(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدايه! کابل د نورستان مرکز کړي

نظرمحمد مطمئن

ټوکې ډيري په وردګو، اندړو، مومندو، شينوارو، اڅګزو او سليمانخيلو پسي جوړي شوې دي، خو ډیره برخه يې په وردګو وروڼو پسي خلک تړي، تر دي چې په ټوکو کې خلک وايې چې ملانصرالدين خو يا د وردګو وو او يا هم د بدخشان.

څو ورځې وړاندې يوه ملګری ویل چې د نوري نړۍ خلک هم عجيب او نادرې ټوکې لري، غوښتل مو چې هغه پښتو ته وژباړو، او خلکو ته يې وړاندي کړو، وروسته مو پريکړه وکړه چې هغه ټوکې په وردګو پسې وتړو، هدف مې دادی چې ټوکې هر قوم او هره قبيله لري، خو په وردګو وروڼو پسي ډيري خلکو ورجوړي کړي او تړلي دی.

وايې چې وردګ حج ته تللی وو، کله چې مکې ته رسيدلی وو، دعا يې کوله چې خدایه کابل وردګوته راولي او دوردګو  مرکز يې کړی، چې خلک موږ ته کابليان  ووايې،  زما په آند چې خلکو هغه سړی غلط کړی وو او يا داچې هسي يې دغه ټوکه په وردګو  پسي تړلي ده، کېدای شي چې نورستانيانو به په پروسږ کال حج کې دعا کړې وي چې خدایه کابل د نورستان مرکز کړي، چې نورستانيانو ته خلک کابليان ووايې.

که رښتيا هم نورستانيانو دغه دعا کړي وي ، نېمه يې قبوله شوي، او که سږ کال بيا دعاوو ته زور ورکړی نو کیدای شي چې د نورستانيانو دعا قبوله شي او کابل د کابل تر څنګ د نورستان مرکز هم شي.

له تیرو څو ورځو د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د ټاکنې خبرې ډیري ګرمي رواني دی،  په ځينو ولايتونو کې په ځانګړي ډول شمالي ولايتونو کې ډیری کسانو ولایتي شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي، په ځينو ولايتونو کې د تيرو انتخاباتو په پرتله لږو کسانو ځانونه نوماند کړي دی، اوپه ځينو ولايتونو کې خو ښځو بيخې د ولايتي شورا له پاره ځانونه نه دي نوماند کړي، چې نورستان او پکتيکا او ممکن ځينې نور ولايتونه به هم وي.

د نورستان ولايت اوسنی حالت ډیر د تعجب وړ ځکه دی، چې ددغه ولايت دولايتي شورا رئیس، د ولايتي شورا مرستيال او ډیر غړي له ډیري مودي راهيسي په کابل کې دي ، همدلته شورا ګاني جوړوي، همدلته غونډي جوړوي، او همدلته په کابل کې د نورستان اړوند پريکړي کوي، له همدې امله ده چې د نورستانيانو نېمه دعا قبوله شوې، ځکه ولايتي شورا يې د نورستان پر ځای په کابل کې ميشت او همدلته يې مرکزيت نيولی دی.

دنورستان دولايتي شورا له سپکاوی ډکه غوښتنه خو داوه چې څو ورځي مخکې يې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دوی  دامنيتې ستونزو له امله نه شي کولای چې له کابل څخه نورستان ته ولاړشي، او په نورستان کې هيڅ يوه هم د ولايتې شورا له پاره ځان نه دي نومولي او ثبت کړي، دوی له دولت او انتخاباتو کميسون څخه وغوښتل چې د نورستان د ولايتي شورا له پاره په کابل کې دنومونو د ثبت او راجسټراجازه ورکړي.

کله چې څوک خپل ولایت ته نه د هوا او نه هم د ځمکې له لاري تللای شي، آيا لازم ده چې بيا هم دغه ډول کسان د نورستان د خلکو استازي ځانونه وګڼي؟ د خلکو استازی خو د خلکو په منځ کې اوسيږي، دخلکو له خوا ساتل کېږي، زما په نظر چې دولت، دانتخاباتو کميسون او د نورستان چارواکو ته نور شرم نه پاتي کېږي، ښه داوه چې له دغه ولايت څخه نور تير شوي وای او هغه چاته يې سپارلی وای چې هغوی د ولس استازيتوب کوي او دولس په منځ کې ژوند کوي.

