(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل کې پښتو ښوونځی او دهغوي په..

کابل کې پښتو ښوونځی او دهغوي په وړاندې مخالفت دڅه مودی راهیسی،دانترنېټ پاڼو له خپرونو څخه خبرېږم، چې دکوم ټلويزيون چېنل له لارې، کوم پلاني اوبېستاني شخص ويلي ،چې په کابل کې پښتو ژبو زده کونکو ته پښتو ژبه دمکتب جوړول ګوندې يو فاشيستي عمل دی او ګوېاپه افغانستان کې ملي ېووالي ته زېان اړوي !! ما په لوي لاس ((په قصدي توګه))، ونه غوښتل ددغو خلکو اوددغه چېنل نومونه په خپله ليکنه کې ېادکړم ځکه زما په اند ،داکار که له يوې خوا زمادليکنې ارزښت ته تاوان رسوي، نو له بلې خوا ممکن زه په خپل دغه کارسره ددغو ډول خلکو دشهرت او شخصېت ورکولو لامل و ګرځم ((کوم چې په هېڅ صورت ماته ددې لايق نه ښکاري )). که چېرته دغه خلک دماشومانو دروزنې اوپالنې ،دهغوي دتني او اروايي سلامتۍ، متخصصان وی اوېا هم په هېواد کې دملي وحدت دټينګولو په لړ کې څرګندې څهرې او شخصيتونه وی او ياهم يادشوي ټلويزيون ،کومه ملي او نه ( پردۍ ) لاره تعقيبولی، نو مابه په ډېر عزت لومړی ددوي يادونه کړی وی اوبېابه مې دهغوي دنظرېاتو په باب خپل نظر بېان کړی وی .((په خواشينۍ سره چې داسې نده )). اوس راځم اصل مطلب ته . خبره دلته ده چې زما په اند ځينې شېان او موضوعګانې دومره ساده ، ښکاره او روښانه دي، چې دهغوي لازېات سپيناوي او وضاحت ته اډو اړتېانشته . دلېونېو اوعقل څخه خلاصو ځينو اشخاصو څخه تېر، زه فکر نه کوم چې په نړۍ کې دې کوم داسې بالغ کس وموندل شي ،چې پوه نه وي، دوه جمع دوه، څلورکېږي .. اوس نو فرض کړې چې ېو کس دخپل يو خاص هدف لپاره ځان ليوني کوي ،دواړه پښې په يوه موزه کې ننباسي او ټينګار کوي چې نه ،داسې نده، دوه او دوه درې او ياهم پنځه کېږي. پداسې حال کې نوڅه کول پکاردي ؟ زما په نظر که چېرته موږ ددغه يو کس پسې راواخلو او خپل قيمتي وخت او انرژي پدې ولګوو،ترڅو هغه ته ثابته کړو چې ګوېا دوه او دوه څلور کېږي، ماته خو دغه غبرګون دومره ځيرکانه نه ښکاري . فکر کوم پدغسې موضوعاتو باندې خپل سرخوږول ،کاغذونه تورول او ګوتې ستړي کول لازم ندي .هرڅوک پوهېږي چې که غوا توره هم ده، خو شيدې يې سپينې دي . دهغو مساېلو څخه چې اړتېا او اهمېت يې نننې متمدنه نړۍ کې منل شوې اوپه هرځای کې په هغه باندې ډېرټينګار کېږي، يو هم ماشومانو ته دهغوي په خپله مورنۍ ژبه دلوست کولوحق او هغوي ته ددغې شونتېا برابرول دي . ټوله متمدنه نړۍ دماشوم په دغه روا اوبلکه لازم حق اعتراف کوي اوددې حق ورکولو ته چمتو ده اوترڅنګ يې دبشر دحقوقو ډول ډول سازمانونه ددغه حق ورکول يوه ستره اړتېااوضرورت ګڼي . تردې ځاېه چې زموږ دهېواد په اساسي قانون کې هم ( کوم چې د