(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنودخاورې ديوې بلې ملالې قيصه

فاروق فراق
دا د پښتنو د خاورې د يوې بلې ملالې قيصه ده،دا هاغه ملاله نه ده چې د طالبانو له لوري سوات کې د جينکو په تعليم دبنديز په ضد يې غږ پورته کړو دنيا ته يې وليکل"نن دسکولونو چوټيانې ختمې  شوې، واړۀ به بيا سکولونو ته ځي ، زۀ چې د هغوئ پشا بستو ته وگورم خپل سکول راته راياد شي ، خو شاه دوران په ريډيو اعلان کړى چې جينکۍ به سکولونو ته نۀ ځي"
دملالې دغه غږ دومره موثر ثابت شو چې نړۍ يې ولړزوله.
ملاله يوسفزئ طالبانو په گولۍ اوويشته، اؤ د طالبانو د ټوپک نه وتلى دغه ډز په ټوله دنيا کې د ملالې په شونډو د ښځو دتعليم دپاره د بيدارۍ يو داسې  جرس وگرځيدو چې نن ملاله يوسفزئ د ټولې نړۍ د خلکو دپاره د همت،باتورۍ اؤ شجاعت سمبول وگرځيدو.
ملاله يوسفزئ لندن ته ورسيده خو د ملالې يوه بله ماشومه پښتنه خور لس کلنه "فضاء "نن دپيښور په سړکونو،لوغړيږي،خپل سکول پسې ژاړي اؤ  د هرچا مخې ته لپې لپې اوښکې بهيوي ، هر چاته وايي دسکول امتحان مې په سر راغلو،خو زۀ سکول ته نشم تلى ، د يوې نيمې مياشتې نه په کور ناسته يمه، هيڅ تياري مې ونۀ کړه ، اوس خو به فيل کيږم "
اؤ کله چې د "فيل ټکى دهغې په شونډو خور شي نو ورسره سم يې دسترگو نه د اوښکو باران رامات شي.

دا لس کله فضاء د خيبرپښتونخوا د جنوبي سيمې بنو سره د تعلق لرونکي محمد فريدخان لور ده د چا يوولس کلن ماشوم ځوي فرقان چې د روان کال په پينځم نومبر د بنو سيمې څخه هاغه مهال تښتول شوى کله چې هغه دسکول د رخصتۍ څخه وروستو خپل کور ته روان ؤ.
دا مهال فريد خان ،دهغۀ ټبر اؤ دريو وړو لوڼو لس کلنې فضاء،نهه کلنۍ خديجه اؤ اؤوۀ کلنې فرواه دپيښور پريس کلب مخې ته د انصاف د حصول دپاره احتجاجي کمپ لگولى.
فريد خان وايي د هاغه ځوي په سپينه رڼا ورځ د بنو د دوؤ پوليس چوکو دمينځ سيمې څخه تښتول شوى، د خپل ځوي د بازيابۍ دپاره يې د هر بادار اؤ چارواکي دروازه وټکوله خو هيڅوک نشته چې دتښتوونکو د منگولو نه د هغه د زړۀ ټوټه فرقان راخلاص کړي.
د فريد خان ټبر اؤ دفرقان مور خو بيا د کور اؤ نغري هاغه ساده کليواله ميرمن ده چې خپله خبره هم نۀ شي سمولى، په لمړي ځل د ځوي مينې د کور نه سړک ته په راوتلو  اؤ د پردو نارينه ؤ مخې ته په سوالونو کولو مجبوره کړې ده.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې د فريد خان ټبر چې په بورقعه کې راغونډه ناسته وه وويل"ددې ورځې نه مې مرگ خوښ دى چې د خپلو ماشومانو سره په سړکونو لوغړيږم ،خو څه وکړم ،مور يم کنه، زړۀ مې درديږي"
هغه واييدوه څلويښت ورځې وشوې چې خپل بچى مې نه دى ليدلى، خدايې خبر پۀ څه حال به وي ، څوک به چايې اؤ ډوډۍ ورکوي که نه ، چې ماښام شي ،ميندې خپل بچي سينې ته راجوحت اؤدۀ يې کړي ، خو ... خو ...زما فرقان...

- بېرته شاته