(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات شازیه او کاېنات

عادل شاه زیب، لندن  
نهم اکتوبر کال ۲۰۱۲ هغه ورځ ده چې په سوات کې د ملاله یوسفزۍ کتابونه په وینو سره کړی شو او د سکول بسته او کتابونه ترې لری وغورځول شول. د اکتوبر نهمه نیټه وس ګرده نړۍ جینکو له د تعلیم حق ورکولو په جنګ کې د یوی ستری ګټې په توګه نمانځي. د سوات ملاله یوسفزۍ او د هغې ملګرو کاېنات ریاض او شازیه رحمان د پاره یوه داسې توره ورځ ده چې نن ېي هم یادوي.
پاکستاني طالبانو په ملاله د برید پړه په سر واغسته  او دغو جینکو له ېي د تعلیم خواهش لرلو په سر سزا د ډزو په صورت کې ورکړه. خو د اکتوبر میاشت نهمه نیټه نه یواځې د خیبر پښتونخوا سوات سیمه ، په ګرده نړۍ کې د هغه جینکو په ژوند کې د امیدونو یو انقلاب راوستو څوک چې د علم رنړا ګانو نه لری ساتل شوي دي.
د سوات ملاله یوسفزۍ د خپلې مرضۍ خلاف په ځان د سکول دراوازی بندولو نه بغاوت د تعلیم د پاره آواز پورته کولو په صورت کې اوکړو. او ګردې نړۍ د ملالي، شازیه او کاېنات سره په یو آواز د تعلیم دښمنانو پرضد راپورته شوه. د سوات خوشحال پبلک سکول دغه دریو باتورو جینکود خپل پیغلتوب مستۍ، ټوقې ټقارې په وینو بدلی کړی خو په پښتنو د پخوا راهسې لګیدلی د جهالت، کم علمۍ او کم عقلۍداغ ېي اوینځو.
ملاله یوسفزۍ د ماشومانو د پاره د امن نړي واله جاېزه اوګټله، د بښنې نړي وال سازمان اېمنسټي انټرنیشنل ېي په خپل نر توب قایله کړه  او د وخت ضمیر د شخصیت ایوارډ یا جاېزه ېي ورله ورکړه. نن هم په نړۍ کې د جهالت پر ضد جنګ او د تعلیم رڼا خورولو د پاره هر انعام او هر ایوارډ کې د ملالی نوم د نورو امیدوارانو سره وي. او داسې ښکاري ملالی د پښتنو هغه ننګ راژوندی کړی چې د خوشحال بابا شاعري تری ډکه پرته ده.
دسوات ملاله یوسفزۍ به نن کې د خپل کتاب ( آېي  اېم ملاله ) پرانسته کوي. نو په برطانیه کې د ملاله ملګري شازیه رحمان او کاېنات ریاض د واېس آف امریکا ډیوه ریډیو د لاری خپلی ملګری ملاله ته مبارکي، د خوشحالۍ او نیکو خواهشاتو پیرزونې وړاندی کړي.
نن د نړۍ وتلي مطبوعاتو لوې خبرونه د ملاله یوسفزۍ په حقله دي. خو پدغه لویه ورځ ډیوه ریډیو د ملالی هغه ملګرود ستاېنې هسه کړي څوک چې د ملاله سره په دغه جنګ کې ملګری وې او په ملاله د برید په وخت دوي هم ژوبل شوې وې.
شازیه او کاېنات دا وختې د برطانې په یو ښه سکول کې په سکالرشپ یا سرکاري خرچه خپل تعلیم ترلاسه کوي. د لندن مصروفه ښار نه لری د سوات شنو دنګو غرونو او د یخو چینو په شان دلته هم د شازیه و کاېنات سکول په دی دنیا جنت دی. د ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت شازیه بیا بیا خپلې ګړۍ ته ګوري چې د کلاس شورو کیدو وخت ېی نژدی دی او کاېنات چې دوه اونۍ وړاندی د سوات نه راغلې ده مور او نیا ېي ډیری یادیږي خو ولې بیا هم واېي د پلار هغه نصیحت ېي یاد دی چې لور د څه د پاره دی خپله وینه تویه کړی هغه مقصد ترلاسه کړه. کاېنات واېي ډاکټره به جوړیږي چې په سوات کې د بی وسه او غریبو خلکو علاج اوکړي چې د علاج وس نه لري.
کاېنات خو نن زه ډیر حیران کړم ځکه څو میاشتې مخکې چې کله هغه برطانې ته راغله نو په وړومبۍ ورځ ورسره زما ملاقات په برمنګهم کې د ملالی په کور کې اوشو. د ملالی ورونړو خوشحال او اتل ېي په میلمستیا نه ستړي کیدل خووېیل به ېي چې انګریزي ژبه مې کمزوری ده . خو دا ځل ماته په انګریزۍ ژبه کې واېي چې سیاستدانه به جوړیږي او هغه جینکۍ به په زور سکول ته لیږي چې مور او پلار په کور کې بندی ساتلې وي او سبقونو ته ېي نه پریږدي. کاېنات واېي که د چا زړه خه وي او که بد خو خپل مقصد به جاري ساتي چې په هر چم ګاونډ او کلي کې هره جینۍ یوه تعلیم یافته مور جوړه شي.
یوه خبره چې کول ېي ضروري ګڼم چې کاېنات او شازیه دواړه په برطانیه کې هغه ژوند تیروي چې د پاکستان خلک ېي خوبونه وېني. خو ولې بیا هم واېي تعلیم به تر سره کوي او پاکستان ته به هغې مقصد پوره کولو د پاره ستنیږي د کوم د پاره چې دوي لويه قرباني ورکړی ده. شازیه او کاېنات دوانړه په پاکستان او پښتنو کې د تعلیم نه محرومه جینکو په ژوند کې رنړا ګانې خورولو د پاره خپل ژوند وقف کول غواړي.
کاېنات او شازیه د ډیوه ریډیو سره د خبرو اترو په وخت ډیری خوشحاله وی چې ملاله به د خپل کتاب پرانسته کوي. خو بیا په دغه خبره لا ډیری خوشحاله دي چې د اکتوبر په ۱۱مه نیټه به د امن ستری جاېزی یا نوبل پیس پراېزامیدوارانو کې د ملاله نوم تر ټولو بره وي.
شازیه خړ شال  په سر دی او کاېنات د سوات نه ځان سره راوړی بنین او سور شال په سر ده. د شازیه د کلاس وخت شوی دی او کاېنات اوس خپلې کوټی ته روانه ده.
شازیه او کاېنات نن ملاله یوسفزۍ ته د امن ستره جاېزه ګټلو د پاره دعاګانې کوي او خپل نیک خواهشات خپلې ملګری ته رسول غواړي. شازیه راته واېي کاکا یواځې مونږ نه د ټول پاکستان او ټولی پښتنې پیغلې خپل پیغام ملاله ته رسول غواړو چې مونږ ستا په جدوجهداو کوشش کې ستا سره اوږه په اوږه ولاړ یو. د شازیه او کاېنات په خواهش مونږ ټول په شریکه د ملالی د امن انعام ګټلو د پاره د یو شریک عکس د لاری خپلې پیرزونې وړاندی کوو.

- بېرته شاته