(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غوړېدونکې پښتو موسیقۍ مړاوی کاروبار

که يو لوري په دې تېرو کلونو  د پښتو موسيقۍ مارکيټ د نویو اوازونو  او سازونو په مټ زښته وده کړې ده، خو بلخوا بیا په په پېښور کې دپښتو کيسټونو او سي ډي ګانو خپرولو تر ټولو غټ دوکان د تړل کېدو په حال کې دی

د اوډين ميوزک هاوس په نامه د یو  مشهور دوکان مالک حاجي شاهد خان وايي، چې د يو ايس بي او ميموري کارډونو  په وسيله د موسيقۍ اورېدو زياتېدونکي رجحان د هغه  کاروبار ته لوی تاوان رسولی دی  او اړ شوی چې پر ځای يې یو بل کار ته لاس واچوي.

"زموږ د کاروبار هغه خوند پاته نه دی. موسيقي اوس خلک په موبايلونو کې اوري. په ګاډو کې هم  خلک يو ايس بي لګوي. دې رجحان هنرمندان هم خپه کړي. هغه خلک چې لکونه روپۍ يې لګولې او سټوډيوګانې يې جوړې کړې دي، هغوئ هم پرېشانه دي. زموږ د کروړونو روپيو کاروبار ولاړو، ختم شو. په کراچۍ کې چې د کيسټونو جوړولو کومې کارخانې وې، يوه هم په کې پاتې نه شوه. موږ چې به کيسټ تيار کړو نو لږ تر لږه شپږ اوو سوو دوکاندارانو ته به مو ولېږلو. له هغو څخه اوس لس دوکانونه هم پاته نه دي. موږ مال چا ته ورکړو؟"    
حاجي شاهد خان زياتوي چې خپله دغه ستونزه يې د خيبر پښتونخوا له حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده، خو په خبره يې چې په دغه لړ کې ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.
د نوموړي دغه خبرې چې کاروبار يې يو ايس بي او ميموري کارډ خراب کړی، ځوان سندرغاړی کرن خان هم تاييدوي. دی وايي، د اوډين ميوزک هاوس بندېدل به د پښتو موسيقۍ له پاره لوی تاوان وي.
"دغه اوډين پروډکشن ډېر زيات کار کړی دی. د معيار خيال يې هم ساتلی دی. د پښتو د ټولو نوميالیو سندرغاړو کيسټونه يې جوړ کړي دي. دا اوس يې د ګلنار بېګمې زړې سندرې په يوه سي ډي کې راټولې کړې دی. که دوئ دغه دوکان بندوي نو زموږ  ټولو لپاره د ډېر لوی تاوان خبره ده. شاهد حاجي صيب په پېښور کې د کيسټونو دوکاندارانو اتحاديې مشر هم دی. د ده د دغه ځای او ورسره چې د پښتو موسيقۍ کومه اثاثه ده، د ژغورلو لپاره يې يوه حل رااېستل ضروري دي. موږ به هم له حاجي صيب سره رابطه وکړو او که حکومت هم په دغه لړ کې څه چاره وکړي نو ښه به وي."
په پېښور کې خبريال او شاعر روښان يوسفزی، چې د کلتوري چارو د ودې په موخه جوړې د ځايي خبريالانو د يوې ټولنې مشري هم کوي، د خيبر پښتونخوا اوسنی حکومت ګرموي چې وايي د صوبې د کلتور او موسيقۍ د پالنې او پرمختګ په برخه کې يې تر اوسه هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
"دا چې د پښتو موسيقۍ تر ټولو غټ دوکان بنديږي، اغېزې به يې نېغ په نېغه پر ټولو هنرمندانو پرېوځي او ډېره د خپګان خبره ده. موږ پر همدې موضوع څو ځله په اخبارونو کې ليکل هم وکړل، خو له بده مرغه، دلته چې کومې صحت مندې کلتوري سرګرمۍ روانې وې، هغه بلکل په ټپه درېدلې دي. د خيبر پښتونخوا موجوده حکومت د صوبې د کلتور، د ښکليو هنرونو او د هنرمندانو د ښېګڼې لپاره هيڅ عملي ګام نه دی پورته کړی."
هڅه مو وکړه چې د اوډين ميوزک هاوس د تړل کېدو خبره د خيبر پښتونخوا د کلتور له وزير سره شريکه کړو، خو د بيا بيا ټيليفوني رابطو کولو سربېره بريالي نه شو.
پښتانه سندرغاړي او د کلتوري چارو پښتانه پوهان په عين حال کې د پښتني کلتور او موسيقۍ د ودې او پرمختيا په برخه کې حکومتي مرستې اړينې بولي.

 

- بېرته شاته