(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موږ څه كوو؟ اومنډيلا څه وكړل؟

نيلسن منډيلا نز دي د ۸۷كلو په عمر كښې په حق ورسيدي كه څه هم نيلسن منډيلا د څو كلو څخه ناروغه وو كله به په روغتون كښې وو كله به په كور كښې پروت وو د ناروغي د كبله ډېر پخوا منډيلا حكومتي او نورو چارو څخه لاس په سر شوي وو خو كه دوي غوښتي د ژوند تر وروستي سلګي پوري دسويلي افريقا حكمرانان پاته كيدي شوي خو نيلسن منډيلا يو مبارز وو چي نز دي درې لسيځي يې دانګريزانو په بندي خانو كښې تير كړو انګريزان چي يرغلګر وو او د زور د څنګه يې هر حربه په دوي ګار كړه خو نيلسن منډيلايو قومي مبارو وو او يوه موخه او هدف و خپل قام ته ټاكلي وو نو ځكه تر هغه وخته په شانه شو تر كله چي دوي خپل قام او ولس ديلغلګړ و انګريزانو څخه نه وو رااستلي هم دهخي يواځني مبارز وو چي د دوي مبارزه سپيڅلى سوچه او هدف يې ځلانده وو نو ځكه چي قدرت هم د دوي ملاتړ ته وده وركړه او د اوږ دي مبارزي وروسته يې نه يواځي خپل تور پوستي قام دسپين پوستو چاليا زيو څخه خپلواكه او آزاد كړي بلكي ولس دوي دتختي څخه و تخت ته ورساوي او دخپلواكي غوښتونكو دقامو دپاره يو مشل ومنل شو چي نه يواځي دنورو تر واك لاندي قانونه ځان ته يو سمبول ګڼې بلكي ټوله نړۍ كښې دنيلسن منډيلا نوم روښانه دي نن چي دهغه مبارز په حق ورسيدي نو په ټوله نړۍ كښې دخبرو خپور شو او دهر ملك مشر د دوي مړينه يوه لويه تشه وګڼله او د دوي په جنازه كښې به د نړۍ زياتره مشران په جهانسبګرګ كښې ګډون كوي.

           انګريزانو په نيلسن منډيلا هراړ خيزه حربي په كار راوستي خو دوي د خپل هدف څخه يوانچ په شانه شو ونيلسن منډيلا ته انګريزانو د هر ډول آسانتياؤ دڅنګه د دوي د خوشي كيدو وړانديځ هم وكړي خو دوي په ځواب كښې ورته وويل چي زه يو سړي يم كه زه خوشي هم شم او هر ډول آسانتياترلاسه هم كړم خو داڅه لويه خبره نه ده خو چي ځما قام او ولس دغلامي څخه خلاصون وموندي نو به دالويه خبره وي چي ددي څخه دا خبره څرګنديزي چي شخصيت او مشر دقامونو تاريخ جوړ وي چي دمشر مبارزه سوچه او روښانه وي نيلسن منډيلا ځكه چي د خپل قام اتل شو چي په نړۍ كښې ديوه داسي مبارز نوم وګټي چي دخپله سپيڅلي مبارز وو او دده هدف روښانه او څرګنده وو او تر هغه وخته يې مبارزه وكړه چي خپل هدف ته نه و ورسيدلي نن دي د نړۍ دپاره دخپلواك عدالت انصاف او مبارزي يو روښاته ستوري دي كه دي اوس په دي نړۍ كښې پاته نه  وه خو د منډيلا نوم به تر هغه وخته په دي اړه پاته وي چي دا نړۍ پاته وي.

