته و لوئي زيان او خړي سترګي د افغانستان څخه وواتي او ددي ماتي سره شوروي روس دړي وړي شو او د يوه شوروي څخه نزدي يو نيم درځن ملكونه راووتل او د كيمونزم د ناورين څخه خلاص شول خو افغانستان په كراره نه شو او تر نن پوري ناورين سره مخامخ دي او تر پخواڅخه په بد حال كښې دي د يوې جګړي ځان خلاصوي په بله جګړه كښې چې تر پخوا ډيره خو نړۍ وي وهغه ته ورپوريويول كيږي د شوروي روس د وتلو وروسته د دوي ملګرو درې څلور كاله په حكومت پاته شول او د جلال آباد د لوئى جګړي د ماتي وروسته جهاديانو د افغانستان د وخت د حكمرانانو په ضد د جګړي ډګر تودوساتي ددي سره سره چي د ملګروملتو په هڅو د جينوا لوزنامه هم لاس ليك شوه چي افغان دولت به حكومتي چاري و جهاديانو ته ورسپاري افغان دولت ودي ته تيار وو چي واك او اختيار بشپړه و اسلامي جهاديانو ته وسپاري خو د بده مرغه په اسلام آباد كښې ناست اسلامي ګوندونه په خپلو كښې نه شوره جوړ او د سپږو مياشتو وروسته په داسې كورني جګړه كښې داسې سره اخته شول چي د شوروي روس د سرولښكرو سره جګړه معمولي ورته ښكاره كيږي كابل په راكټو او بمبار يو كنډوالي كنډوالي شو په زراو د كابل اوسيدونكي ووژل شول او په زراو ودي ته اړشول چي بيا ګاونډي ملكو ته كډه شي دهغه جګړه څلور پنځه كاله روانه وه دهغه جنګ سالارانو يو په بل د درندو وسلو باران او راوړي خو ودي ته پام نه كاوي چي د دوي په دهغه ليونتوب او وحشانه جګړه كښې څوك وژل كيږي د چاوداني ورانيږي دا ځكه چي هر يوه د كابل د تخت حقداره ځان ګڼې او ددي هر يوه وشاته باندنيو لاسو كار كاوي هغه وو چي د دوي د منځ د جګړو د كبله يو بل ځواك د طالب په نامه رامخ ته كړل شو چي ددي جوړښت وشاته هم نورزو دورناست وو جنګ سالاران سره وتښتيدل يواځي احمدشاه مسعود ورته پاته شو چي هغه طالبانو سره ټك ټوك ته دوام وركاوي په دهغه جګړو باندي هم څلور پنځه كاله ولګيدو چي بيا د القايده نوم رامخ ته شو چي مشر يې (اسامه بن لادن) په افغانستان كښې ناست وو د ۹م ستمبر ۲۰۰۱ء پيښه ۱۱۹ وكړل شوه چي يوواربيا تاريخ راغبرګ شو او د نړۍ لوئي ځواك امريكا او ملګرو ته وار وركړي چي وي د لوئي جنګي مشين ګري سره و افغانستان ته داخل شې هم دهغه جنګ سالارانو په ګډون د بون المان لوزنامه وشوه خوا راوسا داره طالبان ترشا پاته شول او جګړه مخ ته وړونكي په دوو درې شپو كښې د افغانستان څخه واستل شول او د پاته طالبانو سره چي څه وشول هغه به د چانه وي اير شوي د ناټو ځواكونه د را رسيدو سره سم په خو نړۍ جګړه بوخت شول چي تراوسه دوام لري څومره افغانان په دهغه د ولس كلنه جګړه كښې ووژل شول يا ددې د مخه چي د سردارمحمدداودخان تخته واړول شوه تراوسه وژل شوي دي موږ نه په دهغه جنګ سالارانو كښې نه په نورو افغانانو كښې داسې څوك وليدل چي دوي يې شميرنه وكړي نه دوي موږ وليدل چي په دهغه بشر وژنه كښې څه خوا خوږي ښكاره كړه ددي سره سره چي په دهغه پنځه ديش كلن ناورين كښې په مليونونو افغانان او وژل يا ژوبل او معذوره شول خو بيرته هم دهغه ټوله چي د حكومت په لوړو څوكيو هم ناست دي او اپوزيشن ډنډه هم تر سره كوي يوواربيا د سياست په ډګر كښې سرګرم دي چي څنګ په چل ول بشپړه قدرت ترلاسه كړي خو اوس هم دهغه ټول چي پخوا هم د باندنيانو په لارښودنه وژني كولي اوس هم دهغه باداني د دوي وشاته ولاړدي او د ګاونډيانو د څنګه د نړۍ هر هيواد په دهغه افغاني ډلو كښې خپل لاس پوځي تيار كړي دي چي ځيني د مجاهد په نامه ځيني د حزب په نامه ځيني د پيراوملا و طالب په نامه او ځيني د ولسي واكمني په نامه د حكومت او دولت و څوكي ته د رسيدو هڅي كوى.

