(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برنډۍ

لنډه کيسه

ليکوال: غلام عباس

 ژباړه: بارکوال مياخېل 
د جنورۍ په يوه ماښام يو ځوان- چي ښايسته جامې يې اغوستې وې- تر ډېوس سړک تېر شو، مال سړک ته ورسېد او کله چي تر لويې څلورلارې تېر شو، پر پياده لاره يې سوکه- سوکه قدم واهه. ځوان له بڼې خورا فېشني ښکارېده. اوږده- اوږده قلمونه، برېښېدونکي وېښتان، نري- نري برېتونه تا به ويل په رنجو يې جوړ کړي دي. بادامي رنګ توده برنډۍ يې اغوستې وه، چي د کاج په سوري کې يې د سوربخون ګلاب نيم غوړېدلى ګل ټومبلى، شنه پلنه خولۍ په خاص انداز سره کږه پر سر کړې، پر غاړه سپين ورېښمين مفلر پېچلى، يو لاس د برنډۍ په جېب کې، په بل لاس کې يوه نرۍ لښته نيولې، چي کله- کله به يې له شوقه په ګوتو کې څرخوله.
دا د شنبې ماښام وو، ژمى وو، ښه زوروه سړځګي وه، سوړ او تېز باد د يوه تېره تېغ غوندې پر بدن لګېده، خو پر دې ځوان باندې يې هيڅ اغېز نه ليدل کېده. خلکو د ځان د تودولو په خاطر ګړندي ګامونه اخيستل، خو ده ته د دې اړتيا نه وه، داسې ښکارېده چي په دې ساړه ژمي کې له ګرځېدو خوند اخلي.
د ده په سوکه- سوکه قدم وهلو کې دومره ژوند وو، چي بګيوالو به له لرې وليد، نو تېز ځغلوونکى آس به يې ورته و دراوه، خو ده به په لاس کې د ورسره اخيستې لښتې په اشاره پوه کړل چي نه ځي. يو خالي ټيکسي موټر هم ورته و درېد، خو ده د "نه ځم، مننه" په ورته ويلو سره هغه هم ځواب کړ.
څومره چي هغه په ښار کې له ګڼې ګوڼې ډکې برخې ته ور رسېده، ګامونه يې وار په وار ګړندي کېدل. دغه وخت يې ناببره يو شپېلکى وواهه او په نڅېدونکي انداز يې د يوې انګرېزي سندرې زمزمه وکړه، له همدې سره يې ګامونه هم د نڅا په ډول اخيستل. يو ځل چي شاوخوا څوک نه وو، نو ناببره داسې جذباتي شو، چي منډه يې کړه او په خندا کې يې د توپ غورځولو په انداز لاس پورته و څانډه، تا به ويل د کرکټ لوبه کوي.
په لاره کې هغه سړک راغى، چي د لارنس باغ خواته ګرځېدلى وو، خو دا وخت د ماښام په تياره او زيات خوپ (لړه) کې باغ ډېر ويرجن ښکارېده، ځکه دى ور ونه ګرځېد او سيخ د لويې څلورلارې پر خوا روان وو.
د ملکې بوت ته په رسېدو سره يې ګامونه يو څه درانه او په نزاکت اخيستل. دسمال يې را وکيښ، د جېب پر ځاى يې د برنډۍ په کيڼ لستوڼي کې ټومبلى وو او سوکه- سوکه يې پر مخ تېر کړ، چي که دوړه پر کښېنستې وي او لرې شي. څنګ ته څو انګرېزو ماشومانو په يوه چمني کې د فوټبال لوبه کوله، ځوان ورته و درېد او ډېره په خوند يې د هغوى لوبه کتله. ماشومانو څه شېبه ډېر په بې پامۍ سره خپله لوبه کوله او د هغه پروا يې ونه کړه، خو چي هغه پرلپسې دوى ته کتل، نو دوى سوکه- سوکه خجل غوندې شول او بيا يې ناببره توپ و دراوه، په خندا- خندا يې يو په بل پسې منډې کړې او له چمني ووتل.
