(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تنکي ارمانونه

لومړۍ شعري ټولګه

غزنوي خپرندوې ټولنی تخنیکي څانګه

سویس پلازه کویټه

کتاب پېژندنه

دکتاب نوم        ::          تنکي ارمانونه                 

نوم                  ::          ملک محمدرمضان مشواڼې

قلمي نوم         ::          ارماني                           

کمپوز               ::          په خپله شاعر                    

سرپاڼه             ::          رشیداحمد مشواڼې               

چاپ شمېر        ::          پنځه سوه ټوکه                     

چاپ کال          ::          مي۲۰۱۳                           

بېه                   ::          سل کالداري

 

غزنوي خپرندوې ټولني     تخنیکي څانګه

 

تړون

په نامه دهغه لوي څښتن چي زماپه شان یې وډیرو نوروناپوهانوته څه لږغوندي دقام دبیداري شعور ورکړی دی.

زماخبري

زه خودومره لوي شاعرنه یم چي په ځان ویاړوکړم ما خوبس اوس هم دادی دزده کړی په چوکاټ کښی لومړی ګام اېښی دی.اوغواړم چي زمادالنډه غوندي شعري هڅه ترتاسوپوري درورسېـږي.اوتاسوزمانېمګړتیاوي وما ته راپه ګوته کړی.چي له ماسره کومي تېروتني شوي دي. زه دهغوټولوملګروپه ځانګړي توګه دغلام محمدمجلسیار مشواڼې زمادلومړۍزدهکړوښوونکي ماسټرعبدالباقي او زماددوستانوچي زما شعرونه یې زمزمه کړي دي لکه طاهرفیـروزاوعاصم ګلستاني دژورنالسټاني په ډګرکښي ترټولوزیاته مننه دجهانزیب اڅکزي کوم چي دده دلاري د ژورنالیسټي وڅانګي ته راغلم اوبیادعبدالکبیـرشاکرهم مننه کوم چي هروخت یې زماپه شان دنورو پښتنوژورنا لسټانو د روزګارغم کړی دی ددوي مننه کوم.هم دغه شان دنعمت الله اڅکزي، جبارخان کاکړاودسیدانورشاه هم مننه کوم چي دوي پخپلو ورځپاڼوکښي دلیک کولوموقع په لاس راکړه.د دې ټولوترڅنګ دمحمدهاشم پروانه مشواڼي هم مننه کوم چي لماسره به یې خپل هنرشریکوای.مامخ کښي هم ویلي ووچي دادبي زدهکړوپه چوکاټ مي هم دا اوس ګام اېښي دی ځکه زماپه خبروکښي به ادبي خبره لږاو خپل دهغودوستانوذکرډیروي چي په هرډګریې له ما سره کومک اوپه زړه پوري مرسته کړې ده.په دې ملګرو کښي یوڅونومونه رانقـل کوم لکه ګران ملګری  نصرالله زېرې ،عباس شاه مخـلص مشواڼې،طیب عادل مشواڼې ، حاجی جمال تره کی ، محب الله محبوب،اکرم دلیار، نذیر وفا،ملک عرفان مشواڼې ،عبدالقدیر،آغاجان همدرد،علي جان خوشحال، عظمت اڅکزی، ظفـرالله اڅکزی، نقیب الله کاکړدبوستان اودپښتونخوا ګوند نورو ملګروچي زما مرسته کړې ده اوتردې مقام یې را رسولی یم چي نن زمادالنډه غوندي شعري ټولګه بشپړه شوې ده.زماپه دې خبروبه ګڼ شمېرملګري نیوکي وکړي خوڅه وکړم چاچي زما ډاډ ګیرنه کړې ده بایدچي هغه وستایم.

          زمادشعري ټولګۍ نوم ښاغلي علي جان خوشحال  چي زماملګری دی غوره کړیدی.زه خپله دغه شعري ټولګه دپنجپاي ډیرتکړه شاعراوخپل ګران ملګری غلام محمدمجلسیارته ډالۍ کوم.                                         

ستاسویوه نړۍ مننه

ملک محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

[email protected]

03458337726

****************************

حمد

لاس په دعایم کړم سوالونه زه وتاته الله
منکرخونه یم چي زاری کړم وبل چاته الله
 

ته مهربانه ته رحیم اویې خالقه ذاتـه
پروت ګنګاریمه هروخت ستاودرګاه ته الله
 

داستاله قهره پناه غواړمه خالقه خدايه
نیولي سترګي مي هروخت دي ستاوخواته الله
 

مشرک خونه یمه چي تاسره شریک ګڼمه
سوزي په اورکښي چي سرټیټ کړي وبل چاته الله
 

دخپله دره ارماني ته یوڅه ورکړه خدايه
په سترګوسرودرته ژړېـږي ستادرګاه ته الله
***

نعت

زما عشق په خپل جانان دی بل به څه کړم
چي سردار ددوو جهان دی بل به څه کړم
 

چي په راتګ د محمد تېارې رڼا شوې
دا نبي آخر زمان دی بل به څه کړم
 

ده رحمت العللمین رالېـږل شوی
هم زموږ د سترګو توان دی بل به څه کړم
 

هرڅوک واي چي روان د ده په لاره ویه
داارمان دمسلمان دی بل به څه کړم
 

زې اُمتي یمه دده په لاربه ځم
بس هم دغه مي ارمان دی بل به څه کړم
 

زه بنده دلوي څښتن په ده نازېږم
پرالله باندي ډیرګران دی بل به څه کړم
 

د الله دی نازولی په موږ ګران دی
صفت خوا یې رمضان دی بل به څه کړم

***

زمازړه ستادمیني کوردی کوردی
بل چي په مادمیني اوردی اوردی
 

زه ځکه ژاړم خود به ژاړم ارمان
زړګی زماله دنیا توردی توردی
 

زړه سوځوم دآزادۍ په لاره
لکه دښمن چي مي خپل وروردی وروردی
 

په غروکښي ستادعشق شپیلۍ وهمه
دلته زمادجانان کوردی کوردی
 

ته په دې خاوره لکه نه یې ميئن
لیلا وطن نه دي زړه موړدی موړدی
 

په ښکلې نوم دی ارماني شوم شیدا
زړه مي بدل په سوي سکوردی سکوردی
***

 

 

په غم کښي ددنیاچي ته جلاراسره نه شې
ميئن یمه پرتاچي بېوفاراسره نه شې
 

په زړه کښی مي غمونه تاراکړي دي جانانه
اوس ګوره چي جلاته په رضاراسره نه شې
 

دااورم چي خفه یې نن له ماسه په ماګرانه
قسم دی که زه  ولاړ شم چي په خلاراسره نه شې
 

پوهېږم چي ميئن یې زه خو هم پرتاميئن یم
له مانه مرورچي په دنیاراسره نه شې
 

خواروزار زه ارماني یم په تاپسې جانانه
اوس ګوره رمضانه په ژړاراسره نه شې
***

 

څه ښکلې نشه ده ستاپه سترګو کښي
څومره ښه مزه ده ستاپه سترګو کښي
 

سرې لمبې خورې دي په وطن اشنا
دا څه توره شپه ده ستاپه سترګو کښي
 

رایې کړه په مینه چي نشه شمه
ماته اوس نشه ده ستاپه سترګو کښي
 

یو ورورد بل ورورنه غلا کوي دلته
دابده قېصه ده ستاپه سترګو کښي
 

مه یې وېښوی په خوب کښي ده ورکه
زمالیلا وېده ده ستاپه سترګو ګښي
 

زه ارماني ډیر په مینه وایمه
زما د زړه قېصه ده ستاپه سترګو کښي
 

***

 

 

محبوبي ستادسترګوجنګ ښه نه دی
په تندي خال په شونډورنګ ښه نه دی
 

راځي چي ختمه غلامي کړوزیاته
کول بیاویاړ دبل په ننګ ښه نه دی
 

چي ته راځې بویې جهان خبرکړي
په غاړه ستالاچي لونګ ښه نه دی
 

خوښه مي توره بنګړي څه کومه
پېغلي داستا دبنګړو شړنګ ښه نه دی
 

محـبوبي پرېږده د رقیب خویونه
تله درقیب سره په څنګ ښه نه دی
 

راواخلی توري ځودننګ په لاره
دپلارپه توره مودازنګ ښه نه دی
 

راځي چي وکړه نن غیرت په وطن
غلام سړی پروت پرپلنګ ښه نه دی
 

راځه راځه ارماني ګران پښتونه
په ماوتادرقیب جنګ ښه نه دی

***

 

 

نن چي ماپرتااوتاپرمالاسونه واچول
دې ظالم رقیب مي پرلیلالاسونه واچول
 

ولاړم تومتي شوم ستاپه مینه کښي جانانه زه
ولي دي جانانه پربل چالاسونه واچول
 

زه په لڅوپښواوپه ازغودرتلمه تالره
څنګه تاپربل ښایسته اشنالاسونه واچول
 

څنګه له ماولاړې بېوفاشوې ته دبل ګلي
زه یم وفادارماپروفالاسونه واچول
 

ماچي ویل ته به یې جانانه ننګیالی پښتون
ته شولې بې ننګه تاپرچالاسونه واچول
 

ته خودرقیب په خولې جلاشولې له ماګلي
هېرمي کړه غمونه ماپرتالاسونه واچول
 

هېربه کړم هرڅه ګرځم خوشحاله ارماني یمه
ګرځم په خنداچي تاپرمالاسونه واچول
***

 

وطنه ستاوجګوغروته سلام
ستاوبهادره ننګیالوته سلام
 

دخپل وطن په مینه پایمه زه
زمادمیني وجذبوته سلام
 

چي غلامي قبوله نکړی په ځان
وداسي ښکلوپښتنوته سلام
 

دپښتونخوا د آزادۍ په نامه
چي کوي جنګ وتوریالو ته سلام
 

چي قربانۍ دپاره تل وي تیار
ناست په سنګرکښي شازلموته سلام
 

داچي روان دي ځي دجنګ میدان ته
دخان شهید ودې بچوته سلام
 

چي دوطن په نامه ځان کړي قربان
ددې پښتون و ولولوته سلام
 

تل یې ساتلی دی وطن دپښتون
د خپل مشرانووجرګو ته سلام
 

د پشتونخوا د خپلواکۍ لپاره
دارماني ودې شعروته سلام
 

 

 

***

 

 

 

رادي کړل لاسونه په لاسونو کښي
ورک مي شول غمونه په غمونو کښي
 

اوس شومه خوشحال چي خوشحالي شوله
مخکښي سوځېدمه په اورونو کښي
 

ستا پر خمارو سترګو شیدا یمه
راکه ماته جام ته په جامونو کښي
 

بیاوینم په سپینه ورځ خوبونه ستا
رنګ مي شي خوبونه په خوبونو کښي
 

مینه مي په زړه قبوله ستاده اوس
ځکه خواوس ورک شوم په سوچونو کښي
 

نن د ارماني دزړه خبر واوره
کړي دیه شاعري چي په شعرونو کښي
 

***

 

 

داوطن ګټل غواړي ځوانانو
وینه تویول غواړي ځوانانو
 

نن مي بیاپښتون زړګي په مینه
څه نه څه ویل غواړي ځوانانو
 

زړه مي دافغان په وطن ژاړي
اوښکي تویول غواړي ځوانانو
 

هسي پروطن آزادي نه راځي
سرخو پرېکول غواړي ځوانانو
 

چي بلي کړی ډیوې تیارې به ځي
څه خوبلول غواړي ځوانانو
 

کوم چي ارماني ویني په خوب کښي
هغه ژوندکول غواړي ځوانانو
 

 

 

***

 

 

په سره جوړه کښي ښاپېـرۍ ښکارېـږي
لیلادګل غوندي غوټۍ ښکارېـږي
 

منګی په سرچي ځي ګودرته کله
بیا نو د غرونو شهزادګۍ ښکارېـږي
 

مالیونی کړي رانه ورک شي خپل ځان
چي راته راشي شین خالۍ ښکارېـږي
 

دښکلومنځ کښي چي راځي په مینه
څومره ښایسته لکه کوچۍ ښکارېـږي
 

کوي هروخت راته دننګ خبري
دا میـوندواله ملالۍ ښکارېـږي
 

ناست ې انځورته ارماني دشپې یم
په سرزمالکه سپـوږمۍ ښکارېـږي

***

 

دیارپه سترګوکښي پرته ده مینه
څومره خوږه څومره ترخه ده مینه
 

ته د پخوا په سترګو وګوره لږ
لامي په زړه کښي ستا خوره ده مینه
 

ستا د راتلو لاري به کړمه جارو
زړه کښي زماچي لاتوده ده مینه
 

زه که دا ستا دیدن کولاي نه شم
له ماسره دي راسره ده مینه
 

غمونه لیري که له مانه ګله
ستاچي مي زړه کښي میلمنه ده مینه
 

یم ارماني لا طلبګار دمیني
هېره مي نه ده ستاقیصه ده مینه
 

 