نړېوالو، ترڅارنې لاندې رامېنځ ته شوې او دوخت په لوېه جرګه کې دوخت دخلکو داستاذو لخوا تصويب شوی ) هم ،دبشردحقوقو دغه مشخص اصل، ديوې مشخصې مادې په راوړلو سره، منلی او دهغې دعملي کولو تعهد يې کړی دی . بله خبره داده چې کابل هغه ولاېت دی چې په هغه کې ېو فوق العاده غټ شمېر پښتانه اوسېږي اوددغه فاکت له مخې، باېد دکابل کم ترکم پنځوس په سلو کې مکتبونه په پښتو ژبه واوسي .داچې دکابل يو غټ اکثرېت اوسېدونکي پښتانه دي اوداچې دغه پښتانه حق لري په خپله ژبه لوست وکړي ،داسې يو واقعېت دی چې د دوه جمع دوه مساوي څلور،يانې درياضي يوې ډېرې لومړنې ،ساده او روښانه محاسبې ته ورته دی ، ځکه نو پدې باب زېات دلاېل راوړل اوزېاتې وېناوې ېو اضافي کار دي چې ممکن دېوې قانوني او روا حق څخه، يوه جنجالي مسله جوړه کړي ځکه نو زماپه اند پدې باب ډېرې خبرې کول اصلأ لازمې ندي . دموضوع تر وړاندې څېړنې ( که منې يې چې څېړنه ده ) دېوې خبرې کول حتمي ګنم . زما په اند لکه دنورو نړېوالو عدالت خوښونکو او متمدنو قامونو په شان، زموږ هېوادوال هم اوخصوصأ تاجک وروڼه هېڅ کله ددې مخالف نه دي چې نور قامونه اولدې ډلې پښتانه ، باېد حق ولري چې په خپله مورنۍ ژبه ليک لوست وکړي اودهېواد په پرمختګ کې لازمه پوهنيزه ونډه واخلي . پدې حساب نو زه هم پخپله متېقېن يم اوهم نورو وروڼو ته مشوره ورکوم چې دغې مسئلې ته هېڅ کله اوپه هېڅ صورت کې قومي رنګ ورنکړي . واقعېت خو دا دی چې ځينې مشخصې، افغان دښمنه کړۍ غواړي چې پښتانه دخپل دغه حق څخه محروم کړي ( چې انشاله دغه ارمان به ځان سره تورو خاورو ته يوسي ). دلته زه غواړم دغه مسئله راوسپړم چې کومې کړۍ او دکومو موخو لپاره ،دغه لېونتوب کوي او موږ ته دهغوي په وړاندې څه کول پکار دي ؟ خو په پيل کې لومړۍ پوښتنه : ولې او کوم خلک ددغه قانوني اوعادلانه خوځښت (پښتنو ته دهغوي په خپله ژبه دتعليم دشونتېا برابرولو ) سره حساسېت لري ؟ زما په اند داخلک په لاندې کتګورېو وېشل کېږي : لومړی ډله: دنورو په حقوقو دخېټې اچولو دعادت ،دپرېښودلو ستونزه . په فارسي کې يو متل دی چې وايې ترک عادت موجب مرض مېګردد . .....که ددغه متل له ټکي په ټکي مانا کولو څخه تېر شو او هغه لږ پراخه کړو نو وبه ګورو چې ، دعادي ژوند په ډېرو نورو برخو کې هم ،کله چې يوکس يايو ګروپ ، يوې اوږدې مودې لپاره ، درنګارنګ دلېلونو له مخې (حتې که دغه دليلونه ډېرناسم اوغېرعادلانه اوغېرمنطقي هم واوسي ) دنورو په (مادي او ېاهم مانوي ) حقوقو باندې خېټه اچوي اوېادغه دنورو دحقونو خوړل، دپلار نيکه نه ورته په ميراث پاتې وي نوله بده مرغه ، دغه ناسم اوغېرعادلانه کار هم ورته سم او پرځای ښکاري . او ددغه نارواوو، دختمېدلو لپاره دهرحرکت اوخوځښت په وړاندې ودرېږي ،هغه ناسم او بېځاېه ګڼي اودخپلو دغو ادعاګانو لپاره رنګارنګ اوکله هم ډېرماشومانه اوخندونکي دليلونه راوړي ( چې دا دپورتني متل له مخې، هماغه دمريضۍ نښه ده ).