(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډیورنډکرغیړن تړون او کر غیړنه کرښه

 تیروورځوکې مې دګندمک دتړون په اړوند معلومات درکړل چې دامیر محمد یعقوب خان او انګریزانو تر مینځ د۱۸۷۹ زیږدیز کال ددسمبر دمیاشتې په دویمه نیټه په ګندمک کې لاسلیک شوی و.

داځل غواړم دډیورنډ دتړون په اړوند چې د افغانستان دواکمن امیر عبدارحمن خان او د برتانوي هند دسکریټری (هینري ماټمر ډیورنډ) له خواد۱۸۹۳ زیږدیزکال دنوامبر دمیاشتې په دولسمه نیټه په کابل کې لاسلیک شولنډ شانتې معلومات درکړم . مخکې تر دې چې امیر عبدا الرحمن خان دانګریزانو سره دډیورنډ تړون لاسلیک کړي ، انګریزانو په سرحدی سیمو کې چې اوس زموږ پښتانه قبایل ورونه پکې اوسیږي د ځآن په ګټه وضعه ګډه وډه کړه ترڅو اوبه خړې کړي او کبان(ماهیان) پکې ونیسي. دوی دافغانستان په سرحدي سیمو کې دیو شمیر خاینو او غدارو عناصرو په مرستې چې هغوی ته یې رشوتونه او خلعتونه ورکړي وو د پښتنو قبیلو تر مینځ کرکې او نفرتونه راوپارول چې ډیرې وینې وبهیدلې اوډیربې ګناه پښتانه پکې ووژل شول. همداراز انګریزانو غوښتل چې دافغانستان په خاوره کې پر مختګ وکړي. دوی لا دمخه دسند ددریابه راپوري وتلی وو او غوښتل یې چې پيښور او دیره جات چې دافغانستان دخاورې برخې وې هم ونیسي . دوی همداراز یو څو تنه خپل اجیران کابل ته دامیرعبدالرحمن خان دربار ته ورولیږل څو هغه ته داوښیې چې دوی دقبایلو استازي دي او په دې کار کې دهغو سره دپښتنو قبایلو ملا تړ شته دی.دوی په دې توګه غوښتل چې لاره اواره کړي چې دامیر عبدالرحمن او انګریزانو تر مینځ یو تړون لاسلیک شی. 
تر دې وروسته په ۱۹۹۳ زیږدیز کال ډیورنډ دشپږ تنو لوړ رتبه انګریزی وفد ( هیئت ) سره چې ډګروال الیس،ډاکتر فن ،لیفټینینټ سمیټ،لیفټینینټ مکمهان،مسټر ډانلډ او مسټر کلارک هم پکې وو د۳۲۴ تنوپوځیانو ، ژباړونکو او منشیانو او ۴۶۳ څارویو په ګډون چې اوښا ن، آسونه او کچرې هم پکې وې دخیبر له لارې لومړی جلال آباد اوبیا کابل ته راغلل.دکابل په بګرامیو کې دیوتن لوړ رتبه افغان پو ځي او دري ټولی سرتیرو له خوایې هرکلی وشو او دکابل په چهلستون ماڼۍ کې ورته ځای ورکړل شواو دامیر عبدالرحمن خان زوی امیر حبیب الله خان په نو موړي ماڼۍ کې په هماغه شپه هغوی ته میلمستیا ورکړه. یوه ور ځ وروسته دغه وفد (هیئت) دامیرعبدالرحمن خان په دوبني ماڼۍ کې چې دکابل دحشمت خان په بڼ کې و دامیر عبدارحمن خان سره ولیدل او ډیورنډ او شپږتنه وفد (هیئت ) په داسې حال کې چې په څوکیو ( کرسیو ) ناست ول پاتې خلک او هندي ژباړونکي ولاړ وو.دغه انګریزي هیئت (وفد)دامیر سره تر پیژندنې وروسته رخصت شول او په څو راتلونکوورځو کې دامیر عبدالرحمن خان او ددې وفد سره خبرې اترې پیل شوې . دوی په کابل کې تر څلويښتو شپو او ورځو زیات تم شول او ددوی تر مینځ خبرې اترې پڅې روانې وې او دومره پر محتګ یې نه کاوه . انګریزانوهڅه کوله چې په هر ډول سره ممکنه وي خپله دغه شومه دسیسه پر ده باندې عملي کړي.امیر عبدالرحمن خان چې دافغانستان په تاریخ کې په پولادي امیر سره یې شهرت درلود دافغانستان دخلکو سره دسلا او مشورې پرته دغه تړون د۱۹۹۳ زیږدیز کال دنوامبردمیاشتې په دولسمه نیټه دډیورنډ سره لاسلیک کړ آو په دې تو ګه دګند مک تر تړون وروسته ددغه خاینانه تړون له مخې افغانستان، اوسنۍ پښتونخوا دچترال او دیر سیمې ،دیره جات اوټولې قبایلۍ سیمې او په اوسنی سهیلي پښتونخوا کې نورې ډیرې سیمې له لاسه ورکړې .بایدزیاته کړوچې دغه تړون په اوو مادو ( دفعو ) کې په انګریزي ،پښتو او فارسی ژبو لیکل شوی و.
دډیورنډکرغیړنه کرښه دافغانستان او اوسني پاکستان تر مینځ ۲۶۴۰ کیلومټره او ږده پوله ده چې افغانان دغه پوله په رسمیت نه پیژنی او دغه دلاسه ورکړې خاوره چې دهند په نیمه وچه کې دانګریزانو داقتدار او ځواک په وخت کې له افغانستانه بیله شوې ده خپل ملکیت او دخاورې برخه بولي، خکه پښتانه یې سره جلا کړل. باید زیاته کړو چې دافغانستا ن دخاورې دغه برخه په هغه وخت کې زموږ نه جلاشوه چې د پاکستان په نامه هیواد وجود نه درلود. پاکستان دغه دانګریزانو میراثخور خور په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شو او دډیورنډ تړون په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کې دافغانستان او برتانوی هند سره لاسلیک شوی واو دانګریزانو دبهرنیو چارو دسکریټري(ډیورنډ) دنامه له کبله دغه کرښه دډیورنډ دکرښې په نامه سره یادیږي .
دډیورنډ دتړون انګریزي متن په لاندې ډول دی :
The Durand Agreement
Whereas certain questions have arisen regarding the frontier of Afghanistan on the side of India, and whereas both His Highness the Amir and the Government of India are desirous of settling these questions by friendly understanding, and of fixing the limit of their respective spheres of influence, so that for the future there may be no difference of opinion on the subject between the allied Governments, it is hereby agreed as follows:

۱. The eastern and southern frontier of his Highness?s dominions, from Wakhan to the Persian border, shall follow the line shown in the map attached to this agreement.
۲. The Government of India will at no time exercise interference in the territories lying beyond this line on the side of Afghanistan, and His Highness the Amir will at no time exercise interference in the territories lying beyond this line on the side of India.
۳. The British Government thus agrees to His Highness the Amir retaining Asmar and the valley above it, as far as Chanak. His Highness agrees, on the other hand, that he will at no time exercise interference in Swat, Bajaur, or Chitral, including the Arnawai or Bashgal valley. The British Government also agrees to leave to His Highness the Birmal tract as shown in the detailed map already given to his Highness, who relinquishes his claim to the rest of the Waziri country and Dawar. His Highness also relinquishes his claim to Chageh.
۴. The frontier line will hereafter be laid down in detail and demarcated, wherever this may be practicable and desirable, by joint British and Afghan commissioners, whose object will be to arrive by mutual understanding at a boundary which shall adhere with the greatest possible exactness to the line shown in the map attached to this agreement, having due regard to the existing local rights of villages adjoining the frontier.
۵. With reference to the question of Chaman, the Amir withdraws his objection to the new British cantonment and concedes to the British Governmeni the rights purchased by him in the Sirkai Tilerai water. At this part of the frontier the line will be drawn as follows:
From the crest of the Khwaja Amran range near the Psha Kotal, which remains in British territory, the line will run in such a direction as to leave Murgha Chaman and the Sharobo spring to Afghanistan, and to pass half-way between the New Chaman Fort and the Afghan outpost known locally as Lashkar Dand. The line will then pass half-way between the railway station and the hill known as the Mian Baldak, and, turning south-wards, will rejoin the Khwaja Amran range, leaving the Gwasha Post in British territory, and the road to Shorawak to the west and south of Gwasha in Afghanistan. The British Government will not exercise any interference within half a mile of the road.
۶. The above articles of' agreement are regarded by the Government of India and His Highness the Amir of Afghanistan as a full and satisfactory settlement of all the principal differences of opinion which have arisen between them in regard to the frontier; and both the Government of India and His Highness the Amir undertake that any differences of detail, such as those which will have to be considered hereafter by the officers appointed to demarcate the boundary line, shall be settled in a friendly spirit, so as to remove for the future as far as possible all causes of doubt and misunderstanding between the two Governments.
۷. Being fully satisfied of His Highnesses goodwill to the British Government, and wishing to see Afghanistan independent and strong, the Government of India will raise no objection to the purchase and import by His Highness of munitions of war, and they will themselves grant him some help in this respect. Further, in order to mark their sense of the friendly spirit in which His Highness the Amir has entered into these negotiations, the Government of India undertake to increase by the sum of six lakhs of rupees a year the subsidy of twelve lakhs now granted to His Highness.
H. M. Durand,
Amir Abdur Rahman Khan.
Kabul, November ۱۲, ۱۸۹۳

دډیورنډ د تړون پښتو متن :