 

 

 

 

بیاپه سترګو سرو دخپل اشناله ښاره ولاړم
وو ډیر رقیبان چي دلیلاله ښاره ولاړم
 

بس ده دومره مینه چي مي وکړه لتاسره
زه خوباوفاوم هم په داله ښاره ولاړم
 

ماخوپکښي مینه لټوله مینه نه وه
ځکه لکه خپل داسي داستا له ښاره ولاړم
 

ولي مي په کاڼو راته ګوری دښارخلګو
ټول زخمي زخمي یم په ژړاله ښاره ولاړم
 

د بېوفاښاروو پروانه کړمه تېرلاړم
خیردی که نن بیازه په ژړاله ښاره ولاړم
 

هیڅ ګیله مي نشته رمضانه له هیچاڅخه
هسي ارماني یم په رضاله ښاره ولاړم
***

 

 

تل به نازېږوموږ په تارهبره
د پاکي خاوري پښتونخوارهبره
 

رهبره کله داغیارونه شې
خلګ راټول دي نن په تارهبره
 

د غریبانو یې د ژوند ملګری
مینه په زړه لرې رښتیارهبره
 

په تا نازېـږي د وطن خلګ ټول
ته يې د ټولو رهنمارهبره
 

ځکه اولس درته دعا کوي نن
رمضان دي ستاي په ادارهبره
 

***

 

 

خېرکه تېرېږي خوپه ماتېرېږي
دا د غم ورځي چي اشناتېرېږي
 

چي راځي نه ګوري وماته لیلا
چي په کوڅه کښي شاه لیلاتېرېږي
 

منګی یې واخیستي اوشوه روانه
چیري چي ګوري په خنداتېرېږي
 

دورورپه وینومي دی سره لاسونه
دبې وسۍ ژونددی پر ماتېرېږي
 

راغله په مینه اوس زماشوله دا
راځي کوڅې ته په خنداتېرېږي
 

هغه به ورځ وي آخري دژوندون
کله اغیارچي په دې خواتېرېږي
 

دورورولۍ خبري وکړی تاسو
بیابه هیڅوک نه په ژړاتېرېږي
 

ولاړه له مانه دبل چاشوه لیلا
اوس نوپه پټه بېوفاتېرېږي
 

نازېږې مه په خپل ځواني باندي ته
اې! ارماني ځواني هم ستاتېرېږي

***

 

 

نه ددولت نه ددنیا خبري
موږ خو کوو پښتونخوا خبري
 

که مووریاددپاني پت میدان شو
هرڅوک به کړي داحمدشاه خبره
 

جوړکړل ځوانانو لښکرونه دجنګ
ورځي میدان ته کړي رښتیا خبري
 

پرې ږدۍ یې مه ځه دشهیدپه لاره
کوي خاین په کورکښي دا خبري
 

تاچي اشناله خپل اشنانه بېل کړه
کوي رقیبه خلګ ستا خبري
 

یمه ميئن په پښتنو ارماني
ځکه کوم زه دشیرشاه خبري
 

 

تا چي یادومه دسلګوسره
اوښکي تویومه دلېموسره
 

زړه ته دي ورتېره داخبره که
ګوره چي ټېټ نه شی دکتوسره
 

عشقه زه پشتون یمه مجنون یمه
تابه کړم قبول زه دپښتوسره
 

ننګ چي په پښتواو پښتونخوا کوي
زه ورځم دداسي مېړانوسره
 

سترګي دي راوړه وه ميئن یمه
سترګي خپلومه دبڼوسره
 

ولاړمه له کلی مسافر شومه
ورک مي شو قرار د تېر وختوسره
 

زه شوم درپدره بېوفاشوې ته
بیابه دي په خله کړم دجرګوسره
 

خوارکه ارماني یم پروانه کوي
نه یمه غلام چي ځم پرېدوسره
***

 

دا ستا په زنه چي خالونه ډېر دي
دومره په زړه زمادردونه ډېر دي
 

نه وي دشپـې اونه دورځي قرار
څومره په زړه کښي مي زخمونه ډېر دي
 

خداي به آزاده پښتونخوا کړي زموږ
دلـته د نورو پېغـورونه ډېر دي
 

زه انتظار ستا د راتلو کومه
ستا د لېدو مي ارمانونه ډېر دي
 

مخ کړه څرګنده چي دي ووېنمه
لامي په ژوند کښي نور غمونه ډېر دي
 

راځه چي وکړو د اخلاص یارانه
دپاکي میني تومتونه ډېر دي
 

زه ارماني په تاميئن یم ګوره
زما لتاسه امیدونه ډېردي

***

 

 

نه خوښوم دبنګړوشړنګ محبوبي
غواړم چي شم په وینورنګ محبوبي
 

زه چي آزاده پښتونخواخوشوم
کومه زه په وطن جنګ محبوبي
 

ورک به خاینان کړم له وطنه ټول
ورباندي زه کوم غورځنګ محبوبي
 

داپښتانه دي چي جنګېژي هروخت
دښمن وي په وینورنګ محبوبي
 

ماته پښتوا و پښتونخوا ده ګرانه
کومه زه پر پښتوننګ محبوبي
 

دسنګرخواته چي زلمي روان دي
ولاړیې زه یمه پر څنګ محبوبي
 

خوار ارماني یم پښتونخوا جوړم
نه کوم خوب زه پر پلنګ محبوبي

***

 

راځي چي وکړوفېصله ملګرو
زیاته به نه کړواندېښنه ملګرو
 

جاربه سرومال کړوتروطن زلمو
وبه کړوخپلوکښي جرګه ملګرو
 

پرېږدمه نه زه خاینان په وطن
زماده ټینګه اراده ملګرو
 

زه به وریادکړم ابدالي ومیرویس
په وطن جنګ کړم همېشه ملګرو
 

دننګ په لاره چي هروخت روان یم
ننګ اوغیرت مي دی نشه ملګرو
 

خوار ارماني یم بس هم دومره وایم
خپل قام به نه کړم تماشه ملګرو
 

***

 

مه مي ویښوی په خوب وېده ښه یم
ورک ددې دنیادغمه زه ښه یم
 

پرېږده چي خواره وي تورزلفان په ما
پروت دخپل جانان په زنګانه ښه یم
 

نه کوي یاري له ماسره قسمت
زه ستړی ستومان په ژوندانه ښه یم
 

کله به راځې زما په خوااشنا
ستاپه غم کښي زه وېده وېده ښه یم
 

پرې مي ږدۍ چي وسوځم اېرې شمه
پروت زه په انګاردبېلتانه ښه یم
 

تا ته  په  ارمان  ارماني  وایمه
زه په تیغ زخمي دبېلتانه ښه یم
***

 

سترګي دیارمي ډیریادېږي ماته خوب نه راځي
دزړه په سرمي راورېږي ماته خوب نه راځي
 

خبرزه نه یم چي وختونه په ماڅنګه تېرشي
هسي مي زړه راته تنګېږي ماته خوب نه راځي
 

په نېموشپوشمه بېداره ستاتصویرته ګورم
دهجراورپه مابلېږي ماته خوب نه راځي
 

زه خوساده یمه هروخت دي یادوم په مینه
داستاخندامي نه هېږي ماته خوب نه راځي
 

هروخت په مینه راته وکړه دپښتوخبري
داپښتونخوابه اوس جوړېږي ماته خوب نه راځي
 

زه ارماني یې یادوم مدام په مینه مینه
اوښکي په مخ زمابهېږي ماته خوب نه راځي
 

***

 

هریوارمان مي دي ستومانه چاته وژړېږم
ګرځم خفه یم له خپل ځانه چاته وژړېږم
 

نېمګړی پاته ارمانونه مي دخپل زړګي شو
پوره مي نه شولې ارمانه چاته وژړېږم
 

په نېموشپوشمه راوېښ ستاوتصویرته ګورم
ته بېوفاشوې په ماګرانه چاته وژړېږم
 

دغه سپرلۍ داخوشحالي مي په نصیب کښي نه ده
ورک شمه ورک شم له جانانه چاته وژړېږم
 

باورمي نشته په هیچاځکه تنهاګرځېږم
سوځم په اورکښي دهجرانه چاته وژړېږم
 

خبرپې زه یم ارماني یم بېوفاشواشنا
لیکم شعرونه دخفګانه چاته وژړېږم

***

 

 

ستاله یادونو سره ژوندکومه
له ډېرغمونو سره ژوندکومه
 

ته خو خندا اوزه ژړا کومه
ستا تصویرونو سره ژوند کومه
 

چي ټوله شپه یم ناقراره مدام
زه له زخمونو سره ژوندکومه
 

وایم چي رابه شي ښایسته لیلامي
له دې سوچونو سره ژوندکومه
 

په زړه مي ډیرداغونه ستاپراته دي
دکړهاونو سره ژوندکومه
 

دګل په قدرکله زه پوهېږم
کله ګلونو سره ژوندکومه
 

په دې خوشحاله ارماني پښتون یم
چي دخپل وروڼو سره ژوندکومه
 

***

 

سترګي مي ستاسترګي لېدل غواړي
دزړه ارمان پوره کول غواړي
 

نشته باورمي اوس په چاباندي
دابې باوره هېرول غواړي
 

دزړه قراردی رانه وړی تا
دغه زړګي مي صبرېدل غواړي
 

تې چي له مانه کړې جدالیلا
دارقیبان په اورسېزل غواړي
 

چي پښتنه وي بیاجفانه کوي
کله دا خپل اشنا دا غل غواړي
 

راځي چي ووایوپه مینه ټول
مینه وفا سره تړل غواړي
 

زه ارماني خپل پښتانه ستایم
دا پښتونخوا هم خپلول غواړي
 

***

 

په اوښکولوندمي شوګریوان عالمه
ژړا کوم له ډېر خفګان عالمه
 

دا درپدره افغانان چي وینم
خوارو زار ګرځي پرېشان عالمه
 

خداي به ودان زموږ وطن کړي خلګو
چي دلته وسي لږباران عالمه
 

رڼا د علم چي خوره وره شي
دلته به راشي ښه دوران عالمه
 

دوطن کاڼي ښکلوم په مینه
ځکه چي کوردی دافغان عالمه
 

مدام دغم باران راوري په ما
هروخت زه ژاړم په ارمان عالمه
 

زه ارماني دوطن مینه لرم
ځان به قربان کړم په دې شان عالمه
***

 

چي ستاله کلي شوم روان محبوبي
په اوښکولوند مي شوګریوان محبوبي
 

په لاره تلم ژړا هم ماکوله
په برخه زماشولوخفګان محبوبي
 

په اوښکولوند ګریوان زه چاته ورشم
ژړاکوم ډیرپه ارمان محبوبي
 

خودبه ژړېږم چي ميئن یم پرتا
په اورکښي سوځم دهجران محبوبي
 

بیابه داستاکلي ته نه درځمه
زه مسافروم یوافغان محبوبي
 

زه ارماني دي دزړه کورکښي ساتم
په څنګ کښي اوسه درمضان محبوبي

***

 

مرم خوپروانشته آزادي راوړم
خاندم خوشحالېږم خوشحالي راوړم
 

سرکه مي په دارشي پروانه کوم
ځکه چي خپل قام لره سیالي راوړم
 

راچي خوشحالي شي کورپه کورزموږ
ګرځم په کوڅوکښي ورورولي راوړم
 

یمه ارماني په خپل وطن قربان
سربه کړم په دارچي خپلواکي راوړم
 

***

 

 

پاڅي له خوبه پښتنو زلمیانو
د پشتونخوا د جګو غرو زلمیانو

توري ته لاس کړی په شانه شي ګوری
زموږ د کلی او کوڅو زلمیانو
 

لږمو تاریخ د پلار نیکه وګوری
په ننګ ولاړوو ننګیالو زلمیانو
 

په خپل وطن به پشتانه جنګېدل
څله وېده یاست جنګیالو زلمیانو
 

راځي چي خپله پښتونخوا کړو خپله
بې کوره نه یو توریالو زلمیانو
 

راځي چي وېښ شودغفـلت له خوبه
لابه وېده یو موږ ترڅو زلمیانو
 

زه ارماني دپښتونخواپه مینه
لیکم شعرونه دپښتو زلمیانو
 

***

 

زه په فریاداوپه ژړاشومه دخپل جانانه
ولاړم له کلی زه جلاشومه دخپل جانانه
 

هغه جانان مي شوارمان چي په وطن پاته شو
اوس مسافرګرځم تنهاشومه دخپل جانانه
 

په ټول وطن کښي تومتي شومه دیارپه مینه
ځکه خوولاړمه فناشومه دخپل جانانه
 

ماته یادېږي دوطن خړي کوڅې عالمه
زه چي قربان ترپشتونخواشومه دخپل جانانه
 

زه ارماني به ځان قربان کړمه په پاکه مینه
چي په ژړا اوپه خنداشومه دخپل جانانه
***

 

