(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو په ټولنه کې د ملالې بي ارزي او ...

دپښتنو په ټولنه کې د ملالې بي ارزي او د هغې سره کرکه
ليک. فيروز اپریدی

د پښتنو په ذهن کې دا يو ډير ژور تاثر د پخوا نه راروان دے چې ګويا ښځه د ناريناؤ د خدمت او د بچو راوړلو پرته نور هيڅ د کار شې نه دے او نه د دوئي د وړاندې د ښځې څه اهميت او ارزښت شته. 
د دوئي په نزد د ښځې مقام تقريبا د وينزې نه پورته نه دے هم دغه وجه ده چې په پښتنې ټولنه کې د ښځو ذکر ډير کم کيږې  نارينه خپلې ښځي په مجلسونو کې نه يادوي او نه د نورو د خلې نه د خپلو زناناو په حکله څه اوريدل غواړي  که چرته يار دوست ډيره موده هم يو بل سره مخامخ شي نو که د يو سره د کور زنانه وي نو بل ترې داسې مخ واړوي چې هډو داسې احساس ورکړي چې ګويا زه دې هډو پيژنم نه.خو دا په دې نه ده چې ګويا د ناريناؤ د ښځې د پاره رويه د عزت او احترام ده بلکه دا هم شائيد په ښځه د ناريناؤ د مضبوط ګرفت او د هغه ذاتي جائئداد يا اثاثه ګڼلې کيږې .شائيد دا وجه ده چې ښځه خپل سړي ته خاوند وائي . او هم دغه خاوند ئې مالک وي او پښتانه د خپل ملکيت د پاره جنګونه کوي .که دغه ملکيت معمولي ولې نه وي‌خو پښتون وګړې په سر ورکوي. 
نو د ښځي سره سره د پښتون په معمولي ملکيت هم بل پښتون تغرض د يرې او ترهې له کبله نه کوي. 
دغه وجه ده چې ملاله د پردو خلقو سره مخامخ ناسته اوويني واوري يا د نورو خلقو له خوا د هغېساتئينه يا اپرين وشي نو پښتانه دا د پردو خلقو له اړخه په خپل حق باندې تغرض ګڼې 
د ملالې په ستائينو او اپرين باندې تقريبا زياتره پښتانه حجاله حجاله کيږي. 
که د نن تعلم يافته ځوانان هم دي خو د ملاله بے باکي بې له څه سوچه او دليله خفه کيږې. 
حتې چې پښتنې ښځې هم ورته د مشروټې او شرميدلې خطابونه ورکوي 
زمونږ پښتنې ښځې هم د زرګونو کالو راهسې راروان د رواياتي نفسياتي بنديزونو سره دومره اموخته دي چې که کوم ازاد خياله پښتون خپلې ښځې ته د برقعي يا پردې کولو نه هم وائي بيا هم پښتنه ښځه د خپل کلتوري او رواياتي اقدارو نه د راوتلو هڅه نه کوي او خپل ځان پټ او د کور دننه د ناريناو د خبرو ،جرګو مرکو لرې ساتي. 
که وځيرلې شي نو ملالې سره هم لکه زمونږ د نورو عامو زناناؤ دا رواياتي فکر او احساس شته چې زما دا راوتل د پښتون اولس د اقدارو څخه يو بغاوت دے خو دا به د دې دور او تاريخ يو ضرورت وو چې ملاله ئې راويستلې ده او د بين القوامي تاريخ پاڼې ليکلې کيږې. 
د دې واقعاتي بدلون سره ملالې خپل زوړ رواياتي اقدار نه دي غورځولې او په خپل دروند څادر او د حيا ډکو جامې کې پټه د هر چا مخې ته د خپل دريز څرګندونه کوي 
که چرې دومره پبليسټي او ارزښت د بل قوم جينئ ته ورکړې شوې وې نو الله ته معلومه ده چې هغه به په کوم رنګ او بنګ کې د دنيا مخې ته خپله مشاده څرګندوله.او د زمانې د غوښتنو سره سم د ښه او بد بدلون ابلاغات به ئې کول 
