(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتوښوونځي دهيوادپه هرګوټ کي قانوني امر

دبینوا درنې ويبپاڼي يو کمپاين پيل کړى او پښتانه يې دې ته رابللي، چي « په مورنۍ ژبه د زده کړو اړتيا» باندي خپل اندونه او وړانديزونه وړاندي کړي۰ ما د زياتو پوهانو اندونه او وړانديزونه په همدې درنې ويبپاڼه کي ولوستل، چي خورا ورته خواشينى شوم۰ دا داسي نه ده، چي ګوندي موږ پښتنو دا ستونځي پخوا نه درلودې، دا ستونځي له موږ سره تل مل دي او موږ تراوسه لا د دې ګيلو څخه ازاد نه شو۰ د ښاغلى ډکتر افغان په ليکنه، چى خپل کوچنيان يې د درسي ستونځو له امله چي په دري وو له ښوونځي ويستلي۰ ښاغلي ډاکتر افغان خو به خپلو کوچنيانو ته هيله ده پخپله درس ووايې ۰ زموږ د پښتنو کوچنيانو ستونځۍ دورمره دي، چي د زياتو پښتنو کوچنيان، په دري ژبه د نه پوهيدلو له امله د کمي ناروغى سره ګير کيږي او ښوونځۍ د ناروغۍ سره مل پريږدي، چي ټول ژوند يې بيا هراړخيز خراب وي۰ زما يوه ليکنه د ټول افغان په درنه ويبپاڼه کي د « ژبى مري» سرليک لاندې خوره شوې، چي هلته مي زيات څه څيړلي، خو دلته بيا ځينو ته ګوته نيسم، که څه هم تکرار به وي۰ زما د ترور زوى په کابل کي غوښتل خپلو کوچنيان سره درس ووايې ، چي کتاب يې راواخسته نو په دري وو او فارسي شعرونه پکښې وو۰ هغه د سعدي شعرونه وو، له پنجکتاب څخه يې رانيولي وو، ما ځکه فارسي وليکله، چې سعدي (ر) خو فارسيوان يا پاړسيوان وو او نه افغان، چي په دري وي۰ ما پخپله د سعدي کتابونه تر ګلستان او بوستان پورې لوستلي، بى له دې، چي په پوه شوې يم او همدا اوس مي، چى دا لوست وليد نو ورته هکپک شوم، دا له دې امله، چى د ځينو لغاتو په مانا يې زه دا اوس هم نه پوهيدلم۰ د دويم ټولګي کتاب داسي پيل کيده کريما ببخشايې بر حال ما == که هستم اسير کمند هوا » بخښنه غواړم که ليکنيزې ناټيکوالى پکښې وي« ما سملاسي سهار دا کتاب واخست او د ځان سره مي د علومو اکادمۍ ته ، چي ما هلته د شپږو مياشتو لپاره کار کاوه، يووړ او هلته مي استادانو يا د پوهي خاوندانو ته مخ ته کيښوده او ومي ويل چي « د دې کتاب پوهيدل خو دري ژبو ته هم پوره ستونځم دي او د دري ژبو کوچنيانو سره تيری دی، او د پښتنو کوچنيانو سره خو سوچ ظلم دى، چي د يوې خوا په دري درس ويلو محکوم او له بلې خوا په داسي فارسي، چي په هغي زما غوندي پښتانه هم نه پوهږي۰ تاسو باور وکړى، چي زه د دي نن ورځي پوري په کمدى باندى نه پوهيږم، چى کمندي هوا يانې څه۰ د دريم ټولګى کتاب يې بيا په نام حق بربان۰۰۰۰۰- بخښنه غواړم، چي دا کتاب له ماسره نه شته او دا نور مي له ياده ووت-باندى پيل کيده۰ ګوری، چي داسي درسونه ، چي له يوې خو اپښتانه کوچنيان له خپلې ژبي بې برخي پاتي شي او له بله پلوه ه داسي د سعدي په ستونځمنو شعرونو پيل کيږي څنګه د روحي رنځ سره نه مخامخ کيږي۰ ما چى هر پښتون ليدلى په کابل کى کوچنيان يا سوچ له درسه پاتي دي او يا څو کاله وروسته