                چي كله موږ دنيلسن منډيلا او دده دهيواد دسويلي افريقا مبارزه د پښتنو افغانانو دمبارزي سره پرتله كړو نو دابه راته راڅرګنده شي چي ځموږ دمشرانو او ځموږ دټاټوبى مبارزه نه يواځي دپيړيو پيړيو څخه را روانه ده بلكي تر هر چا او تر هر قام يې زياته سرشندني هم كړي دي خو بيا يې هم لاس ته څه نه دي راواړي بلكي په زيان كښې روانه ده دنيلسن منډيلا په پرتله يادد دقام په پرتله پښتنو افغانانو هر وخت ډېر مبارز ومبارزي ته موندلي دي او دنيلسن منډيلا څخه هم په ډله ايزه دبند او جيلونه تير كړي دي آن دا چي دبندي خانو څخه يې په لوئي شمېر جنازي هم پورته كړي دي شتميو او جائيدادو څخه بى برخي شوي دي كورونه يې خوشې كړي دي وسله واله مبازره يې كړي بى ننګه شوي دي خو بيا هم دهغه هر څه په صفر دريدلي دي داسي نه چي ولس د دوي ملاتړ نه دي كړي ولس هر وخت په ډېروبدو حالاتو كښې د دوي په څنګه دريدلي دي خو بيا هم هيڅ هم نه ترلاسه كيږي دپيرروښان څخه نيولي بيا تر نن پوري دهر يلغرګر په ضد دي قام مبارزه كړي ده چي يو لوئي تاريخ ځموږ په مخ پروت دي خو بيا هم هغه آښ هغه كاسه متل راياديڼي كله ځموږ رن اندو پوهانو سياست مدارانو او عام خپل يو هيواد په خپل نامه نړۍ ته وروپيژندي توره يې هم وكړه ځان په نړۍ هم وپيژندي خو دننګيالۍ قام يې دنورو ملكو وارو تر يوه بيرغ لاندي دهميش دپاره نه كړي را ټول بلكي هغه دنيګه ګانو او تر يالانو كوم ټاټو بي ورته پاته وو هم په برخو برخو ورو ويشل شو او كوم ټاټوبي چي نوم يې په يادسيږي هغ نن دخطرونو او دشخړو په مخ كښې راګير دي هغه پښتانه چي وائي چي باندنيان راغلو او كوربانه  يې وشړل چيري د موږ سره خو هغه لوبه ن د روانه ؟ وي چي چيري پښتون افغان ميشته ده په هغه ځائي باندي او ربل دي په خپله خاوره باندي بى واكه اولي اختياره دي او هر يو وده ته دكركي په سترګه ګوري آخر دهغه بدمرغي ولي دهغه وراني يواځي ځموږ دولي كيږي هر ځائي چي ګوري د پښتون افغان وژنه او وراني روان دي كه هغه افغانستان دي كه شمالي پښتونخواده كه سويى پښتونخوا ده كه قبائيلي پښتونخواده او ياكه دكراچي ښار دي چي په لوئي شمېر پښتانه ژوند په كښې كوي پنځه ديش كاله كيږي چي افغان په افغان وژل كيږي پښتون په پښتون وژل كيږي او څوك داسي مشر نه شته چي دوي په خبر پوه كړي چي  ورور وژنه تر كله؟ كله دالقائده او طالب پ نامه وژل كيږي كله د كيمونسټ او دبنسټ پال په نامه وژل كيږي كله په بل نانه او كله په بل نامه په هر ملك كښې طالب هم ژوند كوي مترقي وګړي هم پاته كيږي سيكولر هم وي آن دا چي داسي هم ولسونه شته چي مسلمانان دي خو دوي نه لمونځ كوي نه روژه لري نه بل داسي اسلامي ارزښت لري خو دوي كله هم يو بل عير مسلم ګڼې نه يو بل سره وژني نه په ډله ايزه جګړي سره كوي څرګنده خبر ده چي په موږ كښې ارومرو څه ول شته چي نه ځموږ مبارزو دمنډيلا وارو خپل هدف ته ورسيده نه موږ رښتني اسلام وپيژندي په كوم اسلام كښې چي ورورګلوي ده مينه ده محبت دي ورور وژنه څه چي دبشر وژني څخه اسلام ر مسلمان راګر ځوي؟

             يو ځائي مى لوستو چي پخوانيو چاهانو د پښتنو افغانانو په اړه داسي ويلي وو.

