(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ایډیال پاچا خان دی

ممتازالرحمان اورکزی د پښتو ژبې په اوسمهالو شاعرانو کې یو وتلی نوم دی،هغه په خیبرپښتونخوا کې زیږیدلی،اوس په دوبۍ کې مساپر او پرادبي هڅو بوخت دی.
د تندرنیوز همکار ارشاد رغاند ورسره د ده پرشاعرۍ،د پښتو ادب پراوسنۍ وضعې او نورو ورته مسلو پرلیکه د زړه خواله کړې،چې بشپړمتن یې د ښاغلي اورکزي د لیکنۍ بڼې له خوندي ساتلو سره یو ځای ستاسې درنو لوستونکو مخې ته ږدو.
تندرنیوز:اورکزی صیب!زما په څېر ستاسې د شعر زیات لوستونکي په خاص ډول د ډیورنډ کرښې په دې غاړه به تاسې صرف په نوم او شعرونو پېژني،که نور معلومات هم ورکړئ پخپله اړه ښه به وي.
اورکزی:زما نوم ممتاز الرحمان د
ے…اورکزے يم..په قام ربيا خيل يم او د کرمې ايجنسۍ په توره وړۍ نومې کلي کښي اوسم..چي د ټل او لسوالۍ سره تړاو لري
په ادبي دنیا کې ستاسې شالید څنګه دی،د دې لږه کیسه که وکړئ،تاثر مو ووایئ او دا چې څه فعالیتونه او لاسته راوړنې پکې لرئ؟
زما ادبي سفر د پښتو ادبي چمن ټل له لاري پيل شو..دا يواځينې تنطيم وو زمونع په سيمه کښي
دلته زه په دي او پوهيدم چي شاعري څه وايځکه دلته به مونږ هر کال د اروا ښاد مځمد دين مقيد په ياد کښي مشاعره کوله.چي د لر او بر لويو شاعرانو به پکښي ګډون کولو..دلته زما د شعر ذوق پياوړے شو..او بيا چي زه د نورو زدهکړو د پاره پيښور ته لاړم..نو هلته مي د قلندر مومند صيب سره ناسته پاسته وه.د ساهو ليکونو مرکه د دغه تنظيم نوم دے.هغه وخت ېې مشري قلندر صيب کوله..دلته مي د شعر سره سره لږه ډيره د تنقيد سره هم علاقه پيدا شوه..تر اوسه مي دوه شعري ټولګې چاپ دي.بنګړي بنګړي وعدېاو د زمکې اسمان مي د ټولګو نومونه دي
تندرنیوز:شاعران ډېردي تردې چې وایي کاڼی لرې کړه،یو پښتون شاعر یې لاندې وي،د دوی ضرورت او وظیفه څه ده،تاسې هم ورته د مینې او عاطفې خورول مسولیت ګڼئ کنه،که ځواب هو وي،بیا ولې پښتون قوم په جنګ کې ښکېل او قرباني دی؟
اورکزی:هو رغاند صيب شاعران ډير دي
او شاعري هم ډيره ده..خو ښه شاعري څومره ده؟؟ لکه د کاروان صيب او د درويش صيب..د سايل صيبغوندې شاعران څومره لرو؟؟؟ هو زه هم ورته د ميني او عاطفې خورول مسوليت ګڼمخو مونږ کو بي سيواده خلق يومونږ د خپلو شاعرانو او اديبانو عالي افکارو ته لا رساي نه لرو..شاعر هلته د مينې او عاطفي په خورولو کښي په پوره توګه کامياب شوے دے..چرته چي په ټولنه کښي د سيواد کچه لوړه وه..نن هم چي مونږ په جنګ کښي ښکيل يو..يوه لويه وجه يې هم دغه بې سيوادي هم ده.مونږ د پر مخ تلليو ټولنو نه په هم دې لويه وجه شاته پاتې يو
تندرنیوز:د ټولنې ستونزه منم اورکزی صیب،خو شاعران هم اکثره په دې تورن دي،چې خلکو ته د سواد زده کولو د پیغام پرځای د ټوپک ګرځولو پیغام ورکوي،تاسې دې تور ته په کومه سترګه ګورئ،ولې پښتانه شاعران تورې،ټوپک او نورو متشددو اړخونو ته توجه زیاته لري؟
اورکزی:رغاند صيب!دا کوم شاعران دي؟ چي چي په تولنه کښي د تشدد تبليغ کوي
دا کوم شاعران دي چي د ټوپک ګرځولو پيغام ليږدوي.که ستاسو اشاره هغه اجير مخلوق ته وي چي د جنګ د تودولو د پاره د شعر په نامه جنګي لپړتې ليکي او وايې..نو بخښنه غواړم دا نه شاعران دي..او نه يي د مينې او عاطفي سره څۀ تعلق شته.په انسان ميين شاعر کله داسې کولے شي چي په تولنه کښي د تشدد روحيه پياوړي کړي.په ژوند ميين شاعر کله داسې کولے شي چي خپل شعر د ټوپک د تبليغ د پاره او کاروياو دا چي څوک په دي کارونو کښي ککړ دي..فکري غلامان دي..او د دوه پيسو په خاطر د خپل ضمير پلورل ورته توقه ښکاريدويي دي خداي هيڅکله شاعران نه کړي