دي، چي ناروغي ورسره مل کيږي مخ ته يا وروسته به دوي هم ښوونځي پريږدي او يا به د ښوونځى څخه په پاخه عمر راوزي، چى دا ټول په ځان پسي روحي ستونځې لرلى شي۰ پښتانه له دې امله د کمۍ په رنځ ګير دي او دې ته غاړه هم نه ږدي وايې چي ګوندي ډيري ژبي زده کولی شي۰ دا چي هرڅوک ډيري ژبى زده کولى شي يوه بله بيلګه به راوړم: زه د افغانستان په هکله يوه سيمينار کي د يوه تاجک افغان سره مخامخ شوم۰ ما ترې په پښتو وپښتل چى ډاکتر صاحب لوړي زده کړې په فرانکفورت کي کړي؟ هغه بى انده وويل، » متآسفانه په پښتو نه پوهيږم(ژباړه )» ۰ زه پوره خواشينی شوم که څه هم موږ پښتانه له داسي افغانانو سره زيات مخامخ کيږو او ډيرو پښتنو متآسفانه دا منلې هم ده او تل له خپلي پښتو تيريږو۰ زه په دې زيات خواشينى شوم، چى زموږ دا افغان په انګريزي ، دري ، الماني ، فرانسوي ، عربى پوهيده، خو په پښتو نه پوهيده لکه، چى هيڅ يې اوريدلې هم نه وي۰ زه او دی بيا له دې وروسته په الماني غږيدو، ځکه چى زما دري هم دومره خوندوره نه ده۰ سهار مړۍ مو چي خوړه زه او دى په الماني غږيدو يو بل پښتون هلته ناست دى وايي، چى تاسو نو ولي په دري نه غږيږی دا په دې مانا، چى زموږ دې پښتانه افغان هم پښتو له فکره غورځولې وه او نابلده ورته بريښېده، چي ګوندي زه » پښتون « دي نو ولي له دې افغان سره په دري ونه غږيږم او ولي دي ګوندي پښتو پرې نږدم۰ د دې خبري سره سم زموږ دې بل ورور افغان ورته وويل، چى ډاکتر صاحب شينواري له دري سره حساسيت لري، ما ورته وويل، چى ډاکتر صاحب محترم ولي ما باندې دا ګناه اچوي، چى زه له دري حساسيت لرم ما خو هيڅ کله تاسو ته نه دي ويلى، چى ګوندي زه دي په دري ونه پوهيږم، زه په دري پوهيږم تاسو چي هر څه وايي، خو زه چى د افغان سره غږيږم دا مى خپله دنده بللې، چي پښتو نه پريږدم ځانګړي هغه افغانان دي، چى بي ليکلوسته دي او مورني ژبه يې پښتو نه ده، د هغو سره پيدايښتي ده، چى بيا په دري غږيږم۰ په هر حال اوس هغه خپلي اري موخې ته راځم۰ په افغانستان کي پښتو سراسري رسمي ژبه ده، دا په دې مانا، چي نه يواځي کابل کى بلکې د افغانستان هر ګوټ کى پښتنو ته بايد او بياد د قانون په بنسټ په پښتو ژبه درسونه وي، همداسي د دري ژبو لپاره هم غواړم، چى د همغه قانون په څلورديوالي کې دوي لپاره د اړتيا سره سم درسونه په دري وي ۰ دا حق بايد د نورو لږکيو لپاره هم وي۰ پوښتنه ده، چى ايا موږ بايد وړانيديزونه وکړو او که څنګه؟ نه موږ ددې وړانديزونه نه کړو بلکۀ دا غواړو۰ دا د حکومت دنده ده، چى د افغانستان په هر ګوډ( ګوټ ) او په هرځاي کى د پښتنو لپاره بايد په پښتو درس ويينه کيدونکې کړي، دا حق قانون ورته د اړتياو له مخي ورکړى۰ د دې کار نه کولو لپاره بايد هيڅ دليل ونه منل شي او دا ټول امکانات بايد دولت يا حکومت چمتو کړي۰ زما وړانديز پښتنو ته : پښتانه د دې اړتياو په مخ بايد د حکومت څخه دا وغواړي، چي د پښتنو د کوچنيانو لپاره درسونه په پښتو