(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زور ورو اوبه په ځوړ خيږي

محمد نعيم كاكړ  

خليل جبران وائي

Pity is the Nation who forgets its past so Easily

    حيف او افسوس دي په هغه قام څوك چي خپل تير وخت ډېر ژر اير وي.

يو هغه وخت وو چي دوخت پاچا دافغانانو لويه جرګه په دي راغوښتي وه چي دبرتانيي حكومت چي بشپړه هنديې تر ګونډولاندي كړي وو او دافغانستان دوخت دحكمرانانو څخه داغوښتنه كړي وه چي د دوي داجازت په چپه افغانستان نه شي كولي چي دګاونډيانو او د نړۍ دنورو ملكو سره په خپل سر اړيكى ټينګي كه هغه هر ډول اړيكى ولي نه وي نو كله چي موږ ته وائي چي داوكړه هغه مه كوه دافغانستان تاريخ د داسي وياړونو څخه ډك دي خو دلته د ذكر كولو اړتيانه شته خو په تيره وانۍ كښې هم يوه لويه جرګه وشوه چي تر دوه نيم زره زياته غړو ګډون په كښې كړي وو چي ډول ډول مشران او مخور هم په كښې را ټول شوي وو چي په هغه تړون خبري اتري وكړي چي دجوړ جاړي او د دفاعي چارو په اړه دي خو دهغه جرګه و هغه جرګي ته ورته نه وه د كومي جرګي چي وړاندي ذكر وشو ولي چي دجرګي ټولو غړو چي استاځيتوب يې پنځو كميټو كاوي ټولو وغوښتل چي دامريكا سره دي دهغه تړون ژر تر ژر ولسمشر حامدكرزئي لاس ليك كړي ولي چي دهغه تړون دافغانستان په ګټه دي خو جرګي نز دي وويشت وړانديځو نه ياغوښتني هم وكړي خو دجرګي يوي كميټي هم ددي تړون دلاس ليك كولو د مخه دا وړانديځ ونه كړي چي لومړي دي امريكا ځموږ وړانديځو نه ومني بيا دي تړون لاس ليك شي ولي چي دنړۍ تګ لاره او اصول هم دهغه وي خو خير داخبره به دلته پريږدو.

          دامريكااو افغانستان ترمنځ به داتړون ارومرو لاس ليك كيږي كه امريكا پخپله ددي تړون څخه په شانه شي ولي يو خوا د زورورو او به په ځوړخيږي دويمه دا چي پخپله ولسمشر حامدكرزئي دهغه تړون دافغانستان په ګټه ګڼې خو دوي دا خبره كوي چي په كار دي چي دامريكا ځموږ غوښتني ومني ياد دي باور موږ ته را كړي چي دافغانانو په كورو به دپلټني دپاره په خپل سرنه ننوځي دافغانستان په راروانو ټولټاكنو كښې به لاس وهنه نه كوي افغانستان ته به داباور وركوي كه چيري د ګاونډيو هيوادو لخوا په افغانستان بريدوشي نو امريكا به دهغه ځواب وركوي ددي دڅنګه څه نوري غوښتني هم شته خو پخپله هم دهغه جرګي په وويشت مادو كښې وړاندي كړي دي كه څه هم موږ نه دولسمشر حامدكرزئي د خبرو او غوښتنو ملاتړ كاوو نه دامريكا ددا دومره تلواري او نه دجرګي ملاتړي يو ديوه ناپيله نظر لاندي خپله لږ و ډېره پوهنه تاسو لوستونكو ته وړاندي كوو دولسمشر حامدكرزئي وړانديځو نه تر ډېره په ځائي باندي دي چي ددي دپاره به موږ دولس كاله د مخه او بيا تر اوسه چي څه شوي دي په هغه به ځعلنده نظر اچوو.