         دا دوني اوږده سرسيز ياتمهيد ددي دپاره ستاسو و مخ ته وړاندي شو او موږ په وارو وارو وړاندي كړي دي چي موږ افغانان په دي سوچ وكړو چي داهيچ او خرابي په كوم ځائي كښې ده چي دهغه خوار افغانان د داسي ناخوالو سره مخامخ كيږي چي د يوې بلا څخه ځان وځغوري بله بلاتياره ورته ولاړه وي..؟ آيا ددي اوږ دو ورانيو او بدمرغيو به يو وخت هم خاتمه كيږي كه به افغان ولس هم په دهغه جګړو كښې ژيږي ځوان كيږي به او بيا به وژل كيږي يا به معذوره كيږي او دهغه باندنيان كه هغه ګاونډيان دي كه نور دوي به ځموږ په مړو او ورانيو هر وخت اټن كوي يا به د افغانانو غوښې كارګان خوري يا به په چاودونو كښې ددوي غوښي او د بدن اندامونه په پټوګانو كښې هميش راټولول كيږي آيا په دي بشپړه افغانانو كښې څوك داسې نه شته چي دوي يواځي د تېرو پنځه ديش كلو دهغه غميزه و خپل ولس ته كښيږدي او يوه يوه خبره ور په ګوته كړي چي پړه نه پړي چيري چيري وشوه او اوس ولي د دومره ټك سر يو سره سره دا خوار ولس نه په كراره كيږي ددي سره سره چي افغان ملت هر يو د خاوري دښمن پيژندلي دي او دوي په دي هم پوه دي لكه پښتانه چي وانى اونې اونې اوردي واخستي د خپلې ولس سوله غواړي سوكاله غواړي دهغه خواري او بدمرغي چي په دوي په هيواد كښې د ننه او په نورو ملكو كښې ورسره مخامخ دي ددي خاتمه غواړي ځكه چي قدرت ودي ته هغه څه وركړي دي چي هر افغان ښه د خوشحالي اوسا ژوند باندي تيرولي شي خو مشران يې دومره ټيټ نظر لري او دومره بي ودي او بې جرآت دي چى دوي دا ولس ته وروښائي چى څوك يې دوست او څوك يې دښمن دي نه دوي دومره كوي شې چي دا خپل ولس چي سوله يې لومړى غوښتنه ده د ځان ملګري كړي او نړۍ والو ته څرګنده كړي چي دوي نور جګړه نه غواړي دهغه مشران چي د هر يوه د باندنيانو لخوا ملاتړ كيږي دوي نه غواړي چي دهغه جګړه وپائي ته ورسيږي ولي چي دوي دا اټكل كړي ده چي دوي د باندنيانو په ملاتړ تر لوړ ځائي رسيدلي شي ولس دهغه ټول پيژندلي دي او ولس په دي هم پوه دي چي د كوم مشر او د كومي ډلي وشاته كوم باندني ملك يا مخبري شبكه ولاړه ده.

         ودى ټولو پوښتنو ته د ځواب وركولو اړتياده په كاردي چي افغان ولس د دهغه پنځه ديش كلو د غږو جاج واخلي پخپلو كښې سره وچيړي او په خپلو كښې يو داسې پريكړه وكړي چي هغه ددي هيواد او ملت په ګټه وي پاته شول دهغه اوسنې سياسي مذهبى او جهادي مشران دوي ولس ډېر ښه پيژندلي دي چي د دوي څخه يو ډول هيله او اميد نه لري يواځي هغه څوك به افغان ولس خپل مشر خوښوي چي هغه دلاوروي رښتيا وائي و هر دښمن ته سترګي په سترګي كښې وراچولي شي د خپلې ځاني ګټي په ځائي يې د خوار ملت او هيواد هم ورسره وي د بل ملك او د استغباراتو لاس پوځي نه وي او سرشندونكي وي او دومره شتمني نه لري چي شمير يې نه كيږي داسي څوك به هم دهغه افغان ملت لټوي او هر څوك چي دهغه وياړونه لري په كاردي چي هغه خپله رامخ ته شى..

- بېرته شاته