برابر کړي او د دولت هيڅ پلمه ونه مني۰ خپلۀ بايدد ښووني او روزني وزارت څخه دا جدي وغواړي او که نه بيا بايد عريضه په وکړي۰ دا د قانون ماتول دي قانون ته په ناقانوني سترګه کتل دي۰ دې زوريدنې ته دى ګران پښتانه پخپله وګوري، چى څومره روحي ستونځي د غټو او وړو لپاره دا په ځان پسي لري۰ پښتانه بايد پښتانه شي او خپلې ژبي ته په درنه سترګه وګوري او خپله ژبه د بل چا دخوښي لپاره له خبرو ونه غورځوي۰ پښتون بايد د خپلي ژبي سره مينه ولري، زموږ تاجک ورونه د خپلي ژبي سره مينه لري او دايې حق دى بيا وايم، چي دا ښه کار دى او دايې حق دی۰ پښتون دې د پښتون له حقه نه تيريږي ژبه د ولس مليکيت دى او پريښونه يې د خپل ولس سره تيری دى، همداسى پښتانه هم بايد قانون ترپښتو لاندې نه کړي او خپل ليک لوست او ورځنۍ خبري په پښتو کړي۰ په دې لار کي بايد متين ګامونه واخستل شي، چى بيا پښتانه پښتانه نه پاتيږي دا په کابل کې او د افغانستان هرګوټ کي د پښتنو دنده ده، چي پري نه ږدي پښتو له پښو وغورځول شي، دا کارونه، چي پښتو له پښو غورځيږي پخپله پښتانه کوي او پښتانه نور بايد له دې کاره لاس په سر شي، دا کار غواړي د قانون په څلورديوالي کي۰ هيڅ څوک او همداسي پښتانه دا حق نه لري، چى د بل د ژبي او کلتور سره تيری وکړي۰ دپښتون د ډيرکي په ډول بايد دا دنده هم وي، چى په افغانستان کې پری نه ږدي، چى کومه بله ژبه د لږکيؤ ژبه هم زيانمنه شي، موږ يو ډيرکلتوريز هيواد يو او ټول کلتورونه مو بايد د قانون په څلورديوالي کي ولمانځل شي او وده و رکړاى شي۰ په المان کي د پښتنو په هلو ځلو پښتو د دويميى او يا دريمى ژبي په څير منل شوې ياني دلته پښتانه کړاى شي، چى د انګريزې يا د بلى ژبي په ځاي پښتو ازموينه ورکړي۰ په افغانستان او په ځانګړي توګه کابل کي دا ميندې او پلرونه تل او هره ورځ دا د حکومت څخه وغواړي تل او هره ورځ حق لري، چي قضا ته لاړ شي او په حکومت عريضه وکړي، دا يې حق دی دا يې د قوم حق دی او د قوم دحق څخه بايد څوک تير نه شي او نه ترې تريدني ته اړباسلى شي۰ زه په دې ايمان لرم، چى دا به په افغانستان کي د ملت جوړيدني سره مرسته وکړي، يو د بل سره پوهيدنه او يو بل ته په همداسي سترګه کتنه لکه ځان ته ،دا وروري توانمنده کوي او د ملت د جوړوني لپاره متين ګام دى۰ يو لوريز هيڅ نه کيږي ، هرڅه بايد دوه يا ډير لوريز يا کۀ غواړي هرلوريز وي او بس له دې ورسته له دې څخه بايد نور ځانونه خپلواک کړو، چي په خپل هيواد کي دي بې له خپلي ژبي يو۰ملامتيا په بل چا نه اچوو، دا زموږ د پښتنو ګناه ده، چې لا نور هم خپله ژبه پريږدو او که دا په هرځاي کى يو۰ پښتانه چى په کابل کي د چا سره مخامخ شي نو سملاسي پښتو پريږدي، چې پرې وغږيږي۰ فکر کوم، چي په پښتو ويلو شرميږي او ځان ورته کم بريښي قانون ، قانون او بيا قانون او قانوني کړه وړه Pa Pakhtu Khowanzy de Hewad pa Har Guad ki Qanoni amer dai By: Dr. Makhan Shinwari - بېرته شاته