ځوان نيژدې يوه اوږده سيمټي چوکۍ وليده او ورغى پر کښېنوست. دا وخت د ماښام له تيارې سره- سره سړځګي نوره هم پسې زياتېدله، خو بده نه لګېده او لا يې سړى خوشالۍ او هوس ته هڅاوه. د ښار د عياشو خلکو به لا سړى څه وايي، هغوى خو په دې سړځګۍ کې لا خوشاله وي. په ګوښه کې اوسېدونکي خلک هم په دې سړځګۍ کې را و بوټېږي او له خپلو- خپلو کونجانو را ووځي او په محفلونو او مجلسونو کې د ګډون په اړه فکر کوي، چي د بدنونو نيژدېکت يې په برخه شي. د خوند اخيستلو همدې تندې خلک د لويو مارکيټونو پر لور را په مخه کړي وو او هغوى له توان سره سم يې په هوټلونو، قهوه خانو، نڅاځايونو، سېنماوو او د وختېري په نورو ځايونو کې خوندونه اخيستل.
پر مال سړک خو د موټرو، بګيو او بايسکلونو ګڼه ګوڼه وه چي وه، پر پياده لاره هم د پښو ځاى نه کېده. د سړک يوې بلې غاړې ته دوکانونه هم له خلکو ډک وو او شيان يې اخيستل. کومو بدبختانو چي نه د وختېري او تفريح وس درلود او نه يې د څه اخيستلو پيسې لرلې، هغوى لرې ولاړ د تفريح ځايونو او دوکانونو په رنګ- رنګ روڼاوو يې ځانونه خوشاله ساتل.
ځوان پر هماغه اوږده سيمټي چوکۍ ناست وو او مخامخ تېرېدونکيو نارينوو او ښځو ته يې په ځير کتل. د هغوى تر څېرو يې د هغوى جامو ته ډېر کتل. د هر ډول بڼې، سينګار او جامو خلک وو. لوى- لوى تجاران، سرکاري افسران، سياسي مشران، هنرمندان، د پوهنتونونو زده کوونکي او زده کوونکې، نرسې، د ورځپاڼو استازي او د دفترونو مامورين، اکثرو خلکو برنډۍ اغوستې وې. هر ډول برنډۍ وې، د کرکولي د پوستکي له ګرانبيې برنډۍ نيولې تر پخوانيو پوځي برنډيو پورې ليدل کېدلې، چي په نيلامي کې اخيستل شوې وې.
د ځوان خپله برنډۍ زړه خو ډېره وه، خو رخت يې ډېر ښه رخت وو او بيا ګنډلې هم يوه تکړه ګنډونکي وه، د ده له برنډۍ داسې ښکارېده چي ډېره په پام او توجه ساتل کېږي. کالر يې ښه کلک ولاړ وو، د لستوڼو استري يې له ورايه ښکارېده، هيڅ ګونجې پکې نه وې. له ښکرو جوړې غټې- غټې برېښېدونکې تڼۍ يې وې. ځوان ډېر خوشاله پکې ښکارېده.
يو هلک چي د پان، بېړۍ او سګريټو سندوخګى يې غاړې ته اچولى وو، د ځوان مخته تېر شو. ده ږغ ورپسې وکړ:
- پان والا!
- وايه صاحب!
- لس روپۍ ماتې لرې؟
- لرم يې نه، خو پيدا به شي، څه شى اخلې؟
- که دي نوټ وتښتاوه بيا؟
- واه زوروره! چېرې غل درته ښکاره شوم چي تښتم به، که دي باور نه شته له ما سره لاړ شه. ته غواړې څه شى؟
- نه نه، زه يې خپله ماتوم. واخله دا يوه انه ګۍ پيدا شوه. يو سګريټ راکه، نور کش ورکه
هلک لاړ، ده سګرېټ بل کړ او په خوند- خوند يې څکاوه. مخکې هم ډېر خوشاله ښکارېده، د سګرېټو لوګي نور هم د خوند او مستۍ څپه ورباندې راوسته. يوه کوچنۍ سپينه پيشۍ له يخه رېږدېدله، تر اوږدې چوکۍ لاندې د ده په پښو کې و چونګېده. ده پيش- پيش ورته وکړل او هغه پاس چوکۍ ته ور ټوپ شوه. ځوان يې په مينه پر ملا لاس ور تېر کړ او ورته ويې ويل:
- بېچاره اروا
له دې وروسته له اوږدې سيمټي چوکۍ ولاړ شو او د سړک پورې غاړې ته هغه لور ته لاړ، چي د سېنما رنګ- رنګ روڼاوې پکې ځلېدلې. ننداره پيل شوې وه. په برنډه کې ګڼه ګوڼه نه وه، يو څه خلک وو، چي د راتلونکيو فلمونو عکسونه يې کتل. عکسونه پر څو لويو او کوچنيو دړو سريښ شوي وو، چي د فلمونو ځينې صحنې پکې انځور شوې وې.
