(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ددي مترقى او دمقصد ادب

 عبدالجبار كاكړ

لكه څنګه چي داخبره سپنه شوي ده چي نثر (ليك) او شاعري دواړي دادب برخي دي نو ځكه نثر هم ادب دي او شعر هم ادب دي خو تر كومه چي د نثر خبره داو د پښتو خبره ده نثر ډېر او شاعري په كښې ډېره زياته ده نو ځكه موږ زياتره ه په شاعري باندي راګرځو او زياتره خبري او تبصري هم په شاعري باندي كوو خو د پښتو شاعري چي څومره او چته ده هومره اوس په پښتو كښې ټيټ شعر هم ويل كيږي چي دهغه ژوندي بيلګه د نن صباد ټيټو شاعرانو څه او بربنډه شاعري ده چي د دووټكو دياره دوي د پښتو او د پښتنو سپكاوي كوي چي په رښتيا هم د هغه شاعران پښتانه نه شي كيدي ځكه چي پښتون دومره لويدلي نه دي نه يې ټولنه دومره ټيټه ده هو هغه څوك دهغه بربنډه شاعري كوي نو به د دوي چاپيريال هم ددهغه شاعري وارو وي ځكه چي هندوانه دهند واني څخه رنګ اخلي خو خيردايو بيل بحث دي.

                     ځمايو ملګري او دوست چي په اردو ژبه كښې ليك كوي هغه دهغه كړي ده چي رحمان بابا مترقى (PROGRISSIVE) شاعر ثابت كړي او ددي دپاره يې د رحمان بابا څو شعرو نه هم په ثبوت كښې وړاندي كړي د رحمان بابا ډېر داسي شعرونه دي چي هغه طبقاتى توپير ښكاره كوي خو يوه خبره ځما په اند چي هر شاعر د خپل چاپيريال سره سم شاعري كوي يادا چي د چاپيريال اغيزه په شاعر باندي ارومرو كيږي ځكه چي وائي چي شاعر د ټولني سترګي دي خو په كښې هم شك نه شته چي طبقاتى تضاد او توپير پخوا هم په ټولنه كښې وو او نن هم شته دي او داتوپير به تر هغه وخته وي تر كله چي دانړۍ پاته وي نو څرګنده خبره ده چي په رحمان بابا هم ددي طبقاتى تضاد اغيزه شوه وه خو ددي دڅنګه دا خبره هم ديادوني وړ ده چي دوخت اغيزي هم په شاعر باندي لويږي او زياتره شاعران هغه ناخوالي په خپل شعر كښې په يوه ډول ولس ته وړاندي كوي يو وخت وو چي په نړۍ كښې طبقاتي انقلابونه او ځموږ په خپله خواكښې په زورو كښې وو نو ځموږ ډېرو شاعرانو ومترقى شاعري ته مخه كړي وه چي و دهغه شاعري ته د دوي يامقصد شاعري هم ويل كيدي شي او موږ دلته ددي ډيري بيلګي او ثبوتونه وړاندي كوي او ددي دمخه جي د پښتو سترو شاعرانو چي كلاسيك شاعران ورته ويل كيږي هغه هم د خپل خپل چاپيريال په رڼا كښې شاعري كوله.

                مترقى نه يواځي شاعران دي بلكي سياست مداران او سياسي ګوندو نه هم د مترقى په نامه نومول كيږي خو دابيله خبره ده چي ځموږ سياست مداران چي دمترقي سياست علمبرداران وو نن هومره غير مترقى دي كارل ماركس هغه څوك وو چا چي په طبقاقي تضاد بشپړه يوه فلسفه او نظريه وركړه چي نن هم دماركس په د هغه فلسفه ولاړ دي خو دبده مرغه موږ د خپل دود سره سم دماركس فلسفه داسلام په سيالي كښې و دروله او مسلمانان موږ د غير مسلمان په نامه ونومول ماركس يامار كسزم يو علم دي او ډېر پراخ علم دي ا د علم څخه په كار دي چي څوك مخ ونخ ګرځوي ولي چي پخپله لوئي څښتن (ج) وائي چي علم وكړي او دعلم په زور ما( لوئي څښتن) وپيژني ځما په آند چي ماركسزم دعلم يوه لويه څانګه ده بايد چي ردنه شي هو د چا چي ايمان ضصيف او كمزوري وي هغه په ځائي ددي چي دعلم په زور لوئي څښتن (ج) وپيژ ني هغه په چپه خوا روان شي او چاچي دعلم دلاري خدائي پاك پيژندلي دي هغه په لوئي الله (ج) داسي ايمان را وړي دي چي څوك يې په  سرنه شي كيدي نه هغه متزلزله كيږي.

                         دمترقى اومقصد دادب باندي خبره روانه ده لكه وړاندي چي وويل شول چي كله د نړۍ سياست د مترقي انقلاب تر اغيزو لاندي وو نو د دريمه نړۍ شاعرانو او ليكوالانو هم و دهغه خواته موخه كړه او ډېر ستر ليكوال او شاعران يواځي دادبي مبارزه بلكي سياسي مبارزه كښې هم ومخ مخ ته وو خو ددي دڅنګه پښتانه هم په دهغه ډګر كښې تر نورو پاته نه وو چي د ډېرو نومونه دلته موږ راوړلي شو دوي نه يواځي خپل دهغه ډنډه ترسره كوله بلكي په سياست كښې هم دهر چاپه مخ كښې وو آن دا چي دوي و خپل هدف او موخه ت درسيدلو دپاره خپله خاوره هم پريښودله او غرو او نورو سيمو ته ولاړو او وسله واله مبارزي څخه هم مخ ونه ګرځاوي د  پښتنو په دهغه مبارزو كښې موږ د ارواښاد كاكاجى صنوبر ارواښاد اجمل ختګ ارواښادنور محمدتركي رحمت شاه سايل ارواښاد قلندر مومند هميش خليل سليمان لائق داسي نور ډېر چي د قامي شاعران او ليك يې په طبقاتى مبارزي په اړه كړي ده دمقصد شاعري او دمقصدنثر ځكه موږ ورته ويلي شو چي دوي وټولني او پښتانه ولس ته په خپل ادب كښې ډېر څه وركړي دي او د دوي كار او ادب به كله هم خپل ارزښت دلاسه ورنه كړي نن هم د دوي شاعري او نثر په ډېر شوق سره ويل كيږي ځكه چي پ وارو وارو د هغه كتابونه (ايډيشن) يې تر چاپ تيريږي ځكه چي دوي داسي څه بى مطلبه نه دي ليكلي يا يې شاعري په كښې كړي ده لكه د نن ورځي شاعران او ليكوال چي ځموږ ټولني ته وړاندي كوي چي وړاندي وړاندي ذكرو شو.