مه کوی خپلوکښی جنګونه ګوری
ورانوی خپل ودان کورنه ګوری
 

تاسوپه خپلوکښي یوبل چي وژنۍ
پرېکوی څله خپل سرونه ګوری
 

راځي چي مړه کړودنفاق اورونه
زیاته به نه کوو مرګونه ګوری
 

څله کوی دزی خیلی جنګونه
ورک به موشي ټول تاریخونه ګوری
 

زه ارماني وپشتنوته وایم
ورکړی په خپلوکښي لاسونه ګوری
 

 

 

 

 

په بام ولاړه وه محبوبي اشارې کولې
زړګي زما ورته دلیري نه لمبې کولې
 

لمبه لمبه مي ټول وجودشولوپه مینه مینه
ښکلي محبوبي چي له ماسره وعدې کولې
 

وم به خوشحاله رانه ورک به شوداټول غمونه
دې چي له ماسره په مینه څوټپې کولې
 

هغه وختونه رانه تېرشواوس ارمان کومه
هغه په یادکه چی دي ماسره څوشپې کولې
 

ماارماني که دخپل ځان په مینه وخانده ته
زه لیونی وم مابه هسي اندېښنې کولې
***

 

زړه مي نادان دی راته څله ګورې
وخت دهجران دی راته څله ګورې
 

ماته به جوړدغه پېغورکړې ګلي
دکلی میان دی راته څله ګورې
 

ماچي درکړی ووپه مینه تاته
ورک دی پېزوان دی راته څله ګورې
 

دمځکی سربه راته اورکړې لیلا
بل دي جانان دی راته څله ګورې
 

زه خوپه اور دا ستادلاسه سوځم
سخت مي ګزران دی راته څله ګورې
 

زه ارماني یې لټوم کوڅوکښي
ورک مي درمان دی راته څله ګورې
 

څومره بېوفاده وفانه لري
ګرانه مي لیلا ده وفانه لري
 

ناسته درقیب سره خندا کوي
ګوري بې پروا ده وفانه لري
 

زه پسې ژړېږم داجفا کوي
مانه اوس جلا ده وفانه لري
 

زه باندي ميئن یم په ماګرانه ده
څنګ کښی دبل چا ده وفانه لري
 

ګوره ارماني چي دهوکه بازه ده
تللې په رضا ده وفانه لري
 

 

***

 

سوردي پېزوان وګوره
خپل دي جانان وګوره
 

زه یم شیدا دمیني
ماپه ارمان وګوره
 

درځمه ستادیدن ته
دسترګوتوان وګوره
 

وڅنګ ته راشه لیلا
سره دي لبان وګوره
 

سره دي لاسونه هروخت
هم دي چشمان وګوره
 

زه ارماني یم ميئن
مارمضان وګوره
 

***

 

په نوم به ستاکړم سرقربان وطنه
د پښتنو پښتونستان وطنه
 

تابه ساتمه د اغیارو څخه
ځکه چي ګران یې په ماګران وطنه
 

ترڅوبه داسي غلامان یودبل
ترڅوبه ژاړوپه خپل ځان وطنه
 

تابه ساتي زلمي دسرپه بېه
دخان شیهد او باچاخان وطنه
 

اغیاربه هیڅکله پرې نه ږدو دلته
د احمدشاه او خوشحال خان وطنه
 

زه ارماني به په تا سرکړم قربان
تابه ساتم دمیرویس خان وطنه
 

***

 

ستا د یادونو سلسلې دي پاته
دیدن دي نشته دغم شپې دي پاته
 

ما خو داستا مینه ترسره کړله
داستاله خواڅومره دهوکې دي پاته
 

زه خوارمانجن ستادوصال یمه
لادي دغم ډیري څپې دي پاته
 

ولاړل سرونه ډیر په دار شو خلګو
لا د منصور چیغي نارې دي پاته
 

زوي شوله پلاره! پلار له زويه ورک
زموږپه ښارکښي جنازې دي پاته
 

کله به وکړم ستا دیدن په مینه
لامي په زړه کښي وسوسې دي پاته
 

زه ارماني په زړه غمجن یم ګوره
لامي په زړه هغه قیصې دي پاته
 

***

 

جوړ شو دیوالونه پروانه کوي
ورک شو دیدنونه پروانه کوي
 

دا زما جونګړه په خطره کښي ده
وي دي توپانونه پروانه کوي
 

دم په دم وېلېږي زموږ زړونه تل
نه کېږي ګلونه پروانه کوي
 

ګرځي دغمونو سره دلته ټول
نشته خوږمن زړونه پروانه کوي
 

هرڅومره ماحول که راته شي ګلزار
نه به کړم خوبونه پروانه کوي
 

څنګه به زه یم خوشحال په دې وطن
غواړم ارمانونه پروانه کوي
 

خوښ مي ارماني دی دهرڅه نه ډیر
خورم که زه دردونه پروانه کوي
***

 

چي رایاد کړم تېروختونه ژړا راشي
ستا راواخلم تصویرونه ژړا راشي
 

پرمادي تومتونه درست امبارکړله
چي په یادکړم تومتونه ژړا راشي
 

چي تاراته لیکلي ووپه مینه ټول
اوس راټول کړم ستاخطونه ژړا راشي
 

ستاپه اوربل کښي چي پراته ووتل مدام
اوس چي وینم سره ګلونه ژړا راشي
 

تاویل چي ستایم بل اشنابه څه کړم
راپه یادشي ستالوظونه ژړا راشي
 

د وطن سپېرو کوڅوکښي زه ګرځېـږم
نن خالي شو ګودرونه ژړا راشي
 

ژړام ارماني تصویرته ستا محبوبي
زه دا ستا کوم سوچونه ژړا راشي
 

سبا به اورې دا قېصه دمیني
زما به وزي جنازه دمیني
 

بیا وي راټول دا رقیبان په تا
څوک به کوي دا افسانه دمیني
 

وفا کول زماګناه شوه خلګو
وکړمه چاته زه ګیله دمیني
 

وو چي جوړکړی موږ دخټو کورګی
ورځمه زه په ویرانه دمیني
 

پروت دجفا داغ دي په زړه دی زما
څنګه به هېره کړم تحفه دمیني
 

ته چي رقیب سره خوشحاله ګرځې
څه به زموږ وي یارانه دمیني
 

زما په یاد دي لا هغه وختونه
چي وم په مینه دیوانه دمیني
 

ستا د جفا پېغور چي راکړی ماته
شمه په مینه شرمینده دمیني
 

زه ارماني جانانه ستاپه خاطر
لیکم په وینو ترانه دمیني
 

 

***

 

یمه پښتون په پښتنو جنګېږم
د پښتونخوا په هسکو غرو جنګېږم
 

کړم به آزاده پښتونخوا زلمیانو
زه دپښتون په تاریخو جنګېږم
 

زه هم خوشحال هم ابدالي لرمه
دمیرویس خان په دې جرګو جنګېږم
 

لري غېرت ډیرباهمت زلمي دي
دخان شهیدپه دې بچو جنګېږم
 

راځي چي ونیسو دښمن ته لاري
زه دوطن په شازلمو جنګېږم
 

واي ارماني و پښتنوته دا
دپښتنوپه دې پښتو جنګېږم
***

 

په زړه کښي زمایو قدردان اوسېـږي
د خلګوپټ پکښي جانان اوسېـږي
 

پټ یې ساتم په خپل زړګي کښي مدام
خوا وشا دلته رقیبان اوسېـږي
 

خوشحال په دې یمه هروخت عالمه
په پښتونخوا کښي ښه ځوانان اوسېـږي
 

ځکه ارمان زه دورتلولرمه
دکلي منځ کښي مي درمان اوسېـږي
 

زه ارماني شومه غمجن ورپسې
له مانه لېري مي ارمان اوسېـږي
***

 

زه به د لیلا کوڅې ته نه ورځم
بیا د بېوفا کوڅې ته نه ورځم
 

خېردی که هرڅومره نازپه ما کوي
زه به په خندا کوڅې ته نه روځم
 

ماته یې خندل په مینه مینه چي
اوس دهغه چا کوڅې ته نه ورځم
 

نه لري په زړه کښي پښتنه مینه
ځکه په وفا کوڅې ته نه ورځم
 

نه یم ګیله من له چاسه زه مین
زه که ولاړم بیا کوڅې ته نه ورځم
 

***

 

ستاپه مینه ګرانه تومتونه وړم
وګوره جانانه تومتونه وړم
 

ولي مي په کاڼو راته وګوره
ګرځم پرېشانه تومتونه وړم
 

تامي دا دزړګی هم رانه واخیستی
ستایم قدردانه تومتونه وړم
 

سرو وینوکښي رنګ یم له جامو سره
مرم دي له هجرانه تومتونه وړم
 

لږمي دزړګي په حال خبرشه ته
اې! دزړه ارمانه تومتونه وړم
 

پټ پټ له رقیب نه په ها لار راشه
یې د سترګوتوانه تومتونه وړم
 

کړي به دي سنګسارکه په کوڅه راغلې
بیانن رمضانه تومتونه وړم
 

***

 

خداي دي له بامه راهیله کړه لیلو
بل دي پر ملاباندي کږه کړه لیلو
 

زه چي درځمه ستادیدن ته کله
خداي دي له ماسره مېلمه کړه لیلو
 

د ښونډو جام دي راکه ته په مینه
ماپه سرکو ښونډو نشه کړه لیلو
 

د اوښکو قدرمي لږوکړه ګوره
رقیب له ځان سره خفه کړه لیلو
 

زه به درځمه ستاوڅنګ ته لیلا
رب دي له ماسره وېده کړه لیلو
 

زه ارماني دي تل صفت کومه
ماته د سترګو اشاره کړه لیلو
 

***

 

جینۍ منګۍ راډکوي په مینه
دخپل اشنادیدن ته ځي په مینه
 

اشنایې ناست په نیمه لارکښي وي تل
ورته لاسونه ښوروي په مینه
 

زړګی زمازخمي زخمي شوخلګو
لیلاچي سترګي توروي په مینه
 

په مینه یارسره خبري کوي
چي تېروختونه یادوي په مینه
 

چي نظرنه شي ښایسته ده ډیره
چي سورټیکره په سرکوي په مینه
 

زه ارماني نشه نشه یم ګوري
ماته جامونه راکوي په مینه
 

نه په دولت نه په دنیا نازېږم
په خپله خاوره پښتونخوا نازېږم
 

زوي دپښتون یمه پښتو کومه
دخان شهیدپه دې وینا نازېږم
 

چاچي جوړکړل دپښتنو لښکري
دپښتنوپه دې شیرشاه نازېږم
 

تل یې صفـت دننګ غیرت کومه
زه په غېرت داحمدشاه نازېږم
 

دلوي وطن د جوړېدو په خاطر
تل دمیرویس په دې وفا نازېږم
 

دپاني پت میدان به بیا کړو وریاد
زه دپښتون په هرباچا نازېږم
 

دخوشحال خان قلم اوسپـر یادوم
هم دملنګ په اولستیا نازېږم
 

که مي هېوادپښتونستان شو آزاد
بیابه ملګروپه دنیا نازېږم
 

زه ارماني زوي دهرپښتون ستایم
چي یم افغان زه نوپه دا نازېږم

***

 

زه دي یادونه هېروم جانانه
له دې کوڅې دي تېروم جانانه
 

د بېوفا د یارانې نه توبه
واي رقیب دځان کوم جانانه
 

دا بېوفا که وفادار شو بېرته
سربه په ده  قربان وم جانانه
 

یمه ميئن په تا جانانه راشه
اوس دي لا هم مینه کوم جانانه
 

بارکه ارمان په تومتو یم خولا
نازونه ستاپه تندي وړم جانانه
 

ما ارماني که څوک په کاڼو ولي
لاخودي هم مینه کوم جانانه
 

 

 

 

ستاپه غم ژاړي داجهان پښتونه
ګرڅم سوری څېري ګریوان پښتونه
 

زه چي جداله خپله وطنه شومه
ژړاکوم اوس په سوران پښتونه
 

ته چي له مانه په ارمان باندي ځې
زه یم په دې تاته آریان پښتونه
 

پرېږدۍ په خپلوکښي جنګونه تاسو
قربان به شم زه په تاګران پښتونه
 

زه دپښتون په مینه پایم خلګو
پښتوخوده زماایمان پښتونه
 

یمه زه نن دانقلاب په تمه
ورک مي شوخپل دزړه درمان پښتونه
 

یمه ارماني داستاپه مینه مست
ګرځمه ځکه سرګردان پښتونه
***

 