په داسی حال کی چی دهندوستان په خوا کی دافغانستان دسرحدی سیمی په اړوند ځینی مسأ لی رامنځ ته شوې،او په داسی حال کی دواړه والاحضرت امیر او دهندوستان حکومت هیله من دی چی دغه مسألی ددوستۍ په فهم او ددواړو دنفوذ دساحو دحد په ټاکلو سره حل کړی ،تر څو په راتلونکې کی ددغو متحدو حکومتونو تر منځ ددغی موضوع پر سر دنظر اختلاف نه وی ، په دې توګه په لاندې ډول سره سلا وشوه.
۱/ دوالاحضرت دتوابعو ختیځه او سهیلی سیمه دی له واخان نه دپارس تر پولې پورې دی هغه لیکه تعقیب کړی چې په هغې نقشی باندی ښودل شوې چې له دغه توافق لیک سره مله ده . 
۲/ دهندوستان حکومت به هیڅ وخت په هغو سیمو کې چې له دغی لیکی نه آخوا دافغانستان په لور پرتې دې لاسوهنه ونه کړې ،او والاحضرت امیر به هیڅ وخت په هغو سیمو کې چې له لیکې نه آخوادهندوستان په لور پرتی دې لاسوهنه ونه کړی .

۳/ دبرتانیې حکومت په دې ډول موافقه کوې چې والاحضرت امیر دی اسمار او تر چاناک پوری پورته ساحه وساتی . له بلی خوا والاحضرت موافقه کوې چې دۍ په هیڅ وخت په سوات، باجوړ یا په چترال کې دباشگل یا ارنوۍ درې په ګډون مداخله نه کوې .دبرتانیې حکومت سلا شوې چې والاحضرت دی دبر مل سیمه ولرې کومه چی په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوی چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده،او والاحضرت دپاتې وزیرستان او د دوړوپه هکله له خپلی ادعانه تیریږی ،په همدې ډول والاحضرت دچاغی په باب له خپلی ادعانه اوړې .

۴ / دسرحدې سیمی لیکه به دافغان او برتانوی گډو کمشنرانو له خواله دې وروسته په تفصیل سره وکاږله شی او حد بندی به شی په کوم ځای کې چې دتطبیق وړ او مطلوب وی . ددغو کمشنرانو موخه به داوی چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسیږی داسی چې دغه لیکه دې تر وروستني امکان پوری دهغی نقشې له مخه وی چی له دغه توافق لیک سره مله ده،په داسی حل کې چې ددغی سرحدی سیمی دگانډیوکلیو دموجودو سیمه ایزو حقوقو رعایت پوره وشی . 
۵/ دچمن دموضوع په اړوند والاحضرت دبرتانوی نوی چاوڼۍپه اړوند له خپل اعتراض نه تیریږی او برتانوی حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تایلری په اوبوکې یې په خپله په بیه اخیستې و. دسرحدی سیمی له دغه ټکی نه به لیکه په لاندی ډول وکاږل شی . 
دغه لیکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړی نه چی دبرتانیې په سیمه کې به پاته کیږی ،په هغه لور کښله کیږی چې مرغه چمن او دشربو چینه به افغانستان ته پاته کیږی اود نوی چمن چاوڼۍ او دافغان پوستی چې خلگ یې لشکر ډنډ بولی تر منځ نیمایی پوری رسیږی . دغه لیکه به بیا داورګاډي د ستیشن اودهغی پوښتۍ تر منځ چې دمیان بلاک په نامه یادیږی ،تر نیمایی پوری رسیږی او په داسی حال کی چی دجنوب په لور به روانه وی له خوجه عمران غروسره به بیا یو ځای کیږی .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانیې په علاقه کې او دغوښی په جنوب او لویدیځ کی دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدی . دبرتانیې حکومت به ددغه سړک تر نیم میلی پورې مداخله نه کوې . 
۶ / ددغه تړون لیک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدی سیمی په باب ددوی تر منځ پیدا شوی وو ،دپوره او قناعت ښوونکې فیصلې په ډول گڼل کیږی او دواړه دهندوستان حکومت اووالاحضرت پهخ خپلو غاړو اخلې چې جز هٔ یاتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دی وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پری غور کیږی چې دسرحدی خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کیږی ،ددوستۍ په روحیې سره به فیصله کیږی .ددی دپار چی تر هغو چې ممکنه وی ددواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهمیو سببو نه له منځه ولاړ شی . 
۷ / دهندوستان حکومت چې دبرتانیې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نیتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوۍ او غواړی افغانستان پیاوړۍ او خپلواک ووینی دوالاحضرت لخوادجنگی لوازموپه رانیولواو واردولوباندی به اعتراض ونه کړې ،او دوی به په خپله دغه په هکله خه مرسته ورسره وکړې .برسېره پردی ددې دپاره چې دوالاحضرت دهغی دوستانه روحیې نښه وساتله شی چې په دغو مذاکراتو کې یې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوی چی په هغه دولسو لکو کی شپږ لکه روپۍ زیاتۍ راوستل شی چې والاحضرت ته هر کال د مرستی په ډول ورکول کیږی .
هنری ماتمر ډیورنډدهندوستان دحکومت دبهرنیو چارو وزیر 
امیر عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامیر 
کابل دنومبر ۱۸۹۳.۱۲

- بېرته شاته