(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خاورې د زامنو جبري خاموشي

لیک:خان زمان کاکړ، کوټه

څه باندې يوه پېړۍ د پښتنو قبایلي سیمې (فاټا) د يو وچ لرګي په مثال وساتل شوې، پخوا خو يې د ژوند بنيادي اړتياوې او وړتياوې نه پوره کېدې، اوس د ژوند حق هم ترې اخيستل شوی دی

د سويلي افريقاء د تور پوستو د خپلواکۍ مخکښ نېلسن منډيلا چې په زندان کې و او د هغه د خوشي کولو لپاره هڅې تودې وې، نو واکمن مجبور شول چې منډيلا ته له مزاحمتي مبارزې څخه د لاس اخيستلو په شرط د خوشي کولو وړانديز وکړي.
د ۱۹۸۵م کال د فبرورۍ پر ۱۰مه د هغه لور زينزي په جبولاني سټېډيم کې يوې غونډې ته د پلار پېغام واواره، چې د واکمنو د شرط وړانديز پکې په کلکه رد شوی و، منډيلا خپله آزادي د پوره قام په آزادي پورې مربوط کړې وه، د هغه د پېغام وروستۍ جملې څه داسې وې:
"
يوازې آزاد خلک مذاکرات کولی شي، زندانيان په تړونليکونو کې نه شي شاملېدای، زه دا نه شم کولی، زه به کله  هم داسې يو اقدام په داسې وخت کې ونه کړم چې زه او تاسو آزاد نه يو، زما او ستاسو آزادي له يوه بله، بېله نه ده، زه به راځم."
منډيلا د مذاکراتو او شرطونو د منلو وړانديز رد کړ، دليل يې دا و چې دا د آزادو خلکو کار وي، غلامان دا کار نه شي کولی

په پاکستان کې د تاريخ جبر غورځولې ټولې پښتني سيمې په عموميت او قبايلي سيمې په خصوصيت سره په زندان کې د پروت منډيلا او د هغه د تورپوستي غلام افريقي ولس په مثال دي، د پښتنو په وطن کې يا خو پاکستان آزاد دی او يا طالبان، دوی هر څه کولی شي که آزاد نه دي نو د خاورې زامن نه دي، داسې ښکاري چې اوس د خپل وطن پر يوه لوېشت زمکه هم خپل اختيار نه لري، په خپله زمکه کې د اوسېدنې او استوګنې ګنجايش ورته ختم کړل شوی دی، د قام اکثريت کډو ته تيار دی، چا پښې سپکې کړي، اکثره له پښو لوېدلي، د کډو لپاره هم لارې تړلې دي، ټول وطن يې په زندان ورته بدل کړی، زندانيان رايه نه لري، زندانيان تړونليکونه نه شي کولی.
په پاکستان کې پراته پښتانه، په تېره د قبايلي سيمو پښتانه بې غږه (voiceless) نه دي  خو جبراً خاموشه (forcibly silenced) دي، د دوی پر سر چې هره معامله کېږي، پوځي عمليات کېږي او که مذاکرات، د خاورې د زامنو خوښه به پکې شامله نه وي، د خاورې زامن د امن په لټون دي خو د امن د تامين سرچېنه نه په پوځي عملياتو کې ويني او نه په مذاکراتو کېولې دې يوازې پر هم دې دوو لارو سوچ وشي، يوه دريمه لار هم کېدای شي، څنګه چې له زندانه د منډيلا آزادي د هغه د ټول قام له آزادۍ څخه بېله نه وه، همداسې د دې پښتنو د امن پوښتنه د خپل تاريخي کور د امن له پوښتنې څخه بېله نه ده، څنګه چې جنګ په يو خاص تسلسل او رفتار سره د ډيورينډ پر کرښه راوڅرخېد، هم داسې يې د امن تسلسل او رفتار کېدلی شي او دا تسلسل او رفتار به په حتمي نتيجه کې د وحدت هغه مزی رامنځته کوي، د کوم مزي د نه ليدلو په موخه چې يې دا ناورين دومره پلن او غوښن کړ.

