(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كاكاجى صنوبرحسين

موږ دهغه باندنيو خبري اژانسو چي دا وخت په پښتو ژبه خپروني كوي دزړه د كومي ستاينه بايدوكړو په زياته بيا د دمشل راډيو د ډيوي راډيو چي دوي موږ ته نه يواځي تازه او نوي خبرونه ا روي بلكي په زړه پوري پروګرامونه وټولو پښتنو ته غوږ ورسوي په زياته بيادهغه رسنېو دا وياړ چي دوي ته پښتنو دننګيالو د ورځو دلمانځلو ياد دوي تليسن په اړه جوړ شوي پروګرامونه په هواكښې ځموږ دپاره خوروي نه يواځي دوي دپښتنو دسترو ننګياليو په ژوند خپروني كوي بلكي ځموږ تاريخي وياړو نه ادب شاعري لنډه دا چي بي شمېره څه د دواړو رسنېو دلاري پښتنو ته رسيږي پرون دجمعه په ورځ د پښتنو ديوه ننګيالي دتلين په اړه هم دضوبر حسين كاكاجى په اړه معلومات راكول شول ددي دمخه دارواښاد خان عبدالغني خان دتلين په ورځ چي په ټول پښتون افغان وطن چي كوم پروګرامونه شوي وو هغه د ټولو غوږو ته ورسول كه هغه دوي رسني نه وي نو ډيري ګرانه چي وه چي په دي اړه دومره پښتانه خبرشوي وي ددي څخه دمخه ځلاند ورځپاڼي لخوا به دكاكاجى صنوبر او ځموږ دنورو اتلانو په اړه د دوي د ورځي په مناسبت ليك راتلي خو ددي واره دناخبرتيا اوستي دكبله دځلاند چارواكي په دي ونه توانيدل دا خو ددهغه رسنېو چي هغه باندني دي چلونكي يا چارواكي دومره پياوړي دي چي دوي دومره ښه خپرونى جوړه وي او خپروي يې ځموږ ځائي په دي كار پوه دهغه پيښي هم نه شي كولي او يوه بله بدمرغي چي ځموږ دليكوالو اديبانو او شاعرانو په برخه شوي ده دوي تراوسه په يوه خول يا چوكاټ كښې راګير دي دخپلو ننګياليانو يانوري ليكي كول يوه خواته دوي په دي هم نه دخبر چي ددهغه لويو پښتنو تلين ياد دو په ژوند څه وليكي آن دا چي دوي ته دا هم نه دڅرګنده چي د دوي ورځي كله دي خو خيردنومول شو ورسنېو او د دوي دكاركونكو چي څومره ستاينه وشي زه لږ شميرم دوي په دا څو كلو كښې دومره څه وكړه چي نورو په څو لسيځو كښې نه دي كړي؟

كاكاجى صنوبر چي كال ۱۸۹۷ء كښې دپيښور څخه په نز دي پروت يوه كلي كښې سترګي وغړولي خپلي لومړي زده كړي هم په دهغه كلي او پيښور كښې ترسره كړي خو دلومړي ورځي څخه دخپل ټاټوبى دخپلواكي او آزادي دپاره مبارزه پيل كړه او تر كال ۱۹۶۳ء پوري خپلي دي ميارزي ته دوام وركړي چي هم په دهغه كال كښې نز دي ۶۳كلو ژوند وروسته سترګي ددي نړۍ څخه پټي كړي خو خپل ژوند يې ټول په مبارزه كښې په هر ډول بدحالاتو كښې تير كړي موږ ټول په دي خبر يو چي لومړي انګريزان او بياد هغه ځائي ناستو ته هره خبره دځغم وړده خو دخپلواكي يا دخپل قام غم خوړل و دوي ته دښمني ښكاره كيده او كيږي خوارواښادكاكاجي صنوبر يو داسي مبارز وو چي دوي نه يواځي د خپل قام دخپلواكي ږغ پورته كاوي بلكي ددي دپاره يې دوسله والي مبارزي څخه هم مخ نه ګرځاوي ددي دڅنګه كاكاجى صنوبر دخواري كښو او بزګرانو او خورانو دپاره هم مبارزه كوله او د دوي دحق دراوړ لوغوښتنه يې كوله ځكه چي موږ كاكاجى صنوبر يو مترقي وطنپال او مبارز ګڼلي شوه چا چي ديوه مشكل څخه مخ نه ګرځاوي او دوي دامبارزه د قلم او د عمل باندي ثابت كړي دي او ددي وياړ دپاره ليك هم كاوي شاعري يې كوله او يو مجله يې چاپ كوله دوخت دواكمنو دكاكاجى صنوبر وارو كله ربليږي نو ځكه دوي خپله مبارزه دغرو او ګږنګو ورسوله او دوطن څخه ليري په كلو كلو دخپلي خاوري او دولس دپاره نه ستړي كيدونكي مبارزه دخپلو ملګرو سره مخ ته يو وړه كاكاجى صنوبر په يوه وخت كښې دخپلواكي غازي وو شاعر ليكوال صحافى او اديب هم وو او دوي ډېر كتابونه هم ليكلي دي چي څه چاپ شوي او څه ناچاپه پاته دي خو دبده مرغه دوخت حكمرانان نه يواځي دكاكاجي صنوبر وارو مبارزنه يواځي ترټي بلكي د دوي دبدنامه كولو لوهڅي هم كوي چي په ولس كښې دهغه رښتنې ځائي او مكان پيدا نه كړي د كاكاجي صنوبر وارو بې شميره پښتانه مبارز هم داسې حكمرانانو د ولس څخه ليري ساتلي دي خو ليكوال او رڼ اندو ته په كاردي چي په ياد وساتي او د ټولو سپيڅلو مبارز وپيژندنه په پښتون ولس كښې وشې هم دهغه ټول ځموږ د تاريخ برده ده او هغه قامونه چي خپل خپل تاريخ ايروي هغه دهغه سړي وارو دي چي يادوني (ياداشت) ځيني واخستل شي چي دا د قوم وراني دي ټولو خلاصون په كښې وي كه دا ټول هر ځائي پراته دي ځكه دا د ټول پښتون افغان ناورين دي چي ځموږ په كور كښې غورولي دي كه په دي څوك خوشحاله كيږي كه خوابدي كيږي او هغه څوك چي ځموږ ټاټوبى يې داور ډګر جوړ كړي دي هغه دي د شاشجاع د وخت پيښې ولولي او د موږ څخه دي د غلامي په ځائي د ملګري په سترګه و ګوري هم دهغه نړۍ وال اصول دى.   دمشال راډيوپه مننه  عبدالجبار كاكړ

- بېرته شاته