(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تركله به افغانان دكړاونو

تركله به افغانان دكړاو نو سره مخامخ وي؟

محمد نعيم كاكړ

19.01.2014: يو ملت چي د بل په خوله خبره كوي يا د نورو په لارښودنه ږغيږي يا د رښتيا او حقيقت څخه سترګي پټوي يا د تاريخ څخه زده كړي نه كوي يا د خپلو ډله ايزه يا ځاني ګټو په خاطر هر هغه څه كوي چي دده ګټي يا دده د ډلي ګټي خوندي پاته شې يا هغه څوك چي هر څه ورته څرګندوي خو رښتيا نه شي ويلي يا خبره د منطق او اټكل په ځائى د نورو د خبرو او ازواوپروپيګنډو څخه اغيزمن وي نو هغه كله هم نه شې كولي چي و خپل ولس ته سوچه او خواپاكى لاره وښائي او خپل ولس په داسې لاره د روانو هڅي وكړي او نور د ځان سره ملګري كړي د بده مرخه افغانانو د تېرو پنځه ديش كلو څخه هر اړخيزه سرشندني وركړي دي خو بيا هم دوي په دي خبره پوه نه دي چي ولې دوي د نورو د ګټو ښكارشول او اوس هم ښكار دي يو داسې ملت چي په سينه يې د زور د لاري چاړه تېره شوي وي او هغه بيا هم په پلمو او بهانو ځان خلاصوي نو ددي په ځائي چي څه خبره ونه كړي هغه به ښه وي د ډيورنډ كرښه په زور راكښل شوي وه كه هغه د وخت د پاچا په هوكړه شوي وه يا د ولس په خبري يا ناخبري شوي وه ددي د منلو څخه يانه منلو څخه څه فرق نه راځي خو ځما د خبري مانا بايد چي په مطلب كښې وانه خستل شې خو بايد د رښتيا څخه هم سترګي پټي نه شي ځما د هغه مبارزو ليكوالو او رڼ اندو څخه دا هيله ده چي دوي و خپل ولس ته رښتيا وړاندي او يوه داسې سوچه تګلاره و ولس ته وړاندي كړي چي دهغه خوار ولس د دهغه ناورين او اور څخه څنګه را استلي شو.

داسې خو موږ په انټرنيټ باندي ډېر څه ګورو چي هر يو خپل وړانديځ وړاندي كوي خو د بده مرغه دوي دهغه وړانديځونه د يوې او بلې خوا د اغيزو په زور د هغو خبره زياته مخ ته وړي ډېر لږ داسې ښكاره كيږي چي دوي و خپل ولس ته رښتيا وړاندي كوي نن بشپړه ملت تاټوبى داور په سړه لمبو كښې سوځل كيږي خو هيڅوك داسې نه ښكاره كيږي چي دوي ملت ته د رڼا يو بڅركه ورښكاره كړي بلكې دوي يا خو د كرزئي په حكومت توري ګورتي مږي يا ددي دولت په مخالفينو چي دويم اړخ يا طالبان ورته ويل كيږي هغه د خپلو نيوكو لاندي راولي خو هيڅوك داخبره نه كوي چي دا دواړي خواوي ددي ناورين مسئول دي ولي چي دا دواړي خواوي خپلواكه نه دي او د دوي واك او اختيار د نورو په لاس كښې دي نو چي د چاواك او اختيار په خپل لاس كښې نه وي نو بيا څنګه موږ يوه ته ښه او بل ته بد ويلي شو خو ددي څخه هم ډه ډه نه شې كيدي چي دادواړي ډلي په دي ناورين كښې برخه لري او د دوي كردار ارزښت لري خو ددي څخه مطلب دا هم نه دي چي يو لوري موږ په غره وحيږوو او بل وڅاه ته واچوو بلكې د دواړو خواو ښه او بدو ځان ته او ولس ته څرګند كړو خو د پريكړه ونه كړو چي يو ښه دي او بل بددي چي په داسې كولو باندى ځموږ نا پيل توب ته زيان رسيږي او چي څوك و خپل لوستونكي ته د يوه ناپيله په حيث خپله خبره نه وړاندي كوي نو لوستونكي خپله رايه او سوچ د داسې ليك په اړه نه شى جوړولى.