د تندلارو وسله والو روزونکې پديدې يوازې پښتانه مړه نه کړل بلکې په خپل برلاسي ليدلوري (dominant discourse) کې يې پړه هم کړل، د دوی وسلې او رسنۍ دواړې د يو غريب او در په در ولس خلاف استعمالېږي، د پښتنو اوږې يوازې په جنازو ستړې نه شوې بلکې سينې يې په داغونو او تورونو بار هم شوې، دا دواړه بارونه چې وړي نو ژبه به يې ضرور په حلق کې وچېږي،د پښتنو په حلق کې د نښتې ژبې څخه پاکستان دا ګټه اخلي چې خپل رياستي آواز ته د خلکو آواز ووايي، د ډرون په خلاف راپارېدلی له اټکه ورپورې سرود يو داسې آواز ثابت کړي لکه  دا آواز چې له وزيرستانه  د هغه ځای خلکو په لفافه کې د ډاک له لارې بمعرفتِ آبپاره چوک اسلام آباد رالېږلی وي.
څه باندې يوه پېړۍ د پښتنو قبایلي سیمې (فاټا) د يو وچ لرګي په مثال وساتل شوې، پخوا خو يې د ژوند  بنيادي اړتياوې او وړتياوې نه پوره کېدې، اوس د ژوند حق هم ترې اخيستل شوی دی، دا د دې لپاره چې د يوې مورچې په توګه يې په کار راوړي، ددې لپاره چې آواز يې ورخپ کړي، دا ټول څه د ستراتيژيکي ژورتيا په سياست کې د يو لوی  تاکتيک په توګه کېږي.
د ډرون بريدونو په هکله په روان بحث، له طالبانو سره د خبرو اترو پر موضوع او په ټول وضعيت کې هم د امريکا غږ شته، هم د پاکستان او هم د طالبانو خو که نشته نو د خاورې د زامنو غږ نشته، د خاورې د زامنو د غږ او د نړۍ د غوږونو تر منځ د پاکستان په نوم يو خنډ موجود دی، څوک چې د پاکستان  په بنيادي فطرت، تاريخ او پاليسي پوهېږي هغوی د خاورې د زامنو د خاموشۍ په ژبه هم پوهېږي.
د پښتنو ډېری خوله ور سړي، د پنځو د مخ سړي اوس تر تورو خاورو لاندې دي، هغوی ډرون نه دي وژلي بلکې هغه چا وژلي د چا مشري چې اوس مولا فضل الله کوي

پاکستان ته د انساني حقوقو او خپلې خودمختارۍ موضوع هغه وخت مطرحه شي چې کله د دوی ستراتيژيکي شتمنۍ په زيان کې ولوېږي، کله چې يې د دنيا جهان ترهګران د پښتنو په وطن کې مېشتول او تر څلوېښتو زرو زيات خلک يې په دې تېره يوه لسيزه کې پرې وژل، نه ملکي خودمختاري وه او نه انساني حقوق!! څه چې ډرون بريدونو ته د لامل په توګه کار کوي پاکستان پر هغه څه له سره بحث ته تيار نه دی او پاکستان چې له چا سره د مذاکراتو وړانديزونه کوي د هغه چا د راپېژندلو اړتيا بېخي په پام کې نه لري.
د دې ټول عمل دوې لويې موخې دي، يو دا چې خلک په فکري ستړو اخته وساتي او دوی خپل کار وباسي او بل دا چې د ترهګرۍ ځپلي ولس په سترګو کې کوم بهرنی دښمن ودروي او له داخلي لاملونو، بنسټونو يې لرې کړي
نوازشريف او عمران خان دواړو تل د طالبانو فعاليتونو ته د اخلاقي جواز ورکولو هڅه کړې ده، دوی چې اوس له طالبانو سره د مذاکراتو  چېغې وهي، پوښتنه دا ده چې مذاکرات به پر کومه اختلافي نکته کوي، د دوی او طالبانو په دريځ کې فرق څه دی؟
د جنګ څپو ځپلو پښتنو په خپلو سترګو ليدلي او تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ او طالبانو تر منځ صرف د وردۍ فرق دی، که پوځ عمليات کوي نو د چا خلاف به يې کوي؟

خلک پوهېږي چې په مذاکراتو کې به د دوی پر سرونو سودا کېږي او په پوځي عملياتو کې به د دوی پر سر لوبه
د ماضي تجربه هم دا ده، چې څه معاهدې هم شوې وې، چا له چا سره کړې وې او څنګه ماتې شوې او چا ماتې کړې او پوّځي عمليات څنګه شوي او د چا خلاف شوي وو، دا چې "ساز يې راګير کړی و غل پاتې و."
په سوات کې مذاکرات هم وشول او پوځي عمليات هم خو د ټول داستان مرکزي کرېکټر ژوندی سلامت له ساحنې (سينه) وايستل شو او اوس د ټول تحريک طالبان پاکستان مشري کوي.
په تېره يوه لسيزه کې ترهګرو له پښتنو ټول وطن په سپينه ورځ د ټوپک او بم په زور واخيست خو چا غله ته غل هم و نه وئيلو، د چا چې مسووليت و هغه د غله مل شو، پوره پښتون قام په وجود شل شو، غل او د غله مل اوس غواړي چې ټوله پړه پر ډرون ورواچوي او ځان له ټوله مسووليته په آسانه خلاص کړي، خو دا کيسه دومره آسانه هم نه ده، د اندېش شمس القمر شعر دی:
ته به د زړه په وطن لوبې کوې
او هنګامه او انقلاب به نه وي؟.

- بېرته شاته