(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټولټاكنى دولس امتحان وي

ځينې ډلۍ ټپلي چي نه شي كولي چي دولس درايو د لاري حكومتي چاري ترلاسه كړي نو دوي بيا دزوره او كوتك څخه كاراخلي خو دبده مرغه دهغه ډول ګوندو نه په دي ونه توانيږي چي ولس په ځان را ټول كړي خو دهغه هم دجريانتيا خبره ده چي دهغه ډلي او ګوندونه داسلام په سپيڅلي نامه سياست كوي او ګوندو نه يې داسلام په نامه نومولي دي لكه جمات اسلامي حزب اسلامي جمعيت العلماء اسلام او نوري كه په پاكستان كښې موږ د جمات اسلامي تاريخ راوخوالو په رسنېو او ميډيا كښې ډېره برسيني خو كه چي په پاكستان كښې هم ټاكني شوي دي دوي په ولسي جرګي(قومي اسمبلى)  كښې د دروڅلور څوكيو څخه زياته نه دي ترلاسه كړي هم دا ډول دپاكستان جمعيت العلماء اسلام دي چي  دوي تر جمات اسلامي زياته څوكي په ولسي جرګي او ايالتي اسمبلي كښې ترلاسه كوي خو بيا هم داسلام په سپيڅلي نامه چي دوي سياست كوي په كار وو چي دنورو ګوند په پرتله يې زياته څوكي ترلاسه كولي خو دجمعيت تر جمات اسلامي په پرتله يې زياته څوكي ترلاسه كولي خو دجمعيت تر جمات اسلامي په پرتله زياته څوكي لاس ته راوړنه هم ددي كبله ده چي دوي دمذهبي نوم په خپل ګوند ايښي دي او داسلام خبري هم كوي خو په عمل كښې دد هغه ګوند او غير مذهبى سياسي ګوندو په سياست كښې د سره څه توپيرنه ښكاره كيږي او داخبره هم دحريانياوړ ده چي ددهغه يادوشوو په ګډون نور داسلام په نوم سياست كونكي داسمبليو څوكي يواځي او يواځي په پښتون ميشته سيمو كښې ترلاسه كوي په پاته پاكستان كښې دوي كله هم د خپل سياست په نامه ديوه دوي څوكى په چپه دوي نوري نه دي ليدلي خو چي كله د پښتانه دچارو او ناخوالو په اړه د دوي سره خبره كيږي نو د دوي ځواب وي چي دوي ګټه داسلام په نامه كړي ده او دوي نه شي كولي چي  پښتانه خبره وكړي پاته شوله په افغانستان كښې دمذهبى ګوندو خبره نو د طالبانو او دحزب اسلامي په چپه نوري داسلام په نامه جوړ ګوندو هر وخت دپخواوارو ددي واره هم په ټولټاكنوكښې برخه اخلي دخپلو خلګو استاځيتوب كوي دكومو سيمو څخه چي دوي ټاكل كيږي هغه دپرمختياپه لور رواني دي خلګه په امنيت او كراري كښې ژوند كوي او مخ په وړاندي ځي پاته شوي هغه سيمي چي د طالبانو او دحزب اسلامي اغيزي په ولس ليدل كيږي په هغه باندي موږ څه چي ټوله نړۍ خيره ده دوي په  دهغه اوږد جګړو كښې څه لاس ته را وړي دي ددي ځواب اولس ته هم دوي وركوي دانه چي د دوي مخالفت كيږي چي دباندنيانو په ضد يې مبارزه پيل كړي ده خو ددي مطلب دا هم نه دي چي څوك دي خپل كور خپل ښوونځي خپل روغتون خپل څړك او خپلي ودالي وراني كړي او خپل ساداره او بى ګناه وګړي دي په چاودنو كښې ووژني كه چيري دوي دا كار نه كوي نو په كار  چي خپل سپناوي و خپل خوار ولس ته وكړي يا هغه څوك چي په هيواد كښې كوي هغه په ګوته كړي خو دايوه خبره څرګنده شوي ده چي ولس او وژني تشدد نور نه غواړي چي ددي سپناوي دمخه م شوي دي او اوس او اوس هم څرګنديږي چي دولس وټولټاكنو ته څومره ليواله دي خو دايوه خبره په كار دي چي ايره نه شي چي وخت او تاريخ و چاته نه درسږي او كه په راوان وخت كښې باندنيانو او ځيني كورنيو كړيو دهيواد سره يا دولس سره هر څه وكړو ددي مسؤليت به هم په هغه چاوي څوك چي دوخت پيژندنه او په غوښتنه ځان نه خبر وي او ود يوال ته سرنيولي وي كه هم هغه وخت دهغه ډلو دهيواد د نورو ګوندو وارو دسياست څخه كار اخستي وي نو به دوي تت دولسمشر څوكي ته هم رسيدلي وي هم به په واسي جرګي كښې دومره څوكي ترلاسه كړي وي چي خپل هدف ته ځان رسولي وي او ددي دڅنګه به نه د دوي خپل ملګري او نور افغانان دمرګ په لور روان كړي وي.