درو ځوانو انګليستاني هندوو نجونو دغه عکسونه په ډېره تنده او لېوالتيا کتل. ځوان هم په يوه ځانګړې بې پروايۍ د دوى څنګ ته ولاړ عکسونه يې کتل، خو د ښځو د بشپړ درناوي په خاطر له هغوى لږ لرې ولاړ وو. نجونو په خپل منځ کې ټوکې او خنداوې هم کولې او پر فلمونو يې تبصرې هم کولې. په همدې حال کې يوې نجلۍ- چي تر خپلو نورو خوندکيو ډېره ښايسته هم وه او شوخه هم- خپلې يوې ملګرې ته په غوږ کې څه وويل، چي په اورېدو سره يې هغې په زوره و خندل او بيا درېواړه په خندا- خندا دباندې ووتلې. ځوان په هغوى کې چورت هم ونه واهه او لږ ګړۍ وروسته دى هم د سېنما له ودانۍ دباندې را و ووت.
اووه بجې شوې وې او ده بيا د مخکې غوندې د بازار پر پياده لاره تګ او هواخوري پيل کړه. په يوه هوټل کې ارکسټرا ږغېده، تر دننه دباندې ډېر خلک وو، چي اکثر پکې د موټرو چلوونکي، بګيوال او مېوه پلورونکي، چي مېوې يې خرڅې کړې وې او خالي سکرۍ په لاس کې ولاړ وو. يو څه پر لاره تېرېدونکي لاروي هم ولاړ وو، مزدورکاره خلک او يو څه سوالګر هم وو. دوى تر دننه ناستو خلکو ډېر د سندرو روږدي او مين ښکارېدل، ځکه چي زوږ او غوغا يې نه لرله، سندره يې په خوند په چوپتيا سره اورېدله، که څه هم سندره او سروز (موسيقي) يې نابلده وو. ځوان هم لږ ورته و درېد او بيا مخته روان شو.
لږ مخته چي لاړ، د انګرېزي موسيقۍ يو لوى دوکان يې وليد او په لوى زړه ور ننووت. هرې خواته د ښيښو په الماريو کې ډول- ډول انګرېزي سازونه پراته وو. پر يوه اوږده مېز باندې د غربي موسيقۍ کتابونه اوډل شوي وو، چي دوې- دوې پاڼې يې لرلې. دا نوې مستې سندرې وې. د البم پوښتۍ ښايسته او رنګه وه، خو سندرې يې بدخونده وې. يو برسېرن نظر يې ورباندې تېر کړ او بيا له هغه ځايه دې بل اړخ ته سازونو ته و درېد. پر دېوال يو هسپانوي ګيټار را ځړېده، ښه په ځير يې ورته وکتل او پر يوه کوچني کلک کاغذ ورسره ځړېدلې بيه يې هم ولوستله. لږ ور ها خواته يوه لويه جرمنۍ پيانو پرته وه. پوښ يې ځنې پورته کړ، په ګوتو يې څو پردې وښورولې او بيا يې پوښ بيرته پر کښېښوو. د پيانو د ږغ په اورېدلو سره د دوکان يو کارکوونکى ورته راغى:
- صاحبه! په خير. څه خدمت؟
- نه مننه. هو د دې مياشتې د ګراموفون ثبتونو فهرست خو راکه
فهرست يې واخيست، د برنډۍ جېب ته يې واچاوه. له دوکانه را و ووت او بيا روان شو. په لاره کې د کتابونو يو کوچنى دوکان په مخه ورغى، ورته و درېد، د څو تازه چاپ مجلو پاڼې يې سره واړولې. مجله چي به يې له کوم ځايه را واخيسته، په ډېر احتياط سره به يې بيرته پر هغه ځاى کښېښووه. چي لږ مخته لاړ، د غاليو يوه دوکان يې پام ور واړاوه. دوکاندار يوه اوږده چپنه اغوستې او خولۍ يې پر سر وه، ده ته په ډېره مينه د هرکلي لپاره و درېد.
