(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(سمیع الله تړون (دا دوه پلچکه دي ستا سر وخوري

ليکوالنظرمحمد مطمئن

زموږ سره په سفرکي يو هزاره توکمه ژورنالست وو، د پولنډ هيواد د کاراکوب ښار کې د پوهنتون محصلينو سره مو د ژورنالسټانو اړوند مجلس درلود، دا ځل د نورو مجلسونو برعکس زموږ هزاره ملګري داسي څرګندونې درلودلې، تر پولنډي محلصينو موږ په ځير ځير ورته کتل، هغه د محصلينو ددي سوال په ځواب کې چې ژورنالسټانو ته تر ټولو زيات خطر څوک دي؟ طالبان، حکومت يا بل څوک؟

د هزاره توکم ژورنالست چې پخوا يې له طلوع ټلويزون سره کار کاوو، د پولنډي محصلينو په جواب کې وویل چې؟ يو ځل د طلوع ټلويزون کارکوونکی په کندز کې د نامعلومو کسانو له خوا ونيول شو، د ټلويزون مشر کارکوونکي ته ټليفون وشو چې زموږ څخه يې يو نفر (ژورنالسټ) کښته کړ، داسي معلوميدل چې طالبان به وو؟ د طلوع ټلويزون مشر کارکوونکې سمدستي د طالبانو د وياند ذبیح الله مجاهد سره اړيکه ونيوله، د طالبانو له خوايې د خپل ژورنالسټ د نيولو خبره ورته وکړه، مجاهد ورته وويل چې کيدای شي سهوا به نيول شوی وي، که طالبانو نيولی وي هغوی غرض ورسره نه لري او ډیر ژر به بيرته تاسي سره اړيکه ونيسي.

نږدې لږ وخت وروسته بیا ځل د د طلوع ټلويزون مشر کارکوونکې ته د طالبانو د وياند مجاهد له خوا ټلفون وشو، په بخښنې سره چې زموږ ملګرو ستاسي کارکوونکی نه وو پيژندلي چې ژورنالسټ دی، که په لومړی وخت کې هغوی ته ویل شوې وای چې ژورنالسټ دی، همدومره به هم په تکليف کيدی نه، اوس دي ستاسي ملګري ورسره اړيکه ونيسي، او کيدای شي دی هم تاسي ته ټلفون وکړي، په بغلان کې دی، موږ د ژورنالسټانو احترام لرو، په درنه سترګه ورته ګورو، که دا ډول ستونزه  د ناسمو معلوماتو پر بناء کله پيښدله، ښه داده چې زموږ سره اړيکه ونيول شي، او موږ به په هیڅ ډول چاته اجازه ورنه کړو چې ژورنالسټانو ته ستونزي پيداکړي.

همدومره خبره وه، زموږ دغه د هزاره توکم ملګری چې د طالبانو د نظرياتو سر سخت مخالف وو، په دغه ډول خبرو يې تر موږ پولنډي محصلين ډیر حیران کړل، ځکه هغوی هم د طالبانو په اړه عجيب او غريب افواهات اوريدلي وو، کله چې يې د همدغه افغان نا پيلې څرګندونې او حقيقتونه واوريدل، په داسي حال کې چې په نورو برخو کې همدغه هزاره توکم افغان د طالبانو په اړه مخالف او له افراطه ډک نظر درلود.

يوه بله هم دهمدغه ملګري عجيب څرګندونه وه چې موږ ته يې د ډوډۍ پر سر وویل، يو ځل چې د طالبانو له خو ارګ ته نږدې پر اريانا هوټل بريد وشو، زه هملته صحنه کې وم، ځان مې ورته ورساوو، طالبانو زه وليدم، چې کيمره راسره ده او عکاسي کوم، زه يې ښه سم ليدلم، که هغوی غوښتلای چې ما په ډزو وويلې ډیر اسانه يې کولای شول، خو هغوی ماته هیڅ ونه ويل او ما عکاسي کوله، کله چې افغان پولیس سيمې ته راورسيدل، موږ يې منع کړو چې د مرګ ژوبلې اړوند دقيق معلومات تر لاسه کړو.

