(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په قامونو باندي هر ډول حالات راځي

 محمد نعيم كاكړ 

           په قامونو باندى زوال هم راځي او واوج ته هم رسيږى خو هغه قامونه خپل وجود د برقرار ساتلې شي چي هغه تاريخ څخه زده كړي كوي ددي كبله د هغه ډول قامونه داهڅي كوي چي هغه بدي ورځي باندى راغبرګي نه شې دهغه د زوال او اوج دور كله كله ډېر وخت هم اخلي او كله كله ډېر ژر بدلون و خوري د نورو ملكو خبره نه كوم د افغانستان په اړ دومره ويلي شم چي ددې ملك داوج مهال ډېر لږ وي خو د خواريو مهال يې ډېر لنډوي خو په دي كښې د چاپيريال او جغرافيه هم ډېر لوئى ارزښت لري چي د افغانستان چاپيريال او جغرافيه هم داسې ده چي د هغه ملك او ددې اوسيدونكي زياتره د داسې ناخوالو سره مخامخ شوي دي خو افغانانو پښتنو هم د خپلو سرحدو څخه د باندي د نورو خاورو د نيولو هڅي كړي خو د باندنيانو لخوا په دهغه ټاټوبى بريدونه كړي دي خو دلته موږ ددهغه دواړو حالاتو پرتله نه سره كوو چي په افغانستان باندي ډېر يلغرونه شوي دي يا افغانانو په نورو تريلغل لاندي راغلي دي ددي علتونه څه دي او موږ ټول څنګه كوي شو چي باندنيان د خپلو سرحدو څخه ليري وساتو او ددې د څنګه داسې وړانديځونه و خپلو خلګو ته وړاندي كړو په هغه عمل وكړو او د هميش دپاره خپل ټاټوبى و ځغورو دا هم نه دي ځواب چي د پښتنو افغانانو جغرافيه داسې موقعيت يا كرار لري چي باندنيان ځموږ د خاوري څخه نه كښينې ددي څنګه افغانان پښتانه دومره پوه شوي او احساسه شوي دي چي دوي ور نه شې ځغملي چي ولس او خاوره يې د دهغه پرله پسې ناورين لاندي وي او د پوښتنې يې څوك نه وي نه خپله داسې لاره چاره يې سنجولي وي چي ولس د دمخه څخه د داسې ناخوالو دوي خبروي بلكې د خپله وسه داهڅه هم كوي چي د داسې راتلوكي پيښې مخ نوي وكړي بشپړه افغان پښتون چي دا وخت د كوم ناورين سره مخامخ دي په هغه ټوله نړۍ او خپله افغان پښتون ولس په پوه دي چي هم باندني لاعمل لري او هم كورني خو ځموږ د ناپوهي يا ځموږ د مشرانو د ناپوهي څخه موږ ونه كړل شوي چي لږ او ډېر د وسلي د لارې كه نه شوي كيدي د وينا خو موږ خپل دريځ و نړيوالو ته وڅرګند كړي وي خو د بده مرغه د هري خواڅخه په موږ باندي يرغل وشو او موڅ څه ونه كړل شوي چي چغاري او بغاري وكړو چي ددې يوه بل علت هم دا وو چي موږ خپله په ډلو ډلو ويشل شوي يو او ټوله په ګډه يو دريځ موږ خپل ولس ته په دا ډېرو كلو كښې نه دي وړاندي كړي هره ډله ځان ته افغان واهي خو كوم زور ځواك چي ودي هيواد ته را داخل شې يو يې هر كلې كوي او بلې يې دښمني كوي نو په داسې حالت كښې موږ پړه په چا باندي واچوو خو دومره به ووايو چي پخوا هم د دهغه غيرتي خاوري ځغورنه ولس كړي وه او اوس به هم ولس كوي خو د ولس دنده او مسئوليت تر پخوا ډېر زيات شوي دي ولس به د هغه چا مخ نوي كوي چي هغه د خپلو خلګو او خاوري د ګټي په ځائى د ځان او لانجي دومره ډيري چي يو خبره كوي نوري په كښې راپورته شې خو ځموږ ددې ليك موخه داده چي څنګه هر پښتون افغان چي څومره يې وس وي دهغه خوار ولس او ټاټوبى د دهغه ناورين څخه را واستل شي پښتانه وائي چي څه ميرمن ګنده څه ميچن ګنده خو ددي وروسته بايد چي څوك ګنده دي هم هغه په ګوته شې ځما د خبري مطلب دادي چي دښمن وپيژند شي په دهغه تېرو پنځه ديش كلو څخه چي د پښتون افغان او دده د خاوري سره چي څومره بدوشو هغه په يوه وړوكي ليك يا په يوه كتاب كښې نه ختم كيږي دلته په زراو كتابونه د دهغه ۳۵ كلو په اوږدو كښې ليكل كيدي شې دلته هر ورځ يو كتاب ليكل كيدي شې ولي چي دلته په يوه ورځ هم دومره ډيري پيښي كيږي خوناښوني خو داده چي دهغه بهير د ختم كيدو نوم نه اخلي ولي چي يوه ورځ تر را رواني ورځي زياته ويرونكي وي ددې سره سره كه د يوه بل قام او هيواد سره داسې شوي وي دهغه به څه حال وي په د اړه څه نه شې ويل كيدي خو افغانستان او افغانان د پخوا وارو يو ډول ماته ومنلو ته تيار نه دي او ځما په اند هم دهغه خبره ده چي باندنيان د هر څه د لرلو سره سره بيا هم په ويره كښې دى.