۱. دمغلو پاچا مغل اعظم اكبر وائي پټهان افغان دملګري شي نه دجګړي دلاري.

۲. محمود غزنوي وائي كه پښتانه سره يو شي او په اتقاق شي دوي په ټوله نړۍ حكومت كوي شي.

۳. لوئي اسكندر يوناني وائي چي كله پښتانه د جنګ ميدان ته ورودانګي نوبيا د دوي مخ نوي څوك نه شي كولي.

             دا خبري او ينا څه په هوا كښې شوي خبري نه دي بلكي دوي داهر څه ثابت كړي دي خو نن يې څه حال دي نن خو دوي په خپله خاوره واك او اختيار نه لري نو څرګنده خبره ده چي يوه كيسه خوشته چي نن موږ ورسره ومخامخ يو كله چ زه په كوڅه كښې هغه افغان وينم چي ډېر ښه لنګي بګړي تړلي وي خو دي دكورو څخه بس او كچره راباسي او په مرداريو كښې لاس وهي نو صورت مي ولړځيزي چي دا خو هم هغه افغان دي چي په خپله بګړي ناريږي خو كار دمجبوري د كبله دمهتر بهنګي يا(SWEEPER) كار كوي دانو د يواځني افغان نه دي بلكي دوي بى شميره نور هم شته چي په پاكستان كښې په هر ښار كښې هم دهغه لويدل كار كوي ن شم ويلي چي په ايران او نورو ملكو كښې دافغانانو څخه كوم كوم كار اخستل كيږي.

               راشي چي هر يو پع خپل ګريوان كښې وګورو چي پښتانه افغانانو كښې هغه كوم زيان او كمزوري ده چي دوي ورځ تر بلي لاندي روان دي د دومره اوږ دي مبارزي وروسته او د دوني لرغوني تاريخ دلرلو سره سره نن دوي دنړۍ هغه څوك دي چي د هر چا كركه ځيني كيږي ولي چي د دا دومره مبارزي سره پښتنو افغانانو خپل هدف ترلاسه نه كړي نه يو داسي مبارز وليدل شو چي هغه و خپل هدف ته ورسيدي نه هم دنيلسن منډيلا وارو نه يواځي خپل ټاټوبى او ولس ته خپلواكي او تاريخ جوړ كړي څوك چي نن د نړۍ اتل نومول شوي دي پښتون افغان ولس دچا څخه ددي ګيله وكړي ؟ ځموږ ځينو سياسي مشرانو دنيلسن منډيلا څخه هم زياتي خواري او مشكلات تير كړو خو دوي هم نيلسن منډيلانه شو؟ په كار دي چي هغه تيروتني په ګډه وڅيړو پلټنه او شته يې وكړه او بيا يې خپل ولس ته نه يواځي وړاندي كړو بلكي هغ لاندي چاري هم ور په ګوته كړو چي ددهغه اوسني ناورين څخه بشپړه قام او ټاټوبى راوباسو هر چا چي تيروتنه په هر نامه كړي د هغه په ګوته ګړو او تراوسه چي دهغه ولس ته څه نه دي كړي هغه دمشري څخه بى برخي كړو او داسي مبارزان و موندو چي هغه دنيلسن منډيلا وارو سوچه څرګنده هدف ولري او ونړۍ والو ته داورو ښائي چي پښتون افغان كه تر چا زيات نه دي نو تر چالويدلي هم نه دي خو دبده مرغه نه يې مشرانو و خپل قام ته د ده موخه او هدف ورڅرګنده كړي دي نه يې ځان ته دنيلسن منډيلا دجوړو سوچ كړي دي.

- بېرته شاته