- دا ايرانۍ غالۍ مي کتله، را کښته کوه يې مه، هملته به يې و ګورم. دا په څو ده؟
- څورلس سوه دېرش روپۍ صاحبه!
ځوان وروځې سره کش کړې او له ځانه سره يې وويل "اوه دومره ګرانه"!
دوکاندار ورته وويل:
- ته يې خوښه که، چي څومره کېداى شواى ښه به درسره وکړم
- مننه، خو اوس يې تش يو نظر کتلو ته راغلى يم
- په ډاډه زړه يې وګوره، خپل دوکان دي دى
درې مينټه وروسته له دې دوکانه هم و ووت. د برنډۍ د کاج په سوري کې ټومبلي د ګلاب نيم غوړېدلي سوربخون ګل ته يې پام شو، چي تر کاج ډېر دباندې را وتلى وو، ده چي د سمولو لپاره لاس ورته را پورته کړ، نو پر شونډو يې شرميندوکې مرموزه موسکا خپره شوه او بيا مخ په وړاندې روان شو.
دا وخت هغه د اعلى محکمې (هايکورټ) د ودانيو تر مخ تېرېده. تر دومره ډېر مزل وروسته هم د هغه په طبيعي چسپاندۍ او اوچتو ګامونو کې بدلون رانغى. نه يې ستړيا احساسوله، نه زړه تورى کېده. پر پياده لاره د ګرځېدونکيو ټولۍ لږ لرې وې، د ده او د هغوى تر منځ ډېره فاصله وه. ده په لاس کې ورسره اخيستې لښته په ګوته څرخوله، خو ونه شوه او لښته پر مځکه و لوېدله، د "اوه وبخښه" له ويلو سره مځکې ته ټيټ شو او لښته يې ور پورته کړه.
په دې وخت کې يو ځوان او پېغله چي تر ده شاته را روان وو، تر ده تېر شول او پر مخ روان وو. ځوان په ونه جګ وو، د جينز تور پتلون او د څرمنې ځنځيري جاکټ يې اغوستي وو. نجلۍ د سپين اطلس ګڼ پرتوګ او زرغونه کورتۍ اغوستي وو، د لويې کورنۍ ښکارېده. په وېښتانو کې يې يوه اوږده توره زري چوټۍ ټومبلې وه، چي پر ملا يې را ځړېدله، نجلۍ چي به روانه وه، چوټۍ به يې پورته- پورته غورځېده او کله- کله به د هغې له څاربه بدن سره لګېده. ځوان په دوى پسې تر شا روان وو او دا ننداره ورته ډېره زړه وړونکې وه. هغه پېغله او ځوان لږ ګړۍ پټه خوله روان وو، خو بيا هلک څه ورته وويل او نجلۍ لکه سره مچۍ په غوسه يې ورته وويل:
- نه، نه، هيڅکله نه شي کېداى
هلک د نصيحت په ډول ورته وويل:
- ګوره زما خبره واوره، ډاکټر زما ملګرى دى، هيڅوک به هم خبر نه شي
- نه، نه، نه
- زه درته وايم په تا به هيڅ نه کېږي
نجلۍ هيڅ ځواب ور نه کړ. هلک بيا ورته وويل:
- د پلار پر زړه به دي څه تېرېږي، لږ خو د هغه د عزت خيال هم وساته
- پټه خوله شه، ګنې لېونۍ به شم
ځوان چي له ماښامه تر اوسه په دې مزله کې څومره انسانان هم ليدلي وو، هيچا هم د ده پام نه وو ور اړولى، د ده لپاره به په هغوى کې داسې څه وو نه يا خو هغه په خپل حال کې داسې مست وو، چي له هغوى سره يې څه سر و کار هم نه وو، خو دې دلچسپې جوړۍ لکه د يوه فلم دوو کرکټرونو سمدستي د ده زړه ورسره و تاړه او بېخي زيات يې لېواله کړ، چي د دوى نورې خبرې هم واوري او که کېداى شوه چي د دوى مخونه هم له نيژدې و ويني.
