(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نور په دري ژبه نه غږیږم

یو خو موږ خپلې خواخوږۍ او بې ځایه سرښندنې دغه حالت ته راوستلي یوو. هر څه لرو؛ تاریخ، هېواد، ژبه او فرهنګ او بلاخره د نړۍ په کچه یو ویاړلی هویت. خو نه یوازې دا چې پر ارزښت یې نه یوو پوهېدلي؛ بلکې د یو غولوونکي او ناحقه ضرورت قرباني کړي مو دي.

نور په دري ژبه نه غږیږم! ولې پښتو؟ دا سمه ده چې د وخت فرهنګي یرغلګرو دلته ډیره ناروا کړې ده، خو نور باید ونه زغمل شي. خلکو د ځانونو لپاره نوي او خپلواکه هېوادونه رامنځته کړل، خپلې ژبې یې د نړۍ په کچه په رسمي ډول نومیالۍ کړې، خو موږ اوس هم لا پخپل وطن کې پخپله ژبه باندې د رسمي خبرو کولو خیرات غواړو.

پښتون په ارګ کې ناست دی، هغه تر خپلې پښتو ژبې ډېر په دري ژبه روانې خبرې کوي، دا د دې لپاره چې د دواړو ملي ژبو تعادل په پام کې ونیول شي. خو هغه چې تاجک، هزاره او یا بل یو هلته ناست دي او د دغه هېواد پر شتمنیو او واک باندې یې خېټه اچولې ده، یو ټکی پښتو یې نه زده ده او نه هم دا اړتیا احساسوي، چې ګواکې پښتو هم ملي ژبه ده کنه.

زموږ هویت او ارزښتونه د ناحقه ضرورتونو قرباني شوي او کیږي، لکه څنګه چې موږ ټولو خپله خوږه پښتو ژبه په ناحقه قرباني کړې، همدغسې مو دا دی خپل نوم او هویت هم د یو بې ځایه ضرورت په اساس له رسميت څخه بې برخې کړ، چې له امله یې پخپل حق لوی غم راته جوړ دی.

د افغان نوم نه مني، خو په افغانستان کې اوسیږي. دا نو څه ډول وجداني ننګ دی؟ دا په کوم انساني او اخلاقي منطق برابره ادعا ده، چې یو څوک دې د یو هېواد له برکته د هویت خاوند شي او بیا وروسته ترې په ډېره بې شرمه توګه د هغه له نسبت څخه انکار وکړي. آیا تر دې پورته به هم بله غټه نمکه حرامي وي؟

راځئ له دې قربانۍ تېر شئ او نور پخپل حق باندې ټیڼګ ودریږئ. که له شپانه پاتې شوه، له څښتن نه خو باید پاتې نشي. د ډیرو رعایتونو او سرښندنو له امله خو، نږدې ده چې ګنګاو مو ځای شي. بلاخره دغه فداکاري به نوره بس وي.

دا چې زموږ په ژبه څوک نه پوهېږي، یا نه غواړي چې پوه شي، نو په دې کې زموږ ستونزه یا ګرمتیا څه ده؟ یا ځینې کسان زموږ فرهنګي ارزښتونو ته توجه نه کوي او هغه د چا خبره ورسره جوړ نه دي، نو آیا مازې وګڼل شي او لا هم هغوی ته پخپلو اوږو باندې ځای ورکړل شي؟

ټول ورباندې ښه پوهېږو، خو بیا هم لکه د بې تفاوتۍ معتادان چې یوو، خپل ټول ارزښتونه هېروو، د دې لپاره چې مقابل لوری خفه نشي او یا د متعصب تور راباندې ونه لګیږي. ته به وايې چې په رښتیا هم همداسې ډارن خلک یوو، چې له مازې تورنېدو نه ویره لرو. که دغسې وای، نو دا نور هر څه پر ځای پرېږده، د ترهګر نوم خو به، په هېڅ وخت کې نه راباندې لګېده.

پر موږ باندې هېڅوک نه دي ملامت، موږ پخپله ګرم یوو او پخپله مو د خپل هویت او خپلو ارزښتونو سره خیانت کړی او هغه مو له پامه غورځولي دي. کنه پردي هیڅکله دومره جرات نشي کولی.

سپین سپین به وایوو! د پښتو ژبې ځینو نامتو پخوانیو او اوسنیو لیکوالانو، دري ژبې ته که تر خپلې ژبې ډیر کار نه دی کړی، نو کم یې هم نه دی کړی. ولې! څه اړتیا وه ورته؟ حال دا چې پښتو ژبه د نورو غني ادبیاتو په منځ کې سخته بېوزله هم وه. دغه یې لا څه کوې چې ځینو پښتون اصلو قلموالو بیا له سره په خپلو اثارو کې یوه پښتو کلمه هم نه ده کښلې. ها خواته عادي وګړي په زیاترو ځایونو کې دا اوس هم داسې فکر کوي چې د افغانستان رسمي ژبه یوازې دري ده او په رسمي ځایونو کې باید په دري ژبه خبرې وشي، چې له بده مرغه زیاتره وخت دوه پښتانه هم په خپل منځ کې په دري ژبه ګړیږي. ډیر د شرم او تاسف ځای دی! دومره ناخبري او بې تفاوتي!!

آیا په دې کې هم د پردي جبر لاس دی او که زموږ د بېغورۍ او بې کفایتۍ اوج؟ موږ پخپلو شتو کې بېوزله یوو، د چا له لاسه؟ پخپله خاوره کې ارام ژوند نه شو کولی، د چا له لاسه؟ پخپله ژبه باندې خبرې نه شو کولی، د چا له لاسه؟ او نور بیا پسې نور… ان تر دې چې اوس له افغاني هویت څخه هم بې برخې کیږو، د چا له لاسه؟ دا د همدغو بې غوره او بې تفاوته خلکو له لاسه، چې دا دی اوس یې نه له لانجو نه وتلی شو او نه یې ملامتیا پر بل چا اچولی شو.

هندو ستړی، خدای ناراضه! قرباني هم ورکړه، تر وروستي حده اخلاص هم وکړه، سختیو او کړاوونو ته هم ټټر ووهه او همدارنګه ډول ډول تورونه هم ومنه، خو په پایله کې یې ملامتیا هم ور په برخه شه.

- بېرته شاته