دزړه په کورکښي مي مېلمه ده جنۍ
په ما ميئنه پښتانه ده جنۍ
 

مدام کوي راته دننګ خبري
دا د غېرت مي نښانه ده جنۍ
 

ماچي په مینه کښي نږدې وځانـته
زماپه مینه کښي نشه ده جنۍ
 

په لاره ځي داخپل بنګړۍ ماتوي
وڅنګ ته راغله نن غصه ده جنۍ
 

زه چي ورته ګورمه حیران شمه
وکړمه څه ډیره ښایسته ده جنۍ
 

زې د راتـلو لاري څارم په مینه
داپه بل کلی کښی پرته ده جنۍ
 

زه ارماني یې ودیدن ته ورځم
زمادکلی همسایه ده جنۍ
 

***

 

ماپه هجران تاپه خوندو کړ تېر
ژوندون مي تاته په ګیلو کړ تېر
 

چي ته رانه غلې په ماګرانه ته
ماعمر ستاپه اُمیدو کړ تېر
 

په کور اوکلي کښی رقیبه چا
داپېغلتـوب په اندېښنو کړ تېر
 

تاچي څرګند کړ د نقاب نه مخ
تاته مي عمرپه کتو کړ تېر
 

جانانه راشه چي دي خپل کړمه
مادي هجرپه سرولمبو کړ تېر
 

زه ارماني کړم انتظار د چا
وخت مي دهجرپه سلګو کړ تېر
***

 

تاچي زه وینم په نظرکښي لیلا
اورمي شي بل په دې ځیګرکښي لیلا
 

زما تر لېمو ویني بهېـږي ګوره
راځې چي ته په ماځیګرکښي لیلا
 

تاچي ټول هېرکړل قسمونه ګلي
اوس نه راځې ته په چکرکښي لیلا
 

ولاړې د نور وشوې زما وطنه
مړشمه زه په دې خبـرکښي لیلا
 

ته چي د بل شوې قدرداني زما
اور شولو بل په ما ګودرکښي لیلا
 

شوې د ارماني نه چي جلا ګلي
خوار وزار ګرځي لراوبرکښي لیلا
 

***

 

دا پښتونخوا د پښتنو خاوره ده
خوند کوي دا د مېړانو خاوره ده
 

دا د خېبر په هسکو غرومي قسم
دا د سر تېرو توریالو خاوره ده
 

هروخت به ستایم ننګیالي پښتانه
دا مي د ښکلو ننګیالو خاوره ده
 

دلته خوښکلي پښتانه اوسېـږي
دا د جرګو او مرکو خاوره ده
 

ورک به له وطنه ظالمان کړو ټول
دامو د ننګ او د پښتو خاوره ده
 

اغیار به نه پرېږدو په دغه خاوره
ځکه چي دا د ښازلمو خاوره ده
 

زه ارماني په وطن سرو کوم
زما د پلار او د نیکو خاوره ده
 

***

 

کورپه کورغمونه دي وچا ته خندا وکړمه
هرخواته جنګونه دی وچا ته خندا وکړمه
 

اورونه دي لمبې دي پښتانه پکښي سوځېـږي
څومره ډیر اورنه دي وچا ته خندا وکړمه
 

څوک په کابل څوک په واڼاکښي چي خپل وروڼه وژني

جوړ راته قبرونه دي وچا ته خندا وکړمه
 

انګریزان دي که توران دوي بـدل له موږه اخلي
وران زموږ کورونه دي وچا ته خندا وکړمه
 

دا جوړه دسیسه ده دپخوانه و افغان ته
جوړ راته چلونه دي وچا ته خندا وکړمه
 

که هرڅو وهم بوغاري دا قام زما وېده دی
غلام د ټولو زړونه دي وچا ته خندا وکړمه
 

راوېښ که دا وېده پښتانه خپله ارماني ته
ورک چي یې فکرونه دي وچا ته خندا وکړمه
 

 

دا ستاله کوره چي وتم ژړېدم
له سترګو ستاپناه کېدم ژړېدم
 

په لاره تلم شاته خو ما کتـلې
زه چي لتا رخصتېدم ژړېدم
 

په اورکښي وسمه لمبه لمبه شوم
د ورور و قبر ته ورتلم ژړېدم
 

هغه ستاعت په ما قیامت وو خلګو
چي له وطنه بارېدم ژړېدم
 

دې ګاونډیانو در پدره کړمه
چې و در ګاه ته درېدم ژړېدم
 

ما تنګ نظر او ترهګر چي بولي
په نوي نوم چي نومېدم ژړېدم
 

ته چي دبل شوې په ماګرانه یاره
زه دي له څـنګه تېرېدم ژړېدم
 

زه ارماني درته هم دومره وایم
په څنګ کښي ستاچي اوسېدم ژړېدم
 

***

 

ستا د سترګو جنګ د کاره وایستم
زه د بنګړو شړنګ د کاره وایستم
 

هسي بې ننګه خو زه نه وم ګلي
ستا د شونډو رنګ د کاره وایستم
 

زلمیانو وکړی لږ همت په وطن
زه خو یو ملنګ د کاره وایستم
 

جانانه پرېـږده د اغیاره خویونه
ناستي ستاپه څنګ د کاره وایستم
 

په شونډو رنګ په تندي خال مزه کړی
ستا دې تور لونګ د کاره وایستم
 

زه ارماني خو په هرڅه پوهېـږم
دبې ننګه ننګ د کاره وایستم

***

 

 

مادرته کړې ده قیصه دمیني
نه مي هېرېـږي زمانه دمیني
 

زه چي به روان ومه په تاپسې
اوس مي ژوندون شو افسانه دمیني
 

ړنګ شو زما و ستا هغه کورونه
اوس به زه ځم په وېرانه دمیني
 

زما لتاسره قسم دی قسم
هېره به نکړمه مزه دمیني
 

ماچي په مینه وه درکړې تاله
ورکه لتانه شوه تحفه دمیني
 

څیري ګریوان به ورپسې ګرځېدم
زه وم په مینه دیوانه دمیني
 

ورکړه قرار دارماني وزړه ته
رمضانه اوره ترانه دمیني
 

***

 

ستاله ښاره ولاړمه بیا نه راځم
ستاپه دې کوڅه به لیلا نه راځم
 

ستا یاد مي له دغه زړګی وایستی
بیابه کله زه په ژړا نه راځم
 

تېربه کړمه عمرپه هجران کښي زه
ستا و دې وطن ته اشنا نه راځم
 

ستا دیدار چي زه کوم جانانه زما
ستا دیدن ته بیاپه خندا نه راځم
 

ګرانه درنه ځمه په ارمان ارمان
یاره بېوفایې والله نه راځم
 

څومره بېوفادی ارماني ژوندون
دې کوڅې ته دلته په دا نه راځم

***

 

ډېرراته یادېـږې ګرانه څه وکړم
نه رانه هېرېـږې ګرانه څه وکړم
 

ته په څه خفه یې اې زمااشنا
مانه جدا کېـږې ګرانه څه وکړم
 

اوس خوپوه شه ته په ځان افغانه اوس
خپلوکښي جنګېـږې ګرانه څه وکړم
 

زه په تمه ستایمه جانانه زما
نه چي رارسېـږې ګرانه څه وکړم
 

ته ولي له مانه ځې اشنا زما
ماته به یادېـږې ګرانه څه وکړم
 

خاوره مي خرڅېـږي په پېسو ګوره
خودبه پردې کېـږې ګرانه څه وکړم
 

ته ارماني وګوره پښتون ته نن
چي خپله هلالېـږې ګرانه څه وکړم

***

 

 

لاساده ګان دي نه پوهېـږي ګوری
پښتانه خپلوکښي جنګېـږي ګوری
 

څوک دملاڅوک دطالب په نامه
دبل په خوله چي هلالېږي ګوری
 

هرڅوک ورباندي خاندي چي داڅه کړي
چي د هر چا وراباڼي کېـږي ګوری
 

ترڅوچي خپله خاوره خپله نکړي
په نوم دبل به دوي یادېـږي ګوری
 

راځي چي پرې کړودغه ټولي کرښي
ټوله پښتون سره یوکېـږي ګوری
 

هروخت دقام په غم غمجن وي داسي
دا ارماني مي نه هېرېـږي ګوری
 

***

 

ستابه رقیب سره واده وي زه به مړیم ګلي
ستاپه مړوندبه بل وېده وي زه به مړیم ګلي
 

تاڅنګه پرېښوم یواځي دبل چاشوې ګراني
ستابه هېڅ خیال راباندي نه وي زه به مړیم ګلي
 

ته به مي هېرکړې چي لتانه لیري ولاړمه زه
دبل سره به دي ژوندښه وي زه به مړیم ګلي
 

ستا د واده په ورځ مي باسي جنازه دکلي
ستا به لاسونه دواړه سره وي زه به مړیم ګلي
 

ما ارماني به دا پرېدي خلګ دځان کړی ګلي
بیابه دغه وختونه نه وي زه به مړیم ګلي

***

 

 

ګناه مي څه ده چي نن ماپه کاڼو ولې
ګوره ښایستې چي خپل اشناپه کاڼو ولې
 

دامي ګناه شوه چي ميئن شومه په تازه
دامي خطاشوه ته مي بیاپه کاڼو ولې
 

داستاپه مینه کښي زه تېرترسرومال وم
دامي وفاوه ته هم داپه کاڼو ولې
 

هغه لوظونه راپه یادکړه دوفا دي
ناترسي ته خپله وفاپه کاڼو ولې
 

وکړه لږفکرچي وطن دي دخپل ځان دی
ارماني ولي پښتونخوا په کاڼو ولې
 

***

 

 

څومره خواږه څومره ترخه یادونه
زماپه زړه کښي دي پراته یادونه
 

جانانه ځه ورځه په مخ دي ښه شه
لامي په یاددی هغه ښه یادونه
 

محبوبي راشه چي دي وکړم دیدن
نه مي هېـرېـږي ستا خواږه یادونه
 

راکول تاچي به په مینه ماته
پراته زمادي لاپه زړه یادونه
 

تاچي به خواری کړل تور زلفان په ما
نه هېـروم د زنګانه یادونه
 

اوس دي هجران دی زه هروخت ژړېـږم
څنګه کړم هېر د بېلتانه یادونه
 

زه ارماني وتاته وایم اشنا
ستابه دریادکړمه ډېر څه یادونه
 

***

 

نن چي پرماپرون په تا تـېره شوه
دغه ځواني خوپه هرچا تـېره شوه
 

پرېـږدۍ چي وژاړم په چېغو چېغو
زماپه څنګ چي بېوفا تـېره شوه
 

بې له نصحیته بل کارنه لري
مخکښي مستي لاپه بابا تـېره شوه
 

د بېوفا خبري مه کوی نو
لیلاپه مینه په وفا تـېره شوه
 

دچایې خوب دچایې خندایووړه
هغه چي دلته په خندا تـېره شوه
 

په زوره ژاړم ارماني شاعره
پټه له مانه اوس په غلا تـېره شوه
 

 

 

 

ګرځم سوری څیري ګریوان وطنه
په تاخفه دی هرافغان وطنه
 

ترڅوبه ته داسي غلام یې ګوره
ژړاکومه پرموږګران وطنه
 

ته پښتونخوا د ننګیالو هېواد یې
په تا قربان شو صمدخان وطنه
 

که دامغل که انګریزان وو ګوره
لتانه تللي دي په زیان وطنه
 

دلته خندا له سره نوم نه لري
ژاړي خېبر او دا بولان وطنه
 

ته خو زانګو د باچاخان یې ګرانه
په تاجنګېـږي هر یوځوان وطنه
 

په تابه پرې کړو د هر چا سرونه
داحمدشاه اومیرویس خان وطنه
 

 

هرڅوک لتانه دا خپله ګټه وړي
لوټ کړې اغیار ډیر په رامان وطنه
 

خپل دریاخان او ایمل خان وګوره
وو ننګیالی ستا خوشحال خان وطنه
 

زه ارماني په خپل هېواد جنګېـږم
ساتم تاریخ د فریدخان وطنه

***

 

 

زه دي یم اشنا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
نه یم بېوفا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

څوک مي دزخمي زړګي تپوس په مینه نه کوي
تل یم په ژړا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

ستاپه تومت چي خلګ ماپه کاڼو ولي یاره
زه شومه رسوا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

تاچي زماله یاری واخیستل لاسونه کله
ولاړمه زه بیا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

هیڅ ګیله به نکړمه له چاسره په مینه کښي
ته وې په خندا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

تاچي و رقیب ته خپل جوړه ورکړل لاسونه نن
مرم به خامخا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

پوه یمه په دې بې دهجرانه بل څه نشته اوس
ګرځمه تنها ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

یاره ارماني شاعره نه کړمه ګیله له تا
یم په دې رضا ګوره چي ستاله ښاره ووتم
 

 

 

 