دا وخت دوى درېواړه د لويې ډاکخانې څلورلاري ته رسېدلي وو. هلک او نجلۍ څه شېبه و درېدل او بيا تر سړک پورېوتل او پر مېکلوډ سړک روان شول. ځوان هملته پر مال سړک تم شو. کېداى شي هغه فکر کاوه، چي که دستي په دوى پسې ورشي، نو هغوى به شکمن شي چي چا پل ورپسې اخيستى دى، ځکه نو لږ ګړۍ بايد همدلته و درېږي. هلک او نجلۍ به سل ګزه مخته تللي وو، ځوان نور تم نه شو او په چسپاندۍ په هغوى پسې ور روان شو، خو لا تر نيمي سړکه نه وو پورېوتلى، چي د شا له خوا له خښتو ډکه لارۍ د سيلۍ غوندې راغله، ځوان يې وواهه او د مېکلوډ سړک پر خوا لاړه. د لارۍ چلوونکي د ځوان د چيغې په اورېدو سره د يوې شېبې لپاره لارۍ سوکه کړه، خو چي پوه شو، څوک تر لارۍ لاندې شو، نو د شپې له تيارې يې ګټه واخيسته او وتښتېد. دوه درې لاروي چي دا پېښه يې وليده، چيغې نارې يې ووهلې، چي "نمبر يې و ګورئ، نمبر يې و ګورئ"، خو لارۍ له سترګو نهامه شوې وه.
په دې حال کې يو څه نور خلک هم سره را ټول شول. د ټرېفيک پوليسو يو مشر هم- چي پر موټرسايکل روان وو- و درېد. د ځوان دواړه پښې ماتې او ټوکر- ټوکر شوې وې. ډېره وينه يې بهېدلې وه او سلګۍ يې وهلې. خلکو سمدستي يو روان موټر و دراوه، بې له پوښتنې يې ځوان پکې واچاوه او لوى روغتون ته يې يووړ. کله چي يې روغتون ته و رساوه، نو دغه وخت يې لا لږ ساه وهله. د دې روغتون د حادثاتو په څانګه کې دا وخت د مرستيال سرجن خان او د دوو پېغلو نرسو مېرمن شهناز او مېرمن ګل وظيفه وه. کله چي هغه پر سټرېچر پروت د عملياتو څانګې ته وړل کېده، نرسانو هغه وخت دى وليد. بادامي رنګ برنډۍ يې اوس هم په بدن کې وه او پر غاړه يې سپين ورېښمي مفلر پېچلى وو. پر جامو يې ځاى پر ځاى د وينو غټ- غټ ټپي وو. يو چا په خواخوږۍ د هغه پلنه شنه خولۍ پر سينه ور ايښې وه، چي هسې نه څوک يې ځنې و تښتوي.
شهنازې خپلې همکارې ګل ته وويل:
- د ښې کورنۍ مالومېږي بېچاره
ګل په ټيټ ږغ ورته وويل:
- ښه تيار را وتلى بېچاره، د شنبې شپه ده، تفريح به يې کوله
- چي ډرېور نيول شوى دى که نه؟
- نه، تښتېدلى دى
- څومره د افسوس خبره ده
د عملياتو په څانګه کې مرستيال سرجن او نرسانو د ځوان د بدن ټپونه کتل، پر څېرو يې د جراحۍ نقابونه غوړولي وو، چي تر سترګو لاندې يې د ځوان ټول بدن ورڅخه پټ کړى وو. هغه يې د مرمرو پر مېز پرې ايست. ځوان چي سر په کومو خوږبويه تېلو غوړ کړى وو، اوس هم خوږ بوى ترې لټېده. د وېښتانو سينځه يې لا تر اوسه نه وه خرابه شوې. په پېښه کې يې دواړه پښې ماتې شوې وې، خو سر ته يې تاوان نه وو رسېدلى.
