(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مائيکل سپنګلر سره مرکه

په پيښور کی دامريکاد کونسلګری دتعلقات عامه افسر مائيکل سپنګلر سره د ورځپاڼې وحدت ځانګړې مرکه

کلتور، ژبې، ټولنيز ژوند او دنورو اړخونو متعلق معلومات حاصل کړى او ددې لپاره ضرورى ده چې هر هاغه څوک چې ددې علاقې سره دلچسپى لرى پښتو ژبه زده کړى چې ددې ځائې سياست مدار ، اديب، دانشور، مذهبى او قامى مشرانو سره ددوى په ژبه خبرې وکړی شى- په دې لړ کښې دپښتنو سينه هم ډيره غټه ده او هر څوک چې داسې يوه هڅه کوى نو دوى ئې ستائنه کوى دروښان فکره پښتون لپاره يوه خبره دډاډ داهم ده چې موجوده وختونو کښې په نړيوالو مطبوعاتو کښې دپښتون تصوير په کوم منفى شکل ښودل کيږى په دغه هڅو به دهغې ازاله ووشى او نړيوال به دپردو ژبو په ځائې په خپله ژبه اقرار وکړى چې پښتانۀ دزرګونو کلونو زوړ تاريخ لرى ددوى ادبى ميراث دبل هيڅ يو پرمخ تللى قام نه وروستو نۀ دی او دوى دداعلى اقدارو خاوندان دى چې نۀ خو په بل تيری کوى او نۀ خپل ځان غلامۍ ته حاضرولی شى- پښتانۀ په يو ديو داسې علاقه کښې موقعيت لرى چې خواؤشا ترې دزرګونو کلونو زوړ تاريخ لرونکى قامونه پراتۀ دى لکه هند، چين ، ايران او روسيه ، شل ديرش کاله اګاهو دشوروى اتحاد په دې منطقه کښې دلچسپى زياته وه- دشوروى سياسى عزائم کۀ يو خواته کيږدو نو داخبره دقدر وړ ده چې دغې وختونو کښې دروسى ليکوالو ګڼ شمير کتابونه دروسى ژبې نه پښتو ته وژباړل شول ، دغه شان پښتو ادبى او علمى ليکنې په روسى ژبه ترجمه شوې چې اوس هم ترې خلق استفاده کوى- نننى وخت کښې امريکا کوشش شروع کړی دی چې دپښتنو سره دتعلق پيدا کولو لپاره په پښتو ژبه ځان پوهه کړى او داهڅه نۀ يوازې په افغانستان او پاکستان کښې پيل شوې ده بلکې دامريکا په ځينې پوهنتونونو کښې دپښتو ژبې ځانګړې فاکولتې پرانستې شوې دى. پښتو ژبې سره ددلچسپۍ په حقله ورځپاڼې وحدت څو ورځې وړاندې دپيښور دامريکائى قونصل خانې دتعلقات عامه افسر مائيکل سپنګلر سره ځانګړې مرکه وکړه کوم چې دهسپنانوى او چينائى ژبو نه علاوه په پښتو ژبه ډير ښۀ پوهيږى وئيلی ئې شى او لوستی ئې هم شى. پوښتنه:- دپښتو ژبې زده کولو علت څه وؤ؟ مائيکل سپنګلر:- زۀ چې کله امريکا کښې ووم نو دلچسپى مې پيدا شوه چې خارجى ژبې دې زده کړم دهسپانوى او چينائى ژبو دزده کولو نه پس ما فکر وکړو چې پښتو ژبه بايد زده کړم او دشپږو مياشتو کورس دخاتمې نه پس ددې جوګه شوم چې پښتو کښې ماتې ګوډې خبرې وکړم بيا چې کله دپيښور په قونصلګرۍ کښې دتعلقات عامې افسر وټاکل شوم نو پښتو ژبه کښې مې نوى اصطلاحات زده کړل. ما چې کله پښتو ژبه زده کول پيل کول نو زۀ حيران پاتې شوم چې دامريکايانو لوئې شمير درى او اردو ژبه زده کول غواړى خو پښتو سره علاقه لرونکى بيخى کم دى- خو اوس دغه فکر کښې بدلون راغلی او امريکايان غواړى چې پښتو دې زده کړى- پوښتنه:- دپښتو ادب مو لوستی دی؟ مائيکل سپنګلر:- امريکا کښې دپښتو ژبې پروګرام دوه برخې لرى يوه دخبرو کولو او بله دلوستلو البته مونږ دليکلو برخه نۀ لرو- مازياته توجو وينا ته ورکړې وه خو ددې باوجود دپښتو ځينې ټکى لوستی شم زمونږ دپښتو ډيپارټمنټ مشر رافيل النور يو باصلاحيته بنده دی زما دهغۀ دپښتو شاعرى ډيره خوښه ده- دپښتو ادب په لړ کښې زۀ بايد داهم ووايم چې درحمان بابا او خوشحال خټک شاعرى مې خوښه ده او ماسره کور کښې ددواړو کلاسيکى شاعرانو کتابونه موجود دى- پوښتنه: درحمان بابا مزار ته تللى يئ؟ مائيکل سپنګلر:- تر دې مهاله موقع نۀ ده پيدا شوې چې درحمان بابا قبر له لاړشم زما خواهش دی چې لاړشم - پوښتنه: دپښتون کلتور کومې برخې ستاسو ددلچسپۍ وړ دى؟ مائيکل سپنګلر:- هسې خو زۀ دټول پښتون کلتور سره مينه لرم خو په ځانګړې توګه زما دپښتنو ميلمستيا ډيره خوښه ده بل دا چې پښتنو سره خبرې کول اسان کار دی کله چې يو پښتون ما دعوت کړى نو دۀ سره په ټولو موضوعاتو بحث کښې زۀ مشکل نۀ محسوسوم پوښتنه: تاسو پښتون دډير نيزدې نه مطالعه کړو نو څه مو خيال دی چې امريکا کښې به تاسو پښتون کلتونر څنګه پيش کړئ؟ مائيکل سپنګلر:- زما بنيادى وظيفه داده چې دامريکائى کلتور دپيش کولو کوشش وکړم خو ورسره په ځان داهم لازمه ګڼم چې امريکا کښې دپښتون صحيح عکس وښايم زۀ فکر کوم چې کۀ ددواړو قامونو ترمنځه دکلتورى هيئتونو تبادلې ووشى نو اړيکې به نورې هم وده ومومى په دې برخه کښې زۀ داهم وئيل غواړم چې زما يو شمير ملګرو دپښتنو جينکو سره امريکا کښې ودونه کړى دى اوس خلق غواړى چې پښتو زده کړى خو مشکل هلته دا دی چې داستاذانو کمی دی- پوښتنه: ايا داسې نۀ شى کيدی چې دپښتو اوسنی او کلاسيک ادب انګليسى ژبې ته واړول شى؟ مائيکل سپنګلر:- په انګليسى ژبه کښې واقعى چې دپښتو ادب ديره کمه برخه ترجمه شوې ده دخوشحال خان اور رحمان بابا ځينې کلامونه ژباړل شوى دى خو ډير کم دى- ستاسو خبره صحيح ده بايد چې دپښتو کتابونه په انګليسى ژبه واړول شى- مونږ دامريکا دسفارت په مرسته پښتو اکيډيمۍ ته يو وړانديز کړی دی چې اکيډيمۍ سره کوم زاړۀ کتابونه دى دهغې دحفاظت لپاره دې زړۀ پورې ګامونه پورته کړی شى او ماته معلومه ده چې پښتو اکيډيمۍ سره دداسې تاريخى کتابونو لويه ذخيره ده په دې لړ کښې مونږ دپښتو اکيډيمۍ مشرانو سره نن يوه جلسه لرو او هيله ده چې په دې لړ کښې به ډير زر يوه ګټه وره فيصله رامنځته شى. پوښتنه: تاسو دکلتورى تبادلو خبره وکړه نو دې لړ کښې مو دپاکستان پښتنو ته کومې اسانتياوې ورکړى دى؟ مائيکل سپنګلر:- مونږ دپاکستانى شاګردانو لپاره هر کال ددوؤ سوؤ نه زيات بورسونه مختص کړى دى چې دوى امريکا ته لاړشى او نورې زده کړې وکړى زۀ فکر کوم چې دغه ډير مهم کار دی او انشاء الله دغې شميره کښې به نوره اضافه هم ووشى پوښتنه: نړۍ کښې پښتون په منفى حيث ولې پيژندل کيږى؟ مائيکل سپنګلر:- پښتانۀ دخپل کلتور سره مينه لرى داخبره غلطه ده چې ګنې پښتانه غصه ناک خلق دى په افغانستان کښې ديرش کاله جنګ شوی دی او ددې منفى اغيزې دپښتنو په کلتور هم پريوتى دى خو اوس خلق کوشش کوى چې دپښتنو صحيح کلتور وپيژنى- پوښتنه: دپښتنو دقبائيلى سيمو دپرمختګ لپاره امريکا کوم پروګرامونه لرى؟ مائيکل سپنګلر:- فاټا کښې دتعليم صحت او رغونې لپاره امريکائى کانګريس اووۀ سوه پنځوس ميليونه ډالره منظور کړى دى ، مونږ نۀ غواړو چې فاټا کښې دې دترهه ګرۍ دمخنيوى لپاره فقط طاقت استعمال شى بلکې غواړو چې داقتصادى پرمختګ لپاره دې هم هڅې ووشى او په دې لړ کښې مونږ دپاکستانى حکومت سره په ګډ کار يقين لرو- پوښتنه دپښتو موسيقى اورئ؟ مائيکل سپنګلر:- دپښتو په موسيقۍ کښې مې دهارون باچا غږ ترټولو خوښ دی دعرفان خان پيښور خو پيښور دی کنه مې هم خوښيږى- پوښتنه: دپښتو فلمونو پحقله مو څه خيال دی؟ مائيکل سپنګلر:- ددرسونو په وخت مې دپښتو زاړۀ تور سپين يو شمير فلمونه کتلى دى البته رنګه فلمونه مې نۀ دى کتلى. خو زۀ په دې خبره نۀ پوهيږم چې دپښتو فلمونو سټوډيو په لاهور کښې ولې ده ځکه چې په پښتو ژبه ګڼ فلمونه جوړيږى. پوښتنه:- تاسو نورو مريکايانو ته ترغيب ورکړی چې پښتو زده کړى؟ مائيکل سپنګلر:- مامخکښې ذکر وکړو چې اوس ډير امريکايان خواهش لرى چې پښتو ژبه زده کړى زمونږ پرنسپل افس صاحبه هم غواړى چې پښتو زده کړى- هغې مخکښې درى ژبه زده کړې وه او زۀ فکر کوم چې انشاء الله هغه به پښتو هم ډير زر زده کړى- پوښتنه:- تاسو چې دپښتو ژبې ړومبى ټکى واوريدل نو داژبه درته څنګه محسوس شوه؟ مائيکل سپنګلر(په خندا) ګرانه ژبه ده خو سخته نۀ ده – نور خلق وائى چې دپښتو زده کولو لپاره به خلۀ کږول پکار وى خو زۀ فکر کووم چې داسې نۀ ده پوښتنه:- دپښتو شاعرى لوستی شئ؟ مائيکل سپنګلر:- دپښتو شاعرى لوستل يقيناً چې زما لپاره ګران کار دی خو بياهم زۀ درحمان بابا کتابونه لرم او دحمزه شينوارى شاعرۍ سره مې شوق دی - بېرته شاته