(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتنو كښې د هوتكيانو سرلوړي

پښتانه چې خداى پاك پيدا كړي د بيټ نيكه دعا لوړ كړي او د خپلې تورې او مېړانې په سوب د تاريخ په اوږدو كښې په خپل دې ټاټوبي كښې مېشته پاتې شوي دي. دوى د نړۍ څه عجيبه غوندې او بيخي ځانګړى ولس دى؛ ځكه، چې د دوى د كولتور او ژوند ژواك چې كومې غټې نخښې نښانې دي، هغه د دوى د پېژندګلوۍ سوبونه ګرځېدلي دي، هغه نه د سامي ولس په ژوند كې موندل كېږي او نه د نور اريايي ټبر په كاله كې په نظر راځي. د اريايانو د كوچ (لېږدېدنې) راواخله تر دې دمه پورې د دې نر ولس- افغان په خاوره په شلګونو او سلګونو قامونه راغلل او لاړل. دلته څوك د زورګير او بلوڅه كوونكي پر څېر، څوك د تجارت او كاروان لرونكيو پر څېر، څوك د پوهې او شعور موندلو په لټه، څوك د مذهب په لټه، څوك د خپل مذهب د پراپيګنډې پر نيت، څوك د لوټ او تالان پر هيلې، څوك د خپلې عقيدې او مسلك لپاره، څوك د خپل كولتور او ژبې لپاره، څوك د خپل فن او هنر لپاره، ځكه چې د افغان بختوره خاوره او جغرافيه د نړۍ پر څلور لاري پرته ده، له كومه ځايه چې د ايران، تركي او يونان پورې، د منځنۍ اّسيا د ټولو هېوادونو پورې، د چين ماچين پورې او د ليرې لوى هند پورې كه څوك هم د يو بل سره اړيكې، تړاو او تړون كول وغواړي؛ نو، ترڅو چې ورله دې لرغونې خاورې اجازه، پناه، ساتنه او لاره نه وي وركړې؛ نو د دغو ملكونو دغه زنځير پرته له دې كړۍ څخه نه سمېږي او نه پوره كېږي. دغه وجه وه، چې په پخوانيو وختو كې چې د ريښمو لار د لويې نړۍ د تجارت، سوداګرۍ او كاروانونو يواځينۍ،خو مضبوطه او د هر اړخيزو چارو د سرته رسولو لاره وه. د دغو كاروانونو او سوداګرۍ بنيادي مركز دغه د افغان خاوره وه، چې د هېوادو هېوادو خلك او كاروانونه به دلته راتلل، مالونه به بدلېدل. لين دين به كېدو، لار به وركول كېده، بدرګې به يې كولى، د ژبو ژباړنه به كېده، پناه به وركول كېده، د څارويو او مال ساتنه به كېده. دلته به د يو بل سره د خپل خپل وطن او ولسي د تاريخ، جغرافيې، قامونو، ژبو او دود دستور خبرې كېدلى او د هر هېواد كيسې به اورېدل كيدې، كچېرې د افغان خاوره يوه د امن خاوره نه واى، د پناه خاوره نه واى، د پالنې، ساتنې، تجارتي لين دين د صداقت خاوره نه واى، د علم، پوهې فرهنګ او ترجمانۍ خاوره نه واى؛ نو دا دومره لين دين به څنګه كېدلو؟ دا دومره خلك به څنګه دلته راتلل؟ خو د چا خبره چې خپل ښايست راپورې اور شو، د نړۍ دغو خلكو د ورورولۍ، تجارت، مينې او پوهې پر ځاى د دې ننګيالۍ خاورې او دې غيرتي خاورې خپلولو پسې ملاګانې تړلي او د دوي خاوره او وطن يې لكه د فټ بال د لوبې يو لوبغالې جوړ كړى، ناوړه تاختونه او يرغلونه يې پرې پېل كړي، چې تر ننه هم جاري دي، كومو چې د دې نر ولس له لاسه قلمونه او كتابونه وغورځول او اړ يې كړل چې توره او ټوپك په ورته لاس كې ونيسي. كه چېرې دې افغان دغې تورې او ټوپك ته كه څه هم د مجبورۍ له لامله لاس نه واى وروړى؛ نو نه به نن افغان و او نه به يې دا افغانستان و، ګنې افغان ته چې كله هم د سوكالۍ، خوشحالۍ، امن او امان دوره په لاس ورغلې، نو ده نړۍ له د منډي ګاګ غوندې هغه لوى تهذيب وركړى د كوم سارى چې سره د هندوستانه په لويو لويو هېوادونو كې هم نه و، هم دغه مونډي ګاګ و چې بلوچستان ته راغى نو مهرګړ شو او چې هند اړخ ته لاړ شو، نو هړپه او موهنجودارو شو. هم دغه شان اّى خانم، مراثي غونډۍ، هډه، جلالكوټ، ننګرهار، باميان، كندهار او نور او نور د علم، فرهنګ، تهذيب او تمدن لوړ پوړي ځايونه پاتې شوي دي، چېرته چې علم و، تعليم و، فرهنګ و، فن و، او هنر و. څومره يرغلګر چې هم په دې خاوره راغلي دي، چې د د ارا نه يې راواخلې تر ننه پورې؛ نو يا، خو مات ګوډ په تېښته تللي دي او يا يې ككرۍ د وى په خاوره كې خاورې شوي دي. په دې خاوره كې خپل يو زور و، شور و، شتمني وه، كه چا ورته له بهره هر څه چې راوړي هم دي او كه څوك د بل كوم هر نسل او قام ورته راغلي دي، نو دلته يې هر، هر څه بايللي دي او هر څه يې په دې خاوره كې داسې ورك شوي دي چې اوس يې خپل تشخص له لاسه وركړى دى او د يو افغان په نامه په دې نازبينه خاوره كې مېشت پراته دي. دا خو اوس دغو باندنيو پورې اړه لري. چې دې خاورې سره څنګه تړون ساتلاى شي. پر جنګ، خو ونه شوه. افغان نه چا ورك كړو او نه يې بدل كړو، نو دا بله لار دې پرې وازمايل شي كومه چې د امن، ورورولۍ، ملګرتيا او دوستۍ لاره ده، چې نه وركې څوك بادار وي او نه څوك مريى او دغه كې د دواړو خير او ګټه ده؛ ځكه چې د امن، پخلاينې او ورورولۍ په رڼا كې چې كوم خير او راحت شته. دا په بل څه كې نشته. يواځې دومره شوه، چې دې ډز، ډوز، اووهه، راكاږه. ورك كړه، مړ شه او يا مړ كړه، افغان ولس په علمي او هنري برخه كې ډېر شاته پاتې كړو او د استاذ څخه، شاګرد او شاګرد څخه چې بې سواده پاتې شو. دې كې هيچا ګټه ونه كړه، خو د افغان كور يې وران او ويجاړ كړلو، هغه كه خپل دى او كه پردى څوك وايي زما سياست قبول كړه، څوك وايي زما مسلك قبول كړه، څوك وايي زما ژبه خپله كړه. څوك وايي زما پر لارې روان شه، څوك وايي ما ومنه، ته به وايې چې كابل نه، د لامده خوړ خيرات دى، چې په ناولو لاسونو خوړل كېږي. لكه چې بره ذكر وشو، د افغان او طاغوتي طاقتونو دا شخړه د تاريخ له اوږدو راروانه ده، خو دې شخړې هغه وخت د بېوسۍ او بې عزتۍ بڼه غوره كړه، كله چې په لوى هند كې مغلوالې تاج او تحت بيا موندلو او د صفويانو په ملګرتيا يې په دې ساهو افغانانو