(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي وحدت د شعارتر بریده

په یوشتمې پیړۍ کې لا هم له افغانانو څخه ځینې نړیوال منل شوي مفاهیم او میعارونه د څو لار ورکو، پردې پالو او بې ننګو له لاسه خطا شوي ښکاري، په دهغو شتو مفاهیمو کې یو هم د ملي وحدت میعار دی. لومړی دا چې که افغانان په تاریخې لحاظ یو ملت نه وای ـ ملي وحدت یې نه لاره، نو بیا د نولسمې، شلمې او دا دی د یویشتمې پیړیو سترو اشغالګرو، نیواکګرو طاقتونو ته ماتي چا ورکړه؟ د افغانستان د جغرافیې تر نامه لاندې دا هیواد چا ساتلی؟ ورته په لس ګونو نورې پوښتنې به مو ذهن ته راشي. د هیوادونو تر ټولو ستر شاخص یا ټاکوونکی میعار هغه په یوه ټاکلي جغرافیه کې د یو واحد ملت شتون دی، په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو کم کار هغه د ملي وحدت د رامنځته کولو دپاره شوی، یا د افغان ملي وحدت د ملي هویت د ساتلو دپاره شوي. په حقیقت کې، په تیره یوه لسیزه کې د افغان ملت ویش ته نسبت ملي وحدت ډیر کار شوي.

په ۲۰۰۱ ډسمبرکې ـ د بون، المان د غونډې جوړښت د ملي ویش تر ټولو ستره دسیسه وه. د ملي وحدت دپاره تعریفوونکي واړه شاخصونه ( ښکارندې ـ criteria) هغه د قومې تناسب، ملي مشراکت، متوازن پرمختګ او د حقونو تساوي یا د قانون په وړاندې مساوات دی چې باید په یو هیواد یا دولت کې ورته ارزښت ورکړای شي تر څو په ریښتنې توګه د ملي وحدت ستنې کور دننه تقویه کړای شي. ایا دهغو شاخصونو ته په تیره څه دپاسه یوه لسیزه کې په ریښتوني توګه کار شوی؟

ملي وحدت شعار نه دی، په عملي توګه د یو ملت د افرادو ترمنځ د متقابل احترام، ګډ کلتور، د شریکو ګټو، ویشلي غم او زغم وجود ته ویل کیږي. چیرته چې افراد د خپلو سمتې، ژبنیو، شخصې، مذهبي او بلاخره د پردو د ګټو پالنه کوي هلته ملي وحدت له خطر سره مخامخ کیږي. په تیره یوه لسیزه کې یو غل، رهزن، قاتل او پردی پال ته د قهرمان لقب ورکړل شو، یو بې تعلیمه، بد رنګه، بد شکله ته د مارشال لقب ورکړل، یو افغان وژونکي ته د سولي د سپاه سالار لقب ورکړل شو، یو لوټمار، غل او درغلګر ته د میلیونر منصب حاصل شو، خو یو بل ته تش په دې چې سپین پاج یې په سر دی، اوږده ږیره لري، په سوچه او خوږه پښتو غږیږي، ښکلی او سپیڅلی زړه لري له طالب او القاعده سره منصوب شو، د باګرام، قندهار، پلچرخي او حتی د ګوانتانمو بندیخانو کې تر شکنجو لاندې ونیول شو.

 په دې شعار چې خاین ته خاین مه وایې، غل ته په غل ویلو یووالی خراپیږي، قاتل باندې سترګې پټې کړي، نه ملي وحدت راتلای شي او نه یې ساتلي شو !! که غم مو شریک دی، نو باید خوښې مو شریکه اووسیږي، که تاوان د ټولو دی، نو باید په ګټه کې هم ټول برخه ولري !! تر څو چې دا تفاوتونه په افغاني ټولنه کې له منځه نه وي تللي، د ملي وحدت خبرې یواځې د شعار تر بریده پاتې کیدلای شي، هیڅ عملي اړخ نلري . را ځو ملي تناسب ته، یواځې د پنجشیر څخه ۲۰۰ جنرالان په ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت کې په دندو او دامتیازاتو د اخیستلو په بډو بوخت دي، حال دا چې د ټول سویل او ختیځ افغانستان څخه دا شمیره سلو ته نه رسیږي؟ لویه بدبختې دا چې قومې تناسب ( لوی او واړه) ته پام نه دی شوي، بلکې په لوی لاس قومي تساوي ته کار کیږي. ملي مشراکت ـ یوه وړه ولسوالي په ولایت بدله شوه، خو د شینوارو لویه ولسوالي، د اورګون لویه ولسوالي د ځدرانو اته پراخې او سترې ولسوالي لا هم د ولسوالي قانوني امتیازات نشي تر لاسه کولای؟ ملي مشراکت په حکومت کې د یو څو لنډغرو، لوټمارو او ټوپکمارو د اغیز تر سیورې لاندې سلګې وهي. متوازن انکشاف د پورته ذکر شویو ولسواليو او ولایت د کچې له ویش څخه ښه معلومیږي، یوه وړه ولسوالي د دریمې درجې ولایت ( پکتیکا، خوست، کنړ، نورستان) امتیازات اخلي او لوي، لوي ولسوالي بیا د طالب جګړه مارانو په لاس سقوط پرتي دي. د حقوقو تساوي یې هم په ورته اور سوځولي ده ، چې اوس په کې د ملي وحدت ناره کوونکي یواځې د شعار تر بریده ژوند کولای شي او په عملي توګه د ملي ویش، ملي وحدت د سپکولو او له منځه وړونکي قهرمانان د پردو په لمسون د ملت په ستونې پښه ایښي ده.

د حل لاره، یواځینې د حل لاره هغه د پورته ذکر شویو تفاوتونو له منځ وړل دي. په تیوریکه توګه چیرته چې د ملت د وګړو تر منځ د متقابل احترام او مننې (Integration)، د یو بل په وړاندې د جذب او زغم (Assimilation) او بلاخره د یو د بل د حقوقو، امتیازاتو او منلو (Naturalization) پروسې په عملي او سمه توګه ترسره نشي، ملي وحدت نشي تامیندلای. په دې برخه کې افغان ځوانان ستر رسالت او دنده لري چې باید د مدني خوځښتونو او جوړښتونو له لارې په حکومت او نړیوالو فشار راوړي تر څو قومي تناست، ملي مشراکت، متوازن پرمختګ او حقوقي تساوي ته لاره هواره شي.

- بېرته شاته