دوي ډېره هڅه کوي چې ددوې ،دشخصي ګټو پای ته رسونکي ،دغه مشروع او قانوني هڅو مخه ونيسي . ځکه چې ويريږي، په پای کې خپله مصنوعي برتري او امتېازات دلاسه ورکوي . دپښتنو ددغه انساني،شرعي او قانوني او عادلانه حق ترلاسه کولو په وړاندې دځينو اشخاصو او کړېو مخالفت او مقابله دهمدغه پورتني علت له مخې ده، يانې دخپلو عادت شوو، خو مصنوعي امتېازاتو دلاسه ورکولو څخه وېره . دوهمه ډله . دايران کبير او اتحاديه کشور های فارسي زبان دافسانې په خطر کې لوېدلو څخه وېره . په ننيو حالاتو کې زموږ دموضوع اړوند ، يو غټ علت زما په اند همدغه اودهمدغې پروژې پلوېان دې . يوشمېر اشخاصو ،کړېو، پوځي او ناپوځي تنظيمونو ،ډېروخت څخه ،دځينو پردېو هېوادونو په لمسون او مرستو غوښتل چې زموږ هېواد تجزيه کړي .چې له نېکه مرغه ، په پوځي اوجګړه ايزه برخه کې دهغوي دغه هلې ځلې اوپلانونه ، اصېلو افغانانو دخپلو او خپلو بچېو دسرونو په بېه دړې وړې کړل . داوخت نو دوي هغه دلويديزو جګړه ايزو فلمونو په اصطلاح د(ب ) پلان ترلاس لاندې ونېوه .د دغوکړېو ځواکونو په جګړه ايز ډګرکې د ښکاره ماتې وروسته په ډېرمهارت او په دننه اوبهر کې دخپلو سپونسرانو(تمويلونکو) په مادي او مانوي مرسته ځانونه دحکومت او دحکومت بهر نورو مؤسسو ،خصوصأ خبري رسنيو لکه ټلويزيونونو ،راډېوګانو ،مجلو اواخبارونو اوځينې نورو حساسو تبليغاتي مرکزونو کې ځای پرځای کړل ترڅو له دغې مورچې ،هيواد او دهېواد دساتونکي، يانې پښتنانه وځپي او له صحنې څخه يې بهر کړي او خپل د(ب)پلان ،يانې د لوی ايران ، د فارسی ژبو هیوادونواتحاديه او پروژه عملي کړي .ددغو کړېو سترهدف د لوی ايران او فارسی ژبی دی . اوهرهغه څه چې ددغو کړېو دهدف په وړاندې احتمالي خنډ جوړولی شي، هغوي ورسره ډېره کلکه مبارزه کوي . په کابل کې پښتنوته ددپښتو مکتبونو جوړول هم، يو ددغو خنډونو څخه دی چې کولې شي ددوي ياد شوي هدفونه ترپوښتنې لاندې راولي اوهمدغه علت دې چې دوې په وروستېووختونو کې ددغه قانون دعملي کولو پرضد يوه لړۍ پېل کړې . دپورته يادو شوو اشخاصو او ديوه مشخص تلويزيون او ځينو نورو رسنېو ورته تبليغات ددغې لړۍ پرله پسې کړۍ دي . څنګه چې کابل دهيواد په سطحه تقريبأ يواځينۍ ځواکمنه فرهنګي حوضه ده ، اوددې فرهنګي حوضې يواځې په يوه فارسی ژبه معرفي کولو سره ،دوې کولې شي په ټول هېواد اغيزه وکړي او په نتېجه کې کولې شي زموږ هېواد، دهغه دستر اکثرېت او ددې ستراکثرېت په ژبه باندې په سترګو پټولو سره يوفارسي ژبی هېواد معرفي کړي ،کوم چې ددوې دبادارانو دسيمه ايزې سېالې دپروژې يوه مهم توکی دی .