                        كه د بيلګي په حيث موږ دارواښاد كاكا جى صنوبر ژوند ته ځير شونو دي څوهر اړخيزه شخصيت دي په يوه وخت كښې دوي شاعر دي ليكوال دي دخپلواكي عسكر اولاد ددي سياست مدار دي  ټوله ايزه اړخ لري چي دده په هر اړخ باندي ډېر څه ليكل كيدي شي په دي ډول نور محمدتركي هم يوه داسي هستى وه چي په خپله خبره او نظريه ولاړ وو دوي خپله مبارزه دي ديوه سياسي كار كونكي  وارو پيل كړه يو عام ژوند يې كاوي خوار سړي وو خ هدف يې ټاكل وو دهغه دپاره يې مبازره كوله ددي دپاره يې كتابونه وليكل د خپلي ټولني رښتني هنداره يې ولس ته وړاندي كوله بندي خانى څخه هم نه ويريدي او وخپل هدف او موخه يې ترلاسه كړه خو دابيله خبره ده چي دنړۍ والو دسيسو او سازشو ښكار شو داسي ډېر ننګيالان موږ لرو چي دهر يوه په ژوند كتابونه ليكل كيدي شي خو دا پوښتنه به ارومرو يو  څوك كوي چي د دوي وفولاد غوندي اداري څنګه د دوي ملګري وي.

                      خو نن چي پښتانه افغانان د يو بل ډول ناورين سره مخامخ دي نو ځكه ځموږ رښتنى ليكوال او شاعرانو و دهغه ناورين په اړه و خپل ولس ته لاره ښائي داوخت چي و پښتانه ته كومه ور پيښه ده نو دوي هم په دهغه حالاتو راګرځي نن د پښتون افغان ديو والي زياته اړتياده نو موږ وينو چي لوئي لوئي شاعران لكه عبيدالله درويش رحمت شاه سايل پير محمدكاروان مطيع الله او داسي نور ډېر پښتانه شاعران په بشپړه پښتونخوا كښې رامخ ته شوي دي چي د ټولو نومونه دلته را وړل ګرانه ده نو ځكه چي موږ ويلي شو چي هغه شاعران او ليكوال چي دچاپيريال سرسم ولس ته ښوونه كوي او خپل ولس ته دخلاصون لاره ښائى هم هغه رښتني او هميشني دي هم و داسي چاته د قام سترګي ويل كيږي او په دي كه نور څه نه شي ويل كيدي.

              د بشپړه قام كښې دا يو لوئي سازش شوي دي چي كله هم ځموږ د هغه كهول د خپل ولس ستونځي په ګوته كړي دي ولس يې په دهغه مشكلاتو خبر كړي دي او د دوي دخلاصون دپاره يې ولس ومبارزي را بللي دي د دوي په ضد يې دسيي او سازشونه پيل كړي دي او زياتره يې داسلام سپيڅلي نوم ددي دسيسو دپاره ګار كړي دي او دهغه عمل دپښتانه قام په ضدد تيرو نز دي لسو پيړلو څخه را روان دي او نن هم دوام كوي چي ددي لوئي علت دا دي چي پشپړه پښتون افغان نالوسته پاته شوي دي او دليك او لوست دمخ نوي دپاره يې هم داسلام دسپيڅلي نامه څخه كار اخستي دي او ورور يې دورور په ضد د رولي دي چي نن د دوي دهغه دسيمى و خپل اوج ته رسيدلي دي كوم چا چي د ودي او مقصد خبره وقام ته كړي ده ددي دپاره يې مبارزه پيل كړي ده هغه بدوبدو نومونومول شوي او دكافر نوم يې وركړي دي يا يې دهغه مخ نوي كړي دي .

               اوس دا اړين شوي ده چي بشپړه قام په زياته بيا نوي كهول و تعليم او زده كړو ته روګرځوي د كلاشنكوف پ ځائي كتاب او قلم وماشومانو ته په لاس وركړي د ژوند پ هر اړخ كښې لوئي پوهان رامخ ته كړي په زياته بيااسلامي زده كړو ته زياته پاملرنه وكړي او هغه څوك چي  اسلام يې بيځايه د پښتون افغان د ځپلو دپاره دهغه وخته څخه ګار كړي دي داسي چاته د قرآن او حديث په رڼا كښې جواب وركول شي ځموږ شاعر او ليكوال چي هميش يې دقام ستونځي په ګوته كړي دي هغه نوري هڅي وكړي چي دهغه شاعرانو مخ نو ي وكړي چي هغه د پښتنو او پښتون سپكاوي كوي دهغه مخ نوي وكړي او ولس هم رښتني شاعران او ليكوال وستائى لباس او نقلي شاعران او نورو ټكوي.

- بېرته شاته