دې پښتونخوا کښي شازلمي پراته دي
دلته کاکړ او اڅکزي پراته دي
 

راځي چي ولاړ شو د سیوی په لورې
هلته خجک او ډیر لوڼي پراته دي
 

دغه وزیر او مسعود تل نازېـږي
د دوي په څنګ کشي آپرېدي پراته دي
 

دکوټه ښار کښي پښتانه اوسېـږي
دلته بړیڅي او کاسي پراته دي
 

ګوری زلمیانو چیرته هېر یې نه کړی
په ښکلي سوات کښي یوسفزي پراته دي
 

راځي چي ولاړ شو د اټک و خواته
په میانوالی کښي مو نیازي پراته دي
 

دپېښور سیمي ته ولاړشي ګوري
چیري هوتي او محمدزي پراته دي
 

دخټک ننګ او ډیر غیرت یادوم
په سراي کوټ کښي مشواڼي پراته دي
 

که مومومندکه موبنګش دي ګوری
ښکلي سیدان اواسحاق زي پراته دي
 

هم دا ترین او ناصران یادوم
زموږ په غروکښي چي زمري پراته دي
 

دا چي نورزي اوموساخیل دي خلګو
بل خوا خلجي او دراني پراته دي
 

زه ارماني خومشواڼې یم ګوري
دامشواڼي په پنجپاي پراته دي

***

 

ستاپه انتظارکښي لیونی شومه
زه په دغه لارکښي لیونی شومه
 

دومره ډیر ظلمونه په مامه کوه
یاره په بهارکښي لیونی شومه
 

وم دانقلاب په تمه تمه زه
زه په دې غبارکښي لیونی شومه
 

وکړه ته یقین زماپه مینه هم
هجره! په انګارکښي لیونی شومه
 

زه کوم په مینه انتظار دا ستا
ستاپه اعتبارکښي لیونی شومه
 

ولاړم ارماني په تمه تمه زه
وګوری په دارکښي لیونی شومه
***

 

جانانه مینه پرېـږده مینه نشته
دلته دمیني اوس وختونه نشته
 

دلته دښکلوکمی نشته خدایه
د ښو یارانو لا قدرونه نشته
 

ستا دوطن سپرلی به څه کوم
زما وطن کښي چي ګلونه نشته
 

ژربه شم ولاړله دې فاني دنیانه
نشته اوس هغه دیدنونه نشته
 

جانانه څله اوس ژړا کوې ته
ستا د دې اوښکو قیمتونه نشته
 

 

 

 

ستا دلېدو ارمان په زړه کښي لرم
دشونډو سرو ارمان په زړه کښي لرم
 

تللی جانان مي مسافر دی رانه
زې دراتلو ارمان په زړه کښي لرم
 

خلګو ورته ګوری بې پښتو شو یار
زې دپښتو ارمان په زړه کښي لرم
 

خداي دي یوځاي کړی لراوبر پښتانه
زه دجرګو ارمان په زړه کښي لرم
 

بیاچي شي راغونډ په یو مرکز زلمي
د شازلمو ارمان په زړه کښي لرم
 

کله به ماکړی څوک لږ ښکل په مینه
د ښایستو ارمان په زړه کښي لرم
 

زه ارماني به کړم راټول پښتانه
د پښتنو ارمان په زړه کښي لرم
 

 

 

 

حال به مي څوک یوسي تریاره پوري
ورپسې ژاړم ترسهاره پوري
 

نشته قـرارمي بې دیاره خلګو
اوس نومایوسي ترنګاره پوري
 

یوځل خوراشه ستادغمه ژاړم
ژړامي ولاړه تربل ښاره پوري
 

دیارپه مینه تومتي شوم خلګو
خبرشوټوله تراغیاره پوري
 

په سترګوړوندورپسې زه یم ګوری
څوک به مي بیاي تردلـداره پوري
 

څېري ګریوان یې په کوڅه کښي ناست یم
حال مي څوک نه وړي ترغمخواره پوري
 

کلی به تاته ارماني پرېـږدمه
ځکه خوځمه تربل ښاره پوري
***

 

دغه سپین مخ د پټـولو نه دی
جانان زما د هېرولو نه دی
 

چي کله ستا ومخته وګورمه
بیا دبل مخ مي د لېدلو نه دی
 

زه د هجران دلاسه سوځم په اور
لا دغه اور د مړولو نه دی
 

چي راته نه ګوري مي یار په مینه
دغه خپل یار مي د ستایلو نه دی
 

جانانه راشه یم رنځور درپسې
نورمي زړګی د صبرولو نه دی
 

دزړګی حال به کړم بیان وچاته
دزړګی حال مي دویلو نه دی
 

دا ارماني جانان مي څه شو خلګو
دا بېوفا د یادولو نه دی
 

 

 

 

 

 

 

 

دسترګوجنګ راسره وکړه یوځل
خوب په پلنګ راسره وکړه یوځل
 

لاس مي په لاس کښي ونیسه په مینه
په بنګړو شړنګ راسره وکړه یوځل
 

راشی چي جوړ کړو خپل هېواد په خپله
په هېواد ننګ راسره وکړه یوځل
 

غمونه پـرېـږده په ما ګراني لیلو
ناسته په څنګ راسره وکړه یوځل
 

توره مي خوښه بنګړي څه کومه
په توره شړنګ راسره وکړه یوځل
 

پـرېـږده ارماني چي نن ژړاکوي
مینه په ننګ راسره وکړه یوځل
 

 

 

 

پـرېـږده چي ژاړم په ژړا تېـرېـږم
ستاپه کوڅې چي بېوفا تېـرېـږم
 

پرېـږدۍ چي مي وخوري نن په دښت لیوان
ځکه چي زه خوپه صحرا تېـرېـږم
 

شمه لېواله ستا لېدوته ګلي
دکورپه خوا چي کله ستا تېـرېـږم
 

ته چي له مانه شوې خفه جانانه
اوس دي په کلي خامخا تېـرېـږم
 

دبل وطن په لورې نه ځم کله
په خپل وطن د پښتونخوا تېـرېـږم
 

وېښ به کړم له خوبه دا وېده اولس
عظم فولادي لرم بیا تېـرېـږم
 

غواړم خپلواکي زه ارماني د قام
څه کړمه تازه خولتا تېـرېـږم
 

 

 

 

 

 

 

موږیوپښتانه چي د پښتو سندري وایو
نه یوغلامان چي د پرېـدو سندري وایو
 

دچادمال او د دولت پسې خونه ځو موږ
ټول یو پښتانه د پښتنو سندري وایو
 

انګریـزمو له وطنه شړلی ډیـر پخوا دی
اوس کله درنجیت د بچو سندري وایو
 

موږخودوطن په ننګ سرونه دي شېندلي خپل
خود به د وطن د خپلېدو سندري وایو
 

چي واک د پښتنو وو پښتانه به نازېـدل
څنګه دپښتون د غلامېـدو سندري وایو
 

زه ارماني به کړم راټول دا لروبر زلمي
بیابه د یوبل د خپلېـدو سندري وایو
 

 

 

 

 

قدم به ستاپرقدم ږدم پرمخ به ځم
هرڅه به دلته زه پـرېـږدم پرمخ به ځم
 

نه کړم د چامینه نه پر چا ميئن یم
سر په وطن قربان وم پرمخ به ځم
 

هر مېدان مو دی ګټلی په خپل وینو
اغیار به دلته ښکېلوم پرمخ به ځم
 

چي ختمه دښمني د ورور او ورور شي اوس
دا لراوبر به یوکوم پرمخ به ځم
 

د پاني پت مېدان به بیا کړمه وریاد
سرونه دلته پرې کوم پرمخ به ځم
 

باچاخان او صمدخان مو ننګیالي وو
زه خوشحال خان رایادوم پرمخ به ځم
 

که څوک سرکړی رانه پـرې کراربه نه شم
ټول پښتون به یوکوم پرمخ به ځم
 

راځي چي وکړودایوب غوندي غزا
هم ملالۍ به یادوم پرمخ به ځم
 

نه شم کولاي غلامي د چا نوره
دا پښتونخوا به زه ګټم پرمخ به ځم
 

زه چي کړم آزاد دا خپل وطن ارماني
بیا به د یار مینه کوم پرمخ به ځم
***

 

جانانه ستاپه زړه کښي څه پراته دي
داستاغمونه مي په زړه پراته دي
 

هرڅوک یې لوټ کړی ددوستۍ په نامه
لاورته ګوري ټول وېـده پراته دي
 

جانانه بس که نوره مینه پـرېـږده
یادونه ستا مي لا خواږه پراته دي
 

نه په ژوندۍ اونه په مړودي شمار
دا پښتانه چي لا وېـده پراته دي
 

هغه د میني ټول وختونه شو تېر
دا ستا یادونه لا ډیر ښه پراته دي
 

اغیاره ګوره چي رانه شې دلته
دلته خو ټوله پښتانه پراته دي
 

د ګودر خواته چي راتلې په مینه
د خولې خواږه دي لا په خوله پراته دي
 

زه ارماني د پښتونخوا په مینه
لیکم شعرونه چي ډیر ښه پراته دي
 

***

 

سترګي دي توري ښې نرۍ کړه
منګی په سر بیا شین خالۍ کړه
 

دیدن ته راشه چي ميئن یم
خداي دي په څنګ زما کوچۍ کړه
 

زه چي درځمه ستا کوڅې ته
مخ راښکاره دي له کړکۍ کړه
 

په خپل تـندي خالونه کښېـږده
ځان دي ښایسته لکه سپوږمۍ کړه
 

څېري ګریوان چي درپسې یم
رب دي له ماسه لیونۍ کړه
 

دا ستاپه تمه ارماني یم
نظر زما په ښې ځوانۍ کړه
 

 

 

 

 

وینمه نن بیاپه وینو سره لاسونه
زه دخپل اشناپه وینو سره لاسونه
 

لاس که زما نن وتاته نه رسېـږي
بیابه کړمه ستاپه وینو سره لاسونه
 

خود به ځي اشنا د بل په خوا په مینه
کړل چي یې زماپه وینو سره لاسونه
 

زه به شم خوشحاله هغه وخت رقیبه
کړم چي زه دا ستا په وینو سره لاسونه
 

زه به کړم راټول دا لراوبر پښتانه
کړم چي د بل چا په وینو سره لاسونه
 

زه یمه پښتون په دې منکر خو نه یم
دی چي مي نن ستا په وینو سره لاسونه
 

په څه به دي خبر زه ارماني واخلم
ستاچي دي زما په وینو سره لاسونه

***

 

 

داوښکوتصورکښي تصویرونه جوړوم
له ځانه سره اخته یم تـدبېرونه جوړوم
 

په کومه لاره ولاړشم وران شوی مي وطن دی
خالي مي دي لاسونه وران کورونه جوړوم
 

سیاله به پښتوکړمه دا هوډ خو دی ما کړی
زما ټوپک په لاس کښي وطنونه جوړوم
 

جوړه پښتونخوا به کړم وایم ارماني داسي
د خان شهید بچی یم ښه فکرونه جوړوم
 

 

 

 

 

ظالم رقیب دی ګرانه ما په کاڼومه وله
دخلګومنځ کښي خپل اشنا په کاڼومه وله
 

زه دا ستاپه مینه کښي تېر تر سرو مال یمه
ماسره جوړه پښتونخوا په کاڼومه وله
 

یمه پښتون لیلا به ورنکړمه چاته زه
ګوره غمازه دا لیلا په کاڼومه وله
 

ولاړبه شي فنابه شي سر به چاته ټېټ نکړی
ښکلی بچي د احمدشاه په کاڼومه وله
 

بیا د کومي موربچی شو مړ په دغه لاره
بل د ښکلي خور یو لالا په کاڼومه وله
 

په مینه اوپه ننګ کښي یم غښتلی تر چا
دا زما وطن دی اوس دا په کاڼومه وله
 

یمه ميئن دخپل اشنا و څنګ ته نه ورځم
ستایم ارماني ته شیرشاه په کاڼومه وله
 

 

 

ستاپه غم ژاړي دا جهان شهیده
د پښتنو خان صمدخان شهیده
 

دا ستا کاروان به موږ پر مخه بیا یو
ځکه چي ته یې پر موږ ګران شهیده
 

زوي د پښتون یمه پښتو کومه
په نوم به ستا کړم سر قربان شهیده
 

دا ستا ارمان به شي پوره اوس ګوره
ستا وو ارمان پښتونستان شهیده
 

که سرپه دار د آزادۍ په لارشم
پروا یې نه کړم په ایمان شهیده
 

دخپل وطن په مینه سرور کوم
زه به پرې نه ږدم ستا کاروان شهیده
 

زه ارماني دا ستاپه ننګ نازېږم
دا ستاپه پت یمه قربان شهیده
***

 

 

وژني اشنا مي د پـرېـدو په ژبه
چي کړي خبري د پښتو په ژبه
 

نن وي دا ستا سبا دبل په څنګ کښي
نشته باور د لیونو په ژبه
 

تابه د ځان کړمه جانانه زما
کوم اقرار د پښتنو په ژبه
 

نه راځي پوښتني ته مي یار زما
رقیب مي وژني د چـړو په ژبه
 

یوځل اقرار او بل ځل انکار کوي
زه خو پوه نه شم د هغو په ژبه
 

ځم د راماني سره په مینه زه
بیا به یې وژنم د پېسو په ژبه
 

 