ځکه نو په دومره شدت سره کابل کې دپښتو مکتبونو دجوړولو په وړاندې درېږي او دغې لارې کې دقانون عملي کونکي ( محترم وزير اتمرصاحب ) پسې سپکې او سپورې وايي او دغه منل شوي او عادلانه انساني او افغاني قانون ته، يوه فاشيستي نظرېه واېې . ناخبر له دې څخه چې په خپل دغه کارسره يوه ګوته بل او څلور ګوتې، ځان ته نيسي او خپل فاشيستوالی په څلور کتابه ثابتوي . دغه خرڅ شوې کړۍ په خپل ناسپېڅلي ارمان دومره مين دي چې هغوي ته مانا نلري په سلهاوو زره، هغو ماشومانو به څه تېرېږي، کوم چې په فاشيستي توګه مجبورېږي په دوهمه ژبه لوست وکړي او له دې لارې څخه دهغوي اروايي اطمينان له مينځه ځي او راټوکېدونکي استعدادونه يې په هماغه پېل کې دخاورو سره خاورې کېږي . په خپلو ژبو لوست، هغه يو حق دی چې دنړۍ ډېرو وړو قومونو لاپخوا ترلاسه کړی اوډېر نور يې په هڅه کې دي، خو زموږ په هېواد کې ،پورته يادشوي فاشيستي قواوې ددې حوصله نلري چې دغه واقعيت ، په روڼ تندي ومني او غاړه ورته کيدي. ځکه نو په خپل ټول ځواک او امکاناتو او په خپلو ټولو وسلو او وسيلو، هڅه کوي چې دهغې عادلانه پروژې مخه ونيسي کومه چې ددوي (تخيلي ايتوپېا- ايران کبير وتک زبانی فارسي ) کنګليزه افسانه دحق او قانونېت دروښانه اوګرم لمر په وړانګو ويلي کوي اودا ځکه چې دوي هم دخپلو بادارانو څخه، بوجې بوجې سرې او شنې بنډلې اخيستي ، وعدې يې کړی او قسمونه يې خوړلي چې دې کار ته به اجازه نه ورکوي . يو واقعېت چې دوې ورڅخه ډاريږي هغه داهم دی چې په کابل کې دپښتو مکتبونو په جوړېدلو سره ورو ورو پښتو ژبې او دهغې تعميم لپاره زمينه برابريږي ،په ټولو ټولنيزو ،سياسي او کلتوري برخو کې يې، په اتومات او طبيعي ډول ونډه زېاتېږي او ورو ورو ادارو او عادي ژوند ته لاره کوي او خپل حتمي ، طبيعي او قانوني ځای مومي. اوداټول ، هغه څه دي چې ددوي فاشيستي نېتونه له بدنامې ناکامۍ سره مخامخ کوي . پدې ډول نو په کابل اودهيواد په نورو برخو کې دپښتنو لپاره دهغوي په خپله ژبه دتعليم دامکان دبرابرولو په وړاندې مقاومت،ېو بل لامل د ايران کبير يااتحاديه کشورهای فارسې زبان او تک زبانی فارسې دپروژې دناکامېدلو څخه وېره ده . دريمه ډله . دغه ډله درنګارنګ اشخاصو څخه جوړه شوې : يوه ډله يې هغه ده چې په پټو سترګو ، دپورته ېادو شوو دوو ډلو، دغېرمنطقي او ناعادلانه شعارونو حماېت کوي . دغه اشخاص چې ذاتأ دمنطق ،ارزونې او حق او عدالت ددرک له ځواک څخه بې برخې دي، يواځې دخپلو ناروښانه احساساتو پربنسټ وړاندې ځي او دزنده باد او مرده باد نارې وهي ، بله ډله يې هغه دحقارت او حسادت په مرض اخته کسان دي چې دپښتنو په پرمختګ او هوسايي باندې خپه کېږي اوځورېږي ،بې لدې چې دغه کار لپاره کوم ښکاره دليل ولري ، لابله ډله يې زه دځان لپاره دصفويانو او مرهټېانو بقاېاوې بولم .