        لكه وړاندي چي وويل شول چي نن هر افغان پښتون د پوهي او شعور خاوند شوي دي او كومه لوبه چي دهغه باندنيانو ګاونډيانو او د كوژركوسيانو چي روانه كړي ده په هغه هر څوك پوه دي نه يواځي دا چي د دوي په چلن خبر دي بلكې ددهغه چلن د مخ نوي دپاره هم لاري چاري سنجوي او د وسلي او تشدد د لاري نه بلكې د خبرواترو د منطق د لاري موږ زياتره په دي پوه شوي يو چي د نړۍ والو ځموږ په اړه نه پخوانيت ښه ښكاره كيدي نه يې اوس نيت سم دي دوي وسلو په زور د تشدد د لاري خپل ټول وس وكړي چي دهغه خلګه د منځ څخه يوشي نو ځكه دوي د بى ۵۲ الوتكو د ګارولو د څنګه نورې داسې لاري چاري او د سيسي جوړي كړي چي دهغه ولس داسې و ځپل شي چي بيا سر راپورته نه كړي نو ځكه لومړى ښوونځي درباندي وتړل د سرسړي يې تر ووژل اقتصاد يې تر وران كړي د خلګو په منځ كښې كركه وكرله د لويو لويو څوكيو څخه بيرته كړل اقتصاد يې پخپل لاس كښې تر څخه ونېوي تاريخ او ژبه او ښكلې او لرغوني دودودنه و كلتور يې تر بريد لاندي ياخوي ددې خپلو ارزښتونو څخه بيګانه كړو يا يې داسې چل تر جوړ كړي چي پښتون افغان تهره ګر او اورپكى دي او دا ولس د تشدد څخه په چپه بل څه نه پيژني لنډه دا چې ددي قام كوم هغه چلن ونه شو چي دده خاتمه به وكړي آن دا چي په ښوونځيو كښې ماشومانو ته د علم او زده كړو په ځائى د كلاشنكوف او د تشدد كتابونه او نصاب پ لاس كښې وركړل شوي دي چي د پښتون افغان ماشوم بس په جګړه كښې بوخت وي او ځموږ لاس ودوي ته ورايله وي چي دوي ووژنو او د هر څه د سوشلزم كميونزم سرمايه داري او د اسلام په نامه ددې قام سره پخوا هم شوي وو او اوس هم كيږي خو د بده مرغه پښتانه افغانان په خپله په خپلو كښې دهغه دنده تر سره كوي او بيا چغاري هم وهي چي مړ شوم يوه كيسه موږ زياتره اوريدله چې يو شړي په لاري روان وو خپلې خائي يې ټينګى په دواړو لاسو كښې نيولي وي او په ژړه اخته وه يو بل سړي چي دده دا حال يې وليدي ږغ يې ور باندي وكړي چي بد مرغه دهغه څه چي دي په لاس كښې نيولي دي دهغه ايله كړه په موږ كښې هم په ډېرو دافساد شوي دي خدائي پاك دي وكړي چي موږ په دهغه لوبه ځان يوه كړو ځكه چي اوس ډيري خبري د لمر وارو څرګنده شي دي په كاردي چي موږ هر يو په دي باندي سوچ وكړو او د ځان څخه داسي پيل وكړو چي د دا ناورين څخه دهغه خپل ولس وباسو.