خو دا پښتنه په هر ځائي کې غونډه منډه پټه ناسته وي..اور څومره په اوښيار توب دليل د خپل دريز څرګندونه کوي. 
لکه د ازمرئ په شان د دنيا د لويو ليو دانشورانو ،ليډرانو او مفکرينو په وړاندې داسې په بې خوفه په دليل او دانش ځواب ورکوي چې د يوې لحظې د پاره هم څوک دا نشي وئيلي چې دا ماشومه جينئ په دغه ځائي کې به خطا شي يا د خپل موقف سره په تضاد کې راغله 
زمونږ پښتانه بائيد اوس د دې مفکورو نه راووځي او د دنيا سره سم خپل ښه تګ اختيار کړي . 
حالات که يو طرف ته په مونږ د جبر او استحصال پنجې ښخې کړې دي نو بل طرف ته د تاريخ سازولو موقع هم راکوي او زمونږ د قابليت او ميړانې پاڼې د ملالې په شکل کې ليکل کيږې. 
که وځيرلې شي نو ملاله خو د مرغۍ هومره جينئ ده هغه د چا هيڅ هم نشي کولې. او نه چا ته زيان يا نقصان رسولې شي د دې نه هسې پښتانه کرکه کوي.د کرکې کولو نور ډير خلق داسې زمونږ‌په مينځ کېشته چې د پښتنو د سرونو سوداګانې کوي او د خپل ټاټوبي نه ئې د بې درکه کولو هڅې کوي. 
مونږ بائيد ملاله د خپل کمزورئ او ضغف په مقابل کې د طاقت زريعه وګرځوو. 
هغه اوس د بې وزلو د پاره د حوصلې يو علامت دے يو سمبول جوړ شوې دے د جابر حکمران په مخکښې د حق اواز دے او پکار ده چې پښتانه چې د څيرمي نن محال د جبر او استحصال ښکار دي د دې په اواز لبيک اوائي او هغه خلقو او زماني طاقتونو ته زمونږ ريښتونې شکل ورڅرګند کړي چې پښتانه تره ګر نه دي بلکه پښتانه د ترهګرئ ښکار شوي دي. 
دنيا ته د پښتنو له خوا د امن او سولې پيغام ورسوي چا ته چې زمونږ په حقله زمونږ دښمنانو د پښتانه د وخشت او دهشت ګرد په تور ورپيژندلي دي. 
ملاله اوس د د نيا د نوي کهول د جينکو د پاره رول ماډل ګرځيدله ده او څومره عجيبه خبره ده چې لغړو او بربنډو جينکو هم ملاله خپله رول ماډل ګرځولې ده او د هغې د مبارزي نه متاثره دي 
او د دوئي دغه پښتانه رول ماډل بې لوپټې جينز شرټ يا سکرټ کې نه بلکه په پښتني کالو پټه حيا داره او د خپل کلتور او دين او عقيدې په شکل کې څرګنده شوه. 
د ملاله خد وخال او جامه پيزار د بربنډو او کم لباسه ازاد خياله جينکو په کردار يو ضرب او ګزار دے چې ملاله په بين القوامي پليټ فارم باندې په خپل ساده او ارتو جامو کې په ټينګ څادر کې پټه راڅرګنده شي په داسې حال کې بيا دغه خلق په دې سوچ او فکر مجبور شي چې عقل،حوصله،ميړانه پوهه او ترقي په بربنډوالي کې نه ده بلکه دا د خپلې ټولنې د اقدارو په پاسدارئ کې هم موندلې کيږې. دې نه دغه خلقو ته دا پيغام رسيږي چې د خپل وطن اقدار کې عزت او درناوې دے 
ملاله چې کله په انټرنشنل چينلز باندې په خپلو جامو کالو کې راشې نو دا هم د مغربي ، ازادو او پرده مخا لفو خلکو د پاره يو چيلنج دے چې که ملاله هر څومره اروپا او پردو خلقو تر اسمانه ورسوله هغه بيا هم د هګوئي يا د بل چا د ثقافتي يلغار نه بچ ده او د هغې وژن د چا نه د انسپائير کيدو نه دے بلکه د هغه فکر او خيال د دنيا د پاره د لارې مشال دے Feroz Apridy

 

- بېرته شاته