       رښتيا خبره دا ده چي دافغانستان نز دي سپږ مياشتي وروسته را روان ټولټاكني ډېر لوئي ارزښت او ما غوښتو چي دهغه ليك هم په دهغه سرخط راوګرځوم خو په افغانستان كښې چي دتيرو پنځه ديش كلو په ځانګړي ډول دتيرولسو د وولس كلو كښې چي كوم ناورين په دي هيواد اولس چي تيرشو هغه نه شي ايريدلي ولي چي په وخت كښې چي دهيواد د بيارغوني كار روان وي او بله خواته دولس عام وژنه روانه وي نو هر وګړي ته داسوچ لويږي چي دا كوم چم او بهير دي چي وداني دي هم كوي او وراني دي هم كوي نو ځكه چي يوي څوك دافكر كوي چي دوست او ملګري څوك دي؟ او دښمن څوك دي او بيا چي پخپله يو څوك خپل هيواد ورانوي خپل خلګه هم وژني  او بيا ددهغه پړه په غاړه هماخلي او داهم ورته څرګنده وي چي و قام (پښتون) ته څومره زيان رسيږي او رسيدلي دي؟ او دهغه قام په وارو وارو دد هغه ناورينو څڅه تيريږي خو پايله يې بيرته په صفر باندي درسيږي؟ خو بيرته هم په هغه لاره روان وي چي وارو وارو په هغه باندي تير شوي وي او په دي هم خبر وي چي دګټي په ځائي د زيان احتمال ډېر دي نو ځكه چي د راروان ټولټاكنو ارزښت او اهميت شاته نه شي اچولي او پوه خلګه هغه څوك وي چي په را روان وخت او صباته جوخت وي او داسي چاري ورته ونيسې چي خپل هيواد خپل ولس او خپل قوم ته د زيان په ځائي ګټه وروسوي.