              ملګر وملتو دستمبر ۲۰۰۱ء د پيښي وروسته امريكا ناټو او نورو ملكو ته اجازه وركړه چي دوي خپل ځواكونه و افغانستان ته واستوي چي په دهغه هيواد كښې امنيت سوله او جوړ جاړي را ولي چي القائده او نورو په افغانانو باندي ناتار راوستي دي او دنړۍ د امنيت دپاره هم يو لوئي خطر دي ددي دڅنګه به دافغانستان بيارغونه دهغه دنړۍ ملكو نه كوي ولي چي افغانستان لومړي دشوروي روس په جګړه كښې وران شوي او بيا دمجاهدينو پخپل منځي جګړو كښې پاته هيواد هم لوټي لوټي شو او دا د لويديځو ملكو ډنډه او فرض جوړيدي چي دوي به افغانستان دنوي سره څخه رغاوي ددي دمخه په  بون جرمني كښې دځينو افغانانو ډلو ترمنځ يو غونډه شوي وه چي په هغه كښې ملګروملتو امريكا او دناټو استاځو هم ګډون په كښې كړي وو چي ځيني پريكړي په كښې شوي وي چي دلته ذكر اړتيانه لري خو يوه پريكړه دا په كښې شوي وه چي هيڅ افغان ډله به و كابل ته نه ننوځي بلكي نړۍ وال ځواكونه به كابل ته ننوځي خو بيا څه وشو داټولو ته څرګنده ده هم دهغه لومړي سرغړو نه وه چي دباندنيو دشوي پريكړو سره وشوه او بيا چي په دهغه دولس كلو كښې چي څه وشو هغه ځموږ او ستاسو په  مخ كښې دي القائده او طالبان خو دباندنيو ځواكو د راتلو دمخه دافغانستان څخه وويل او هر چاته دا هم معلومه ده چي چيري ولاړو او دهغه دولس كاله د كومه ځايه دافغانانو وژنو دپاره دهغه وسله وال راتلل او تراوسه راځي دناټو او امريكا د بمباري او نور څومره افغانان چي په هيڅ نه وو خبر ووژل شول بې كوره شول او نور څوني زيانونه ورسيدل دا دچا څخه پټ نه دي چي دلته ذكر كول څه اړتيا نه لري د بيارغوني په ډګر كښې چي څومره نړۍ والي مرستي راغلي هغه چيري ولاړي او څومره په كارو او بيارغونو ولګيدي ددي سره سره چي دهغه مرستي دافغان دولت لخوا ډيري لږ ګاريدي بلكي زياته هم دهغه مرستي درغونو په كارو پخپله لګولي چي دا هم چاته څرګندي دي دافغانستان وسله وال ځواكونه څومره په پښو ودريدي دا هم هر چاته روښانه ده د باندنيو ملكو څخه د وران كارو څومره مخ نوي وشو په دي باندي هم څه ويل عبث دي خو ددي دڅنګه يواځي ولسمشر حامدكرزئي وو چي دامريكا او ناټو او ايساپ څخه غوښتنه كوله چي دوي دي هغه ځايونه په نخښه كوي د كومه ځايه څخه دهغه وسله وال راځي خوار افغانان دي نه وژني دهغه غوښتنه حامدكرزئي پخوا هم كوله په لويه جرګه كښې هم وكړه او ددي دمخه يې په هره غونډه او ويناؤ كښې هم كوله نو كه دوي دهغه غوښتنه اوس كوي او ددي دپاره دامريكا باور او ضمانت غواړي نو دا خو څه نوي يا بده خبره نه ده او كوم افغانان چي و ولسمشر حامدكرزئي ته ګوتى پورته هغه هم بايد داسي ونه كړي بلكي دامريكا څخه دوي هم ضمانت و غواړي ولسمشر حامدكرزئي د نورو افغانانو څخه بيل ارزښت لري ولي دوي په دي پوه دي كه هم په دهغه حال كښې په ياده لوزنامه په پټو سترګو او په بيړه لاس ليك وكړي نو دده نوم دافغانستان په تاريخ كښې د شجاع او ببرك كارمل يا دنورو خائينانو وارو يا دول كيږي چي دي داسي نه غواړي ددي دڅنګه ولسمشر په اوسني لويه جرګه كښې دا هم وويل كه لومړي امريكا او بيا پاكستان وغواړي په افغانستان كښې هغه وخت جوړ جاړي او سوله راتللي شي چي دي خبري طالبان هم تر پوښتني لاندي راوستلي دي؟ دويم دا چي ولسمشر وائي چي نه زه په امريكا باور لرم نه امريكا په ماباندي باور لري او بله دا خبره كوي چي دامريكا ارادي څه دي هم دي پوه نه دي نو ددي څخه هر څوك اټكل كوي شي او ولسمشر دانه غواړي چي ددي په لاس ليك دانوريدونكي ګوتي پوري وموژل شي ځكه دوي وائي چي په دهغه تړون دي نوي ولسمشر لاس ليك پنځه شپږ مياشتي وروسته وكړي خو داخبره هم ديادوني وړ ده چي امريكا څه كول غواړي يا دپر دي وشاته څه كيږي كيدي شي چي ولسمشريا خو په خبرنه وي يا ځان بيل ساتل غواړي؟