 

ګرځې پرېشانه څه کوې
نه راځې جانانه څه کوې
 

هجران دي داسي لیونی کړم
ورک یمه له ځانه څه کوې
 

وژنې خپل وروڼه ته په خپله
اې پښتون افغانه څه کوې
 

دا ستاپه غم کښي زه ژړېـږم
مرم دي له خفګانه څه کوې
 

د وطن غرونه مي د بل شو
وکړه همت ځوانه څه کوې
 

موږ چي آزاده پښتونخوا کړو
بیا رانه شې خانه څه کوې
 

څه دي پښتو څه دي قسم شو
ارماني رمضانه څه کوې
***

 

ښکلې پښتونخوا ته شازلمي راځي
کور د احمدشاه ته ننګیالي راځي
 

بیاله آمونه تر اټکه پوري
دې زموږ وطن ته توریالي راځي
 

په دې هېواد کښي ننګیالي اوسېـږي
دلته سربازان او جنګیالي راځي
 

بیا د خان شهید او باچاخان په شان
دلته د ایمل درانه بچي راځي
 

کور د پښتنو دي چي ویجاړ نه شي
هر زلمی مو دلته ښه غازي راځي
 

دا د فریدخان دریا محمود لښکر
تل دي وي ژوندي پکښي زمري راځي
 

کله پرېـږدمه خاینان په وطن
وایم ارماني اوس خپلواکي راځي

***

 

 

 

څومره یې له خېښمه په لاسوکښې بنګړي مات کړی
هغي ښایستي چي په کوڅوکښې بنګړي مات کړی
 

ماسره روانه وه په سیـل باندي عالمه
وې کـتـل صحراته په دښتوکښې بنګړي مات کړی
 

نه شوم خبر څنګه خفه شوله له ما لیلا
ناسته وه په څنګ کښي په حملوکښې بنګړي مات کړی
 

په غم اخته شوه چي مي بارشوه له کلي کـډه
دې له ډیره غمه په سوچوکښې بنګړي مات کړی
 

زه چي به ورتلم په نېمه شپه دیدن ته خلګو
ډیربه یې خندل په نېموشپوکښې بنګړي مات کړی
 

څنګه رانه ولاړه شوه دبل هغه په مینه
ما ارماني یې هم په خوبوکښې بنګړي مات کړی
 

 

ورک رانه جانان دی په دې کلي کښي
څېري مي ګریوان دی په دې کلي کښي
 

په اوښکو لوند ګریوان مي ګوره یاره
پاته مي ارمان دی په دې کلي کښي
 

څه کوم پرېدی وطن مي بد اېسي
پروت چي مي افغان دی په دې کلي کښي
 

سرمي دی قربان دخپل وطن په نوم
کور د صمدخان دی په دې کلي کښي
 

رقیبه پام چي بیا راونه ګورې
ناست د سترګو توان دی په دې کلي کښي
 

چی یې له ننګه ټول جهان خبر وو
نوم د خوشحال خان دی په دې کلي کښي
 

ورځمه زه مدام په مینه مینه
دلته زما ګران دی په دې کلي کښي
 

اغیاره ګوره چي رانه شې دلته
ښخ مي باچاخان دی په دې کلي کښي
 

هم مي ایمل هم دریاخان دی دلته
ښکلې میرویس خان دی په دې کلي کښي
 

یمه ارماني دستاله میني جار
اوردي دهجران دی په دې کلي کښي
***

 

شنه خالونه مه ږده په تندي باندي
مابه لیونی کړې په ځواني باندي
 

بیایې منګی واخیستی روانه شوه
سره لاسونه ایښي په منګي باندي
 

خال ته یې دزني زه حیران یمه
وې ایستم له ژونده په یاري باندي
 

وخت دسپرلی دي خو یار نشته زما
زې کړم درپدره په سپرلي باندي
 

بیا ارماني ستا د غم خبري دي
یار که پیدا ځان ته په سیالي باندي
 

 

 

 

راکه لیلاماته جامونه راکه
ما ته سرو شونډو سرونه راکه
 

له ډیره وخته انتظار یم دا ستا
ګراني وما ته دیدنونه راکه
 

زما وطن داسي خزان دی ګوره
یوڅو د خپل وطن ګلونه راکه
 

چي ناقراره زړه زما شي قرار
لږ دي په مینه سره لاسونه راکه
 

چي یادوي دي هرسات په مینه
زماپه زړه باندي داغونه راکه
 

دا ستاله ميني مي زړه نه صبرېـږي
ماته په مینه سره ګلونه راکه
 

زه ارماني چي ستا دیدن ته درځم
پټ دي وماته خپل عکسونه راکه
 

 

 

 

 

پښتنو پورته شی خوبونه پرېـږدۍ
هغه زاړه زاړه سوچونه پرېـږدۍ
 

اوس خوهغه ټوله وختونه تېرشو
پښتنو ګوری تېر وختونه پرېـږدۍ
 

راځي چي جوړ کړو خپل وطن په خپله
دبل درګاته ډیر سوالونه پرېـږدۍ
 

مه کوی خپلو کښي جنګونه تا سو
بس دﺉ په خپلو کښي جنګونه پرېـږدۍ
 

درځي چي یو د لوي افغان په نوم شو
دبل وطن پرېدي ګلونه پرېـږدۍ
 

راځي چي ځو د خپلواکۍ په لاره
پرېـږدی د پېغلو دیدنونه پرېـږدۍ

کړمه صفت دخپل وطن ارماني
چي بل ته ټېټ شي ها سرونه پرېـږدۍ
 

 

 

 

 

 

 

ساقي چي مات درنه دمیني دا جامونه نه شي
د مېخوارانو زړوته پېښ بیا تکلیفـونه نه شي
 

په ډیر ارمان درځي دا ستاد مېخانې په لورې
دچاپه زړه کښي چي نور پاته ارمانونه نه شي
 

ساقي ورډکي که پېالې په مینه مینه ورته
لږپام کوه چي ترینه ورک زاړه خیالونه نه شي
 

درنځ دواده مېخانه ساقي درځم په مینه
په زړه مي پاته نور د هجر سره اورونه نه شي
 

ساقي راځه چي دغه شپه کړوتر سهاره تېره
نور چي مي پاته په زخمي زړګي غمونه نه شي
 

زه ارماني به تل درځم داستا وخوا ته ساقي
زما مرهم شه چي مي پاته دا زخمونه نه شي
 

 

 

 

 

 

 

 

زموږ کوڅې په لیونو ډکي دي
دا په سرتېرو ننګیالو ډکي دي
 

ورځمه زه ایثار به نه شم خلګو
که ټولي لاري په ازغو ډکي دي
 

پښتنو پرېـږدی د پرېدو خبري
ددوي خبري له دهوکو ډکي دي
 

ميئنه پام کړه چي زخمي دي نه کړي
لاري کوڅې د ښایستو ډکي دي
 

غلېمه ګوره چي رانه شې دلته
دلته کوڅې د شازلمو ډکي دي
 

ورخطانه شې ارماني شاعره
زموږ حجرې د توریالو ډکي دي
 

 

 

 

 

 

 

څه ښکلي وختونه یاره تېرشولو
ستا ښایسته یادونه یاره تېرشولو
 

تاویل چي سرمي دی په تا قربان
تاکړی لوظونه یاره تېرشولو
 

ته به ماله زه به درتلم تالره
هغه دیدنونه یاره تېرشولو
 

وم چي په تمه د راتلو دا ستا
ستا انتظارونه یاره تېرشولو
 

زه چي وم بدنام بدنام په تا باندي
هغه تومتونه یاره تېرشولو
 

وو چي ارماني په چا ميئن اشنا
بیا هغه مخونه یاره تېرشولو
 

 

 

یو مومرام یومو ارمان دی ګورۍ
یو مووطن یومو ایمان دی ګورۍ
 

دا خپلواکي د پښتونخوا چي غواړي
دا خو لمسی د میرویس خان دی ګورۍ
 

سریې په لاس کښي دی هروخت نېولی
دغه بچی د صمدخان دی ګورۍ
 

د پښتون قام په ننګ غېرت ميئن یم
دا تېره توره مي نښان دی ګورۍ
 

بیا یې غزنوي ایمل خوشحال کړو یاد
په کاروان کښي راروان دی ګورۍ
 

د غېرت توره یې نېولې لاس کښي
دغه رهبر خان محمودخان دی ګورۍ
 

خوار ارماني به یې ستایم په مینه
راباندي ګران ټوله افغان دی ګورۍ
 

 

 

یمه پښتون په پښتنو ميئن یم
زه په غېرت د شازلمو ميئن یم
 

چاته چي ټېټ نه شي هیڅکله ګوری
زه بیا په داسي ننګیالو ميئن یم
 

غواړم چي تل دغسي هسکي وي دا
د پښتنو په دې شملو ميئن یم
 

راشي اې وروڼو سره یو شو ټوله
پرېـږدی نفاق په توریالو ميئن یم
 

بیا به شو راغونډ په یو مرکز ټوله
دا مي باور دی په جرګو ميئن یم
 

هېر به مي نه شي احمدشاه او میرویس
زه د پښتون په تاریخو ميئن یم
 

څنګه مو پرې اېښې دا پښتو ده نن
خواره به نه شي په پښتو ميئن یم
 

غواړم ارماني چي آزادي راوړم
د پښتونخوا په دې کوڅو ميئن یم
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له سترګو اوښکي توېـوم په مینه
چي بېوفا رایادوم په مینه
 

له مانه ولاړې د بل چا شوې لیلا
په تا پسې ژړا کوم په مینه
 

ترڅو به ته له مانه لېري ګرځې
تابه په مینه خپلوم په مینه
 

دا ستا پېـزوان او شنه خالونه ګلي
زې په شعروکي خپل ستایم په مینه
 

زه ارماني په تا ميئن یم ګوره
اوس دی لاهم مینه کوم په مینه
 

 

 

 

 

 

 

 

 

په سترګو سرو مي ژړوي ظالم دی
یار چي زما ده نه مني ظالم دی
 

دهوکه یې زه کړمه په مینه خلګو
زړه کښي د بل مینه ساتي ظالم دی
 

د رقیبانو صـفـت تـل کوینه
بل خو هروخت رقیب ستاي ظالم دی
 

څومره نا ترسه دی اې خلګو اشنا
پټ چي له مارقیب سه ځي ظالم دی
 

په څنګ زما فکر د بل کوینه
چي د هر چا یاري کوي ظالم دی
 

دې ارماني ته یم حیران زه خلګو
څنګه کوي دا شاعري ظالم دی
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

زه دي جانان اوته مي ځان یې ګوره
تر هر چاته راباندي ګران یې ګوره
 

قسم دی ستا په مینه سر ورکوم
ته مي د سوي زړه ارمان یې ګوره
 

دا ستا چوپړ به زه کوم په مینه
ته مي هېواد لوي افغان یې ګوره
 

نشته قرار مي بې لتا نه یاره
ته مي د دواړو سترګو توان یې ګوره
 

قربان لتانه به هرڅه کړم ګرانه
لتانه زارشم قدردان یې ګوره
 

زه ارماني دي یادوم په مینه
ته د زخمي زړګي درمان یې ګوره
 

 

 

 

 

 

 

 

 

دا ستا د میني شوم ملنګ محبوبي
غواړم دشنو سترګو دي جنګ محبوبي
 

دوخت مغل ته به سر ټیټۍ نه شم
خوښوم زه د تورو شړنګ محبوبي
 

غواړمه خولګۍ دي چي نشه شمه
خوند کوي ستا د شونډو رنګ محبوبي
 

خوښ د هېواد په مینه مړښه یمه
کومه زه په وطن ننګ محبوبي
 

نه مي هېرېـږي احمدشاه ومیرویس
یادوم زه د خوشحال ننګ محبوبي
 

ستا ارماني یم راته وګوره لږ
د زړه مي لیری که نن زنګ محبوبي
 

 

 

 

 

داستاپه زنه چي خالونه ډیر دي
دومره په زړه کښي مي دردونه ډیر دي
 

نه وي د شپې او نه د ورځي قرار
څومره په زړه زما زخمونه ډیر دي
 

خداي به آزاده پښتونخوا کړي زموږ
دلته د نور پېغورونه ډیر دي
 

زه انتظار ستا د راتلو کومه
ستا د لېدو مي ارمانونه ډیر دي
 

مخ که څرګـنده چي دي ووینمه
لامي په ژوند کښي نور غمونه ډیر دي
 

راځه چي وکړو په اخلاص یارانه
دپاکي میني تومتونه ډیر دی
 

زه ارماني ميئن په تایم ګوره
زما لتاسه اُمیدونه ډیر دي
 

 

 

 

 

 