پدې مانا چې دغه خلک دپښتنو په وړاندې هغه احساسات لري کوم چې دمرهټې هندوان اودهغوي پاتې شونې يې د احمد بابا او افغانانو په وړاندې لري او هم يې ځينې ايرانېان دصفوي سلطنت دړنګونکو افغان اتلانو اوپه سر کې شاحسېن هوتکي او شااشرف هوتکي په وړاندې لري . دغه اشخاص تاسې کولی شی دهغوي دليکنو له لارې چې دپښتنو دتارېخ او دهغوې داتلانو دبدنامولو لپاره کيږي ،وپېژنې ... که څه هم چې پورته کرښو کې ، مادخپل ځواک په اندازه وښودل چې څوک او ولې په کابل کې دپښتو مکتبونو سره مخالف دي ،خو اوس يوه بله وړه پوښتنه : ددغو مقاومتونو څخه ددغو اشخاصواو کړېو ، لنډمهالي هدفونه کوم دي ؟ لومړی : دايو واقعېت دی چې پښتانه ( په لږه مشخصه توګه به ووايم اکثريت پښتانه ) له ډېره بده مرغه ، دخپلو قاميزه مانوېاتو خصوصأ خپلې ژبې او دهغې اړوند ارزښتونو په وړاندې بې توپيره دي او په هغوي کې دغه کلتور، چې دنړۍ په نورو اکثرو قامونو کې شته اوهغه خپلې ژبې اهمېت ورکول ،دهغې ساتنه او پالنه ده ،ډېر کمزوری دی . دپښتنو دشمنان دپښتنو ددغې کمزورۍ څخه ښه خبردي، ځکه نو په ډېر جرائت سره پښتنو ته ددغه حق دورکولو په وړاندې درېږي، او پوهېږي چې پښتانه په داسې سياسي ويښتېا کې ندي چې دوي باندې ددوې ددغو ډول ناروا ،بې منطقه او بې رحمانه ګوزارونو په ځواب کې غوږونه تاو کړي ... . که داسې نه وای نو هېڅکله به يوه بې نومه اوبې نشانه کس ځان ته دومره جرئت نه وی ورکړی چې دېو سترقوم دګټو او ژبې او دهغوي داولادونو دزده کړې پرخلاف داسې څرګندونې وکړي . ددغو اشخاصو اوکړېو، لنډمهالي هدفونه ، پورتني فاکت يا اصل ته په پام سره دا دي چې په دغه ډول وېناګانو ،پوروپاګند ،توهين او سپکاوي سره هغه کس يا کسان چې دقانون او عدالت له مخې غواړي اړونده کسانو ته خپل حق ورسوي ترذهني فشار لاندې راولي ترڅو هغوي ووېرېږي او دخپل عمل څخه لاس واخلي. هغوي غواړي په خپل دغه تبليغاتي پاڅون سره دغه بهير ياودروي اويايې هم شاته واچوي . دوهم : دپښتنو او غيرپښتنو داحساساتو په راپارولو ، يو هرج او مرج رامنځ ته کولو ،تاوېلو او ماوېلو سره دغه قانوني بهير، يوه جنجالي او ستونزمنه مسئله وښيي اوددغې لارې، په حکومت فشار راوړي اوهغه اړ کړي چې ددغه کارڅخه لاس په سر شي . دپورته يادو شوو خبرو په پاېله کې غواړم بېا ووايم چې په دې باب ( دېوکس يا څوکسانو په خبرو اومرکو ) زموږ عصبانېت ،وضاحت او سپيناوی هغه څه دي چې اوبه دهغوي په ژرنده وربرابروي ، او بله خبره داده چې ددغو اشخاصو په وار وار يادولو او تکرارولو سره موږ په اتومات اوناخبره توګه، هغوي ته شخصېت او شهرت ورپه برخه کوو ،چې زما په اند موږ باېد له دغه کاره کلکه ډډه وکړو . خو موږ باېد څه وکړو ؟ أياغلي کينو او غوږ ونيسو ؟ ددې پوښتنې له ځواب لپاره ځان اړ وينم چې ديو غېرعادي سيستم له لارې خپل مطلب افاده کړم . ېوه پخوانۍ کيسه ده چې واېې يو بې عقل شخص، ديو پوه او عالم سړي ستاېنه وکړه ، تردغی ستاېنې وروسته ،هوښېارسړی سخت په تشويش او حتی په ژړا شو ،کله چې خلکو هغه څخه دهغه دژړا دعلت پوښتنه وکړه نو هغه ووېل، نپوهېږم ما کومه داسې خطا،تېروتنه او حماقت کړی چی ددغه سړي خوښ شوی دی . نوراځئ چې ددغه کيسې له بله مخ څخه کارواخلو ،که يو کس لکه څنګه چې څرګنديږي پښتنو ته په سپکه سترګه ګوري او دهغوي اړوند ، يو ګټور خوځښت باندې په غصه کېږي او اور اخلي ، ددې خبرې ماناداده چې پدغه کار کې زموږ ښېګڼې او خېر نغښتی دی ( که چاته نه وي څرګنده !!) ، نو راځئ چې دغه کار ته نوره هم ملا وتړو ، دا خوځښت پسې نور هم پېاوړی کړو او دهغو کسانو سخت ملاتړ وکړو کوم چې ددومره سپکو سپورو ترباران لاندې موږ ته، زموږ د حق درارسولو لپاره دزړه له کومي هڅه کوي . دغه حالت کې ( دپښتو ژبې مکتبونو جوړېدلو ) او دې ته ورته نورو حالاتو کې ددې پرځای چی عصباني شو او دخپل عصبانېت عاملينو ته بدورد ووايو ،زما په اند بهتره به داوي چې دغسې اشخاصو او دهغوې تورو نظرېاتو ته، هېڅ کومه اعتنا ونکړو اوهېڅ ارزښت ورنکړو ځکه چې، ېواځې پدغسې غبرګون سره دهغوي خبرې او نظرېات خپل وزن او ارزښت دلاسه ورکوي .موږ ته لازمه ده چې پدغسې حالاتو کې خپله ټوله اروايي انرژي ،لازېاته دخپلو حقه حقوقو دترلاسه کولو لپاره ولګوو . دبېلګې لپاره دغه وخت کې باېد زموږ ليکنې ټولې دې متوجې وې : - په کراتو کراتو پدې خبره ټينګار، چې ټولو قومونو او لدې ډلې پښتنو ته ژر ترژره دقانون له مخې ،په خپله مورنۍ ژبه دزده کړې امکانات برابر کړل شي . - دښکته او منځنيو زده کړو ترڅنګه، په لوړو او مسلکي زده کړو کې هم، زموږ ماشومانواوځلمېو ته دهمدغه اوس څخه، په خپله ژبه دلوست شونتېا غم وخوړل شي . - نه يواځې په کابل ، بلکه دهېواد په ټولو ولاېتونو او ددې ډلې په ټولو شمالي ولايتونو کې پښتنو ته په خپله ژبه دلوست کولو زمينه برابره شي . دپښتنو بدۍ غوښتونکي باېد په پای کې،پدې خبره پوه شي چې دعلم اوخپلو حقوقو حاصلولو په لړ کې ،نن سبا پښتون قام ، هغه اوه سره ښامار ته ورته دی چې شپږ سرونه يې ويده دي او يواځې يو يې راويښ شوی دی ، خو ليرې نده چې ددغه يوه ويښ سر له برکته به نور شپږ هم راويښ شي ، او کله چې دغه راويښتون بشپړ شې ، نو بېادې خدای(ج) زموږ په دښمنانو رحم وکړي !!! 02.03.2008 - بېرته شاته