(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ پخپله خاوره امن غواړو

دپيښور په قيصه خوانۍ بازار کې داتوار په ورځ د شوې بمي چاودنې  څخه وروستودگل په  ورځ د مدني ټولنې فعالين اؤ دپيښور اوسيدونکي سړکونو ته راوتلي اؤ غوښتنه يې کړې ده چې پيښور دې نور د سوځيدو څخه وژغورل شي .
دغه اولسي وگړي وايي "مونږ ته دې حکومت نۀ رياست ځواب راکړي چې زمونږ بچي،خويندې اؤ وروڼه په څه سبب قتليږي اؤ ترڅو به مونږ سحراؤ ماښام دخپلو عزيزانو جنازې پورته کوو؟"
داتوار په ورځ غرمه يوولس بجې دپيښور په تاريخي بازارقيصه خوانۍ  کې په شوې يوه بمي چاودنه کې د زنانه اؤ ماشومانو په گډون ٤٣کسان مړۀ اؤ ٨٠نور ژوبل شوي وؤچې ديارلس پکې ديوې کورنۍ غړي وؤ.
دپيښورکاروباري ورورولۍ ددغه پيښې له امله د دريوؤ ورځو د هړتال يا کاربنديز اعلان کړى اؤ دبيلابيلو اولسي تنظيمونو،کاروباري ورورولۍ اؤ عامو خلکو لخوا په پيښور کې دترهگرۍ د شوؤ وروستو پيښو په ضد لاريونه شوي اؤ  په سوؤنو خلک دامن دغوښتو په لړکې سړکونو ته راوتلي دي.

په دغه لړکې د بيلابيلو تنظيمونو اؤ اولسي خلکو يو لويې لاريون د پيښور پريس کلب مخې ته شوى چې پکې زنانه ؤ،داقليتي ورورولۍ استازو،ليکوالو،صحافيانو،سياسي فعالينو اؤ سماجي کارکنانوپه گڼ شمير کې برخه لرله .
دلاريون برخه والو کتبې په لاسونو کې پورته کړې وې چې د امن په حق کې پرې نعرې ليکل شوې وې اؤ شعارونه يې ورکول چې "مونږ پخپله خاوره امن غواړو"
دلاريون يوې برخه والې ميرمنې ثناء اعجاز وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل "مونږ په دې خاوره اوسو،دلته مو ژوند دى ،کورونه مو دي خو روزانه زمونږ خويندي وروڼه دترهگرۍ ښکارکيږي،اخرولې اؤ په څۀ گناه؟"
هغې وويل"رياست کۀ زمونږ تحفظ نه شي کولى نو ځواب دې راکړي چې دا خاوره پريږدئ ،ولې يې دترهگرو مخې ته غورځولي يو؟"
دپښتونخوا کلچرل فاونډيشن په استازيتوب ددغه لاريون يو برخه وال ښاغلي روم ډيوه راډيو ته وويل "پيښور چې اوس څنگه په ډاگه د بريد لاندې راغلى اؤ سحر ماښام دلته زمونږ بچي، وروڼه ،خويندې قتلولى شي همدغه شان دترهگرو په ضد اؤ دامن دپاره واکداران هم بايد ډاگيز پلان رامخې ته کړي اؤ مونږ ته دې اطمينان راکړي چې نور به نۀ وژل کيږو  "
روم زياته کړه جنگيالو سره کۀ په خبرو امن راځي خو سمه ده کۀ خبرې نۀ کيږي نو مونږ دې نور نور نۀ وژني اؤ رياست دې د خپلو وگړو دتحفظ دپاره په حرکت کې راشي.
دعوامي نيشنل پارټۍ يوتن مشر ميا افتخارحسين په دغه موقعه وويل پښتانۀ نور د خپلو بچو په جنازو پورته کولو ستړي شول، اوس په شپ شپ کار نۀ کيږي ددغه ترهگرۍ نه به خپل اولس بچ کول وي اؤ ددې دپاره به مقتدرو قوتونو په ډاگيز ډول پرته له کومې ويرې ترهې ميدان ته راوتل وي.