خوړلی زه یمه ښامار د سترګو
رنځور ګرځېـږمه بېمار د سترګو
 

سترګي مي ستا په لور کږې دي ګوره
کومه زه ستا انتظار د سترګو
 

زلفي دي بیا په مخ سمسوري کړلې
کوې و چاته نن سینګار د سترګو
 

ميئن دي زه کړمه په ځان محبوبي
ولي کوې اوس ته انکار د سترګو
 

تاچي په مینه راکتـل شیریني
مخ اړوې اوس په تلوار د سترګو
 

کله په مینه چي را وګورې ته
پو شمه زه ستاپه اقرار د سترګو
 

یم ارماني دي د راتلو په تمه
کوم به ستا ګراني دیدار د سترګو
 

 

 

 

 

پورته چي په ناز راته لاسونه کړی
ورک رانه د ټول عمر غمونه کړی
 

شمه خوشحاله هغه وخت ملګرو
بل چي په رقیب باندي اورونه کړی
 

وچي شي جرګې د پښتنو دلته
لنډ د خپلواکي به منزلونه کړی
 

شم به تازه زه د ګلاب په شان
ډک راته په مینه چي جامونه کړی
 

بیابه شم ماشوم زه د پخوا په شان
راچي دا په مینه دیدنونه کړی
 

ورک به شم له ځانه لیونی به شم
را چي خپل د سرو شونډو سرونه کړی
 

وایم ارماني د یار دیدن کوم
کتار چي په مخ باندي خالونه کړی
***

 

په جداي کښي د جانان سوځېـږم
خلګو په اور زه د هجران سوځېـږم
 

رانه خفه شو ټول یاران د میني
زه چي په غم کښي د خپل ځان سوځېـږم
 

دا ستاپه لورې چي درځم په مینه
که وي باران زه په باران سوځېـږم
 

د رقیب خوا کښي چي تا ووینمه
بیا نو په اور د هر زمان سوځېـږم
 

زه ارماني خوشحال په دې یم خلګو
په شان چي زه د خپل ارمان سوځېـږم
 

 

 

 

 

تا چي د میني تېر وختونه هېر کړل
ما خو داستا کړی لوظونه هېر کړل
 

څومره خواږه وو سپین لبان داستا نو
ټول مي دمیني ستا خوندونه هېر کړل
 

هروخت چي موږ کول په مینه دواړو
تا چي هغه خپل مجلسونه هېر کړل
 

اوس دي یارانه څنګه دریاده کړم
ما دي د سرو شونډو جامونه هېر کړل
 

محبوبي چيري له ما لیري ولاړې
تاخو بېخي هغه قسمونه هېر کړل
 

تا خو پرون راته خندل په مینه
نن دي زما ښکلي یادونه هېر کړل
 

شم به ارماني په څه خوشحاله زه
تا چي زما ټوله شعرونه هېر کړل
 

 

 

 

 

 

ستا د یادونو سلسلې دي پاته
په زړه کښي زما هغه قیصې دي پاته
 

تاچي له ما سره اشنا کولې
پر خولې مي ستا د خولې وعدې دي پاته
 

هرڅوک خبرو چي ميئن وم پر تا
لا مي د میني افسانې دي پاته
 

راشه چي خپل دي کړم یوځل په مینه
لا ستا د سرو شونډو نشې دي پاته
 

قدم به کله زما په خوا را واخلې
دنه راتلو دي لاڅو شپې دي پاته
 

چي زه دي ښکل کړمه لبان په مینه
محبوبي راشه چي ګیلې دي پاته
 

دا چې لیکلي دي په مینه موږ ته
د ارماني دا ترانې دي پاته
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

رقیب مي پښوته زولنې جوړوي
لیلامي دیدته اوس پلمې جوړوي
 

د یار دیدن ته څنګه لاړشمه زه
یار مي وماته اندېښنې جوړوي
 

جانان ته مه راوړه جامونه ساقي
جانان به چیرته مېخانې جوړوي
 

دومره ظلمونه په اشنا چي کوي
و خپل اشنا ته قیدخانې جوړوي
 

ورک ارماني شو د خپل یار په غم کښي
اوس یې له غمه ترانې جوړوي
 

 

 

 

 

ټول عمر ما سره جفا مه کوه
ته مي له غم سره سودا مه کوه
 

ما دې وطن وطن مي ما ته پرېـږده
ما د وطن څخه جدا مه کوه
 

لږ له جفا څخه وفا ته راشه
ګوره له بل سره خندا مه کوه
 

اوښکي په مخ خومي سیلونه ښکاري
دومره ظلمونه نن په مامه کوه
 

بیا به په څه دلته پښتو کوو موږ
ګوره سودا د پښتونخوا مه کوه
 

زه چي غېرت په خپل وطن کومه
ماته قیصې دي دبل چامه کوه
 

د شهیدانو سره مینه لرم
ارماني مینه دبل چامه کوه
***

 

تاچي په زنه درې خالونه ایښي
زماپه زړه دي ډیر داغونه ایښي
 

چي درته ګورم لیونی شم ارمان
تاچي په زلفو کښي ګلونه ایښي
 

ورک شمه زه له دې جهانه ګلي
تاچي په شونډو کښي جامونه ایښي
 

مابه نوخود په ځان ميئن کړې لیلا
تاچي منګي باندي لاسونه ایښي
 

ژاړم ارماني دا ستا د لاسه زه
تامي په زړه کښي چي زخمونه ایښي
 

***

 

اشنا مي د رقیب او د غماز غېـږی ته ځي
لا دا څومره نادان دی د رویبار غېـږي ته ځي
 

چي هرتصویرته ګورم دیارمخ مي شي ښکاره
دازه یم ورروان که ې بل یار غېـږي ته ځي
 

ډیر دي عاشقان چي بې پروا ګرځي په مینه
په مینه قدم اخلي د نګار غېـږي ته ځي
 

نه یم خبردی نادان که جفا کار مي اشنا
کله یې رقیب کله یې دلدار غېـږي ته ځي
 

یار مي بېوبا شو دبل چا سره خندا کړي
خود به یې ارماني ډیر په تلوار غېـږي ته ځي
 

 

کورپه کورجګړې وې چي خپل وطن ته ولاړم
هرخواته ادېرې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

نړېدلي وو کورونه وران شوي ګودرونه
دادغم هلته شپې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

څوک ګوډشوڅوک ړانده شودچاپرې شوسرونه
دمرګ دا واقعې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

دانه وو معلوم چي د چا پلار او د چا وروڼه دي
رواني جنازې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

څه شو دګودر هاسپرلۍ هغه مېلې چي وې
پرتې راته اېرې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

هر یو هلته ملادی دعوې کړي چي اسلام دی
د خداي سره دهوکې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

ټولو ووروان کړی د اسلام او جهاد په نوم
بیاجوړي کنډوالې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

ورکي شوې قیصې هغه دمیني ارماني اوس
په پښوکښي زولنې وې چي خپل وطن ته ولاړم
 

 

 

 

 

و بې پښتو ته به سر ټېټ نه کړمه
و دې پرېـدو ته به سر ټېټ نه کړمه
 

یمه پښتون زه پښتونخوا ګـټـمه
د چا زورو ته به سر ټېټ نه کړمه
 

کله پلورمه خپل وطن ملګرو
دچا پېسو ته به سر ټېټ نه کړمه
 

خپلي جرګې د پښتنو چي کوو
دبل جرګو ته به سر ټېټ نه کړمه
 

زه خو خوشحال او منلګ جان لرمه
ستا و شعروته به سر ټېټ نه کړمه
 

چي باچاخان او صمدخان دی زموږ
ستا و شملو ته به سر ټېټ نه کړمه
 

غواړم ارماني زه خپلواکي مدام
ستا و میدانو ته به سر ټېټ نه کړمه
 

***

 

زه درنه اشنا غواړم دغه دنیا څه کوم
مینه د رښتیا غواړم دغه دنیا څه کوم
 

اې خدایه مهربانه لږرحم راباندي وکړه
کله زه دنیا غواړم دغه دنیا څه کوم
 

نه کوم مینه دهرچاسره پښتون ځوان یم
زه خپله لیلا غواړم دغه دنیا څه کوم
 

نه یمه نادان چي د هر چا پسې به ځمه
زه خو نظر ستا غواړم دغه دنیا څه کوم
 

زه خوار ارماني د محمد غوندي اشنا لرم
بله رضا ستا غواړم دغه دنیا څه کوم
 

***

 

په چا د میني اعتبار نه لرم
څوک بیا د خپل زړګی قرار نه لرم
 

واي چي ستا یم ستا په خوا درځمه
زه خو باور په دغه یار نه لرم
 

چي کله نن کله سبا کوي نو
د داسي خلګو انتظار نه لرم
 

څوک که قرباني په مینه نه کوي
ورسره هیڅکله زه کار نه لرم
 

وایم ارماني دغه رښتیا مدام
ګرځمه تنها زه دلدار نه لرم
 

 

 

 

 

 

 

دا ستاپه تمه هسي شپې تېروم
په ځان د هجر سرې لمبې تېروم
 

زه خو درځمه ستا کوڅې ته اشنا
لکه مېلمه یو دوې غرمې تېروم
 

په تا ميئن یم لږ دي مخ که ښکاره
نن دي کوڅې کښي څو لمې تېروم
 

زه به درځمه د ګودر و خوا ته
لتا سره به څو شېبـې تېروم
 

چي مسافر جانان مي ولاړې خلګو
د لیونتوب نو اوس څپې تېروم
 

زه ارماني د یو دیدن په تمه
دا ټوله ورځ دي په کوڅې تېروم
 

 

دا پښتونخوا وطن مي کوردی کوردی
دا لروبر افغان مي وروردی وروردی
 

د خپل وطن د غرونو باز یمه زه
په خپل هېوداکښي مي خیال نوردی نوردی
 

دقام په غم مي زړه هر وخت سوځېـږي
زړه مي بدل په سوي سکوردی سکوردی
 

بیا به یو ځاي کړم لراوبر پښتانه
د غلامۍ عجبه اوردی اوردی
 

راځي چي جوړ کړو یو لښکر پښتنو
هېواد زموږ د سترګو تور دی تور دی
 

موږ به آزاد کړو خپل هېواد په وینو
زموږ په مټوکښي ډیر زوردی زوردی
 

موږ پښتانه خو سر په ننګ ورکوو
بې ننګي راته پېغـوردی پېغـوردی
 

نه چي لیکلي دخپل وطن شعرونه
له ارماني نه مي زړه توردی توردی
 

 

 

 

 

 

زه به دې اشناکړمه ته که په دې خوا راشې
زړه به درنه غلاکړمه ته که په دې خوا راشې
 

زه په تا ميئن یمه وړمه تومتونه تـل
مینه د رښتیاکړمه ته که په دې خوا راشې
 

پوه یمه په دې د بل په خولې رانه جلا شوې
بیابه دي پخلا کړمه ته که په دې خوا راشې
 

زه خو وفادار یمه وفا درسره کړمه
تابه باوفاکړمه ته که په دې خوا راشې
 

خلګ که هرڅه واي زې کله پروا کوم
بیابه دي رضاکړمه ته که په دې خوا راشې
 

سربه لتا جار کړمه په مینه ستا جانانه
پوه به دې صفاکړمه ته که په دې خوا راشې
 

واوره دزړه سره ارماني په تا ميئن یم
تابه په صلاکړمه ته که په دې خوا راشې
 

 

کله هېرېـږي هغه ښه یادونه
خواږه خواږه ترخه ترخه یادونه
 

جانانه دومره صبره وکړه وایم
چي مي رایاد شي څه نه څه یادونه
 

یوځل خو راشه چي دي وکړم دیدن
نه مي هېـرېـږي ستا زاړه یادونه
 

چي سر مي ستا په زنګانه وو کله
چي وم وېده هغه وېده یادونه
 

د وطن ننګ شي رانه پاته هلته
چي شي را یاد د زنګانه یادونه
 

څنګه زه هېر کړمه هغه خوندونه
تل راسره دي ستا د خله یادونه
 

څنګه به سترګي غړوم وبل ته
ستا مي په زړه دي لا پراته یادونه
 

زه ارماني به هرڅه هېرکړم خلګو
هېـرېـږي نه د بېلتانه یادونه
 

***

 

خواربه مي خپل ځان شي ته که شوې جدا رانه
ورک رانه جهان شي ته که شوې جدا رانه
 

ته که رانه ولاړې لیونی به شم اشنا
څوک به مي جانان شي ته که شوې جدا رانه
 

اې د سترګو توره خفه نه شې له مانه
اوربه دي هجران شي ته که شوې جدا رانه
 

مه مروړه زړګی مي په منګلو کښي لیلا
دا زړمي پرېشان شي ته که شوې جدا رانه
 

زه ارماني شومه بېـزار دا ستا له کلي
یوبه درست افغان شي ته که شوې جدا رانه
 

***

 

 