           د  اپريل ۲۰۱۴ء كښې به دولسمشري او ايالتي شوراګانو ټولټاكني كيږي هم په دهغه كال كښې به باندني ځواكو نه به دافغانستان څخه ستانه كيږي دولسمشر په څوكي به څوك كښينې په دي اړه خو اوس څه نه شي ويل كيدي خو څوك چي دي څوكي ته وټاكل شي دهغه ومخ ته به ډيري تاريخي پيښي او پريكړي راځي چي هغه به هم دهغه د پوهي سره اړه لري دټولو دمخه به دتوري كرښي لانجه رامخ ته كيږي دباندنيو ځواكو دوتلو وروسته چي ګاونډيان د كومي موقعه په لټون كښې دي په هغه باندي هم سترګي يو افغان نه شي پټولي ددي سره سره چي افغانستان د ډېر ځاني زيانونو دڅنګه پرمختياهم كړي دي او يو نوي ځوان كهول رامخ ته شوي دي خوداسي انديښني هم شته چي داسي نه وي چي دنوي ايمى(۹۰م) خو نړۍ پيښي بياراغبرګي شي او افغانستان ديوي بلي كورني جګړي سره مخامخ نه شي چي دا به ډېر لوئي خطر رامخ ته كړي چي يو بل ګاونډي ددي څخه ګټهخ وانخلي كه څه هم ددي خبري احتمال ډېر لږ دي خو نړۍ والي رسني ودي ته ډېر بادوركوي لكه وړاندي چي وويل شول چي څوك خپل دي او څوك بل دي په دي ډېر خلګه نه پوهيږي خو داخبره څرګنده ده چي خپل اويل نه شه بلكي دګټو خبره ده ګاونډيانو او نورو دخپلو ګټو دپاره د بيلو بيلو لارو پنګه ونه ړي ده او ډېر لاس پوځي په هيواد كښې موندلي دي  دهغه نه پخوا په كراره ناست وو نه داخت په كراره دي دوي و خپل وارته ګوري خو يوه بد مرغي په هيواد كښې بله هم شته چي په ډېرولو يو خبرو او چارو باندي د نظر توپير موجود دي دهيواد په لويو چارو باندي هر ډله خپل دريځ او تګ لاره لري آن دا چي ډېر لوړ پوړي او ډلي دنورو دپاره كار كوي ددي سره سره چي په ډېر زور او پټه داكار روان دي چي لږكي په ډېر كيو باندي په هر ډګر كښې مخ ته يو شي نوي هم ډيري انديښي دي چي ډېره ګټه په داسي حال كښې ترلاسه كوي چي ميدان چغالي وي كه هغه باندنيان وي ياكه كورنيان او ګاونډيان ولي نه وي پښتانه افغانان ددهغه درو سره وو څخه ډېر ځوريدلي په كار دي چي دڅه وخت دپاره د ځان سره فكر وكړي بل څوك ونه ځپي بلكي ځان د پل د ځلګولو څخه خپل خلګه وځغوري د ټولي نړۍ سره دجګړي په ځائي دسياست لاره خپله كړي.

                دافغانستان د ځوان كهول څخه ډېره هيله كيږي كه دوي په بشپړه ډول پخپلو كښې سره يو شول او دتيرو ناخوالو څخه زده كړه وكړه او يو داسي څوك يې خپل ولسمشر وټاكي چي دهغه تير كردار اوريكار ډراعن نه وي يواځي د خپل هيواد او د خپل ملت غم ورسره وي ياتوره او زړو وروي د خپ ولس باندي تر هر چا زياته باور لري دنړۍ په سياست پوه وي دچاتر فشار لاندي نه راتلي او هغه پريكړي په خپل سرنه كاوي بلكي دولس و پريكړو ته غوږ ايږ دي دافغانستان په ټولټاكنو كښې تر ټولو زياته خطرو ډېر كيو پښتنو دي په كار دي چي داښتيا تر غاښ لاندي و نه شي نه پښتانه يو وار بيا د مصلحت ښكار شي په دهغه ۳۵كاله جګړه كښې د تر ټولو زيات دوي وژل شوي ا ژوبل شوي او دناورين سره مخامخ شوي دي خو دبده مرغه نه دوي خپله خبره او مقدمه تر نړۍ او ترولسونه رسولي ده بلكي بائيلات يې كړي دي او  په ځوړ روان دي او يوه بله بدمرغي دا ده چي دوي پښتني ډلي اوس هم په جګړه بوخت دي دوي دحالاتو او دهيوادو چارو ته د سره څخه نه ګوري هم دهغه يو اړخيړه سياست دي چي نن بشپړه قام د تاريخ په اوږدو كښې دناخوالو سره مخامخ كړي دي په وارو وارو موقع په لاس ورغلي دي خو ګټه نه دترلاسه كړي بلكي هر وخت د زيان سره مخامخ شوي دي په راروانو دولسمشري ټولټاكنو كښې چي هر څوك بريالۍ كيږي په دواړو سترګو خو څوك ولسمشر راځي دافغانانو خودي دومره باور باندي وي چي هغه به داسي پريكړي نه كوي چي هغه دتاريخ خاوري جغرافيه او دمقام په ضدنه وي نه به هغه څه كوي چي دنورو په لمسون دوي د ډېر كيو سره كړي دي چي غواړي چي دمنطق څخه دباندي پريكړي وكړي.

- بېرته شاته