د تاريخ څخه په كاردي چي زده كړه وشې خو افغان په دي لاره كښې كوره ده ځكه چي دوي كله هم د شخړو څخه نه دي وتلي كه څه هم په نړۍ كښې دوي د جنګ كولو ملت په حيث نومول شوي دي خو كه په رښتيا ورته وكتل شې نو پښتانه افغانان تر هر چا سوله ايزه او جوړجاړي مين خلګه دي خو دوي باندى هميش نورو جګړه تپلې ده هم هغه وخت چي خپله افغانانو د نورو يرغلګرو ملګري كړي ده او خپل وروڼه يې ورسره وژلي دي چي ښكاره بيلګي يې موږ په دهغه پنځه ديش كلن ناورين كښې په ګوته كولي شو هر افغان ننګيالي چي د خپلې خپلواكي دپاره پاڅون كړي دي دښمن په افغانانو كښې خپل لاس پوځي موندلي دي هغو ته آسانتياوي وركړي دي او ددي آسانتياو دپاره دوي د خپل ور ورسره جګړي كړي دښمن ته ګټه رسولي ده او خپل ملت او ټاټوبى يې و دښمن ته حواله كړي دي داسې ډيري پيښې ځموږ د تاريخ برخه جوړي شوي دي خو د بده مرغه چاچي داسې غداري كړي ده هغه هم لكه غاړه ژوند كړي دي لنډن دا چي موږ د تور او بور توپير نه دي كړى.

اوس راځو خپلې خبري ته دا رښتيا خبره ده چي دا وخت افغان پښتون ته د جوړ جاړي او سولي ضرورت دي او كه موږ خپله د جوړجاړي هڅي ونه كړي نو به موږ و خپلې وراني او بربادي ته خپله بلنه وركوو او دا وخت چي د بيلو بيلو افغان ډلو وشاته كوم لاسونه اوږده دي دهغو غوښتني به موږ خپله ورپوره كوو ځكه چي بيله د افغان پښتون بل هيڅوك هم نه غواړي چي دهغه روانه جګړه دي و دريږي او افغان وژنه دي ختم شې بلكې كه دوي د خپلو ګټو دپاره ځموږ په خاوره د زوري وسلو اړتيا وليده ددي څخه به هم مخ ونه ګرځوي نو ځكه موږ وايو چي سوله او جوړجاړي ته يواځي او يواځي د افغانانو اړتياده.

اوس پوښتنه داده چي د افغان ملت د لوئى او زياتي غوښتنې سره سم روانه جګړه د بندولو خبره ولې يو لورې نه كوي ددې سره سره چي طالبان د خبرواترو د سولي په نامه په قطر كښې دفتر پرانستي او د افغان دولت په ځائى د امريكا سره لومړى خبري اتري كول غواړي خو ددي د څنګه بيرته د خبرواترو بهير په ټپه دريږي او امريكا داوړانديځ كوي چي افغانان دي په خپلو كښې د سولي خبري وكړي چي دا يو په بل د باور نه لرله دويم طالبان دا اټكل كوي چي دوي و افغانستان ته راغلو باندنيو ځواكو ته ماته وركړي ده او باندنيان به د افغانستان څخه خپلې پښې سپكلوي او بيا به دوي هغه څه كوي چي د دوي خوښه وي خو رښتيا خبره داده چي د دوي (طالبانو) دا سوچ او فكر سم نه دي ځكه چي و افغانستان ته دهغه باندني ځواكونه ايله يا اتفاقي نه دي راغلي ددې وشاته د برتاينې د دوه نيم سوه كلو را روانه پروګرام او لويه لوبه وه چي ددې دپاره پخپله په ناپوهي او پوهي و دوي ته لاره اواروله او بيا دهغه لويه لوبه نزدې يوه پيړي مخ كښې امريكايانو په مخ وړي او په دي كښې د افغانستان د يوه ګاونډي ملك ډېر لوتي كردار دي روانه جګړه د طالب لوري ولي نه دروله كيږي بيرته هم هغه خبره ده چي د افغان دولت وارو طالبان خپل واكه نه دي او دوي دهغه څه كوي چي دوي ته ويل كيږي تر كومه چي د باندنيانو د راتلو خبره ده يا بيرته د تلو خبره ده دا دوي د ګټو د خوندي كولو پوري اړه لري دوي افغانستان نه ددې دپاره نه دي راغلي نه يې دهغه په كهربو ډالر دلته لګولي دي چي دوي په افغانانو ډير مين دي يا وو داخام خيالي ده چي باندنيان به د طالبانو او د نورو د ويري د افغانستان څخه ستانه شې دوي د مخه دا ويلي دي چي په ۲۰۱۴ء كښې به د افغانستان څخه ستانه شې خو د دوي حضور به بيرته هم په افغانستان كښې وى.