دا د یار تصویر دی بل به څه کوم
دا زما تقدیر دی بل به څه کوم
 

سترګي یې کږې دي زما په لوري چي
غم کښي مي راګیر دی بل به څه کوم
 

نه ورکوم چاته خپل وطن زلمو
وېښ زما ضمېر دی بل به څه کوم
 

زه به جانان خپل کړمه په مینه تـل
زړه زما زهېر دی بل به څه کوم
 

خندا به څنګه راته وکړی خلګو
یار زما په وېر دی بل به څه کوم
 

خوار یم ارماني د یار پسې مدام
زړه زما دلګېر دی بل به څه کوم
 

 

 

 

لیلا ته ګوره چي نن ماته ګوري
سبا ې ګوره چي وچاته ګوري
 

دچاپه لمسه مي لیلا شوه لیري
دا چي رقیب زما لیلاته ګوري
 

ماتر وفا غوښته جفا یې وکړه
دسي ميئن به خود هر چاته ګوري
 

نن چي یې لیلا تېرنه خفه ولاړه
مجبور عاشق یې وجفاته ګوري
 

دسي یاري نه بېزاري پکارده
چي ستا د میني مشغولاته ګوري
 

د خوبرویانو اشناي نه توبه
ارماني تل وما وتاته ګوري
***

 

تا راکړي چي غمونه دي تېرېـږي
مرم خونه دغه دردونه دي تېرېـږي
 

ستا د میني لیونی ګرځم سحرا کښي
خېردی تېربه شي وختونه دي تېرېـږي
 

تاویل چي تاسره مي مینه ده ګوره
لاپه زړه مي ستا لوظونه دي تېرېـږي
 

وکړه ارماني دخپل اشنادیدن دي
په زړګي دي توپانونه دي تېرېـږي

***

 

 

ژوندون زما ستا په وعدو تېرېـږي
ستا د راتلو په اُمیـدو تېرېـږي
 

چي ته رانه شې په ما ګرانه یاره
د اوښکو رود مي په بـڼـو تېرېـږي
 

د یار په مینه چي هرڅه کړي قربان
د میني ژوند د لیونو تېرېـږي
 

ته چي غمونه راکوې وماته
ورځي اوشپې مي په دردو تېرېـږي
 

جانانه ستا یم د راتلو په تمه
هره شېبه په اندېښنو تېرېـږي
 

دا ارماني شو سوداي په عشق کښي
لکه ماشوم په لڅو پښو تېرېـږي
 

***

 

مینه کښي دردونه دي پرې پوه نه شوم
هرخوا ته غمونه دي پرې پوه نه شوم
 

کله یې اقرار کله انکار پر خوله
دغه یې لوظونه دي پرې پوه نه شوم
 

یومي په کابل بل پېښورکښي مري
بل په ما اورونه دي پرې پوه نه شوم
 

ځي رانه لیلا مي بېوفا شوله
ورک رانه خوبونه دي پرې پوه نه شوم
 

هرځاي تر پښو لاندي پښتانه شوله
خوار مي ټوله وروڼه دي پرې پوه نه شوم
 

ارماني وخپل قام ته حیرت وړی
ورک مو اندامونه دي پرې نه شوم
 

 

 

 

 

 

 

 

 

دومره په ګران دی بل به څه کوم
دا پښتونستان دی بل به څه کوم
 

زه چي پکښي اوسمه په مینه تل
زما دزړه ارمان دی بل به څه کوم
 

دلته موږ خوشحاله یو په خپلو کښي
کور د صمدخان دی بل به څه کوم
 

ټول باندي نازېـږي چي هېواد مو دی
دا په ټولو ګران دی بل به څه کوم
 

ساتي به په وینو خپل وطن زلمي
دا زما ایمان دی بل به څه کوم
 

ساتو به وطن د سر په بېه خپل
ګران په رمضان دی بل به څه کوم
 

 

 

 

 

ماته دي شه جامونه چي خوندونه اوس هغه نشته
ورک شه ساقي جانه مېخانې کښي دي مزه نشته
 

مرم خوپروانه کړمه درځمه مېخانې ته ستا
ماګوره دهوکه نه کړې چي دلته یوپېاله نشته
 

ډیر به وم خوشحاله که زه پروت دساقي څنګ کښي وم
هلته زه خبر یم چي هیڅ غم او تماشه نشته
 

ډکي که پـېالې غمونه لیری که له ما ساقي
دلته مانشه کړه زما بله اراده نشته
 

پرېـږده ساقي پرېـږده چي نشه شمه دلې اوسم
پروت به مېخانې کښي یم زما بله قیصه نشته
 

ولاړمه نشه شوم ارماني د یار په مینه کښي
ګورمه و ځانته چي زما غوندي نشه نشته
***

 

 

ستادیادوسره مي ژونددی ته په څه خبریې
له ډیر غموسره مي ژونددی ته په څه خبریې
 

جانانه ته زما جانان ې بل زه څه پېـژنم
داندېـښنوسره مي ژونددی ته په څه خبریې

لتانه لیري مسافر په بل هېواد کښي اوسم
داچي پردوسره مي ژونددی ته په څه خبریې
 

زه دي غموکښی هم خوشحاله یم خفه جانانه
ستاتصویروسره مي ژونددی ته په څه خبریې
 

که ټول جهان رڼا رڼا شي زې به څه کومه
له توروشپوسره مي ژونددی ته په څه خبریې
 

یمه خوشحاله ارماني په دې زما جانانه
د پښتنو سره مي ژونددی ته په څه خبریې
 

***

 

راځي چي جوړ پښتونستان کړو زلمو
دخان شهید کور به ودان کړو زلمو
 

بیابه وي جرګې او مرکې دلته
دغه وطن چي دخپل ځان کړو زلمو
 

ترڅو به ژوند د بل په نوم کوو موږ
پاڅی چي جوړځانته نشان کړو زلمو
 

شي به رڼا خوره وره ارماني
پیدا چي لږ غوندي پوهان کړو زلمو
 

***

 

 

په دې کوڅې چي ښایستې تېرېـږي
په زړه زما د اور لمبې تېرېـږي
 

ستاو راتلو ته یم لېواله ګراني
کله په ما د هجر شپې تېرېـږي
 

ماته رایادي د جنت شي هوري
منګي په سرچي پښتنې تېرېـږي
 

ستاپه راتلومي ټول وجود شي تازه
بې تامي زړه کښي تلوسې تېرېـږي
 

په ښکلې مخ یې ارماني کړم ميئن
اوس نومخ پټ په سرې غرمې تېرېـږی
 

 

***

 

چي تورپیکي په مخ شانه کړي اوس بیا
عالمه مابه دیوانه کړي اوس بیا
 

دا چي په ناز ناز قدم راواخلي نو
په غم به ما ګوره اخته کړي اوس بیا
 

چي ځان سینګار کړي و دیدن ته راشي
هم  به زما غزل ښایسته کړي اوس بیا
 

د میني چل و ماته دا راښي
پوهه به مي دا په یارانه کړي اوس بیا
 

له مانه ورک شي د دنیا غمونه
ما چي په کورکښي خپل میلمه کړي اوس بیا
 

زه ارماني به بیا نشه نشه یم
ماچي په سرو شونډو نشه کړي اوس بیا

***

 

ټول سره یوځاي دي ماپرتااوتاپرماوژني
هیڅ ګناه مونشته ظالمان مو خامخاوژني
 

کړی یې داهوډدی چي پښتون به نه پرېـږدودلته
نه پرېـږدي هیڅ څوک هم موطالب هم موملاوژني
 

بیاراته یوځاي دي د رنجیت او د بابر بچي
دوي په دې رضادي چي بچي داحمدشاه وژني
 

دا زموږ ترمنځه چي توپېریې پیدا کړی دی
نه پوهېـږوموږچي مولادوي په څه ګناه وژني
 

مه کوی جنګونه نوردرځي چي سره یوشواوس
هم دازموږدښمن به موبیاګوره په چاوژني
 

ګوره ارماني پښتون په خپله سره خوري یوبل
شک په دې کښي نشته چي دښمن یې هم په  داوژنی

***

 

 

ګرځم سرګردانه ستا په عشق کښي زه
یمه پریشانه ستا په عشق کښي زه
 

ورک رانه خپل ځان دی اوس به څه کوم
مرم دي له هجرانه ستا په عشق کښي زه
 

مانه مرور ګرانه په څه شولې
غواړم دي جانانه ستا په عشق کښي زه
 

ماته دي پېغور دا ټول وطن کړلو
وړم تومت له ځانه ستا په عشق کښي زه
 

تاته چي رقیب خندا په ناز کوي
بیا شمه حیرانه ستا په عشق کښي زه
 

نن که ارماني درشم دیدن ته ستا
ډیر به شم ستومانه ستا په عشق کښي زه
 

***

 

موږ پښتانه پښتونستان جوړه وو
د خان شهید د زړه ارمان جوړه وو
 

موږ له امونه تر اټکه یو یـوو
پردغه خاوره خپل نشان جوړه وو
 

پښتنو ځي چي خپل وطن آزاد کړو
ښکلې وطن د باچاخان جوړه وو
 

زلمیانو پاڅي دا خوبونه پـرېـږدي
موږ د زلمونه میـرویس خان جوړه وو
 

ترڅو به داسي غلامان یو د بل
آزاد وطن افغانستان جوړه وو
 

په خپله خاوره ارماني جنګېـږي
واي اوس دلته یو کاروان جوړه وو
 

***

 

 

ولاړشمه لمبه شمه چي ستاته تصویرته وګورم
خاوري شم اېـره شمه چي ستاته تصویرته وګورم
 

ورک شمه له ځانه دمجنون غوندي سحراته ځم
داسي بېګانه شمه چي ستاته تصویرته وګورم
 

ته چي راته نه خاندې وژاړمه ستاتصویـرته
بیاپه دې غصه شمه چي ستاته تصویرته وګورم
 

ته چي رانه ولاړې نواوس زه په غم اخته شومه
زه په دې خفه شمه چي ستاته تصویرته وګورم
 

یوزه خوار ارماني یمه ستا غموکښي تل اوسم
بیاپه غم اخته شمه چي ستاته تصویرته وګورم
 

***

 

ماته خوږه یې له هر چا محبوبي
ځکه نازیـږمه پر تا محبوبي
 

راسره مه کوه ټګي نازکي
وکړه لوظونه د رښتیا محبوبي
 

خلګ مي ولي اوس په کاڼو دلته
غواړم چي ولاړ شو په سحرا محبوبي
 

ته چي له ماسره نن کـډه وکړې
رقیب به شي بیا به په ژړا محبوبي
 

محبوبي تا سره چي زه جوړه شم
بیا دي پناه شي دا دنیا محبوبي
 

خېر دی تېـریـږي دغه شپې تېـرېـږي
رمضان به ستا وي خامخا محبوبي
 

***

 

 

د آغاجان همدرد کلام

 

الله دي تل ترتله تالري ودان ارماني
خداي دي پوره که دزړګي هریوارمان ارماني
 

چي همیشه دي دپښتوژبي خدمت کړی دي
په شاعرانوکښي لرې نوم اونښان ارماني
 

دغلیم سترګوکښي اغزه ې خاص په دغه سبب
واي پرپشتوباندي ميئن دی رمضان ارماني
 

صفت ددسي زلموخوندکوي همیشه ې کوم
همدردواي خداې دي ښتایسته که په ایمان ارماني

***

 

څوک نه منم په خپل جانان نازېـږم
په خپل وطن پښتونستان نازېـږم
سربه قربان دپېروان په شان کړم
هم په شهادت دساقي جان نازېـږم
زه برکت او رمضان یادوم
له دوي سره په متهاب خان نازېـږم
وزیراکا چي مو هېر نه شي ګوري
بل په ډاکټر دې صمد خان نازېـږم
دا کلیوال او اولسیار ستایمه
زه په منظور او صاحب خان نازېـږم
یوجان محمد او بل کریم یادېـږي
په بازمحمد او سعیدخان نازېـږم
حبیب الرحمان او صابرشاه دی خلګو
له دوي سره په خالدخان نازېـږم
ډیر شهیدان له مانه هېر دي خلګو
په شیرعلي اوحامدخان نازېـږم
نه فیض الله نه جلات خان هېروم
زه ارماني په صمدخان نازېـږم
 

 

 

 

 

یوڅوشعرونه

 

دګل اوداغزي سره په څنګ کښی اوسم
دلیوني سړي سره په څنګ کښي اوسم
 

هرڅه ې رانه لوټ کړی ددوستۍ په نامه
زه لادپرېدي سره په څنګ کښي اوسم
 

««««»»»»»»»»««««««««««««»»»»»

 

اوس لاغوټۍ ګل شوې نه ده زه به څنګه درشم
چي لیونۍ خپل شوې نه ده زه به څنګه درشم
 

هله به درشم چي ټوټې ټوټې وطن یوځاي کړم
چي مي پګړۍ ول شوې نه ده زه به څنګه درشم
 

زه خودوطن د جوړېدو ارمان په زړه لرم
لاپښتونخواخپل شوې نه ده زه به څنګه درشم

- بېرته شاته