هغه وويل دغه ترهگرو ته وخت ورکول دپښتنو د وژنې دمعياد سيواکولو په معني دي ځکه چې هغوئ نه مذاکرات مني اؤ نۀ انسانيت ،بايد قام نور په دوکه کې ونۀ ساتل شي اؤ دترهگرۍ دنوغي ويستودپاره يو کوټلى پروگرام عملي کړل شي.
دهندوانوپه نمائندگۍ ښاغلي هارون دلاريون په مهال وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل "په پيښور کې دترهگرۍ وروستو پيښو په ډاگه کړې ده چې اوس خبره دمذمت څخه وتلې اؤ د مزاحمت وخت رارسيدلى بايد حکومت اؤ رياست دخپل اولس د ژعورنې دپاره په ډاگيز ډول راوړاندې شي اؤ کۀ چرې هغوئ دترهگرو څخه ويريږي نوبيا به اولس ته پخپله دخپلو ځانونو،مالونو اؤ عزتونو د ساتنې دپاره سړکونو ته راوتل وي"
بل لوري ته د قيصه خوانۍ د چاودنې په دوهمه  ورځ هم دپيښور په فضاء د خفگان څادر خور دى اؤ هاغه تاريخي قيصه خوانۍ چې د پيښور زړۀ ياديږي اؤ د شپې رڼاگانې يې خلکو ته د ژوند احساس ورکوي د څلور منه بارودو د چاوديدو له امله د راغورځيدلو ودانيو د ملبې په يو داسې لويې ډيران بدله شوې ده چې د بنده پرې هډو سود نۀ کيږي چې دا گنې هم هاغه قيصه خوانۍ ده چې دتاريخ په کتابونو کې شوى ذکر يې د لرې لرې وطنونو خلک ددغه بازار چکر ته هڅوي.
دگل په ورځ کۀ هرڅو دپيښور د اوسيدونکو په مخونو ددغه  پيښې دغم اؤ خفگان تاثرات خوارۀ وؤ اؤ پرله پسې شوؤ دترهگرۍ پيښو ويرولي وؤ خو د خوف اؤ ويرې ددغه احساس باوجود هم ډلې ډلې خلک دقيصه خوانۍ بازار ته روان دي اؤ دغلته دبازار په منځ سړک په اچول شوؤ کرسو د اتوار د ورځې دپيښې دقربانيانو دپاره دقران پاک تلاوت کوي اؤ په امدادي کارونو کې برخه اخلي.
پوليس دقيصه خوانۍ په لور غځيدلې لارې په ازغنو تارونو تړلي اؤ په ټول پيښورکې سخت امنيتي تدابيرنيول شوي دي .
دقيصه خوانۍ بازار کې د شوې چاودنې له امله ددغه بازار گڼ شميردوکانونه تباه شوي اؤ د بجلۍنظام تس نس شوى دى.
دگل  په ورځ کۀ چرته دتباه شوؤ دوکانونو خاوندانو خپل څۀ ناڅه بچ شوي مالونه راټولول نو هلته د ټريکټرو په ذريعه دقيصه خوانۍ بازار د راغورځيدلو ودانيو ملبې هم دبازار څخه بهر ويستل کيدلې.
دبازار دوکانداران د سخت غم اؤ ماتم په حالت کې دي اؤ د کتابونو د يو زيانمن شوي دوکان مالک رازق وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل "دا څه حالت دى، ته وگوره دا خو قيصه خوانۍ نه سم فلسطين ښکاري ،دلته به څوک ژوند څنگه وکړي اؤ کار به څه وکړي ؟"
هغه وويل په دوکان کې يې ټوله اړي موړي تباه شوې ده خو شکرپه دې وباسي چې ددوکان د عملې سر ته يې خير شوى دى"شکر دى زما دوکان کې څوک نه دې مړۀ شوي خو دا کوم لاشونه چې مونږ پرون اوچ کړي دا خو هم د چا بچي، روڼه اؤ پلاران وؤ کنه . والله که رزق خوند راکوي روزگار خو لا پريږده."

په پیښور يي څه اور بل کو، خدایه را ورسه، د زنانه فریاد

په تاریخ کې د داستانونو او د قیصو د پاره مشهور د پیښور قیصه خوانۍ بازار کې که پخوا د لرې لرې مسافرو په شنه چائې یا قهوه د خپلو سفرونو، تجربو او د نوي نوي سېمو قیصې کولې او دغه رنگ يي د مینې او امن روایات رقم کړې، خو د اتوار په ورځ قیصه خوانۍ په وینو ورنگیده.
قیصه خوانۍ کې دوو چاؤدنو د ښځو او ماشومانو ويني توې شوي. چاودنو کې لږ تر لږه ٣٩ کسان ووژل شو.
"په پیښور يي څه اور بل کو، خدایه را ورسه، خلک يي مړ کو،" دا د یوې داسې زنانه فریاد او دعا ده چې هغه په ماتم کې کوي.
دا دویمه د اتوار ورځ وه چې د "گلونو ښار" په نوم یادیدونکې پیښور د پاره يي د مرگ، ژوبلې او ویني زیرې راوړل. د تیر اتوار په ورځ د پیښور په یوه کلیسا کې ځانمرگې حمله کې تر ٨٣ پورې کسان وژل شوي وو. د مطبوعاتو ترمخه، د طالبانو یوې ډلې ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه.
یوه زمانه وه چې د مسافرو او تاجرانو کاروانونو به په پیښو کې پړاؤ کولو او د قیصه خوانۍ په قهوه خانو کې به ورته پیشه ور قېصه گویانو به ورته قیصې کولې. ددې ترڅنگ ښار ته راتلونکو مسافرو به هم د یوبل سره خپلې تجربې شریکولې.
بازار کې د قیصو ویلو او اوریدلو د روایت په وجه د قيصه خوانۍ په نوم شهرت په غاړه کړو.
د اتوار په ورځ د رومانوي شهرت لرونکې قیصه خوانۍ بازار خاوره یو یوار بیا په وینو ورنگیده.
پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله ددغه پیښې رپورټ دلته اوریدی شۍ

 Deewa radio

- بېرته شاته