پسې هغه پشاړې، ټوقې، مسخرې او ويشتې پېل كړې، چې په نسلي تړاو يې د ديو اولاد وګرځول، د يهوديانو نامه يې ورله وركړه. په خرو يې ياد كړل او دا لا څه كوې چې په ژبه پورې يې ورله پچ موزې پېل كړې او دا يې په پرلپسې توګه د دوزخ ژبه اعلان كړه. كه څه هم پښتانه د دې مخنيوي نه بې غوره نه وه، د پت او پښتو ډك قامي غيرت پوره او اماني و، خو د دواړو اړخو څخه لكه د ژرندې د دوو پلونو ترمنځه ګېر شوي وه، ګنې پر دغه ناوړې مغلوالې پسې لوى قهرمان پير روښان لكه د شوقدر لمبه ورپسې و. د اّګرې او سيكرې دروازې يې ماتولې او د پښتون كاله ته يې د ده خپلواكي راوستله او نارې به يې وهلې چې: سمه په نره د فرعون ګريوان ته لاس اچوم چې د موسى غوندې د ډېرو پېرزوينو وړ شم په دغه توګه يې پوره سل كاله خپل ټول ال و عيال د دې خپلواكۍ دپاره قرباني كړو، دل شو، خو بدل نه شو او توره يې تيكي ته كړله. همدارنګه د دې ناوړې مغلوالې دمخنيوي لپاره لويو پښتنو دريا خان او ايمل خان د وطن هره تېږه او لوټه مورچل مورچل كړې وه او په هيڅ قدرت يې پښتون قام د مغلوالې سر ټيټۍ ته پرېنښودلو. هم دغه د خپلواكۍ يو نه وركېدونكى احساس و، چې هغه مغل خوشحال چې د مغلو مالګه يې څكلې وه. دغسې پښتني احساس په سپينه ږيره افغان كړلو داسې افغان و، چې بيا يې پر قبر د مغلو د اسونو د دوړې نه هم نفرت كولو او د خپلواكۍ ګټلو لپاره يې تر مرګه پورې ښه په نره ځان د پښتنو د كور عظمت او سمبول وګرځولو. دې پسې د پښتانه د كاله د ارمانونو او ارزوګانو د پوره كېدلو دور راغى، د كوم دور مشري او ښه بختي چې تاريخ هوتكيانو ته ساتلې وه. هوتكيان د دوستۍ او دښمنۍ، د پښتنو مشرانو د ناكامۍ او د دغو مشرانو د خپلې خپلواكۍ مخكښ لارويان وګڼل شول. ټول هوتكيان د پت، پښتو او ټولو پښتني ارزښتونو په ساتلو كې پر تول پوره وختل، د پښتنو پر پښتو كولو د اتفاق او يووالي پر اهميت او جوړښت، د جرګې مركې او د خپه او ناراضه پر پخلا كولو پوهېدل. ټول پښتانه يې يو برابر وګڼل. دغه وجه وه چې كه په اوږد تاريخ كې چېرته هم پښتانه په يو مشر يو موټى شوي او يوه خله شوي دي، نو د هغې ابتداء او پېل هم د دې هوتكيانو له پېره كېږي، چې بيا د دغې ټولوالې مظاهره له نادري پېره وروسته د لوى احمد شاه بابا په ورځو كې هم شوې وه. دغه وجه وه، چې پښتانه ټول لكه د مرغو د يو سيل د هوتكيانو خوا ته شول او د دغه لوى لښكر په سوب هوتكيانو په اول ځل پخپل هېواد كې يو خپل واكه قدرت (د پښتنو حكومت) جوړ كړو او د نړۍ د كړكېښ ليكونكيو هغه خولې يې بندې كړې، چې پښتانه، خو په نورو هېوادونو كې حكومتونه جوړولى شي، خو په خپل هېواد كې دا توان او دا قدرت نه شي لرلى. د بدمرغۍ خبره دا وه، چې د هوتكيانو پېر ډېر لنډ و او يواځې د