(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لومړي انګريز افغان جګړه

لومړي انګريز افغان جګړه(AUCKAND FOLLY) ورته ويل كيږي دهغه جګړه د برتانيه دايسټ انډياكمپني او افغانستان ترمنځ د ۱۸۲۹ء څخه تې ۱۸۴۲كال پوري دوام وكړي چي پايله يې د ۴۵۰۰برتانوي پوځيانو د څنګه هند ځواكو خپل ژوند دلاسه وركړي جمع دولس زره د دوي د كيمپ ساتونكو چي دافغان جنګي قبائيلو لخوا ووژل شوپ د لوئي لوبى تر ټولو لويه او لومړي ښتنه وه چي په نو لسمه پيړي د قدرت دسيالي دپاره وشو چي په آسياباندي خپل واك ټينګ كړي چي د برتانويانو او دروسانو ترمنځ روان وو.

           په ۱۸۳۰كال كښې برتانوي امپراتوري هند كښې منګولي ښخي كړي وي په ۱۹۳۷كال كښې ښاغلي لارډ پامرسټان او ښاغلي هوب هاؤس په دي ويره كښې ولويدو چي په افغانستان كښې ګډوډي جوړه نه شي او دسيندد څنګه سهكانو ودي كونكي حكمراني په شمال كښې حالات داسي بڼه خپله نه كړي چي روس مداخله يا ديرغل سوب وګرځي او بيا افغانستان دلاري وهندته راورسيږي ولي چي د روس امپراتوري وروورو خپل لاسونه ترمنځي آسياته غرول چي دهغه پرمختياچي وسويل ته اوږديدي شوه دبرتايني په هند كښې وخپلي كمپني(BRITISH CO) ته يو خطر حوړيدي شوي برتانويانو يو پلاوي و كابل ته واستوي چي دافغانستان دواكمن امير دوست محمدخان سره د رويې په ضد يو تړون وكړي.

                       امير دوست محمدخان اوس اوس خپله دويمه پلازمنه دلاسه وركړي وه چي دسهكانو د حكمرانانو لخوا نيول شوي وه او ده اوس غوښتو چي دانګرانو په مرسته پلازمنه پيښور بيرته ترلاسه كړي خو انګريزانو دانه غوښتو كله چي ګورنر جنرال ښاغلي لار ډاكلنيډ په دي خبر شو چي يوه روسي پلاوي كابل ته رارسيدلي دي چي كيدي شي امير دوست محمدخان دمرستي دپاره وروسانو ته موخه وكړي دده سياسي صلاكارانو هم داسي اندينښه ده ته څرګنده كړه انګريزان د روسانو لخوا په هند كښې دلاس وهني څخه وويريدل ولي چي وافغانستان ته دوي دراتلو څخه به روسانو يو ګام مخ ته راشي خو دروسانو او افغانانو ترمنځ خبري اتري په ۱۸۳۸ء عيسوي كال كښې بريالي نه شوي پارس(ايران) او روسانو په ګډه دهرات ناكه بندي وكړه په كال ۱۸۳۸كښې خو دوي بيرته په شاشول كله چي برتاينې دجګړي تړي وركړه روس غوښتو چي خپل شتون په آسياكښې ولري ددي دپاره روس د فارس ايران سره تړون وكړي چي دافغانستان سره خپلي لانجي اواري كړي لكه دا چي فارس سفويانو دا داوه راو اخسته چي د كال ۱۷۰۹دمخه هرات د دوي بشپړه لاس پوڅي وي نو برتانويا نو د ځان دپاره شاه شجاع خوښ كړي شجاع دراني ديوه حكمران په حيث دافغانستان دحكمران په حيث ستون شي.