همدا لږ شيبه مخکې د هلمند ولايت يوه ملګري راته وویل چې څو کلونه وړاندي په لښکر ګاه کې د هلمندڅپانده سیند تر نوم لاندې مشاعره جوړه شوې وه، ځوانو هلمندې شاعرانو له خوست  څخه ښاغلي اکبر پروانه ته هم په مشاعره کې د ګډون بلنه ورکړي وه.

اکبر پروانه د هلمند د څپانده سیند مشاعرې ته هوڅيدی، هغه د هلمند په اړه د ناامنې ډیرې خبري اوريدلي وي، خو پروانه به ویل چې زه دهر افغان پروانه یم، نه خوست،  ننګرهار او کونړ پروانه.

هلمندې ملګري سوړ اسويلی وکيښ هغه ورځ مې هیڅ نه هيريږي، پروانه صاحب د ولايت په ميلمستون کې وو، د مشاعرې ورځ را نږدې وه، سبا مشاعره وه، خو پروانه ته ویل شوې وو چې تاسي ته په مشاعره کې د شعر ویلو اجازه نه شو درکولای.

پروانه ته له دي امله د هلمند څپانده سيند مشاعره کې د شعر ویلو اجازه ورنه کول شوه، چې هغه د افغان ولس اواز د خلکو تر غوږونو رساوو،  هغه ته له دې امله اجازه ورنه کول شوه، چې د پرديو د غلامي ځنځير يې پر غاړه نه وو، له دي امله اجازه ورنه کول شوه، چې د ډالرو په مقابل کې يې د خپل افغاني ضمير پلورل نه شوای زغملای.

پروانه صاحب! سره له دي چې مينه يې درلودله، ډول ډول تصورونه او خيالونو به يې په ذهن کې ترسيمول چې: زه به د هلمندي ځوانانو په مخ کې د دريځ شاته ولاړ یم، زه به په هغه هلمند کې ځوانانو ته خپل اواز او شعر اوروم چې د نړۍ ټولو کفري پوځيانو ته يې په تش لاس غاښ ماتونکې ګذارونه ورکړل، زه به په لشکرګاه کې د موسی کلا او مارجې کيسي کوم، له ځوانو شاعرانو سره به خپل د زړه بړاس شريکوم.

د پروانه صاحب په ذهن کې داهم راتلل چې د هلمند هلوکان او ځوانان به چې هلمندۍ او کندهارۍ د خامکو غاړي به يې اغوستي وي، ماته به لاسونه پرقوي، هغوی به د لاسونو له پرقهار سره ولاړشي، وايې به: پروانه صاحب! پروانه صاحب! دا مصرعه، دا بيتونه بيا ځل ووايه، پروانه صاحب! درېيم ځل يې ووایه.

خو! پروانه صاحب ته وویل شول چې! موږ به تاسي ته په دي شرط د شعر ويلو اجازه درکړو چې ستاسي شعر به سانسور کيږي، مخکې له دي چې شعر وواياست موږ ته به يې را ښياست، ځکه ستاسي شعرونه پر حکومت او چارواکو نيوکه وي.

اکبر پروانه له همدې امله په مشاعره کې له ګډون کولو څخه هم ډډه وکړه، د مشاعري په ورځ په بست هوټل (حکومتي ميلمستون) کې يواځي او تنها ناست وو، د مايوسي په خيالونو او سوچونو کې غرق تللی وو.

ډاکټر نثار احمد صمد چې په امریکاکې استوګنه لري، تر ټولو سختې نيوکې د امريکا پر تګلاره او حکومت کوي، دا ډول ډاکټر ځيرکيار صاحب! هم د امريکا د تګلارو مخالفې ليکنې کوي، ډاکټر روستار تره کی صاحب په فرانسه کي او دا ډول په لندن کې ځينې پښتو ويبپاڼې او ژورنالسټان په افغانستان کې د فرانسې جرمنې او  انګريزي پوځيانو پر شتون او تګلارو سختې نيوکې کولي، چې ځينې ليکنې او نظرونه خو نړيوالو رسنیو هم خپري کړي، چې واشنګټن پوسټ او نيويارک ټايمز يې هم کله ناکله خپروي.