دېرشو كالو پورې وه. كچېرې دا پېر اوږد پاتې شوى واى؛ نو حقه خبره دا ده چې هوتكيانو به د پښتون د كاله، د افغان د خاورې، ژبې او كولتور داسې داسې خدمتونه كړي وه، چې نن به افغانستان په هر ډول هنر او فرهنګ ډېر شتمن او ښايسته و او د پښتو لمن به د دې څخه زياته غوړېدلې، ارته، بېرته او پراخه وه. د خوشالۍ خبره دا ده، چې هوتكيانو په خپل دغه لنډ تنګ او له سازشونو ډك پېر كې په ډېر لږ وخت كې د ژبې او فرهنګ په لړ كې هغه پاخه ګامونه پورته كړي دي، په كوم چې د ننني پښتو ادب ماڼۍ پر پوره درنښت ودانه ده. كه يو قوم هر څومره ترقي وكړي، خپلواكي څه چې بانديني هېوادونه هم ونيسي او هره نمونه دبدبه او شان و شوكت يې لوى او ډېر هم وي، خو چې تر څو يې خپله ژبه او خپل كولتور غني كړى او شتمن كړى نه وي، نو بيا هم دغه قام د تاريخ په پاڼو كې هيڅ مقام او ارزښت نه لري او نور خلك بيا د دوى د تهذيب، تمدن، ادب او كولتور څخه بې خبره پاتې كېږي او دا قوم بيا د قومونو په تاريخ كې د ياد وړ ځاى نه مومي. د هوتكيانو د پېر غټه او لويه بخښنه، خپل قام ته دا وه، چې دوى د خپلې ژبې د سرلوړۍ، شتمنۍ، ساتنې او پالنې لپاره ډېر غوره غوره او ښه ښه كوښښونه كړي دي. د دې لوى ټبر ډېر نارينه او ښځې خپله د پښتو ژبې شاعران او اديبان وه، د ليك لوست كورنۍ وې. د كتابونو او ديوانونو لرونكي وه، چې د ليكونو غوره غوره نمونې يې په كتابونو كې موجودې دي. دې لويې او حساسې كورنۍ خبره يواځې د خپلې شاعرۍ او ليكنې پورې ونه تړله، بلكې د ژبې د روزنې او پالنې دپاره يې ادبي دلبارونه جوړ كړل. جرګې مركې يې پېل كړې. په مشاعرو يې پېل وكړ. د ليكوالو او اديبانو سرپرستي يې پېل كړه. د هغوى سره مرستې كول يې خپل شعار وګرځولو. ليكوالو او اديبانو ته يې د هغوى په اثرونو انعامونه او جايزې وركول يې پېل كړل. د كومې په سوب چې د عام ولس شعور دې اړخ ته بيدار شو، د خپلې ژبې په قدر او زور وپوهېدل. د دې برخې سره يې مينه زياته شوله او د ليك لوست اړخ ته يې پام وګرځېدلو. په دې هكله محترم استاذ عبدالروف بېنوا څومره ښه ليكنه كړې، چې دا زلمى (ټولواك شاه حسين) پاچا د پښتو خوږ ژبې شاعر دى. د پښتو په خدمت كې يې تر هر پښتون پاچا ډېر زيار وكښ او خپله مينه يې ورسره ښه څرګنده كړه. د زلمي شاه حسين دوره هغه دوره ده چې پښتو ته اساساً توجه شوې ده او په پښتو كې ښه ښه ليكونكي او شاعران ميدان ته راوتلي دي. يا په بل عبارت لكه پاړسو ژبه چې په غزنوي دوره فخر كوي همدا شان بايد پښتو په دې دوره ووياړي او مونږ هم بايد دا دوره د پښتو د اساسي ژوند دوره وبولو. هو! دا د يو پښتون پاچا لومړى دربار دى چې محمد هوتك د پښتو پياوړي اديب ته امر وركړ شو، چې د پخوانو او معاصرو پښتو شاعرانو تذكره