تندرنیوز:ډېرښه مننه،اوس که دا ووایئ چې تاسې شاعروئ،که شاعر شوئ،د دې حالت د پیل کوم تصویر درسره په ذهن کې پاتې دی؟
اورکزی:کور ودان رغاند صيب..که ريښتيا خبره اوکړم ..نو نو که ما ته تاسو شاعر وايۍ ..نو ستاسو مينه ده
او که زه په د غه څه چي تر اوسه يې لرم د شاعر بللو حقدار يم..نو بيا به او وايم چي زه شاعر وماو بيا ورسته شاعر شوموم داسي چي رديف قافيه مي پيژندل..او شوم داسې چي لږه نوره لوسته او زدکره مي هم اوکرهچي اوس کله کله په دي بريد هم اودريږم چي نه وم او نه شوم
تندرنیوز:ځینې شاعران وایي یو درد او احساس شعرلیکلو ته اړ کړي،ځینې وایي مینې او علاقې،تاسې ته څه انګیزه تجربه شوې؟
اورکزی:رغاند صيب درد او احساس يې بنيادي توکي بولم..مينه د شعر مقصد بولم..او مسلسل مطالعه د شعر د پاره اکسيجن بولم..ما هم مينه کړ
ے ده،،اوس هم مينه کوم..او چي تر څو ژوندے يم د ميني او درد سره به خپله رشته پالم..بي له ميني بې له درده.بې له احساسه د دنيا يو کار هم نه کيږي..او شاعريشاعري خو بيخي نه کيږي
تندرنیوز:د شاعرۍ مو څو کاله کیږي،ستاسې شعرونه چې زه په فیسبوک کې تعقیبوم،زیات خوښونکي لري او تاسې یې په ښو او مشهورو شاعرانو کې حساب کړي یاست،راز یې په څه کې دی،تاسې له نورو شاعرانو سره په ځان کې څه توپېرونه وینئ،یا که نورو سره خپله مقایسه نه کوئ،زیات خوښ شوي شعرونه که مو له کم خوښ شوو سره مقایسه کړئ!
اورکزی:د هغو ټولو ملګرو مننه کوم چي زما شعرونه خو ښوي..ما کله هم ځان له چا سره نه د
ے مقايسه کړے.بس دا کو شش مي کړے دے،،چي د تکرار نه ځان اوساتم..خپلې تجربې بيان کړماو کله کله خپل شعرونه مقايسه کوم
تندرنیوز:دغه له تکراره د ځان ساتلو او نوو تجربو د بیان طریقه که لږه واضح کړئ،زیات شاعران او ادبپوهان دا کار ادب ته ښه ګڼي،خو کیدای څنګه شي؟
اورکزی:يوه موضوع چي نورو شاعرانو او يا ما پخپله بيان کړي وي..او بيا يې هم بيانوم نو دا تکرار د
ے..او خپله تجربه دغه لويي کاينات ته په خپل نظر کاته دي..غمونو ته..خوشاليو ته..ستونزو ته..مو سمونو ته..مرګ ته ژوند ته په خپل نطر کاتهاو د غه احسا سات په خپلو لفظو نو کښي بيانولخپله تجربه بولم
تندرنیوز:تاسې به د نورو ژبو شاعري لوستې وي،د زیاترو شاعران یې نړیوال یا حداقل په سیمه ییزو سطحو لویو شهرتونو ته رسیږي،د پښتو اوسمهالی شعر ستاسې په نظر داسې شاعران لري کنه،که لري څوک دي،په کومو دلایلواو که نه یې لري ولې داسې ده؟
اورکزی:بلکل ..پښتو ژبه داسي شاعري هم لري او شاعران هم لري چي د نورو ژبو له شاعرانو نه کم نه دي
ما د داسي شاعرانو ذکر په شروع کښي کړے وو..درويش صيب..کاروان صيبتسنيم صيبمحمود اياز صيب..جا ويد احسا س صيب او دا سي نو ر ډير .هغه شاعران دي.چي مونږ ېي ډاډه شاعري د نورو ژبو په مقابله کښي کيښو دے شوهم په فني لحاط او هم په فکري لحاظ،،،،زما دليل دا دے…چي سره د دي چي پښتو د سر کار او دربار د سر پرستې نه مځرومه ژبه دهخو بيا هم چي په پښتو کښي د اظهار کوم امکانات د غه شا عرانو ځلولي دي..فکر نه کوم چي د بلي کومې ژبي شاعرانو به دا کار کړے وو.که ېې ژبه هم داسي بي پر سانه واي
تندرنیوز:د پښتو ادب وضعیت ته په عمومي ډول څه نظر لرئ،فکر نه کوئ چې یو ډول د پراګنده کوششونو قرباني دی،یانې یو واحد ارمان په ادیبانو کې نشته،یا که شته د پوره کولو لپاره یې ګډ فکر او نظر نه لري،که داسې فکر کوئ دا حالت څومره ګټه او تاوان کوي،اصلاح یې څنګه کیدای شي؟:
اورکزی:رغاند صيب
نن د پښتنو شاعرانو شريک ارمان دا دے چي د پښتنو په خاوره دي امن راشيزه په دي نطر يم چي د امن د پاره د پقتنو تول شاعران ګډ فکر لري..اوس خبره دا ده چي د شاعرانو ګډ فکر هله اغيزمن کيدے شي. چي ټولنه ورسره او ږه په اوږه اودريږي..ګني هم دي شاعرانو په پيښور په کوټه او کابل کښي د امن کانفرنسونه اوکړل..هم دا چغي يې او وهلي چي امن غواړو..تول شاعران د امن غو ښتني د پاره په يو ټغر کښيناستل..خو د تولنې ګبر ګون څۀ وو؟؟ او تولنې ولې دې هر څه ته اهمير ور نه کړو؟؟ وروره ..زه بيا خپله خبره تکرا روم چي شاعرانو خپل کار کړے دے او کوي ېې..مونږ ته په کار دي چي شاعرانو او اديبانو سره اوږه په اوږه اودريږوتر څو د منزل په لور خپل قدمونه ګړندي کړو
تندرنیوز:د خپل شخصي ژوند څومره معلومات چې لازم یې ګڼئ،لوستونکو ته ووایئ،څومره ترې خوښ یاست؟
اورکزی:زه اوس په دبۍ کښي مسافر يم دلته مزدوري کوم..بچي مي په پښتون خوا کښي دي درسونه وايي..ژوند هم يوه عجبه لوبه ده..لويه معمه ده
کله چينه شي کله سرابکله ښار شي کله بيا بان..کله سندره شه کله سانده……خو په هر حال ژوند ښکلي دے…ژوند دې ښکلے وي..د ژوند هره ادا ښکلي ده په هري ادا يې ميين يم
تندرنیوز:ډېرخلک له ژوند،فن او هرې برخې اړوند یو ایډیال شخصیت یا حالت په ذهن کې لري،تاسې دې مسلې سره څنګه یاست،په خاص ډول ادب کې مو ارمان څه دی او ژوند کې؟
اورکزی:زما ايډيال با چا خان بابا د
ے..په ادب کښي مي ارمان دا دے چي داسي ادب تخليق کړم چي زما د قام په ښه راشي.او ژوند کښي مي ارمان دا دے..چي لر او بر پښتون يو او وينم
تندرنیوز:خپل یا د نورو شاعرانو څو بیتونه چې ډېرمو خوښ دي ویلی شئ؟
اورکزی:د انديش صيب..د پسرلي صيب
د ګران صيب شعرونه مي ډير خوښ دي
او دا به راته ګرانه شي،خو د انديش بابا دا شعر مي ډيرخو ښ د
ے
هغه چي تا ويل اميلونه پکښي نه خر څيدل
اوس هغه ښار کښي د ګل قندو دکاندار شه کنه
د پسرل صيب دا شعر مي ډير زيات خوښ د
ے
پسرليه غريبۍ کښي وطن مه را يادوه
زخمي بلبل د حسن له فرخاره څه پوښتې
او ګران صيب وايې
د ګران زړګيه ټق چاودل
ے ښه يې
خو چي خفه د خلقو زړونه نه شي
تندرنیوز:اورکزی صیب!ځينې خلک په لیکلو کې ښه شاعران وي،خو عملي ژوند کې شاعرانه توب یې نه وي خوښ،ستاسې ذوق او عملي ژوند څنګه دی؟
اورکزی:هاهاهاها زه دا منم چي شاعر نه يم. خو ژوند مي ټول د شاعرانو په شان د
ے..بيخي شاعرانه
تندرنیوز:او عادتونه څنګه،شاعران د یو بل په غیبت،تخریب او لانجو زیات تورن دي،تاسې څنګه ههههه؟
اورکزی:هههههههههه ولله کله کله غيبتونه هم کوو.اکثره يې په فيسبوک کښي کوو چي نور خلق هم مستفيد شي..صابر شينوار
ے..رياض تسنيم..او عمر عسکر صيب مي په دغه غيبتونو کښي کلک ملګري دي ،خو د لانجو نه ځان ساتم
تندرنیوز:اورکزی صیب!زیاته مننه چې دې اوږدې زړه خالې ته دې حوصله وکړه،کومه خبره که خبرې په کار وې پرې او نه وي شوې،خپل نظر او پیغام پرې ووایئ،که نه وي څو د زیاتې خوښې شعرونه مو لوستونکو ته ډالۍ کړئ!
اورکزی:مننه کوم رغاند صيب چي زما غوندي سړي ته مو هم دا موقع راکړه..چي دومره خبري درسره اوکړم..پيغام د لويو خلقو کار د
ے..زه خو ملنګ يم سوال کوم تولو پښتنو ته چي په لباس.په ژبه.په جغرافيه .پښتونولئ سر ته نه رسي..مونږ به په فکر هم پښتانه کيږو،هله به کار سميږي..او شعرونه مي اوس په ذهن کښي نشته ډيره بخښنه غواړم — 

- بېرته شاته