اوس نو جامې ځنې ايستل کېدلې. تر ټولو مخکې يې سپين ورېښمين مفلر له غاړې ځنې خلاص کړ. ناببره شهنازې او ګل په يوه وخت يوې بلې ته وکتل. تر دې زيات نور دوى څه کولاى شواى. څېرې چي د زړونو هيندارې وي، د جراحۍ په نقاب پوښلې او ژبې يې تړلې وې.
د ځوان تر مفلر لاندې نکټايي او کالر خو څه چي، بېخي يې کميس هم نه وو اغوستى. برنډۍ چي يې ځنې و کښله، نو له لاندې يې يوه ورسته خيرنه وړينه ګنجۍ را و ايستله، چي ځاى پر ځاى غټ- غټ سوري پکې جوړ وو. تر دغو سوريو لاندې تر ګنجۍ هم زيات يو وروست او خيرن پيرن بنېن ښکارېده. ځوان ورېښمين مفلر په داسې هنر پر غاړه پېچلى وو، چي د ده ټوله سينه يې پټه کړې وه. بدن يې هم ښه خيرن وو، داسې ښکارېده چي که لږ وي- لږ وي دوې مياشتې خو نه دى لمبېدلى، خو غاړه يې ښه پاکه وه او لږ- لږ پوډر يې هم پر موښلي وو. تر ګنجۍ او بنېن وروسته د پتلانه وار وو، شهنازې او ګل بيا ناببره سره وکتل. پتلون د کمربند پر ځاى په يوه زړه څيره- چي د زړې شوې نېکټايي ګومان پرې کېده- ټينګ تړل شوى وو. تڼۍ او چنګک يې نه وو. د دواړو ګونډو پر سر يې پتلون سولېدلى وو او ځاى پر ځاى پرې شوى هم وو، خو دغه ځايونه يې تر برنډۍ لاندې پټ وو او د خلکو نه ور پام کېدل. اوس د ګوټونو او جرابو وار وو، شهنازې او ګل يو ځل بيا يوې بلې ته سترګې ور واړولې.
ګوټونه يې هم زاړه وو، خو بيا هم ښه ځلېدل، مګر د يوې پښې جرابه يې د بلې پښې له جرابې بېخي بدله وه او بيا دواړه جرابې څيرې هم وې، دومره څيرې وې چي د ځوان خيرنې چاودلې پوندې تر ښکارېدلې. دا وخت ځوان ساه ورکړې وه. د هغه بدن د مرمرو پر مېز بې روحه پروت وو. د هغه څېره- چي مخکې د چت خواته وه- د جامو د ايستلو په وخت د دېوال خواته واوښته. داسې ښکارېده لکه له بدن سره د روح پر لوڅوالي چي خجل شوى وي او له خپلو همځولو شرمېږي.
د ده د برنډۍ له ټولو جېبونو چي کوم شيان را ووتل، هغه دا دي:
يوه کوچنۍ توره ږمنځ، يو دسمال، شپږنيمې انې، يو- نيم څکولى سګرېټ، يوه کوچنۍ کتابچه چي نومونه او پتې پکې ليکلې وې. د نويو ګراموفون سندرو د ثبت مياشتنى فهرست او يو څه خبرپاڼې وې، چي د ګرځېدو په وخت د خبرپاڼو وېشونکيو په لاس کې ورکړې وې او ده د برنډۍ جېب ته اچولې وې.
افسوس چي د ده د لاس لښته، چي د پېښې په وخت هملته ورکه شوې وه، په دې فهرست کې شامله نه وه.

٠٥ ديسمبر ٢٠١٣م کال کوټه
د اردو ژبې د تکړه کيسه ليکوال غلام عباس دا لنډه کيسه مو د لسم ټولګي په نصاب کې شامله وه، هغه وخت مي له شعر سره مينه وه، خو نثر او بيا لنډې کيسې مي هيڅ لوستې نه وې، خو دا کيسه مي تر اوسه په ذهن کې وه، ځکه چي ليکوال د کرکټر ژوند زښته ډېر ښه پکې انځور کړى. پخوانۍ تنده مي يې په ژباړه ماته کړه، هيله ده چي ستاسې هم خوښه شوې وي
 

- بېرته شاته