ديادو او ډیرو نورو هغو ليکوالو، څيړونکو او ژورنالسټانو له ډلې يو هم د يادو هيوادونو حکومتونو له دې امله ونه نيول چې ولي د حکومت مخالف نظر لري او ولي د حکومت د تګلاري پر خلاف ليکنې خپروي.

تړون صاحب! خو ویل چې دا دوه پلچکه دي ستا سر وخوري، همدغه ده ته بلا شوه، يوځل مخکې ونيول شو، اوس بيا څو اونۍ کيږي چې په دي ګناه به د زندان په تورو کوټو کې د ژمي يخې او سړې شپې سبا کوي چې هغه غواړي د خدای ورکړي شعر ويلو استعداد څخه د حال پر ژبه د يرغلګرو او ظالمو چارواکو ناسمې کړنې افغان ولس ته ووايې، همدغه يې ګناه ده، او په همدې ګناه بندي دی.

سمه ده چې تړون صاحب به د حکومت د نظر او غوښتنې مخالف شعر وايې، سمه ده چې د هغه به د حکومت ناسمه او د افغان ولس سره د دښمنې تګلاره نه وي خوښه، سمه ده چې هغه به نه غواړي چې د يرغل په شتون کې د چارواکو او لوړ پوړو کسانو صفتونه وکړي، او بالاخره نه به غواړي چې د ځينو نورو شاعرانو په ډول له دي لاري ځان قصرونو ته ورسوي، د کورونو خاوند شي، د پيسو خاوند شي او په ننګرهار او يا کونړ کې د ځانګړې راډيو خاوند شي.

تړون صاحب هم کولای شول چې د ځينو نورو په ډول په کونړ او يا ننګرهار کې د پي آر ټي له پيسو څخه برخمن شي، بهرنيو يرغلګرو عسکرو ته يې لمن غوړولي وای، له هغوی څخه يې پيسی تر لاسه کړی وای، د راډيو او مجلو بازار يې ګرم کړی وای، خو ايمان يې اجازه نه ورکوله.

که په هيواد کې کلک ايمان، اسلامي عقيده او پر اسلامي عقيده او افغانيت ژوند کول ګناه وي، او د زندان لامل ګرځي، بيا نو سمه ده، چارواکې حق لري چې تړون او د ده په ډول نور د حکومت د تګلارو مخالف شاعران، ليکوالان او افغانان زندانونو ته يوسي، په تورو کوټو کې يې بند کړي، د خپل افغانيت او اسلاميت جزاء ورکړي.

که داسي نه وي، تمه ده چې افغان حکومت نور داسي کړنې ونه کړي، چې روڼ آندې، ليکوالان، شاعران او زده کړي کسان هم د ځان دښمنان کړي، هسي يې هم له ولس سره وار له مخه فاصله نيولي او د حکومت د ناسمو کړنو نتيجه وه  چې امنيت ورځ تر بلې خرابيږي، افغان ولس ورځ تر بلې پر حکومت بې باوره کيږي.

د تړون صاحب د کورنۍ غړي اوسمهال شاعران او ليکوالان دی، دهغه وروڼه نه شي کولای چې د تړون د مظلوميت اواز د چارواکو تر غوږو ورسوي، اميد دی چې ليکوالان، ژورنالسټان او رسنۍ به د هغه په خلاصون کې خپل مسئوليت اداء کړي.

که ليکوالان، شاعران او روڼ آندي خپل اواز وچت نه کړي، نو يو په بل پسي به زموږ نور ملګری هم په خپل نوبت سره د زندان د تورو کوټو خوند وګوري.

 

- بېرته شاته