وليكي او د همدې دربار بركت دى چې د پښتو ادب 12 سوه كاله عمر وموند او د هغه وخت د ادب ښكلې نمونې يې په "پټه خزانه" كې راته وساتلې. (پښتو روزنه، ص 86، كابل 1357ل) د دې پېر يو نه هېرېدونكى احسان:- په دې پېر كې چې پتمنو هوتكيانو د پښتون د كاله د شملې هسكولو لپاره كوم كوم غوره كارونه كړي دي، په دغو ټولو كې يو لوى كار، يو لوى احسان، د يوې لويې شتمنۍ شتمن كار، د پښتون سرلوړي، د تاريخ، كولتور او ژبې اوچتيدونكى كار "پټه خزانه" ده، د خزانې مطلب خزانه وي، خو د روپو پيسو نه، ځكه چې د روپو، پيسو خزانه خلاصېږي او تشېږي. دا هغه علمي خزانه ده، هغه فرهنګي خزانه ده، چې تر قيامته د خلاصېدو نه ده. د تشېدو نه ده او د وركېدو نه ده ا و دا يوه هغه سخته او ډكه خزانه ده، چې هر پښتون وګړى ترې يو شان برخه اخلي او خپله ادبي لمنه پرې ډكوي. دا د هوتكيانو د كورنۍ په پښتو او پښتنو يو داسې لوى احسان او يو داسې وركړه ده، چې هيڅوك يې په هيڅ ډول د بدل حق ادا كولى او پوره كولى نه شي. دا خزانه، خزانه وه، خو پټه وه، خوره وره وه. هوتكيانو رڼا ته كړه، ښكاره يې كړه، ښكاره كېدل يې څه چې پر غليمانو تندر پرېوت، وارخطا شول، او وريږدېدل؛ ځكه، چې د دې خزانې پر وجې يې خپله ژبه ګونګۍ شوه. وړه شوه، كم عمره شوه، ځكه يې ورپسې سازشونه، پلمې او ډنډورې پېل كړې، چغې شولې، غږ يې كړو چې دا جعلي ده، حبيبي (لوى عالم) د ځانه جوړه كړې ده. ورانه ويجاړه ده. لغت او فرهنګ يې بې معنا دي، لفظونه يې د پښتو نه دي، تاريخي او جغرافيايي ځايونه يې زاړه نه دي، نوي دي. دا زيار چا نه كولو او كولى يې نه شو، چې د كابل ماڼۍ ته راشي، ويې ګوري، ويې سنجوي او بيا خپله فيصله واوروي. دا زما په خيال په دنيا كې وړومبى كتاب دى، چې په ناليدلي مخ پسې يې داسې ناوړې فتواګانې سازې كړاى شوې، د علم په دنيا كې خلك د يو علمي كار جواب پر علم، څېړنې او لټونې وركوي، پر ناليدلي غشي يې نه ولي. دا د داسې عالمانو يو دستور جوړ شوى، يو دود او لاره يې خپله كړې. څه وخته پورې د دې خزانې په بابله دا خبره هم نېغه نېغه كېدله، چې كچېرې رښتيا هم دا خزانه دومره زړه او پخوانۍ وي او دا لوى حبيبي د خپله ځانه نه وي سازه كړې؛ نو د ژبو او پر ځانګړي ډول افغانستان د ژبو لوى پوه پروفيسر مارګنسټرين به يې پر زوړوالي څه ثبوت وړاندې كړى و. دغه لوى عالم دا خزانه يوه "كوټا" او ځان سازې ګڼي. (خو له كابله خپره شوې مجله "پلوشه" 1357ش) له مارګنټرين استاذ د دې ليكنې څه ځواب كوي: "د وياړنې ژبه نوې بريښي سړى دا سوچ كوي، دا د اتلسمې پېړۍ په لمړۍ نيمايي كې چې د ملي رنسانس پېر و، محمد هوتك دې ته هڅېدلى چې پښتو شعر تر (پاړسو) ژبې پخوانى وښيي او په دې توګه چې ورته د امير كروړ غوندې زاړه