(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټرۍ تعليم سره سره موسيقي هم پالي

پيغله غزل انجم 

فاروق فراق
غزل انجم د پښتو يوه پيغله سندر غاړې ده چې تردې مهاله يې په  سوؤنو سندرې وئيلي دي اؤ گڼ شمير سندريز البمونه يې مارکيټ ته رارسيدلي دي وايي سندره يې شوق اؤ جنون دى اؤ  غواړي چې د پښتو سندرو وئيلو له لارې پښتنه ټولنه کې لکه د گلناربيگم،نازيه اقبال اؤ معشوق سلطان په څير لويې نوم پيداکړي.
١٧کلنه غزل انجم چې د خيبرپښتونخوا د سرښار پيښور اوسيدونکې ده دا مهال د ميډيکل سائنس يوه طالبعلمه ده اؤ د ډاکټرۍ دتعليم سره سره يې دسندرو ميدان هم رانيولى دى په دريوؤ ژبو پښتو،اردو اؤ هندکو کې سندرې وايي اؤ دخپل خوږ غږ له امله يې په نوي کول کې زيات محبوبيت پيدا کړى دى.

هرڅو کۀ يې خپله مورنۍ ژبه  هندکو ده خو وايي دهغې سندرې په پښتو کې خلک خوښوي نو ځکه دنورو ژبو د سندرو په پرتله دپښتو سندرې ډيره په مينه اؤ شوق سره وايي.
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې ميرمن غزل انجم وويل "پښتو ژبې د لالي ووډ د اردو اؤ پنجابۍ ډير لويې لويې سندرغاړي هم ځانته راگرځولي ،حديقه کياني،حميرا ارشد اؤ مديحه پرويز دپښتو سندرو په وئيلو سره ديوې نوې تجربې اغاز کړى دى اؤ له دې امله به نوؤ هنرمندانو ته هم دخپلو صلاحيتونو د ښودلو ښه حوصله په لاس ورشي"
غزل انجم چې وادۀ يې لا نۀ دى کړى وايي ترټولو زياته مينه دکتاب سره لري اؤ چې کله هم د فرصت څو لمحې ومومي نو يا خو کتاب لولي اؤ يا بيا د لتامنگشکر،محمد رفيع،گلناربيگم اؤ نازيه اقبال په سندرو اوريدو ځان مشغولوي.
هغه پخپل کور کې د کتابونو يوه لويه لائبريري لري چې پکې دعلم،فن،سائنس اؤ ادب سره تړلي بې شميره کتابونه پراتۀ دي.
"داسې نه ده چې گنې زۀ اوس د ميډيکل سائنس سټوډنټه يم اؤ کتابونه لولم، چې ډيره وړه ؤم نو هم دغه کتابونه به مې مشغوله وه"
ديوې پوښتنې په ځواب کې ميرمن غزل وويل غواړي چې د سندرو په دنيا کې ځان يواځې تر ټي وي اؤ راډيو محدود وساتي ځکه چې د کور خلک يې ډير سخت دي اؤ د زياتو سرگرمو اجازه نۀ ورکوي

"پاکستان ټيلي ويژن راته د کوربنې پيشکش  کړى ؤ خو دکور خلکو مې ونۀ منله اؤ اجازت يې رانۀ کړو ځکه نو اوس يواځې په ټي وي سندرې ويم"
هغې وويل کله چې د موسيقۍ دنيا ته راوتله نو هم د کور خلک يې رضا نۀ وؤ"ډير جنجالونه وشول خو ما ضد نيولى ؤ چې سندرغاړې به جوړيږم اؤ چې کله د کور خلک پوئ شول چې دا جينۍ اوس د قلاريدو نه ده نو اخر يې هم زما د ضد مخې ته وسله وغورځوله اؤ دغسې ما سندرې وئيل شرو ع کړل"
هغې وويل د موسيقۍ زده کړې يې د نوميالي موسيقار نزير گل استاذ نه کړي دي "روزانه به مې څلور گينټې رياضت کولو اؤ اوس يې هم کوم خو نزير گل استاذ راسره ډيره خواري کړې ده"                                                 
هغې وويل په خيبرپښتونخوا کې چې د بدامنۍ کوم صورتحال جوړ دى په دې کې د فن وده ډير مشکل عمل دى ځکه چې په دې هرڅه کې خو پخپله د يو فنکار ساه خفه کيږي"تاسو وليدل چې زمونږ څومره تکړه تکړه سندرغاړي هم ددې حالاتو په وجه په ملک پريښودو مجبوره شول اؤ نن په نورو وطنونو کې ناست دي"

غزل انجم وايي په يوه خبره خوشحاله ده اؤ هغه دا چې اوس زياتره تعليم يافته هلکان اؤ جينکۍ د سندرو ميدان ته راځي چې دا يو ښه رجحان دى اؤ دغه تعليم يافته سندرغاړي کولى شي چې دسندرې په فن کې نوې نوې تجربې وکړي .
هغه په پښتنو سندرغاړو کې دنازيه اقبال نه ډيره متاثره ده اؤ وايي کوشش کوي چې يوه ورځ دنازيه اقبال پشان د فن معراج ته ورسيږي

 

- بېرته شاته