(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ژبې لنډ (مختصر) تاريخ

ژبه يو کامل او مکمل اندام دے چې د روح د شعور او د ‌ذات د ساتنې د تقاضې ترجماني او نمايندګي کولې شي ، يا لکه دا چې ، ژبه فقط د بنيادم د خلې وتي هغه صوتي اشکالو ته وايي چې دے پرې د خپلو خيالاتو اظهار بل بنيادم ته کوي
څومره چې پښتانۀ زاړۀ دي دومره پښتو ژبه زړۀ ده ، ځکه چې پښتو يـوازې د يوې قديمې ژبې نوم نه دے بلکه دا د هغو ښو ثقافتي اقدارو د مجموعې نوم دے په کوم چې دا قوم پيژندې شي ، که مونږ دا ووايو چې دَ پښتــــو په وجه پښتون پښتون دے نو بې ځايه به نه وي اوس چې څومره پښتون زوړ دے نو دومره پښتــــو زړَه ده ، په دې لړ کښې دا څــــــو نقطې د غور دي چې دا تــــرې
ثابتيږې چې پښتو زرګونه کاله زړَه ژبه ده
په رګ ويد کښې د پشتـــــون ذکر راغلے دے چې دا کتاب په 1400 ق م کښې ليکلے شوے دے کيدې شي چې په دې لحاظ د دغه قوم ژبه تقــريباً 3380 کاله زړه وي ، په اوستا کښې د بخد په حـــواله د پښتــــــون ذکر راځي چې دا کتاب په 1000 ق م کښې شوے دے کيدې شي چې د دې کتـــاب په لحاظ دا ژبه 2989 کاله زړَه وي
هيروډوټس يوناني مؤرخ په 484 - 425 ق م کښې د پښتــــو وطن پکتيکا ياد کړے دے نو په دې لحاظ به د پښتونخوا د دې قوم ژبه تقريباً 2400 کاله زړَه وي
په پورتنو نکتو په رڼا کښې مونږ دا ويلې شو چې په زباني لحاظ پښتــــو د سنسکرت او اوستا هومـــــره زړَه ده ، او په دې لحــــاظ هم د دې قدامت درې نيم زره کاله خواؤ شا ته رسي
د ميخي خط په شکل کښې پښتــــــــــــو تقريباً دوه نيم زره کــــاله زړَه ده او پـه موجوده خط کښې د دې قدامت تقريباً 1350 کالو ته رسي ، خو مونـــــــــــږه د اټکلي اندازې مطابق د پښتو قدامت تقريباً پنځه زره کاله يادولې شو ، کيدې شي چې دَ وخت په تيريدو دا اټکله اندازه د نوو تحقيقاتو په رڼا کښې نـــوره هم وړاندې لاړه شي ځکه چې په جديد سائنسي دور کښې هـــر ميدان کښې د تحقيق کار ښۀ په تيزۍ سره کولې شي

- بېرته شاته