        زه زياتره په رسنېو او ميډيا باندي ګورم چي ځموږ زياتر ليكوالان داسې ليك كوي چي ددې نن ورځي ناخوالي په نورو وراچوي او دا ګيلي كوي چي د موږ سره داسې وشو او داسې كيږي چا ويل چي د پښتون افغان سره ښه شوي دي خو په ځائي ددې چي خپل وخت په دهغه ګيلو او نيوكو باندي تېر كړو راشي چي د دهغه ناخوالو څخه د وتلو دپاره راجګ او بيداره شو دا څه چي ځموږ د قام سره كيږي او هر هغه چي خپله پوزه نه شې صفا كولي هغه هم داسې خبري كوي چي سړى ګوته په غاښ كښې ورته پاته شې خو دا خبره چي څوك كوي ددې وشاته هغه څوك يا هغه سوچ دي چي پښتون افغان ځپل غواړي چي ددې علت دادي چي په ګډه يو دريځ نه دي لرلى او دا هر څوك چي دا ناوړه عمل كوي هغه ته څرګنده ده چي په پښتون افغان كښې هغه توان نه شته نو ځكه دا وخت دي چي نور زيان ور ورسول شي ويل كيږي چي يوه ناواكه سړي يو زور ورسړي راپرځولي وو او لوړ په كښې ناست وو خو بيا يې هم په ژړا لرګي ايښي وي يو بل چا پوښتنه ځيني وكړه چي لوړ هم ته په كښې ناست يې او بيا هم په بغارو يې دي سړى ورته وويل چې په دي ژاړم چي دا سړى ما ايله كړي دي به د ما سره څه كوي پښتون افغان په رښتيا هم دا وخت تر ډير فشار لاندي دي خو ژوندي قام دي دا به ټول عمر په دهغه حالت كښې نه پاته كيږي يووار به بيا اوج ته رسيږي خو هغه وخت چي هر سړى د ځان سره داوتراشي چي ولي داسې راسره كيږي او څنګه د دهغه ناورين څخه دا خپل قام خلاصيدي او زما دنده څه ده...؟

        په دي دومره بدو حالاتو كښې بيرته هم پښتون افغان خپل حواس دلاسه نه دي وركړي او اوس هم هر وګړي او ټولنه د خپله وسه څه نه څه كوي چي دا ټوله سره يو لاس شي د لوئى څښتن څخه دا هيله لرو چي دهغه دوير چاپيريال به ختم شي ځموږ ليكوال شاعر مدني ټولني او داسې نور په خاوره مئينو د خله وسه دومره څه كړي دي چي ساري يې نه ليدل كيمي خو څومره پاته چي راغلي دي هغه ځموږ سياست مداران دي كه هغه هر ځائي دي يا وو سياسي مشران او لارښودان هم ددې داره قامونه ساتي چي دوي په دهغه سي ناورين كښې قام او ولس د ناخوالو څخه وباسي او په داسې لاره ې روان كړي چي د ډېر زيان سره مخامخ نه شې خو د بده مرغه دهغه كهول په سلو كښې سل پاته راغلي دي رښتيا خبره داده چي ځموږ د هغه سياست مداران په سياست پوه نه دې كه پوه هم دي غلي ناست دي او د مصلحت څخه كار اخلى...؟

        لكه وړاندي چي وويل شول چي پښتون افغان په هر څه پوه دي او تر خپله وسه څه نه څه كوي لكه څنګه چي وويل شو چي ډېر مخالفين په دي هڅو كښې دي چي پښتون ماشوم د وسلي په چپه او تشدد په چپه به بل څه ونه پيژندل شې نو ځكه د ډېره وخته څخه په ښوونځي كښې هم په دي اړه زده كړي ورته كيږي او ددې د څنګه و ماشوم ته د لوبو دپاره توپك توكپنچه، كلاشنكوف او مائن په لاس كښې وركول كيږي چي داوسه څخه دده خيال او فكر ودي خواته واړوي او تشدد ته يې تيار كړي خو بيرته هم په پښتون افغان ټولنه كښې داسې پوهان شته چي دوي دا هر څه احساس كړي دي نو ځكه چي په يوه وار په جلال آباد او پيښور كښې ځوانانو او رڼ اندو داسې ټولني جوړي كړي او وهغه دكانو ته ولاړو د دوي څخه خواست وكړي و وسلو ته وته د لوبو شيان دي نه پلوري داسې دوى د كورنيو سره هم وليدل او په دهغه زيان يې د ماشومانو مشران خبر كړو او خواست يې ځينى وكړي چي ماشومانو ته دي داسې د لوبو شيان نه راوړي چي هغه وسلو ته ورته وي هم دا ډول دوي پاڼي په دي اړه چاپ كړي او په خلګو كښې وويشلى هم په دي مناسبت د زيارت په ورځ په پيښور كښې يو لاريون وشو او بيا يوه غونډه وشوه چي داړونده سازمان مشرانو د مدني ټولنى استاځو سياسى ګوندو په كښې ګډون وكړي چي دوي په خپل ولس ږغ وكړي چي ماشومان د داسې لارو څخه راوګرځوي چي هغه د تشدد وي هم ودي ته ورته كار په افغانستان كښې روان دي چي دوى به نور پراخوى..

- بېرته شاته