شعرونه په لاس ورغلي د هغو نېټه يې په خپل لاس زړه ښوولې ده او يا ښايي له هم داسې خپل لاسۍ پښتو سره د ده په لاس كې كيوتې وي، په هر ډول دغه تذكره نه د حبيبي خپل لاسي راايستنه ده او نه د هوتك او په دې كې هم شك نشته چې پښتو د ادب خورا زړې بېلګې يې له نشتېدو څخه ژغورلي او راخوندي كړي دي او دا خبره ګرانه ده، چې ووايم د هغو زړښت به څومره وي." دا خو وه د باندېنيو خبره، راځو خپل كور ته، دلته د خپل كور ځينې كسانو هم پر ډال څپېړه ووهله او غږ يې كړ چې دا يوه جعلي خزانه ده او دا كتاب حبيبي صاحب له ځانه ليكلى دى لومړى خو بره اشاره وشوه او زما دا خو يوه اشاره وه. دې لړ كې خو عالمانو لوى لوى كتابونه ليكلي او غوره غوره تحقيقونه يې كړي. د كومې په رڼا كې چې يې په كراتو ثابته كړې ده چې دا يو اصل كتاب دى، جعلي كار نه دى. (هميش خليل- تول پارسنګ- دوه يم چاپ د نويو زياتونو سره- د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز چاپ 1383ل كال). فرض كړه، دا يو جعلي كار دى او حبيبي صاحب له ځانه كړې دى، څه له يې كړى دى؟ د چا لپاره يې كړى دى، قوم، ژبې، ولس او وطن له يې كړى دى او كه خپل ځان له يې كړى دى، د هغوى دې ته څه اړتيا وه، ځكه چې هغوى خو د خپل كار په سوب د اسمان د ادب يو داسې روښانه لمر و، د چا په مخكې چې د بل كوم اديب ډيوه نه شوه بلېداى او ښكاره كېداى. د داسې كارونو په وخت كښې د خپل پښتني هوډ او احساس بيدار ساتل په كار دي. زه دلته په لنډه توګه يو مثال وړاندې كوم: حضرت پير روښان د پښتانه د كاله هغه لوى قهرمان و، چا چې د دې ولس د خپلواكۍ، سره سره د ده د ادب، ليكدود، فرهنګ، موسيقۍ، ژبې، سكې (پيسه) جنډې، عشر- زكوت او د نورو پاچاهانو د ځان مننې ليكونه غرض دا چې د يوې مكملې پاچاهۍ يو عملي تصوير وړندې كړلو. د دغه غرض دپاره يې په څلورو ژبو پښتو، پاړسو، عربۍ او هندۍ كې ليكونه وكړل. په هغه وخت مغل په خپل زور او زر او د پښتنو د لالچ، حرص، ناسودۍ او كورنۍ دښمنۍ او بې اتفاقۍ په وجه دا مسلمان سړي كافر، ملحد، زنديق او تورزن كړو. د مغل خو دا حق و، چې داسې وكړي، ځكه چې د هغه پر تحت او بخت يې زلزلې راوستې او د پښو نه يې ورله ځمكه وښويوله، خو د دې پښتنو په مخالفت نه پوهېږم، چې دوى يې ولې مخالفت كولو، د منصبونو، انعامونو، حكمتونو، څوكيو او لالچونو (طمعو) په خاطر. دغه يو دور و، لاړ او، تېر شو، چې حالات ساړه شول؛ نو هنديانو چيغې كړې، كتابونه يې چاپ كړل. وې روښان زمونږ د هندۍ ژبې يو ښه شاعر او ليكوال و او په ډېر احترام يې نوم اخلي. د هغوى دغه چل لا روان و، چې پنجابيانو چيغې كړې. په پټيالا كې پرې د "بابا وجيد" په نامه كتاب وليكلو. مقالې پرې وليكل شوې. وې دا خو زمونږ د پنجابۍ ژبې وړومبى