دانتخاباتو کميسون هم پرته له دې چې دغې مسئلي ته ژور پام وکړې ددولت په خوښه يې اعلان وکی چې د نورستان د ولايتي شورا له پاره نوماندان کولای شي چې په مرکز کابل کې خپل ځانونه ثبت او راجسټر کړي، د نورستان د ولايتي شورا غړي چې مخکې له مخکې لا په کابل کې اوسيدل په ډیر سرعت سره يې دانتخاباتو د کميسون دفتر ته ځانونه ورسول او خپل ځانونه يې د راتلونکو انتخاباتو له پاره ثبت او راجسټر کړل.

داسي معلوميږي چې د نورستان ولايتي شورا غړي به رائيې هم په کابل کې د نورستان له خلکو ترلاسه کوي، او ممکن چې د انتخاباتو کميسون داهم ورسره ومني چې ددوی صندوقونه په مرکز کابل کې خلاص شي.

اوس داسي معلوميږې چې د نورستان دولايتي شورا غړي نور کابليان دي، کله چې نورستان ته کوم وخت په پټه ولاړشي نو خامخا به خلک ورته وايې چې کابليان راغلي دي.

کله چې په يوه هيواد کې  د انتخاباتو اړوند دغسي يو حالت وي، آيا په کار ده چې انتخابات ؤشي؟ او د پراخه درغليو په نتيجه کې پر افغان ولس د نورو پنځه کلونو له پاره ټوپکوال، زورواکې او جنګي مجرمين وروتپل شي، آیا نړيواله ټولنه دهمدې له پاره راغلي او امریکا دهمدې موخې له پاره يرغل کړی دی؟

د هيواد ځينې ولايتونو کې خو مخکې له مخکې لا د ځينو ولسواليو مرکزونه د وسلوال مقاومت په کنټرول کې دی ،  د دولت له خوايې سيار دفترونه يا خو نورو ولسواليو او يا هم مرکز ته نږدې انتقال شوي دي، چې ښه مثال يې د غزني ولايت د زنخان، رشيديان او  خوګياڼيو ولسوالۍ دي، چې مرکزونه يې په خپلو ولسواليو کې نشته، دا ډول د غزني ولایت د ناوې  ولسوالي خو په بشپړه ډول د وسلوال مقاومت په لاس کې ده.

په زابل ولايت کې تر اوسه پوري دوه نارينه کسانو د ولايتي شورا له پاره ځانونه نوماند کړي دی، او ښځو لا تر اوسه په دغه ولايت کې د نوماندي جرائت نه دی کړي، دا ډول په پکتيکا کې د ښځو په اړوند ورته حالت دی، فراه، هلمند، ارزګان، کندز، سرپل، بادغيس، غور او ډیر ولايتونه  له ورته ستونزو سره مخ دي، چې د انتخاباتو کميسون ، افغان دولت او نړيوالي ټولنې غوږونه پرې کاڼه اچولي دي.

تر ټولو مهمه داچې تيره اونۍ په بدخشان کې د کران او منجان  ولسوالي هم طالبانو ونيوله، چې دوه ورځي وروسته بیرته دولت ته په لاس ورغله، د طالبانو له خوا په بدخشان کې عمليات او ځان ښودنې افغان دولت، ولسي جرګه، مشرانو جرګه او نړيوال ټول ولړزول، مخکې د افغان دولت ځينو سياسي معامله کوونکو ویل چې طالبان يواځي پښتانه دی، دا ډول نړيوالو یرغلګرو به هم ویل چې په افغانستان کې زموږ له پوځيانو سره پښتانه جنګ کوي، خو په بدخشان کې د بدخشان د طالبانو له خوا د کران او منجان ولسوالي نيول ددوی دغه دعوه هم غلطه ثابته کړه، او ويې ښودل چې وسلوال مقاومت  يو ولسي پاڅون دی، په کوم خاص قوم او سيمې پوري اړه نه لري.

د انتخاباتو اړوند چې اوسمهال دغه حال دی، او حال داچې امریکا او نړيوال هم وایې چې دوی خپل پوځونه باسي، نو څه فکر کوي چې اوه مياشتي وروسته به په کلیو، ولسواليو او ولايتونو کې  دانتخاباتو مرکزونو ته افغانان ورتلل او دخپلو رائيې کارولو ته زړه ښه کړي؟

داهغه سوال دی چې افغان دولت، ملګري ملتونه او نړيوال ټول ښه پري پوهيږي چې افغان ولس له دوی څخه د روڼو او شفافو انتخاباتو تمه نه لري او نه هم انتخابات د افغانستان ستونزه حل کولای شي، خوبيا هم نړيوال اخته دی، افغان ولس پر مخ په څپيړه وهي او دخپلو ولسونو په سترګو کې خاوري شيندي.

۴  اکټوبر ۲۰۱۳

- بېرته شاته