           خو دا يوه خبره رښتيا ده چي په ځانګړي ډول امريكا او بيانورو ملكو افغانستان ديوه بدحال څخه په دوولس كاله كښې را استلي دي او په يوه ښه لوري روان كړي دي كه يوه خواته افغانان په دهغه دوولس كاله كښې ډېر وځوريدل خو بلي  خوا ته ډېر څه هم دنړۍ والو په مرسته ترلاسه كړل چي حامدكرزئي په هر ځائي د دوي سره وږه په وږه ولاړ وو او دكور غړي هم دمنځ څخه په يوه نامه او بل نامه واستل شول خو ملګري ولسمشر حامدكرزئي ور ماته نه كړه خو ددي دڅنګه دامريكادناټو او ايساپ هم ډېر ځائي او مالي زيانونه وشول چي افغانان به د دوي دهغه سرشندني ايري نه كړي ولي چي افغانان دچاښه او احسان نه ايروي خو كه امريكا او ناڼو دافغانانو په دود او سائيكى پوه شي؟

         اوس چي افغانستان ودي ځائي ته رسيدلي دي چي دسمسورتياپه لور ولاړ شي او ددي دپاره نه يواځي افغانانو ډيري سرشندني كړي ي خو امريكاناټو او ايساپ ځاني او مالي زيانو نه هم دايرولي وړنه دي خو افغانستان هغه وخت مخ په وړاندي تلى شي چي دامريكااو نورو ملكو مرستي ورسره وي ولي چي افغانستان په بشپړه پخپلو پښو نه دي دريدلي او ګاونډيانو هم خولي واځي ورته نيولي ده نو ددي دپاره په كار دي چي ټوله اړخونه يوه داسي لاره خپله كړي چي نه سيخ وسوځي نه كباب ولسمشر حامدكرزئي هم په تړون باند دتړون څخه ډه ډه نه كوي خو دي زړه وهي كه په دهغه دولس كلو كښې امريكا ايساپ او ناټو په افغانستان كښې پشپړه جوړ جاړي او سوله راوستي وي افغان ځواكونه يې د هري لوري روزلي او داړتياوړ وسلي وركړي وي او دافغانانو د كورو تلاشي يې كول ايله كړي وي ولي چي امريكااوملګر ويې په افغانانو كښې بيت هم ددي كبله ترلاسه نه كړي كه دوي دافغانانو د دود كلتور او غوښتلو خيال دلومړي ورځ څخه ساتلي وي خو به نن دوي دافغانستان څخه وتلي خو افغانانو به د دوي ځواكونه پريښوول چي هم دا لوئي علت دي خو اوس هم څه نه دي شوي دهغه تړون به لاس ليك كيږي كه امريكا غوښتو خو په كار دي چي امريكا افغانان وپيژنى او دملګري وارو چلن ورسره وشي. ځكه چي افغانان په زورجنت ته هم څوك نه شي بېولي خو ملګري سره دوزخ ته هم ځي كه امريكا افغانستان څخه هم داسي ووځي په افغانانو څه اغيږي ن شي كولي ولي چي دافغانستان تاريخ هم داسي دي خو امريكا ناټو او نور ملكو چي په دولس كلو كښې څه دپاره وكړو هغه به په صفرودرسيږي امريكا ته به نړۍ د پخواني شوروي روس په سترګه ګوري او دوي چي ځان دښمنان بولي تر پخوا به پياوړي شي.

                  بيا خليل جبران څه وائي

Pity the Nation that Showers rose petals on its villans But bricks on its heroes.

      درحم او افسوس وړ دي هغه قام چي په ويلين(بګيل) خو ګلان پاشي خو په خپل اتلان په تيږو وهلۍ

 

- بېرته شاته