ليكوال دى. دوى لا په دغو هلو ځلو كې وه، چې په عربۍ ژبه كې پرې ميرولي خان صاحب د پي، ايچ، ډي ډګري واخستله، وې دا خو د عربۍ ژبې او ا دب يو نامتو ستورى و. هغوى لا د ده په صفتونو نه وه ماړه، چې په لاهور كښې پرې د پاړسو ادب ليكونكيو دعوه وكړه، چې دا خو د پاړسو ژبې په زړو او غني شاعرانو او اديبانو كې دى ا و كتابونه يې پرې وليكل. دوى لا دا خوشالي كوله، چې په پېښور كښې يې اينكيانو له مزه وركړه او كتابونو كې يې ځاى كړو. چې ګوره نه، دا د هيڅ چا شاعر نه دى، دا د بل چا ژبه نه ده، نه هندي ده، نه اردو ده، نه پنجابي ده، دا خو فقط هندكو ده او پير روښان د هندكو ژبې يو قديم او يو تكړه شاعر او ليكوال و. دوى پسې اردو ژبو بډې راښكلې او جميل جالبي صاحب په خپل كتاب (اردو ادب كې تاريخ) كښې پير روښان د اردو ژبې يو زوړ او پوخ ليكوال ثابت كړلو. دغه چل روان و، چې تېره مياشت (جولايي 2005م) كال په اسلام اّباد كې كار كوونكي يو ليكوال د اسلام اّباد په اخبار اردو كې يو مضمون وركړو. نوم يې دى (حضرت بايزيد انصاري اردو شعر کى بازيافت) او د دغه يو شعر په سر يې دا دعوه وكړه، چې دا شعر په اردو ادب كښې د ټولو نه زيات زوړ شعر دى. اوس راځو، پښتنو ته، كومو پښتنو ته؟ هغو پښتنو ته د كومو لپاره چې پير روښان تورې وهلې،د مغلو نه يې د دوى بدل اغستلو، دوى له يې خوداختياري او خپلواكي ګټله. دوى يې د خپل واك خپل اختيار، خپل بخت او خپل تخت خاوندان كول. د دوى ژبه، د دوى كولتور يې دنيا ته ورپېژندلو. دې پښتنو ورسره څه چل وكړو كافر يې كړو، ملحد يې كړو، زنديق يې كړو او پير تاريك يې كړو. دغه وجه ده چې يو څو كاله مخكې چې استاذ اسماعيل يون د پېښور له پرس څخه خپله د ياد وړ مجله "هيله" ايستله، نو ما ورته د دغه تور او مړ احساس په اړه يو مضمون چې سرليك يې و (پير روښان د چا شو؟) وليكلو. زما په اند خداى مه كړه، كه پير روښان په څلور مذهبه كافر هم وي، خو كومې هلې ځلې او غورځنګ يې چې د پښتون د شتمنۍ او خپلواكۍ دپاره كړى دى. بيا هم زما د پېرزوينو وړ دى او زه ورته د عقيدت ډك سلامونه وړاندې كوم. د پير روښان د ژوند- ژواك او د هغه سره د شوي عمل په رڼا كې "پټه خزانه" كتل، لوستل او بيا پرې څه ليك كول په كار دي. د دې سره حبيبي صاحب ته هم ډېرې دعاګانې كوم، عقل، پوهې او علم ته يې سلامونه كوم، چې په دومره ژبو، يا دومره زړو لفظونو، ټكو، ځايونو او نومونو يې علم درلوده او د ځان نه يې وركې يو كتاب ليكلى شو، خو يوه ګيله مې ترې هم ده، چې د ځان نه دې دومره كار كولى شو (د دغو مخالفو خلكو د وينا په مناسبت) نو بيا دې پښتو د سوميريانو پنځه زره كالو ته ولې نه رسوله Pa pakhtano ki de Hotakiano Sarlwari By: Mohammad Perwish Shahin - بېرته شاته