(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارتقاءاو معلوماتى ټيكنالوجى

ليكونكى : عبدالجباركاكړ

دا اوسنې نړۍ د كله وخته څخه جوړ شوي او په وجود كښې راغلي ده دهغه وخته څخه دنن ورځي پوري دبدلون او دارتقاء څخه تيريږي دهغه ارتقاء به تر هغه وخته روانه وي چي دهغه نړۍ او كائنات پاته وي پخوانى بشر دومره پرمختيا او ترقى نه وكړي يا پرمختيا ډېره ورو ورو كيدله او ارتقاء هم ورو ورو ورسره روانه وه خو د كله چي بشر مخ په پرمختيا كښې تېزوالي راوستي دي نو ارتقاء هم دومره په چټكي سره ګام ورسره پورته كوي د بشر دهغه پرمختيا نه يواځي ارتقاء ژر ژر بدلون مومي بلكې ددي څخه ځموږ د مځكي تناونه هم راكښ شوي دي او د هغه مځكه ډېره سره رانزدي شوه ده آن دا چي د معلوماتي ټيكنالوجي خو نړۍ اوس يو كلي نومولي دي چي ژوندي بيلګه يې داده چي څو وخت د مخه د نړۍ يوه وچه په بله وچه نه وخبره نه چاته دا چاته څرګنده وه چي په نړۍ كښې نوري وچي (براعظم) هم شته كه يا..؟ لنډه دا چي د هر  بشر نړۍ ډېره وړوكي وه خو ن هم ددي آئي .ټي د كبله چي نن په امريكا كښې څوك لاس هم ښوروي او په ټوله نړۍ كښې هم هغه وخت دا لارښودونه د معلوماتي ټيكنالوجي په زور يې هغه وخت ليدلي شي د نړۍ د يوه كونج څخه تر بل كونج پوري مخامخ خبري كيدي شې او ددي سره چي خبري اتري كونكي يو بل هم ويني لكه په يوه خو نه كښې چې دوه وګړي مجلس سره كوي داسي نوري بيلګي دي چي وړاندي كيديشې هغه پخوا چي د پيرانانو خبري كيدلي هغه نن رښتيا شوي دي كه سل كاله د مخه يو مړي ودي نړۍ ته راوستل شې هغه به ګوته په غاښ پاته شى.

ددي پرمختيا او چټكي ارتقاء كه يوه خواته بې شميره ګټي لري خو بلې خواته ډيري ناخوالي هم ورسره تړلي دي او كيدي شې چي ډېر ددي پرمختيا مخالف هم وي په زياته بيا وروسته پاته ولسونه چي نالوستي هم دي څوك چي د ژوند په هر ډګر كښې وروسته پاته دي خو ددي د څنګه څه رښتيا او حقيقتونه هم شته چي څوك په دي اړوي چي په دهغه پرمختيا څخه چي د دوي په ټولنه كښې ليدل كيږي ددي يو بل علت دا هم كيدي شې چې دهغه لوئي بدلون په دېره چټكي او تيزوالي سره دهغه وروسته پاته ټولني په مخه كړي چي په بله مانا په ارتقاء كښې يو ټوپ (JUMP) رامخ ته شو په داسې حال كښې چي ارتقاني عمل ډېر وروسته پاته وو او د ټولني كښې دومره توان نه وو چي ددي لوئى بدلون سره ځان وسنجوي يا تګ ورسره وكړي نو په دا صورت كښې دهغه په ارتقاء كښې توپ زيان و ټولنه ته رسوي چي دهغه ژوندي بيلګه ګرځنده ټيلى فون (CELL PHONE) انټرنيټ او داسې نور ځما په اند ځما داخبره به څه چپه او بيځايه ته وي نن د هر لوئي او وړوكي په لاس كښې ګرځنده ټيلې فون ليدل كيږي چي دوي هر وخت په اخته وي او د ژوند نوري چاري ځيني پاته وي په زياته بيا زده كونكي چي زده كړي ځيني پاته وي ددي د څنګه دهغه معلوماتي ټيكنالوجي ځموږ د ژوند په ټولو چارو دومره اغيزي كړي دي چي هر څه يې سره ګډوډ كړي دي او ټولنه نه شې كولي چي پښې ټينګي كړي ځكه چي پخوانى وګړي اوسنې چاپيريال ته وراني وائي لكه وړاندي چي وويل شول چي آئى.ټى د ژوند په هر برخه اغيزي كړي دي كه هغه ځموږ ژبى دى ك هغه ځموږ كلتور دي كه هغه ځموږ ټولني دي يا كه هغه ځموږ د كورو او ګاونډ سره راشه درشه ده ددي څخه په ژوند كښې يو درازراغلى دي چې يو وګړي و يوه خواته تللي شې نه بلې خواته او په منځ كښې درولي دي د ارواښاد رحيم غمزده يو شعر وو چي دوي به خپله په سندره كښې اړوي چي دنيا په ارتقاء كښې مخ په وړاندي روانه ده خو يواځي يو پښتون دي چي دارتقاء سره نه دي روان دوي خو يواځي هغه وخت د پښتانه په غم كښې وو خو نن هغه ټول وروسته پاته قامونه د دهغه ناخوالو سره مخامخ دي چي تر ټولو لويه بد مرغي هم داده چي دوي خپل هر څه دلاسه وركوي آن دا چي موسيقي او سازونه يې هم د نورو پرمخ تللو سازو لاندي راغلي دي هغه موسيقى چي د خپل ولس او خاوري استاځيتوب يې كاوي هغه هم ورو ورو خپل وجود دلاسه وركوي او كه دهغه عمل دوام وكړي چي موسيقى او سازونه يې هم د نورو پرمخ تللو سازو لاندي راغلي دي هغه موسيقي چي د خپل ولس او خاوري استاځيتوب يې كاوي هغه هم ورو ورو خپل وجود دلاسه وركوي او كه دهغه عمل دوام وكړي چي موسيقى څه هر څه به په ډېره چټكي خپل هر څه دلاسه وركړي ددي سره سره چي موږ د معلوماتي ټيكنالوجي څخه ګټي ترلاسه كړي يا يې ترلاسه كوو هغه هم نه شو ايله كولي لومړى خو دا څه او به نه ي چي موږ بند ورته واچوو او وي تړو دا خو يوه هواده چي په ټوله نړۍ رالوتي ده خو د هوا مخ نوي نه چا كړي دي نه كيږي نه بايد چي وشې نه د دهغه شوو زيانو پړه موږ په آئى.ټى اچوي شو  

- بېرته شاته