     خو دانګريزانو دتګ لاره او پلان سره سم هم هغه وخت ښاغلي ښاغلي لارډ ګلينډ دشلمه چي داكتوبر ۱۸۳۸ءْ كښې رابر سيره كړه چي دوي دلاري برتاينه كولي شوي چي په افغانستان كښې لاس وهنه وكړي په لوزنامه يا ياداشت كښې راغلي وو چي دهندد ښيګڼي او سلامتياپه خاطر چي برتاينه كولي شي چي په خپلولويديځو سرحد وباندي ګامونه پورته كړي برتانويانو غوښتو چي په افغانستان كښې داسي حكمران وي چي بشپړه د دوي لاس پوڅي وي په شمله لوزنامه كښې دا راغلي وو چي برتانوي ځواكو به وخت دافغانستان څڅه ستانه شي چي شاه شجاع دافغانستان وواكمني ته ورسوي دشاه شجاع بشپړه واګي به دانګريزانو په واك كښې وي او برتانيه به قبائيلي مشران او نوري ډلي په دي راولي چي شجاع بشپړه واګي به دانګريزانو په واك كښې وي او برتانيه به قبائيلي مشران او نوري ډلي په دي راولي چي شجاع دراني ملاتړ وكړي دوي به په دي بدل كړي پيسى وركړي خو برتايني داخبره ايره كړي وه چي دوي افغانستان فتح كوي او دوي داجواز وړاندي كوي چي شاه شجاع په حكومت باندي راولي چي دباندنيانو دلاس وهلو مخ نوي وكړي هم دهغه خبره وه چي برتايني دا هڅه كوله چي دبرتاينې لاس پوڅي حكمران رامخ ته كړي چي د روس مخ نوي په وكړي ولي چي روس يو لوئي ځواك دي چي وهندته او د هند شمال لويديځ سرحدته خطر دي دبرتاينې په افغانستان كښې دهندد ځواكو په مرسته بريداو دغزنى جګړه د ۲۱زره پوځى ځواك چي دبرتاينې او هند په سپاهيانو ولاړوو چي سرلښكر يې ښاغلي جان كين وو دپنجاب څخه په كال ۱۸۲۸ء كښې تياري وكړي د دوي سره ښاغلي وليم اۍ ميكنټن هم وو چي په كابل كښې دبرتاينې لوئي استاځى ټاكل شوي وو د مارچ ۱۸۳۹كال كښې برتانوي ځواكونه دبولان دري څخه تير او افغان ښار كوټي ته ورسيدو او د كابل په لور روان شول دوي دريګو د جګو جګو غرو او درولاره غوره كړه او په برياليتوب مخ په وړاندي روان او په ۲۵م اپريل كال ۱۸۳۹او كندهار ته ورسيدو په ۲۲م جولائي كال ۱۹۲۹يې آمدامه په غزني بريدوكړي او غزني يې ونيوي چي وخيبر پښتونخوا ته درسيدو لاره آسانه شوه افغانان وشاته شول او برتانيه په آسانه دښارو ورته و دريدو په دي بريد كښې دوي دوه سوي پوځيان دلاسه وركړو چي ټپيان هم په كښې وو افغانانو ۵سوه وګړي ووژل شول او ۱۶سوه ژوبل يا ونيول شول غزني برتانوي ځواكو ته لاره اواره كړه چي دوي مخ په وړاندي ولاړ شي هم په دي ترڅ كښې برتانو يانوبل برياليتوب وموندي چي دوي امير دوست محمدخان ته ماته وركړه چي د ځواكو سرلښكري دده يوه ځوي كوله دوست محمدخان دخپلو نزدوپلويانو سره باميانو ته ورسيدي چي بخارا ته نز دي دي په اګست ۱۸۳۹ء كال چي شاه شجاع نز دي ديش كاله وروسته به د كابل تاج په ورسر كړي په ۱۳م نومبر ۱۸۳۹ء كال دهند په لوري لاره دممئي ته لاره تربريد لاندي شوه چي بلوڅ قبائيلي خلګو چي برتانوي ځواكونه تر بريد لاندي راوستو چي دوي دبولان د دري څخه تيريدل او په لارو پرتو افغانانو هم پاڅون وكړي زياتره برتانوي ځواكو بيرته دهندوخواته وګرځيدل چي ډېر ژر دا څرګنده شوه چي دشاه شجاع حكومت د ډېر زياتو برتانوي ځواكو دملاتړ په چپه حكومت دوام نه شي كوي افغانانو دبرتانوي ځواكو په ضد كركه او د شاه شجاع د حكومت كلك مخالفت ته راووتو چي كله برتانويان دخپلو فتوحاثو څخه ډاډه شول نو ښاغلي وليم اۍ ميګناتڼن وخپلو سپاهيانو ته اجازه وركړه چي دوي خپلي كورني افغانستان ته راوستي شي چي دا ډول برتاني ځواكونه ډاډمن شي امير دوست محمدخان بيځاپه په برتانوي ځواكونو او هغه افغانانو چي د دوي لاس پوځوبريد وكړي خو ماته يې و خوړله ونيول او ته جلا وطن شو وهند ته په ۱۸۴۰ء كال كښې په دا وخت كښې انګريزانو دبالاهاركلا خوشي كړه او د كابل په شمال خيتځ كښې نز دي جوړه كړه چي د جګو جګو غرو په منځ كښې وه دهغه ډېره لويه كلا او چهاوڼي چي په ځائي په  ځائي شوو ځواكونو دپاره ډېره لويه وه په داسي حال كښې چي په بدحال كښې دوي خپله ساتنه او دفاع كوله خو په درې سوه ګزه د دوي دوسلو او نورو توكو د زلرمي ځايونه جوړ وو د لوئي كرار ګاه او چهاوڼي څخه.