رښتيا خبره داده چي د نړۍ په زياته بيا ددې سيمى په ځانګړي ډول د افغانستان سياست ډېر پچيلي دي چي په دي ځان پوه كول ډېر اړين دي داسې هم نه ده چي د جګړه جهاد دي او د كفر او اسلام جګړه ده بلكې په يوه وار د جګړه ډېر اړخونه لري او په يوه وار د نړۍ د ډېر و ملكو ګټي په دهغه جګړي كښې نخښتي دي او يو لوري ودي ته تيار نه دي چي د خپلو ګټو څخه لاس په سرشي خو د بده مرغه د هغه جګړه په افغان خاوره داوږدو كلو څخه را روانه ده او افغانان پښتانه په كښې وژل كيږي او هيواد يې په كښې ورانيږي ځكه چي د نړۍ تر هر چا د هغه ملت او ټاټوبى اغيزمن دي نو ځكه تر هر بل چا و افغانانو ته د جوړجاړي او سولي اړتياده نو هر هغه څوك چي ځان ته پښتون افغان وائي هغه و سولي ته كاروكړي كه هغه افغان دولت دي طالبان حزب اسلامي وي كه د حقاني ډله يا په وزيرستان كښې ميشته پښتانه وي بلكې په پاكستان كښې چي كومي سياسى او مذهبى ګوندونه دي په كاردي چي په سيمه كښې لومړى د جنګ درولو او بيا د سولي د راوستلو هڅي وكړي ځكه په دهغه نړۍ واله جګړه تر ټولو زياته دوي وژل شوي دي چي څومره دهغه جګړه اوږديږي هم دومره به دهغه ملت او ټاټوبى ورانيږي اوس د هغه پوښتنه هم افغانان د افغانانو څخه كوي چي دوي خپله هم نور دهغه هيواد ورانول غواړى.

زه دهغه ټولو افغان پښتنو د رڼ اندو ليكوالو او ناپيله سياست مدارانو څخه خواست كوم چي دوي خپل هيواد او ملت د دهغه اوږده ناورين څخه د استلو دپاره خپل وړانديځونه او ليكنى وكړي او خپل ولس په رښتنې حالاتو خبر او پوه كړي او كه دهغه ډلي چي د نورو په ملاتړ خپل ټاټوبى بيا هم په جګړه كښې ښكيل ساتل غواړي دهغو مخ نوي دپاره ولس راغونډ كړي ولي چي وروستي پريكړه هم د ولس په واك او اختيار كښې ده دينې علماو كښې كه ځينو د نورو په لمسون د خپل ولس په ضد توتيې كړي خو په لر او بر افغان خاوره كښې هم بې شميره ديني علماو په داسې مشكل حالاتو كښې د خپل ولس سره دريدلي او د ولس مشري يې كړي ده موږ د خدائي په نامه د دوي څخه خواست كوو چي دوي د اسلام په چوكاټ كښې رامخ ته شي او خپل ملت داده مشكل څخه راوباسي او داخبره په نظر كښې وساتي چي په بشپړه افغان خاوره كښې د نامداره مشرانو مخورو او نور وژنه ولي د طالبانو د جګړي په سايه كښې وژل كيږى..

- بېرته شاته