                     داپريل او اكتوبر كال ۱۸۱۴ترمنځ كښې افغان قبائيلو امير دوست محمدخان د ځوي په ملاتړ كښې ودريد و. دامير ځوى په ملاتړ كښې دباميانو څخه نيولي شمال او دهندوكش پوري اوسيدونكو افغانان په كلكه ودريدو د خپلو مشرانو په مشري كښې لكه مسجدي خان او نور نوموړو داكبر خان په ملاتړ كښې راو پاڅيدو په هم دهغه كال كښې يو انګريز لوړ پوړي او دده ملګري افغانان ووژل سر اليكنډدبرنز په كابل كښې دافغانانو ديوي ډلي خوا څخه دوژلو سره برتانويان په دي پيښه باندي څه غبرګون نه كړي ښكاره چي دوي نور ډاډه شول و برتانويانو ته هغه وخت ستونځي رامخ ته شوي چي كله په ۹م نومبر دافغانانو د دوي دتوكو درسولو لاره وتړله چي په كابل كښې دهغه زيرمه شوي وو په دهغه ورځو كښې انګريزانو داكبر خان دخبرواترو هڅي وكړي ښاغلي ميګنټن په سپټه و اكبر خان ته مشر جوړ كړي په دي شرط چي برتانوي ځواكو ته به اجازه وركوي چي په افغانستان كښې پاته وي او د ډېرو زياتو روپو وركو وړانديځ يې هم ورته وكړي چي څوك دي ووژني خو ددي وڅنګه ته ښاغلي ميكنړن داكبر خان سره د كابل وكراه ګاه او چهاوڼى ته نز دي دوه په دوه خبري سره وكړي دا د دسمبر ۲۳م وه خو ښاغلي ميكنډن او دده سره درې انګريز افسران داكبر خان لخوا برامته كړل شول او بيا ووژل شول دښاغلي ميلګيټن مړي د كابل په كوڅو كښې كش او وګرځول شو نه يواځي د كابل په ښار كښې بلكي د كابل په كوڅو كښې ښاغلي الپنسټن واك دلاسه وركړي او دده ودندي ته كلك زيان ورسيدمي.

            دبټلر لخوا دمرستيال ډاكټر(سرجن) ډاكټر وليم برائيډن په ۱۳جنوري و جلال آباد ته په رارسيدو ځانګړي ليك كړي دي په لومړي جنوري ۱۸۴۲ء كال ښاغلي القټن په دي فكر كښې شو چي څه نه څه وكړي چي هغه خوار ځواكونه چي د ځان دځخورني په حال كښې دي او و كابل ته نز دي په كرار ګاه او چهاوني كښې پراته دي په خوندي ډول راوباسي چي ديوي پريكړي سر سم دپنځه ورځي وروسته دوي دافغانستان څخه وتل پيل كړو دبرتانوي سړيو شمېر ۱۶۵۰۰وو چي په دوي كښې ۴۵۰۰پوځيان وو او ۱۲۰۰۰نور ورسره مله وو په پوځيانو كښې زياتره دهندي يونټو څڅه وو او يوه ټولكى چي پياده وو برتانوي وو چي ۴۴رجمنټ ورته ويل كيدل خو دوي دغزني دسرتيروتر بريد لاندي شول كله چي دوي تر وارو لاندي د درو څخه تيريدل دهغه ځواكونه په لويه كچه ووژل شول چي كله دوي د كابل څخه لاندي په ۴۸كلو ميټري كښې چي د كابل سيندسره د كابل او ګنډمك څخه تر جلال آباد پوري دوي ځپل كيدل چي ځانونه د جلال آباد پوئى كرار ګاه پوري ورسيږي خو د دوي ځواكونه وژل كيدل او لښر كيدل آن دا چي تر ۴۰پوري دپاثو شمېره ورسيدله دهغه وخته چي دوي دكابل څخه را روان شوي وو چي وروسته او د ډېر لږ خوراك سره په اونيو وخت تيروي د دوي څخه څه د ذكروړ وسلي هم نه وي بيله د څوتو كچنچو او تورو پاته ۴۴ووژل شول خو يو سرجن فئير كيپټن جميز او ۷ سپاهيان چي هغه هم ونيول شول خو يواځي چي څوك و جلال آباد ته ورسيدي هغه ډاكټر وليم برائيډن وو.

    دهغه بريدونه نه يواځي د كابل پوځي ټولګي ياګريزن روانى وي بلكي په افغانستان كښې چي چيري هم برتانوي ځواكونه وو د افغانانو تر بريدلاندي راغلي وو چي په هغه كښې دكندهار پوځيان وو چي برتانيې تر ټولو زيات ځائي په ځائي كړي وو په جلال آباد كښې هم دوي ځائي په ځائي وو چي د كابل څخه رااستولي وو په غزني كښې دوي د طوفان سره مخامخ شوي وو خو په ځينو ځايو كښې برتانوي ځواكونه تر هغه وخته پراته وو چي ودوي ته دهندڅخه پوځى كمك او مرسته راورسيده دا كال ۱۸۴۲ء سپرلي مياشت وه خو اكبر خان جلال آباد ته نز دي ماته و خوړله او بياانګريز دپريكړه او پلان جوړ كړي چي كابل بيرته لاندي كړي او خپل زورښائي خو په دا وخت دلندن په حكومت كښې بدلون راغلي.

محمد نعيم كاكړ  

- بېرته شاته